جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له ناټو څخه د اکراین هیلې؛ له باران نه ناوې ته کښېناستل
بسم الله الرحمن الرحيم
له ناټو څخه د اکراین هیلې؛ له باران نه ناوې ته کښېناستل

خبر:

د مارچ پر ۲۸مه د چهار شنبې په ورځ، د اکراین ولسمشر پیټرو پروشینکو د ۲۰۱۸م لپاره ناټو ته د اکراین د ورګډېدو په ملاتړ د کلني ملي پروګرام په اړه فرمان لاسلیک کړ.

 د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیزو خدمتونو د راپور پر بنسټ، د دې ستراتیژۍ بنسټیزه موخه د اکراین لپاره د همغږۍ رامنځته کول دي، چې د ناټو غړیتوب تر لاسه کړي. ( سرچینه: (ZN UA

تبصره:

تر دې وړاندې د مارچ پر ۲۱مه د اکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ رسنیز مرکز د پیټرو پروشینکو یوه وینا خپره کړه، چې له آلمانۍ ورځپاڼې (هامبرګ ماښام) سره یې په یوه مرکه کې ویلي و: « موږ له ناټو سره د غړیتوب لپاره ځانګړې هڅې پیل کړي. زموږ موخه په راتلونکو لسو کلونو کې د دغه تړون غړیتوب تر لاسه کول دي ».

له شک پرته، د اکراین د ولسمشر دا ډول څرګندونې د روسیې فدراسیون او لوېدیځ تر منځ له وروستیو ترینګلو اړیکو سره جوختې شوي دي.

د ۲۰۱۸م د مارچ پر ۲۱ مه  د روسیې ولسمشر فدارلي پارلمان ته په خپله کلنۍ وینا کې هغه ننګونې په ګوته کړې، چې لوېدیځ ورسره مخ کېدونکی دی، په دې برخه کې یې د روسي ساینسپوهانو له لورې د نویو لاسته راوړنو یادونه وکړه، چې نوې پرمختللې وسلې یې ښه بېلګه ده. د روسي چارواکو له لورې په تېرو دوو کلونو کې دا ډول په ډاګه ځان ښودنه نه وه شوې.

د مارچ پر څلورمه د انګلستان په سالیسبوري کې یوه پېښه را منځته شوه چې پکې سرګي سکریپال او د هغه لور، چې د روسیې د وسلوال پوځ پخوانی کارمند او دوه اړخیزه جاسوس و، په زهرو مسموم شول. دا پېښه د دې لامل شوه، چې روسیه او یو شمېر لوېدیځ هیوادونه د اکراین په ګډون یو د بل له  خاورو څخه یو شمېر ډیپلوماټان وشړي.

د روسیې فدارسیون او د لوېدیځ هیوداونو تر منځ  په اړیکو کې د کړکېچ او نویو بدلونونو په اړه خبرونه هره ورځ په سرټکو کې راځي. د بېلګې په ډول، په اروپایي ټولنه کې د پردې تر شا له روسیې سره  اړیکې د خرابۍ لور ته روانې دي. د ډیویچ ویله (DW) د خبر پر بنسټ، اروپایي کمیسون د مارچ د ۲۸ مې په وړاندې کړل شوي پلان کې پرېکړه کړې، چې د ټانکونو او نورو درنو وسایلو د لېږد په موخه به د پلونو، لویو لارو او د اورګاډو د امنیت او خوندیتوب څارنه کوي.

د دغو نویو کړکېچونو د علت په اړه لاندې ټکو ته اشاره کوو:

په هر حال، پوتین هيله من دی چې له لوېدیځ سره اړيکې عادي حالت ته راولي او په ځانګړې توګه له امریکا سره چې په بشپړه توګه یې اړیکې ورسره ترینګلې شوي.

د مرستو ډاډ چې امریکا او سوريي ته ورکول کېده، هغه هیلې چې د امریکا د نوي ادارې مشرتابه، ټرمپ ته ورکول کېدې او دغه راز د صبر او امید پالیسې چې له اروپا سره مخ ته وړل کېده، دا ټول هغه څه دي چې روسي فدراسیون ترسره کړي، خو په وروستیو کې نوموړی فدارسیون پوه شو، چې اقتصادي بندیزونه به د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه سملاسي او یا وروسته دې ته اړ کړي، چې د روسیې پر وړاندې داسې ګامونه اوچت کړي، چې دوی یې هیله نه لري.

د روسیې کورني او بهرني سیاسي حالت یو ځل بیا د پوتین پام ځان ته واړوه او وپوهېد، چې یو بهرنی دښمن د لوېدیځ په څېره کې د امریکا په مشرۍ شتون لري. د روسیې فدراسیون له لورې د شخړو را منځته کول په طبعي ډول د اروپا او امریکا له لورې متقابل عمل له ځانه سره لري. نو په دې حالت کې موږ باید د شمالي اتلانتیک یا ناټو تړون ته د اکراین د ورګډېدو د هيلو په اړه غور وکړو، چې د اکراین ولسمشر پیترو پروشینکو یې په اړه فرمان هم لاسلیک کړی دی.

د اوکراین په اړه باید ووایو، چې په ناټو کې غړیتوب به اکرایني وګړو ته هیڅ ګټه ونه لري، ځکه د ۲۰۱۴م په پسرلي کې اکراین ته تش په نامه د «نړیوال جمعي امنیت» یا «د امنیت په اړه د نړیوال تضمین»  واقعیت ښه څرګند شو. ښه بېلګه يې په اکراین کې د روسیې نظامي مداخله وه، کله چې د «هنګري هوکړې» یو تضمینونکی په خپله تړون ماتوي او د یو غاصب په څېر د سوېیل ختیځ اوکراین یوه برخه اشغال او له خپلې خاورې سره یې نښلوي او نور تش په نامه «تضمینونکي» د پردې تر شا د خپلو ګټو او خوندیتوب لپاره ورسره هوکړه کوي او د دوه مخېتوب په پلمه یوازې تشه اندېښنه ښیي.

«نړیوال امنیت» او تش په نامه «نړیوال قانون» له تېر ایستلو پرته بل څه نه دي، ځکه هر دولت یوازې او یوازې د خپلو ملي ګټو د تامین لپاره کار کوي او له نورو ټولو نړیوالو اصولو څخه د وسیلې په توګه د دې ګټو د ډاډمنتیا لپاره کار اخلي. په نړۍ کې د نن ورځې د کمزورو خلکو حالت همدا دی. د اکراین په ګډون دوی ټول د لویو قدرتونو له غوښتنو سره سم یرغمل شوي او دې ته اړ ایستل کېږي چې په بېلابېلو قدرتونو پورې ځانونه وتړي، تر څو د بل قدرت له جنایتونو څخه ځان وژغوري، خو د کوچنیو ملتونو پر وړاندې دوی په جنایتونو کې یو له بل سره کوم توپیر نه لري او ټول په یوه درجه کې ځای لري.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: په اکراین کې د مطبوعاتي دفتر مشر فاضل امزیوف

ژباړن:عبدالله لطفي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې