سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بېرته کورونه د روهینګیا د مسلمانانو د تګ اعلان، درواغ دي؛ دا د دې لپاره یو دام دی چې مسلمانان د زندان په شان کمپونو ته واچوي
بسم الله الرحمن الرحيم
بېرته کورونه د روهینګیا د مسلمانانو د تګ اعلان، درواغ دي؛ دا د دې لپاره یو دام دی چې مسلمانان د زندان په شان کمپونو ته واچوي

خبر:

بي بي سي د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر په ۱۰مه د هغو کلیو د سیسټماټیک ویجاړولو رپوټ ورکړ چې د روهینګیا مسلمانان پکې اوسېدل، یو ځای پکې راغلی و چې د کډوالو د بیا ځای پر ځای کولو د کمپ په توګه به ګټه ترې واخستل شي. اعلان شوی چې بېرته راستنېدونکي کډوال به په موقتی توګه تر هغه وخته چې بېرته یې په میانمار کې خپلو اصلي سیمو ته ځي، په دغو کمپونو کې ژوند کوي. د دغه کار موخه دا ده چې بېرته خپلو سیمو ته د تګ لپاره د دغو مسلمانانو داوطلبي اسانه کړي، لکه څنګه چې  په دې وروستیو کې د بنګلدېش دولت په پالیسۍ کې وړاندې شوي.

تبصره:

هېڅ د حیرانتیا خبره نه ده چې ان یو روهینګیایی هم خپلو سیمو ته د بېرته تګ د داوطلبۍ په په کیسه کې نه دی شوی. د بي بي سي رپوټ خپلو کورونو ته د بېرته تګ د درواغجنو معمالو تر شا فرېب افشا کړ؛ حقیقت خو دا دی چې هلته اوس ډېری هغه کلي نشته چې دوی پکې اوسېدل!

د میانمار دولت نه یوازې دا چې د وحشت، وژنو او شکنجو په سبب یې دغه کسان له خپلو کورونو نه ایستلو ته اړ کړي او په زور ایستلي وو؛ کلي او کورونه یې د بلډوزر په واسطه په بشپړه توګه له خاورو سره یو کړي. دغه تش په نوم «خودي سیمه» چې د دوی له لوري د کډوالو د بېرته راتګ لپاره موقتاً په پام کې نیول شوې، هم  د میانمار په یوه ویجاړ شوي کلي کې جوړه شوې.  د میانمار دولت له دغو خبرو انکار کوي خو له سپوږمکۍ نه اخیستل شوي انځورونه ښيي چې تېره میاشت دلته کلي او کورونه وو خو اوس یې هېڅ درک نه لګي. مسلمان کډوال پوهېږي چې کورونو ته د بېرته تګ خبره یوه ډرامه ده او څوک چې باور پرې کوي، لوده‌ګي کوي.

دوی پوهېږي چې مرګ او شکنجه اوس هم هلته ورته په تمه دي او نه داسې دولت شته چې دوی ته د خوندي اوسېدنځای برابر کړي. پر دې هم سر خلاص دی چې د کډوالو کمپونه په حقیقت کې زندانونه دي، که هلته د دوی کلي او کورونه نه وي پاتې نو په زور به په داسې کورونو کې بندي شي چې د ژوند شرایط پکې ډېر سخت او وېروونکي دي او ازاد ژوند کولو ته به نه پرېښودل کېږي. د بشري حقونو دغه نقض د میانمار د مسلمانانو لپاره یو وېروونکی خوب دی چې خلاصېږي نه. په ورته وخت کې نړیواله ټولنه برما حکومت ته پوره اجازه ورکوي چې د نسل وژنې په دغه پالیسۍ کې د جلاد په توګه خپله دنده بې غمه مخته یوسي.

مسلمان حکام په دغه نړیوال جرم کې شریکان دي؛ دوی خپل پوځونه پرېښې چې کرار ویده وي او وسلې یې زنګ ووهي؛ په داسې حال کې چې هلته له مسلمانو نارینه‌وو، ښځو او ماشومانو سره وحشت وشو، تاوتریخوال ورسره وشو، شکنجه شول، په دریاب کې غرق شول او په ډېر ظلم ووژل شول. موږ الله سبحانه و تعالی ته دعا کوو چې دغه سیاسي ځنځیرونه وشکوي چې د مسلمانانو پوځونه یې له دې منع کړي چې په روهینګیا کې زموږ اړ او مظلوم وروڼه او خویندې له هغه  ظلم او زجر نه وژغوري چې له کلونو راهیسي ورسره کېږي. د خلافت تر چتر لاندې به رښتینې او مخلصه سیاسي رهبري هېڅکله دغه وضعیت ته اجازه ور نه کړي، نشنلېزم او دغه ناانسانیت - چې روزلی یې دی – به تاریخي له منځه یوسي او زموږ مظلوم وروڼه او خویندې به له دغو ظالمانو خلاص کړي.

الله سبحانه و تعالی فرمایي:

(وَٱقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَٱلْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ ٱلْقَتْلِ)

ژباړه: « له هغو سره هر چېرې چې مخامخ شوئ، وجنګېږئ، له هغه ځایه یې وباسئ چې تاسو یې ترې ایستلي یئ؛ ځکه که وژل هر څومره بد عمل دی، خو فتنه له هغه څخه هم بده ده ... .» [۲:۱۹۱]

د خلافت په چوکاټ کې د اسلامي سیاست له عملي کولو پرته به یوازې د روهینګیا د مسلمانانو د نورو کورونو د ویجاړېدو، بېځایه کېدو، وژل کېدو او پر دوی د نورو ظلمونو شاهدان وو.

عمرانه محمد

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې