پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په تحمیلي ډيموکراسیو کې حکومتولي د خلکو پر ځای د سفارتونو ده!
بسم الله الرحمن الرحيم
په تحمیلي ډيموکراسیو کې حکومتولي د خلکو پر ځای د سفارتونو ده!

خبر: 

"په افغانستان کې د امریکا سفیر «جان بس» وايي چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی به د دغه هېواد د خلکو ډېر کم ملاتړ ولري؛ له همدې امله باید د ټولشموله حکومت په لټه کې وئ. نوموړي د روان کال د جدې په ۱۱مه په تلویزوني خبرو اترو کې د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې د رایه ورکونکو کم ګډون ته په اشارې سره وویل، اړینه ده چې د دغه هېواد راتلونکی ولسمشر د ټولنې د سترې برخې غوښتنو، وېرو او مخالفتونو ته غوږ ونیسي."

                                                                                                                                                طلوع نیوز تلویزیوني شبکه

تبصره:

د امریکا دولت د خپلو خلکو د غولولو لپاره تل د نړۍ او افغانستان عامه افکار د ډيموکراسۍ په نامه په خپلو خونړیو منګولو کې ساتلي دي. د افغانستان د ولسمشرۍ وروستۍ ټاکنې د دا ډول غولولو، جعل، فرېب او تحمیل یوه غوره بېلګه وه. اوسمهال د امریکا اصلي موخه له طالبانو سره سوله ده او د ولسمشرۍ ټاکنې یوازې پر طالبانو د فشار او د عامه افکارو د بوخت ساتلو وسیله ده او بس.

هغه خاوره چې اشغال شوې وي او خونړۍ جګړه پکې روانه وي، هلته ټاکنې د خلکو له غولولو پرته بله هېڅ معنی نه شي افاده کولی او دا ادعاوې چې (د خلکو رایه پکې برخلیک ټاکونکې ده) د ډيموکراسۍ یوه مفته کیسه ده.

د افغانستان په څو تېرو دورو ټاکنو کې اصلي تصمیمونه د امریکا سفارت نیول او په دې دوره کې هم دا ډول پېښې کېدونکې دي. لکه څنګه چې د افغانستان له ۳۰ میلیونه نفوس څخه نهه میلیونه کسانو ټاکنو ته نوملیکنه کړې وه او یوازې ۱،۹ میلیونه کسانو ګډون پکې وکړ. خو د ټاکنو په کمیسیون کې د امریکا سفارت په ځانګړې توګه «د سفیر جان بس» له دریو میاشتو مستقیمو لاسوهنو، هغه ته له امر او نهې وروسته د ټاکنو په لومړنیو پایلو کې اشرف غني په ۹۲۳ زره او ۸۶۸ رایو (٪ ۵۰.۶۴) ګټونکی او ډاکټر عبدالله عبدالله په ۷۲۰ زره او ۹۹۰ رایو (٪۳۹.۵۲) اخیستو په دویم مقام کې اعلان شو.

جان بس د افغانستان د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته پر خپله ټويټرپاڼه داسې ولیکل: "هغه ټکی چې خلک یې باید له یاده ونه باسي دا دی چې تر اوسه د وروستیو پایلو اعلان او پر هغو د خلکو اعتماد ته ګڼ پړاونه پاتې دي." دا په داسې حال کې ده چې د ځمکې پر مخ خورا بې حیا انسانانو یعنې د افغانستان چارواکو او نړیوالې ټولنې د لاسته راوړنې په توګه د هغو هرکلی وکړ. خو د افغانستان پرېکنده اکثریت د ولسمشرۍ په ډيموکراټيکو ټاکنو کې ګډون ونه کړ او دغه غربي پروسه یې د ډيموکراټيک مشروعیت له بحران سره مخ کړه. اوس د امریکا سفیر هڅه کوي چې په افغانستان کې د ناکامې ډيموکراسۍ لپاره د خاورو پوزه کېږدي او له ډېرې بې شرمۍ یې وژغوري، نو له همدې امله د ټولشموله حکومت خبره کوي.

دا په داسې حال ده چې د ۲۰۱۴ له ټاکنو څخه د ټولشموله حکومت په شعارونو اوسنی د ملي یووالي حکومت راووت، چې په پایله کې یې په ملي تفرقه پای وموند، قومي او قبیلوي کشمکشونه یې زیات کړل او افغانستان یې د تاریخ یوې خونړۍ دورې ته ورساوه. نو هغه حکومت چې د امریکا سفیر یې خبره کوي، افغانستان ته له کړکېچ پرته بل څه نه ورکوي.

که څه هم د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پایلې له طالبانو سره د سولې له پروسې سره مستقیمې تړلې دي؛ نو که د سولې پروسه داسې پایلو ته ورسي، چې د امریکا له غوښتنو سره موافقه وي، د ټاکنو ټوله پروسه به لغوه شي؛ که نه نو د همدې نیمګړې او نامشروع پروسې پر اساس به بل حکومت جوړ کړي.

په پایله کې د امریکا سفیر چې د ټولشموله ملي حکومت خبره کوي، موخه یې دا نه ده چې د خلکو واقعي استازي برخه پکې ولري او د دوی په وسیله به د خلکو چارې او ستونزې حل شي. په واقعیت کې د ټولشموله حکومت موخه په حکومت کې د افغانستان له هر قوم څخه په امریکا پورې د تړلو رهبرانو شاملول دي، چې په وسیله یې په افغانستان کې خپلې ګټې او موخې تر لاسه کړي. د دې پر ځای چې دا ډول حکومت ټولشموله ونوموو، غوره دا ده چې په امریکا پورې د تړلو رهبرانو حکومت یې وبولو.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر- ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې