شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د یوه عادل رهبر(خلیفه) تر قیادت لاندې یوه ورځ ژوند، تر شپېته کاله عبادت غوره دی!
بسم الله الرحمن الرحيم
د یوه عادل رهبر(خلیفه) تر قیادت لاندې یوه ورځ ژوند، تر شپېته کاله عبادت غوره دی!

(ژباړه)

خبر:

پاکستان د حج او عمرې د زیارت کوونکو دویم لوی شمیر لري، خو د اندښنې ځای دی چې د کارونو د صداقت او شفافیت اړوند ۱۲۶ام مقام لري. د ځواب ویلو ملي دفتر( NAB) او د ارداري فساد پر وړاندې موسېسې په هېواد کې د فساد په له منځه وړلو کې ناکامې شوې دي. لازمه ده چې ځانګړې محکمې را منځته شي، چې په لنډ وخت کې فاسد عناصر د هېواد تر قانون لاندې محکمه کړي. (سرچینه: nation)

تبصره:  

د پاکستان د داخلي نظم شتون پر دې يو قوی دلیل دی، چې که خلک او رهبران په یوه سطحه کې راشي، هغوی به څه  شیانو ته ورسېږي؟ اوسنی حاکم وضعیت د پورتنۍ خبرې لپاره یو ښه مثال دی، چې د صداقت او د هېواد د کارونه لپاره د ښکاره او قوي اجنډا نشت، ټولې پخوانۍ او اوسنۍ هڅې له منځه وړلی شي. هغه مسلمانان چې خپل مذهبي فرائض او مذهبي سمبولونه لکه: ږیره، حجاب مراعاتوي، غالباً د یوه ریا کار قضاوت پرې کېږي، په داسې حال کې چې ښکاره جرم کېږي او عدالت نه پلی کېږي. نمانځونکي باید وویني، چې عبادي مناسک په اسانۍ سره د خلکو په واسطه ادا کېږي او دا یې له دین سره مینه ښیي. که خلک د الله سبحانه وتعالی د رضا د لاسته راوړلو لپاره خپل ځواک او پیسې لګوي؛ نو بیا ولې تر هغه حاکمیت لاندې ژوند ردوي، چې د الله تعالی له لوري یې امر شوی؟

د اعدام ثابت مجازات په ځینو هېوادونو کې ترسره کېږي او فکر کېږي، چې د جرمونو په کنترول کې به ګټور وي. خو دغه مجازات د دولتونو له لوري نه د خلکو د خدمت او نه د الله تعالی د رضا لپاره؛ بلکې د خپلو قوانینو او موخو د ترلاسه کولو لپاره تطبیق کېږي. نو ځکه د سطحي فکر له اړخه، ناوړه جزاګانې داسې معلومېږي چې جرمونه ختموي، په داسې حال کې چې دا د خلکو په منځ کې د وېرې د رامنځته کولو لپاره د دولتونو سیاست دی. محکمو او قاضیانو د دولت لپاره د یوه پیاده‌رو بڼه اخیستې، څو د حکومت په لاره کې ټول خنډونه له منځه یوسي. موږ له سعودي عربستان څخه یو نوی مثال لرو؛ هغه ځای چې پکې د دین عالمان د حق د غږ اوچتولو له امله نیول شوي دي. د سلمان العوده په څير عالمان چې د دولت د خبرې د رد له کبله د مرګ په جزا محکوم شو. موږ ټول په یمن کې د سعودي عربستان له لوري د ظلم او جنایت او همدارنګه په دې اړه د قاضیانو د چوپتیا شاهدان یو.

له بلې خوا په پاکستان کې له پخوا څخه تر اوسه محکمې او قاضيان د لویو سیاسي لوبو په موخه استفاده شوي. د مثال په ډول، د ذوالفقار علي بوټو له اعدامولو نیولې بیا د نواز شریف تر نیولو او بېرته خوشي کولو پورې او داسې نور. دا قضائیه قوه له فساده تغذیه کېږي، ځکه بنسټ یې د فساد په واسطه اېښودل شوی دی. دا عقیده، چې د اعدام څو جزاوې د نظام د رشوت د موضوع په حل او فصل کې مرسته کولی شي ـ هغه هم په داسې توګه چې دوسیې یې له بډې اخیستونکو قاضيانو سره دي، په بشپړه توګه تېروتنه ده. دا نظام یې سره له ملاتړو او ساتونکو، فاسد شوی او یوازینۍ حللاره یې د نظام لرې کول دي. د دغه فاسد نظام د اصلاح لپاره هره وعده په حقیقت کې د سیاسي تغیر بهیر ځنډوي.

د اسلام پر اساس د اعدام جزا، مفسدو ته د جزا ورکولو حللاره نه ده. داسې قضیې به د مظالم قاضي په واسطه حل شي، خو که موږ د حکومت په توګه خلافت ولرو، داسې کار شونی دی. اسلام موږ ته د مجازاتو د قوانینو جامع نظام تامینوي او یوازې اسلام او تر واحد اسلامي حاکمیت لاندې قواعد د دغه امت خلکو ته ارامي راوستلی شي. د دغه مخلص دولت سلطان (خلیفه) به د رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو رضی الله عنهم له سنتو څخه پیروي وکړي او د الله سبحانه وتعالی قوانین به پر ټولنه باندې په عدالت سره پلي کړي او چارې به هم د خالق د قانون پر اساس حل کړي.

«يَوْمٌ مِنْ إِمَامٍ عَدْلٍ أَفْضَلُ مِنْ عِبَادَةِ سِتِّينَ سَنَةٍ وَحَدٌّ يُقَامُ فِى الأَرْضِ بِحَقِّهِ أَزْكَى فِيهَا مِنْ مَطَرِ أَرْبَعِينَ يَوْمًا»

(رواه بيهقی و طبرانی)

ژباړه: د یوه عادل رهبر (خلیفه) تر مشرۍ لاندې یوه ورځ ژوند، تر شپېته کاله عبادت غوره دی، په داسې حال کې چې د حق پر اساس پر ځمکه باندې د یوه حد جاري کول، تر څلوېښتو ورځو اورښت ګټور دی.

لیکوال: اخلاق جهان

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړن: شجاع بشارت

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې