شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ترکیې امنیتي ځواکونو استاد یلماز سیلیک ونیو
بسم الله الرحمن الرحيم
د ترکیې امنیتي ځواکونو استاد یلماز سیلیک ونیو

(ژباړه)

خبر

د ۲۰۱۷م کال د جون په ۲۶مه چې د روژې مبارکې میاشتې له۲۹مې شپې سره سمون لري، د ترکیې امنیتي ځواکونو استاد یلماز سیلیک چې له خپلو یو شمېر وروڼو سره په روژه ماتي بوخت وه، ونیوه.

تبصره

د اوردغان په اړه تر ټولو غوره خبره دا ده چې دی هم له خپلو ورڼو (نورو ظالمو حکامو) سره هېڅ توپیر نه لري. نوموړی د هغوی په څېر د اسلامي دعوت له حاملینو پرته له بل هېچا وېره او خطر نه احساسوي، هغه دعوتګران چې د ذلت له دغه حالته د امت د ژغورلو او بېدارۍ لپاره شپه او ورځ هڅه کوي. دغه ظالمان له خپلو امنیتې ځواکونو، استخباراتو او جاسوسانو څخه یوازې د مخلصو دعوتګرانو د مخنیوي او ځورولو لپاره ګټه اخلي؛ په داسې حال کې چې د دعوتګرانو يوازینۍ وسله په الله سبحانه وتعالی قوي ایمان دی او هېڅ مادي عمل نه کوي، چې د دغه ډول وحشت وړ وي.

دعوتګران خلک له ژور او هر اړخيز فکر پرته نور څه ته نه رابولي. هو! دا ایمان او فکر دی چې ظالمان تر ټانګ او توپ ډېر له دوی وېریږي. کله چې اوري او یا ویني چې دعوتګران په خپله لاره کې ثابت قدمه دي، دعوت یې دوام لري، د دعوت لپاره قرباني ورکوي، خلک پرې راټولېږي او خبرو ته یې غوږ نیسي او له دعوتګرانو سره یو ځای دعوت پر مخ وړي، دوی له ډېرې وېرې لړزېږي او تر پوزې رسېدلي. په رښتیا چې د دغو ظالمانو واقعيت د فرعون له واقعیت سره هېڅ توپير نه لري، چې د الله سبحانه وتعالی د رسول (موسی علیه السلام) او مومنانو په اړه يې ویلي:

﴿إِنَّ هَٰؤُلَاءِ لَشِرْذِمَةٌ قَلِيلُونَُوَإِنَّهُمْ لَنَا لَغَائِظُونَُوَإِنَّا لَجَمِيعٌ حَاذِرُونَ﴾

[شعراء: ۵۴-٥٦]

ژباړه: په ریښتیا چې دغه لږ خلک دي، دوی ډېر په غوسه کړي یوو او موږ ټول مبارزې ته چمتو یو.

له اردوغان (دغه ظالم حاکم) څخه زموږ پوښنته دا ده چې استاد یلماز سیلیک څه جنایت کړی و، چې د روژې په مبارکه مياشت کې، چې د قران کريم د نزول مياشت ده، له خپلو وروڼو سره د روژه ماتي پر وخت کې ونيول شو، د دغه استاد جرم څه و چې پر پنځلس کاله بند محکوم شو؟ ایا استاد یلماز مخدره توکي قاچاق کړي وو، غلا او که یې قتل کړی و؟ په الله سبحانه وتعالی قسم چې دی له داسې جنایتونو پاک و؛ بلکې یوازينی جرم چې ده کړی دی، د نبوت پر تګلاره د اسلامي خلافت بیا راژوندي کولو لپاره د نوموړي هڅې وې. د استاد جرم دا و چې له خپلو تحریری وروڼو سره يې يو ځای له دمې پرته اوږه پر اوږه کار کاوه.

تاسې ظالم حکام، باید لږ وشرمېږئ! ستاسو حکومت په دغو کلونو کې امت ته له بدبختۍ پرته بل څه نه لري او داسې څوک نشته چې ستاسې تر حاکمیت لاندې يې یو شېبه هم د امنیت احساس کړی وي؛ مګر له هغو یهودانو، نصرانیانو او سیکولرانو پرته چې اسلامي مقدساتو ته سپکاوی کوي او د اسلامي ارزښتونو پر وړندې مبارزه کوي. هغوی په پوره ازادۍ د اسلام پر وړاندې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی او څوک مزاحمت نه ورته کوي. نه چا تعقیب کړل، نه یې د هغوی مخه ونیوله او نه یې محکمه کړل، چې د بیان ازادي یې محدوده نشي؛ بلکې هم جنسګران او اخلاقي مفسدین په اسانۍ خلک له ستونزو سره مخ کوي.

د لوڅو او بربڼډو ساحلونه چې د فاسقانو او خوش ګزرانو د راټولېدو مرکز دی، اوردغان هېڅکله هغوی ته مزاحمت نه کوی؛ تر دې چې د اقتصادي ګټو د ساتلو په پلمه يې په رسمي ډول هغوی ته زمینه برابره کړې ده، په دې دلیل چې هغوی شخصي ازادي لري او باید ازادي یې محدوده نه شي، څوک د هغوی نه مزاحم کېږي؛ خو مخلص دعوتګران هغه کسان دي چې اردوغان او ملګري يې تل زور او فشار ورباندې راوړي. الله سبحانه وتعالی دې تاسې ته د خپلو اعمالو سزا درکړي، څنګه له حق څخه کږېږۍ؟

له دعوتګرانو سره ستاسو ظالمانو چلند له مومنانو سره د نمرود د چلند په شان دی، چې الله سبحانه وتعالی یې په اړه فرمایې:

﴿وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلَّا أَن يُؤْمِنُوا بِاللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدُِ الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌُ إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ﴾

[بروج: ۸-۱۰]

ژباړه: له مومنانو سره د هغو دښمني له دې پرته په نور څه نه وه، چې مومنانو په هغه الله ایمان راوړی و، چې برلاسی او په خپل ذات کې پخپله ستايل شوی دی. هغه ذات چې د اسمانونو او ځمکې د پاچاهۍ څښتن دی او الله هر څه ګوري. چا چې پر مومنو نارينه او مومنو ښځو ظلم او تېری وکړ او بيا يې توبه ونه ايستله، هرو مرو د هغو لپاره د دوزخ غذاب او  سوځوونکی اور دی.

ظالمانو! ستاسو دغه جګړه د اسلام پر وړاندې جګړه ده، تاسې د خپلو بادارانو په شان پر خپلو تختونو یوازې له اسلام او دعوتګرانو څخه خطر احساسوئ. له یاده مه باسئ چې په پای کې به قافله د پرهېزګارانو په ګټه تمامېږي او ډېره ژر به په ګډه هغه ورځ ووینو.

محمد ابوهشام

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې