شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
هېره شوې روهینګیا خلافت ته په تمه ده!
بسم الله الرحمن الرحيم
هېره شوې روهینګیا خلافت ته په تمه ده!

(ژباړه)

خبر:

د پاکستان ملي شورا د روهینګیا پر مسلمانانو د جنایتونو پر وړاندې پرېکړه لیک تصویب کړ. دغه پرېکړه لیک چې د روهینګیایي مسلمانانو پر وړاندې د بشرحقونو نقض او ظلم په ټينګه غندي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زاهد حمید په واسطه تصویب شوی دی. (سرچینه: ملت)

تبصره:

د پنجاب او خیبر پښتونخوا په مجلسونو کې هم دې ته ورته پرېکړه لیکونه تصویب شوي دي، چې د سختو ګواښونو پر وړاندې د روهینګیا د مسلمانانو مېړانه پکې ستایل کېږي او د دغه وحشت قربانیانو ته یې ژوره خواخوږي او تسلیت ویلی دی. تاریخ داښیي چې په داسې پېښو کې چې مجلسونه پرېکړه ليکونه تصويب او صادروي له تش په نوم او خالي کلمو پرته بل څه نه دي. د روهینګیا مسلمانان ستاسو بحث او خواخوږۍ ته اړتیا نه لري، بلکې داسې ځواک او اردو ته اړتیا لري چې اقدام وکړي او دا ثابته کړي چې روهینګیایان هېر شوي او بې هویته نه دي؛ ځکه «طیبه کلمه» هغوی ته داسې هویت ورکوي چې د مسلمانانو هرې خاورې ته لاسرسی پيدا کوي؛ هغه ځای چې بايد په ښه ډول يې پکې ساتنه وشي.

موږ ولیدل چې د پاکستان خلکو د روهینګیایي مسلمانانو د ساتنې لپاره د اردو او ځواکونو د خوځېدو غوښتونکي شول، په داسې حال کې چې د ملي مجلس او ایالتي مجلس غړي د لوړو معاشونو په لرلو سره په یخو کوټو کې پر نرمو څوکیو ناست دي او په سړه سینه او سخت زړه فکر کوي چې د دغو عملونو له امله به ورسره قضاوت نه کېږي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي ناستې ته په اشارې د پاکستان لومړي وزیر د هغو قربانیو او خدمتونو له یادولو وروسته چې پاکستان له ټروریزم سره په جګړه کې کړي؛ د روهینګیایي مسلمانانو په اړه اندېښنې وښودې. نوموړي په دې اړه هم خبرې وکړې چې څرنګه د روهینګیا د مسلمانانو قوم له منځه وړلو، ټولیز وجدان له ګواښ سره مخ کړی دی. موږ وینو چې دغه بې جرأته رهبران په ډېر احتیاط نړیوالو ته وايي او هره کلمه داسې په احتیاط ټاکل شوې، چې غربي باداران ونه ځوروي. د حل لارې دا ډول غوښته تر ډېره په اسلامي نړۍ کې د غمیزو د تصدیق لپاره د اجازې غوښتنې ته ورته ده. البته د دې لپاره چې پر مسلمانانو حکومت وکړي او دغه لېوان د پسه په جامه کې وښيي چې پاملرنه لري.

دغه امر دا ښیي چې د پاکستان رهبري دا احساسوي چې د مسلمانانو او غیر مسلمانانو د مسولیت کچه یو ډول ده. په یو بااحساسه زړه او پوه مغز او خلاصو سترګو دا ليدل کيږي چې دا نه یوازې د روهینګیا د مسلمانان پرېښودل دي؛ بلکې په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د پرېښودو او هېرېدو مانا لري. د روهینګیا د مسلمانانو حالت تر یوې ورځې د ځنډېدو وړ نه دی او پاکستان د یوې مسلمانې لویې اردو په درلودلو دا خبرې د ځان لپاره دلیل نه شي کولی چې ګواکي په خپل هېواد کې له ټرویزم سره په جګړه بوخت دی. یوازنی دښمن چې باید موږ یې په داخل کې پر وړاندې مبارزه وکړو، دا دی چې موږ له خپلو مسولیتونو لرې ساتي او سره بېلوي مو.

اوس له دغه ژور خوبه د پاڅېدو او اقدام وخت دی او له کفارو سره ملګرۍ هېڅ وخت موږ ته ګټه نه ده کړې. د روهینګیا مسلمانانو په صبر د الله سبحانه وتعالی په دین منګولې ټینګې کړې دي او د الله سبحانه وتعالی د مرستې په تمه دي؛ هغه مرسته چې موږ ته امر شوی څو هغه د خلافت په اډانه کې تيار کړو؛ چې هغه د الله سبحانه وتعالی سیوری دی او مسلمانانو ته د الله سبحانه وتعالی د رحمت له سیوري پرته بل هېڅ سیوری نشته. اسلامي خاورو وېشلو، امت وېشلی دی او خلافت به امت سره یوځای او د یو قدرت په توګه به پرمختګ ورکړي. دغه خلافت به یوازې د الله سبحانه وتعالی قدرت ته تسلیم وي او دغه بریا د ټولو مسلمانانو لپاره ده.

﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا

[آل عمران: ۱۰۳]

ژباړه: ټول د الله سبحانه وتعالی په رسۍ (دین) منګولې ټینګې کړئ او مه تیت کېږئ.

لیکوال: اخلاق جهان

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې