جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په تاجکستان کې د اسلامي ویښتیا بله بېلګه
بسم الله الرحمن الرحيم
په تاجکستان کې د اسلامي ویښتیا بله بېلګه

(ژباړه)

خبر:

د تاجکستان د سرشمېرنې دفتر د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۸م کال کې د دغه هېواد پر ډېری زېږېدلو ماشومانو باندې اسلامي نومونه اېښودل شوي. تېر کال هم؛ ادریس، عمران، محمد، ابوبکر، عمر، عبدالله او یوسف نومونه تر نورو ډېر اېښودل شوي وو. همداراز په دغه کال کې د نجونو تر ټولو محبوب نومونه عربي او عبراني وو؛ لکه: مریم، آمنه، عایشه، آسیه، حنیفه، فاطمه او حبیبه. دغه خبر د ۲۰۱۹م کال د فبروري په ۱۲مه په «آسیا پلس» معلوماتي آژانس کې خپور شوی. 

یاد اژانس همداراز له تاجیکي لیکوال او فیلسوف، منصور سروش سره مرکه کړې چې نوموړی پکې د دغو ټولو نومونو اساس او ریښه عربي بولي او وایي چې دغه نومونه له اسلام سره نېغه اړیکه لري. منصور سروش وایي: «تر ۹۰مې لسیزې پورې د تاجکستان خلکو خوښوله چې پر خپلو ماشومانو فارسي نومونه کېږدي او له فردوسي شهنامې نه یې ورته وټاکي. سیاووش، سهراب، رستم، فریدون، تهمینه، جمشید، خورشید، هوشنګ، کوروش، لیلي، شیرین... دا د خلکو د خوښې نومونه وو؛ خو اوس دا غوره ګڼي چې پر خپلو ماشومانو اسلامي او عربي نومونه کېږدي او دا خبره ښيي چې په تاجکستان کې د دیني متونو په لوست او لیک کې د پام وړ تحول راغلی.»

تبصره:

ښکاره ده چې په تاجکستان کې ننۍ اسلامي ويښتیا پر موږ د پاک خدای فضل دی، دا خبره له هغو نومونو نه ډېره واضح کېږي چې د دغې سیمې خلک یې خپلو ماشومانو ته غوره کوي. د یادونې وړ ده چې اسلام او اسلامي نومونو ته رجوع په داسې حال کې ډېره شوې چې د دغه هیواد ظالم او دیکتاتو حاکم، امام علي رحمان له اسلام سره د مبارزې او مسلمانانو د ځپلو لپاره خپله ډېره هڅه کوي.

تر ټولو مهمه دا چې رحمان په دې وروستیو کلونو کې د اسلامي ژوند د مظاهرو پر وړاندې د وحشت او ظلم سیاست په مخ کې نیولی؛ پر حجاب او ږیره جریمه وضع کول، تر څلوېښت کلنۍ مخکې حج ته نه پرېښودل، د تاجکستان له پولو بهر د اسلامي زده کړو پر کولو بندیز، په هېواد کې د ننه د ټولو دیني مدرسو او زرګونو جوماتونو تړل یې لویې بېلګې دي. د ده مخلص خدمتګاران هم په دغو وحشتونو او جنایاتو کې ورسره شریک دي او پرله پسې دیني شخصیتونه ځوروي او سپکاوی یې کوي؛ همدا اوس سلګونه تنه دیني عالمان د تاجکستان په زندانونو کې په اوږدو حبسونو محکوم دي. په ورته وخت کې یې د جوماتونو رسمي امامان داسې ذلیل کړي چې باید توهین امېزه کارونه وکړي؛ کله فشار پرې راشي چې د تیاتر په پروګرامونو کې ګډون وکړي؛ کله اړ ایستل کېږي چې د موسیقۍ د محافلو ټکټونه وپلوري او ان یوه امام د لیلین د مجسمې جوړولو لپاره د پیسو راټولولو مسولیت درلود!

پر دې سربېره، امام علي رحمان ډېره هڅه کړې چې خلک له اسلامي نومونو منع او له اسلام مخکې او د زردشتي کلتور نومونه دود کړي! همداراز، په ۲۰۱۶م کال کې د نفوس د ثبت د ادارو ډېری کارکوونکو په پېژندپاڼه کې د محمد، ابوبکر، یاسین او نورو اسلامي نومونه نه لیکل او په بدل کې یې د ماشومانو له پلرونو غوښتل چې د خپل ماشوم لپاره د «د محلي نومونو کټالوک» کتاب څخه نوم وټاکي، په دغه کتاب کې غوڅ اکثریت نومونه له اسلام مخکې دورو دي؛ خو د دغه اقدام پر وړاندې د تاجکستان د خلکو د راولاړۍ له امله تاجکستاني چارواکي تر اوسه د دغه قانون پر تصویب نه دي بریالي شوي.

په تاجکستان کې د رحمان د خوښې خلاف، اسلامي نومونه ټاکل ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي. وینو چې په تاجکستان کې د رحمان د سیکولر نظام د ورځ په ورځ زیاتېدونکو ظلمونو او فشارونو سربېره، په دغه هېواد کې اسلامي ویښتیا او اسلام ته رجوع د خلکو د ژوند په ټولو برخو کې ښکاري. الله سبحانه و تعالی څومره ښه فرمایي: 

﴿يُرِيدُونَ أَن يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ﴾

[توبه: ٣٢]

ژباړه: دا خلک غواړي چې د الله رڼا په خپلو پوکیو مړه کړي. خو الله سبحانه وتعالی به خپل نور بشپړ کړي، که کافرانو ته دا هر څومره ناکاره وبرېښي هم.

لیکوال: محمد منصور

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې