جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
هغه ژمنې چې نه عملي کېږي
بسم الله الرحمن الرحيم
هغه ژمنې چې نه عملي کېږي

خبر:

د فساد پرضد نړیوالې څارګرې ادارې په ډاګه کړه، چې په پاکستان کې د تېر کال په پرتله په ۲۰۱۹م کال کې فساد ډېر شوی دی. خپله د پاکستان د تحریک انصاف ګوند هم د پنجشنبې په ورځ خپل ځان په فساد کې ډوب وباله. (سرچینه: پاکستان نن ورځ)

تبصره:

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان به تل د خپلې حکومتولۍ په دوره کې ویل، چې د اقتصاد د قوي کولو او د فساد د ختمولو تر څنګ به اغېزمن وظیفوي انستیتیوتونه هم جوړي کړي او عدالت به هم راولي. خو د پاکستان خلکو ته د عدالت په تامینولو او سوله راوستلو کې په ډېره بې شرمۍ سره ناکام شو. د نوموړي د واکمنۍ یونیم کال کېږي او په خپلو ژمنو کې پر ناکامۍ سربېره یې د پاکستان خلک تر بل هر وخت له لوړ اقتصادي تورم سره مخ کړي، چې حتا روپۍ یې تقریبا ۳۵ سلنه خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. د دندو په برخه کې یې له خلکو سره میلیونونه ژمنې کړې دي، خو هېڅ ځای یې نه دی نیولی. بېوزله خلک خپلو کورنیو ته د اوړو او بورې د کمښت له امله خوراک نشي برابرولی، ځکه چې د اخیستلو توان یې نه لري. 

د فساد ضد نړیوالې څارګرې ادارې د څېړنې له مخې په ۲۰۱۹م کال کې پاکستان ۳۲مه درجه هېواد و، چې فساد پکې خپل اوج ته رسېدلی دی. دغه هېواد په نړیواله درجه بندۍ کې هم د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې له ۱۱۷مې درجې څخه ۱۲۰مې درجې ته لوړ شوی دی. یعنې پاکستان له دې وړاندې په نړۍ کې ۶۳مه او اوس ۶۰مه درجه فاسد هېواد ګڼل کېږي؛ دا په داسې حال کې ده چې له فساد سره مبارزه د عمران خان له لومړنیو موخو څخه وه. نوموړي د دې پرځای چې د خلکو پر وړاندې له خیانتونو سره مبارزه وکړي، هغه به د خپلو سیاسي مخالفینو له منځه وړلو ته یې پام کاوه؛ له همدې امله پاکستان په لسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره خپل موقف له لاسه ورکړ. د فساد د ډېرېدو یوازنی دلیل دا دی، چې اوسنی حکومت د پخواني حکومت په ملامتولو بوخت دی. اوس چې عمران خان خپل خلک او د خپلې خوښې ټیم په لوړو چوکیو وګومارل، نو څوک شته، چې نوموړی د فساد په تور ملامت کړي؟

د پاکستان خلک باید پوه شي، چې د څېرو بدلون هېڅکله دوی ته د خپلې خوښې پاکستان راوستلی نه شي. دغه ټول سیاسیون لومړی د دروغو ژمنې ورکوي او وروسته بیا بښنه غواړي. نوی مشر له زاړه کاري ټیم او تګلارې سره هېڅکله هم بدلون نشي راوستلی. اړینه دا ده چې سیستم بدل شي. هغه سیستم باید حاکم شي، چې هېڅکله د یو کس له غوښتنو سره سم کار نه کوي او نه هم د یو کس هوا او هوس ته اجازه ورکوي، چې پر میلیونونو مسلمانانو لوبې وکړي. زموږ خلیفه به داسې کس وي چې تقوا ولري، له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږي او خپله الګو یې ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم ټاکلی وي. نوموړی به زموږ خلیفه وي او موږ به یې اطاعت کوو، ځکه پوهېږو چې دی به تر هغې پورې نه ویده کېږي، ترڅو یې چې خپل رعیت موړ کړی نه وي.

له ابن عمر څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«كُلُّكُمْ رَاعٍ، وَكُلُّكُمْ مَسْؤولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، فَالأَمِيرُ الَّذِي عَلَى النَّاسِ رَاعٍ، وَهُوَ مَسْؤولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ، وَهُوَ مَسْؤُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَعَبْدُ الرَّجُلِ رَاعٍ عَلَى مَالِ سَيِّدِهِ، وَهُوَ مَسْؤُولٌ عَنْهُ، أَلاَ كُلُّكُمْ رَاعٍ، وَكُلُّكُمْ مَسْؤُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»‏

ژباړه: تاسو هر یو د خپل رعیت مسوولین او شپانه یئ. د خلکو امیر هم د خپل رعیت شپون او مسوول دی. هر سړی د خپل کور او هر غلام د خپل بادار د شتمنۍ شپون او مسوول دی او تاسو هر یو د خپل رعیت شپون او مسوول یئ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: اخلاق جهان

  

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې