جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د غوطې ښار ړنګ شو او مېرمنو یې وسلې اخیستې
بسم الله الرحمن الرحيم
د غوطې ښار ړنګ شو او مېرمنو یې وسلې اخیستې

نو، د مسلمانانو پوځ چېرته دی؟

(ژباړه)

خبر:

رسمي رسنیو او د ټولنیزو رسنیو وېبپاڼو په ختیځه غوطه کې د 400,000 څخه زیاتو مسلمانانو د ویشتلو، سوزولو او له منځه وړلو زړه بوږنوونکي انځورونه خپاره کړي. د هادي عبدالله په نوم یوه سوریایي فعال پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: « هغوی نشي کولای چې شهیدان وشمېرې. په دوو ورځو کې تر ۲۰۰  ډېر کسان شهیدان شوي.»

تبصره:

ختیځه غوطه: د لویې جګړې ځمکه؛ لکه څنګه چې رسول الله صلي الله علیه وسلم یې توصیف کړی. دا ځای د رژیم د ډوډۍ شکور او یو سټراټېژیک موقعیت دی چې رژیم غواړي د کلونو لپاره یې کنټرول د دې لپاره  په لاس کې واخلي چې اکمالاتي لارې خوندي کړي او د دمشق هوایي ډګر د انقلابیونو له وسله‌والو بریدونو څخه وساتي. د جګړې ځمکه، چې خلک یې په وحشیانه توګه له منځه وړل کېږي، چغې وهي چې له هغه څه سره یو شان کېږي چې کلونه مخکې د روسانو له خوا د چیچینیا په ګروزني کې وشول.

ایا د حلب سناریو تکرار شوه؟ ایا دا یو پلان دی چې بېرته راوړي هغه څه چې په ګروزن« کې وشول؟ په دغو سرلیکونو، الجزیرې له روان حالت څخه خبرداری ورکړ. هغه وېره او وحشت چې د امت پاتې برخې ته رسېدلی بس نه وو چې په داسې سرلیکونو سره یې روحیه راټیټوی چې- حتا که په غیر مستقیم ډول هم وي- د پخوا په شان د یوې غوڅې ماتې نتیجه ښیي!

له غوطې یې هم لکه د حلب او حمص په شان زړه بوږونوونکي انځورونه خپاره کړي. اوس، لکه څنګه چې فعالین وایي د رژیم او د پلویانو ظلمونه یې له پخوا زیات شوي. یو جنین چې مور یې سوزېدلې وه نړۍ ته مړ راغی، د مور د پوستکي له څېرېدو وروسته یې د دغه ماشوم بدن هم سوزېدلی. د ټوپک میل د یوه ماشوم په سینه کې ننه باسل شوه چې له لسو کالو زیات عمر یې نه درلود، ګناه یې دا وه چې مسلمان دی، چاته چې د نړۍ د خلکو د عیسویانو، مجوسیانو او یهودو کرکه زیاته شوې.

خو د دغو ټولو ډاروونکو او خواشینوونکو صحنو تر څنګ به د الله سبحانه و تعالی په اجازه د شام پر خلکو د رسول الله صلي الله علیه وسلم باور ریښتیا شي؛ ځکه چې دوی د رباط خلک دي، له تر ټولو ټولو ښو خلکو څخه دي او په نړۍ کې الله سبحانه و تعالی ته د ځمکې له تر ټولو ګرانو برخو څخه. دوی د لویې جګړې خلک دي.

هېڅ کومه د نهیلیتوب او کمزورۍ خبره نشته. موږ به ورته ګورو او الله سبحانه و تعالی به حساب ورسره کوي. موږ ته ځینې ویډیوګانې را رسېدلې چې پکې مېرمنې له نارینه وو سره یو ځای جګړه کوي او یوه مور چې خپل ګران زوی یې له لاسه ورکړی؛ مخ پر وړاندې ځي.

دغه عزم، د وضعیت واقعیت په ښه توګه بیانوي، حقیقت نه تحریفوي او د شام د خلکو پر اوږو د دوی له تحمل لوړ بار نه ږدې. هو، دوی ثابت قدم دي، مصمم دي او خپل جهاد ته دوام ورکوي. خو دوی همدارنګه د یوه لوی امت برخه ده چې پر خپلو د پوځ او د قدرت په خاوندانو باندې شرمېږي چې په زجر کې یې پرېښي اود دې پر ځای چې ویې ژغوري د قاتل لاسو ته یې سپاري،  هغوی چې په چاپلوسۍ او چوپتیا د دوی عزت او جسد له خاورو سره یو کوي.

هغه مېرمنې چې له وسلو سره راوتلې وې، دا نارې یې وهلې: موږ د محمد د امت لوڼې یو، موږ مسلمانې مېرمنې یو، نو چېرته دی اسلامي امت او د مسلمانانو پوځ!؟

سختو ژړاوو د هغو مسلمانانو زړونه زخمي کړل چې یوازې د خبرو وس لري او دلته موږ هغه کسان یو چې د غوطې د سوزېدو او تسلیمېدو لپاره دردېږو: موږ د غوطې له مېرمنو سره د مسلمانانو پر پوځیانو غږ کوو چې د الله غوښتنې ته پام وکړي او له بنده‌ګانو یې ملاتړ وکړي. نو په دې حالت کې به یا په دواړو دنیاو عزتمند وو او یا به هم رټل شوي او رسو او د دردناک عذاب مستحق. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

(إِلا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلا تَضُرُّوهُ شَيْئًا وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ)

(توبه: ۳۹)

که جګړې ته لاړ نشئ، نو یا به درته عذاب درکړل شي او یا به ستاسو پرځای یو داسې قوم راولي او تاسو به هغوی ته هېڅ ضرر نه شی رسولی او الله پر هر څه باندې قدرت لري

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

بیان جمال

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې