جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
امریکايي تروریزم له افغانستانه د لابراتوار په توګه ګټه اخلي!
بسم الله الرحمن الرحيم
امریکايي تروریزم له افغانستانه د لابراتوار په توګه ګټه اخلي!

خبر:

ډونالد ټرامپ دوشنبه شپه له «فاکس نیوز» سره په یوه مرکه کې وویل، چې له افغانستانه د امریکايي نظامیانو د وتلو په باب د ده اندیښنه دا ده چې دغه هېواد به د  «تروریستانو پر لابراتوار» بدل شي. ده په دغو خبرو اترو کې افغانستان «د تروریستانو هارواډ» پوهنتون وباله او زیاته یې کړه: «که امریکا له دغه هېواده خپل ځواکونه وباسي، بیا به هم په افغانستان کې یو ډېر قوي استخباراتي حضور ولري. ده همدارنګه زیاته کړه، چې نظامي قوماندانانو ورته ویلي چې د افعانستان په خاوره کې له تروریستانو سره مبارزه د امریکا په خاوره کې له هغوی سره تر جنګېدو غوره ده.»  

تبصره:

اوس ټولو نړیوالو ته ثابته ده چې ترور او وحشت د امریکا د نظام په DNA کې اخښل شوی. څوک چې دا مسلم حقیقت په پام کې نه نیسي، یو ځل یې بیا د امریکا تاریخ لوستلو ته رابولو، ترڅو په مستند ډول وګوري چې امریکایانو په کوم ډول وحشت او ترور تر ۱۰۰ میلیونه زیات د امریکا سره پوټکي بومي خلک بشپړ له منځه یووړل. په دویمه نړیواله جګړه کې يې په اتومي بمونو هیروشیما او ناګاساکي څه ډول خاورې ایرې کړل او د ۲۲۰ زره کسانو پر وژلو سربېره سلګونه زره نور کسان د هغې غمیزې د تاثیراتو له امله په وروسته کلونو کې پر سختو ناروغیو اخته شول.

په دویمه نړیواله جګړه کې د امریکا او د هغې د متحدانو د هوايي ځواکونو الوتکو تر ۱۵ ساعتونو په کم وخت کې په څلورو بریدونو کې د المان پر «درسدن» سیمه ۳۹۰۰ ټنه قوي انفجاري بمونه او نور اور اچوونکي بمونه وغورځول، چې د ښار ۳۴ کیلومتره مربع ځمکه یې بشپړه ویجاړه کړه. د باتزن (د جمهوري ډیموکراتیک المان د پخوانیو سیاسي زندانیانو موسسه) د کمېټې غړي «ارهارد موندرا» د وینا له مخې: «د درسدن په نظامي سیمه کې د المان د پوځ د ګډې قوماندانۍ د پخواني افسر دویم سرهنګ دي ماتس د څرګندونو پر اساس ۳۵ زره قربانیان بشپړ وپېژندل شول، چې د ۵۰ زرو کسانو هویت یې تر یوه حده ښکاره شو، مګر شاوخوا ۱۶۸ زره نور کسان په هېڅ ډول د پېژندنې وړ نه وو.»

په ۱۹۵۵- ۱۹۷۵ کلونو کې د درې میلیونه ویتنامیانو په وژلو کې د امریکا ګډون، چې هر کال به یې ۵۰۰ زره بمونه د ویت کنګانو پر سیمو غورځول او د کیمیاوي موادو او ناپالم په وسیله یې ځنګلونه او کرنیزې ځمکې سوځولې او انسانان یې ژوندي کبابول. په ۱۹۵۰ کال کې یې سلګونه کوریايي ملکیان ووژل او په دوو وروستیو لسیزو کې يې تر دوو میلیونو زیات مسلمانان وژلي دي. ایا پوهېږئ چې امریکا تر اوسه څه ډول په لاتیني امریکا کې بحران، ترور او وحشت کړی او کوي یې او وروسته په هغو هېوادونو کې د مداخلو لپاره لار هواروي؟

دا د امريکا او ناټو تروریزم دی، چې افغانستان یې نړیوالو ته د وحشت او ترور پر تیاتر بدل کړی دی. ټرامپ د خپلې وینا پر مهال یوه کلمه له یاده ایستلې چې ووايي، افغانستان «د امریکایي تروریستانو هارواډ» دی؛ ځکه د افغانستان جګړې د امریکايي جنرالانو استعداد او وړتیا داسې لوړه کړې ده چې ځينې یې د جنګي تجربې له تر لاسه کولو او د افغان مسلمانانو له وینو تویولو وروسته تر دفاع وزرات، د سي آی اې ریاست او نورو لوړو دولتي مقامونو پورې رسېدلي دي.

لکه څنګه چې دجال تل حقایق تحریفوي او ټرامپ هم د وخت یو ښکاره دجال دی. دا خبر یې واقعاً ناسمه او تحریفوونکې ده، چې افغانستان به د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ممکن د تروریستانو پر لابراتوار بدل شي؛ ځکه افغانستان مخکې د امریکايي او غربي تروریستانو د ناکامو نظامي او سیاسي ستراتيژيو او وژونکو وسلو پر لابراتوار بدل شوی دی. په تېرو ۱۸ کلونو کې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې داسې ترور او وحشت کړی، چې تر نیم میلیون زیات کسان یې پکې وژلي او ټپيان کړي دي او سلګونه زره نور په اروپا کې په سمندرونو او د کډوالو په کمپونو کې لارورکي دي. په دغه دوره کې امریکایانو مختلفې سپکې او درنې وسلې او نظامي تاکتیکونه د افغانستان پر خلکو تجربه کړي دي.

له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په جریان کې د ټرامپ دا خبرې یو روښانه او اساسي پيغام لري، چې امریکا په افغانستان کې له دوو لسیزو وژلو او د ښارونو او بانډو له ورانولو وروسته هڅه کوي چې په دغه ډول غولوونکو خبرو د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې خپل رول او نفوذ تضمین کړي او خپلې استخباراتي او قراردادي شبکې هم پياوړې کړي.

مگر د ټرامپ په ګډون امریکايي او غربي جنایتکاران باید دا درک کړي، چې د اسلامي امت دغه تیاره شپې د سهار سپېدو ته نږدې شوې دي او د افغانستان قضیه هم د نورو اشغال شوو اسلامي خاورو د قضیو په څېر له اشغالګرو سره په سوله او خبرو اترو د حل وړ نه ده؛ بلکې د راشده خلافت دولت (چې ژر به تاسیس شي) د پياوړي او ستر لښکر د فتحې په وسیله له پراخې اسلامي خاورې سره د افغانستان د یو ځای کېدو له لارې ممکنه ده او بس.

﴿إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ ۚ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ [هود: ٨١]

د دغو (تروریستانو)  د (هلاکت) موعد سهار دی. آیا سهار (د خلافت راتګ) نږدې نه دی؟

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې