شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ټرامپ د ولسمشرۍ د دویم کال ژمنې: سوداګریزې جګړې، د اټومي وسلو سیالي او بهرنۍ جګړې!
بسم الله الرحمن الرحيم
د ټرامپ د ولسمشرۍ د دویم کال ژمنې: سوداګریزې جګړې، د اټومي وسلو سیالي او بهرنۍ جګړې!

(ژباړه)

خبر:

د امریکا ولسمشر پخپله کلنۍ وینا کې د ناوړه سوداګریزو معاملو د اصلاحاتو ژمنه وکړه. دغه ناوړه سوداګریزې معاملې د امریکا د ټولو متحدانو تر منځ د محافظه کارانه پالیسیو د لوړېدو لامل کېږي. نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه چې د امریکا اټومي جګړییز وسایل به پراخوي او مټیس ته یې امر وکړ چې د ګونتانامو د بندخونې دروازه پرانیستې پرېږدي. په ورته وخت کې ټرامپ په خپلو خبرو کې تر ډېره شمالي کوریا د خپل دښمن دولت او ګواښوونکي هېواد په توګه یاده کړه.

تبصره:

ټرامپ له یو کال وروسته د نړیوالو سوداګریزو معاملو او له هېواده بهر د بهرني سیاست مبارزو پر وړاندې خپل دریځ ډېر لږ بدل کړی دی. ټرامپ څو ورځې وړاندې په «داووس» نړیواله غونډه کې خپلو مخاطبینو ته وویل: «د امریکا دروازې د سوداګرۍ پر وړاندې پرانیستې دي.» او په ورته وخت کې یې د غیر عادلانه معاملو په اړه هم ګواښ وکړ. امریکا تر دې وړاندې پر چین، سویلي کوریا، مکزیک او کاناډا تعرفې لګولې دي اوس اروپایي ټولنه هم په ورته تعرفو لګولو ګواښي. اروپایي ټولنې هم ژمنه وکړه که ټرامپ دغه تعرفې ولګوي، نو اروپايي ټولنه به پر امريکايي توکو ورته ګمرکي تعرفې ولګوي.

نو دا یو ناڅاپي امر نه دی چې ټرامپ د وارداتو د لګښتونو ډېروالي، د ناخالص سوداګریز کسر او د ډالر د کمزوري ساتلو لپاره په قصدي ډول سیاسي دریځ خپلوي؛ بلکې دغه دریځ بهرنیو هېوادونو ته د امریکا د صادراتو د ډېروالي لپاره په پام کې نیول شوی دی. د ټرامپ سوداګريزه پالیسي نړۍ ته په بشپړه ډول څرګنده ده او بهرني شرکتونه په امریکا کې پانګونې کولی شي؛ خو امریکا ته به بهرني سوداګریز توکي د تعرفې تر فشار لاندې شي.

دا چې امریکا د روسیې پر اټومي قدرت ناخوښه ده، خو ټرامپ ژمنه کړې چې د امریکا ستراتیژيک قدرت پیاوړی کړي.په وروستيو د بالستیک دفاعي توغندیو پر سیستم سربېره په مشهورو وسلو کې د امریکا لوړوالی د چین او روسیې د اټومي وسلو پر وړاندې تعادل د امریکا په واک کې ورکوي. په ورته وخت کې، د روسيې يوه نوې اټومي وسله چې د «قيامت ورځ» په نوميږي په بحرونو کې په پټ ډول ځي، پېژندل او پيدا کولی يې ناشوني دي او کولی شي د امريکا د دفاعي توغنديو سيستم ګډوډ کړي په اړه يې راپورونه خپاره شول. دغه ناانډول د ډېرو نورو اټومي وسلو جوړېدو ته یوه بله لیونۍ سیالي رامنځته کوي، چې له اوسنیو حالاتو یې لوړ تصور کېږي.

د شمالي کوریا پر وړاندې د ټرامپ جګړییزه لهجه، په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د عراق پر وړاندې د جورج بوش احمقانه دریځ څرګندوي. په اسیا او ارام اقیانوس  کې د امریکا د نظامي وسایلو رامنځته کېدل او د امریکا د متحدانو ازمویلو ته د شمالي کوریا بې رحمانه هڅې، شونې ده چې یوه بله جګړه رامنځته کړي. همدارنګه پياوړی ګواښ شته چې دغه جګړه دې په ډېر سرعت په یوه لویه جګړه بدله شي او امریکا به پر شمالي کوریا برید وکړي. لکه څنګه چې د ټرامپ دولت په ټوله نړۍ کې د امریکايي امپریالیزم د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي. په اوس وخت کې چې اسلامي نړۍ د امریکا د ښکېلاک قرباني ده، بیا هم د یو نړیوال لیدلوري وړاندې کولو وس نه لري.

په پایله کې باید ووایو چې د خلافت تر سیوري لاندې به سوداګري د عدالت پر بنسټ او ورته عمل وي او په اصل کې پر سوداګریزو توکو تعرفه منع ده؛ خو په هغه صورت کې چې صادرونکی هېواد د اسلامي دولت پر سوداګریزو توکو مالیه ولګوي. خلافت دولت بیا دا حق لري چې له هغه هېواد سره ورته عمل وکړي. د اټومي وسلو په اړه پر اسلامي دولت واجبه ده چې له اټومي وسلو څخه د نړیوالو وسلو د له منځه وړلو لپاره کار واخلي؛ چې په همدې ترتیب له اټومي وسلو پاکې نړۍ ته لاس رسی پیدا کړو. انشاءالله چې اسلامي دولت به په نېږدې راتلونکي کې جوړ شي، چې نړۍ د لویو قدرتونو له له غمه ډکو پالیسو او تګلارو ازاده کړي.

لیکوال: عبدالمجید بهاتي

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې