چهارشنبه, ۰۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اردوغان: د چین مسلمانانو لپاره د ستونزو د حل لارې امکان شته
بسم الله الرحمن الرحيم
اردوغان: د چین مسلمانانو لپاره د ستونزو د حل لارې امکان شته

خبر:

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د ایغور د مسلمانانو پر وړاندې د بیجینګ چلند د بشریت لپاره لوی شرم وباله.  

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په چینایي کمپونو کې مسلمانانو سره د مرستې لپاره یوه داسې حل لاره موندل کېدای شي چې د دواړو خواو حساسیتونه په پام کې ونیول شي؛ دغه خبره پنجشنبه خپره شوې. ترکیه یو له هغو لویو اسلامي هېوادونو څخه ده چې پر چین یې د ایغور د کابو یو میلیون او د سینګیانګ په سیمه کې د نورو مسلمانو اقلیتونو په نیولو نیوکه کړې.

خو د اردوغان خبرې وروسته له هغې نرمې شوې چې په بیجینګ کې یې د چین له ولسمشر، شي جین پینګ سره وکتل؛ « زه باور لرم چې موږ دغې موضوع ته داسې حللاره پیدا کوی شو چې د دواړو خواوو حساسیتونه پکې په پام کې ونیول شي.»  د حریت ورځپاڼې په خبره اردوغان دا خبره ترکیې ته له بېرته تګ وړاندې په بیجینګ کې ترکي خبریالانو ته وکړه.

بیجینګ له تېرو لسو کلو په سینګیانګ کې یو سرکوب کوونکی کمپاین پیل کړی چې له چړو وهلو او نژادي شورشونو سره مل و. چین په هغه څه کې چې دوی یې « د حرفه‌يي زده‌کړو مرکزونه» بولي خلک خپلې خوښې ته نه پرېږدي او موخه یې دا ده چې دوی له «مذهبي افراطیت» نه لرې وساتي.    

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د ایغور د مسلمانانو پر وړاندې د بیجینګ چلند «د بشریت لپاره لوی شرم» وباله او ویې ویل چې په دغو مرکزو کې ساتل شوي او زنداني کسان « شکنجه کېږي او له سیاسي اړخه یې مغزونه وینځل کېږي.» (Aljazeera.com)

تبصره:

د ۱۹۲۴کال د جولای په ۲۴ مه د انګلستان د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر لارډ کورزان د انګلستان د عوامو مجلس ته وویل: « ترکیه (د خلافت مرکز) مړه شوې او بیا به هېڅکله راپورته نه شي، ځکه چې موږ د دوی معنوي ځواک؛ خلافت او اسلام له منځه یوړل.»  

د ترکیې کمزورې هڅې موږ ته دا جوتوي چې ترکیه د ایغورستان د مسلمانانو د هوسا ژوند په پرتله له چین سره خپلو اقتصادي اړیکو ته ډېر ارزښت ورکوي. دلته زموږ د مشرانو چوپتیا ښکاره ده؛ هغه مشران چې د ټرمپ پښو ته په لوېدو کې خوشاله دي، د امت د شتمنۍ بیلیونونه ډالر مصرفوي، په سوریه، یمن او لیبیا کې له یو بله سره جګړه کوي او یو بل وژني. دغه غلامان زموږ شتمنۍ د غرب په لاسو جوړو وسلو باندې بې ځایه لګوي، په دې توګه موږ د دوی غلامان کوي او غرب ته د دې وړتیا ورکوي چې زموږ شتمنیو ته ډېر لاسرسی ولري.  

ترکیه هم د نورو په شان د رسول الله صلي الله علیه وسلم له لارې کږه شوې او د کفر او طاغوت پر قدم، قدم ږدي.  موږ د جاهلیت پر اساس وېشل شوي یو او امت راته بېګانه ښکاري، له تکتیکي او ضمني ځواب پرته د ستونزو لپاره ریښتینې او اوږدمهاله حللاره نه لرو، هغه ستونزه که په ایغورستان کې وي که د نړۍ په بل ځای کې. ترکیه خپل ځان د غرب له عمدي ویرانکاریو څخه نه شي ژغورلی. دوی د غرب له خوا په جوړ شوي د عنکبوت کور کې بند پاتې دي،  ایډیالوژیک او عقلاني ځواب نه شي ورکوی خو بیا هم لا لګیا دي د خپلو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو حل له هغه غرب نه غواړي چې دوی یې په دغه دام کې اچولي.

موږ د چین په اړه د هغه څه له مخې بحث کوو چې په خبرونو کې یې اورو او دا هغه څه دي چې امریکا غواړي موږ یې په دغه وخت کې ووینو. زموږ خواشینوونکی واقعیت دا دی چې په ټوله نړۍ کې مسلمانان ځورول کېږي او غرب زموږ په هیوادونو کې په پر له پسې  توګه له مالیزیا نه تر سوډان، مصر، فلسطین او ایران پورې لاسوهنه او مداخله کوي. زموږ مشران غرب ته سجدې کوي او د هغوی بشري او طاغوتي نظام او قوانین پر موږ پلی کوي. دا د حیرانتیا ځای نه ده چې موږ وروسته له څو لسیزو ازادۍ نه د تل لپاره وویشل شوو او تر اوسه پورې د استعماري قدرتونو غلامان یو، ددې توان او قدرت نه لرو چې بیرته سره یو ځای شو، پر پښو ولاړ شو، پر مختګ وکړو او هغو ته قوي ځواب ورکړو چې پر موږ حملې کوي، وژني مو او نه مو پرېږدي چې ریښتینې ازادي ولرو.

په یوویشتمه میلادي پېړۍ کې له اسلامي امت سره وحشت وش، غلام کړای شو او ووېشل شو.

سټراټېژیک ځواب تر هغه شونی نه دی چې تر څو یو ثابت جوړښت نه وي چې اسلامي دولت ولري، هغه دولت چې د اسلامي امت د ځورولو او پر دوی د ظلم مخه ونیسي همداراز ټول بشریت د غرب له استثمار نه وژغوري. رسول الله صلي الله علیه وسلم دا خبره ښه روښانه کړې چې زموږ ژغورنه د امیرالمومنین تر شا په درېدو کې ده. ابو هریره رضي الله تعالی عنه روایت کوي چې رسول الله ص فرمایي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ فَإِنْ أَمَرَ بِتَقْوَى اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ وَعَدَلَ كَانَ لَهُ بِذَلِكَ أَجْرٌ وَإِنْ يَأْمُرْ بِغَيْرِهِ كَانَ عَلَيْهِ مِنْهُ»

The Imam is like a shield whose orders should be obeyed when they (the Muslims) fight, and where they should seek protection. If he enjoins fear of Allah and behaves justly, then he will be rewarded, but if he enjoins otherwise, then it will be a burden (of sin) on him."

موږ یوازې دا نه غواړو چې له هغو کسانو چې موږ ځوروي وژغورل شو او له هغو خپل حق واخلو، بلکې موږ د الله سبحانه و تعالی رضایت غواړ، هغه سبحانه و تعالی دا روښانه کړې چې مومنان باید یوازې د اسلام تر حاکمیت لاندې ژوند وکړي، د اشغالګرو تر قوانینو لاندې نه!

)وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ(

ژباړه: «نو اې (محمد صلي الله علیه وسلم)! ته د الله له نازل کړي قانون سره سم د دې خلکو د چارو فیصله وکړه، د هغوی خواهشاتو  پيروي مه کوه، پام کوه چې دا خلک تا په فتنه کې وانه چوي، یوه ذره دې هم له هغه هدایت څخه وا نه ړوي چې خدای تاته درلېږلی دی... »[۵:۴۹]

لیکوال: محمد حمزه

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې