شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په روهینګیا کې د کړکېچ یوازینۍ حللاره دا ده چې د ملي دولتونو استبدادي پولې لرې او بېرته خلافت تاسیس کړو
بسم الله الرحمن الرحيم
په روهینګیا کې د کړکېچ یوازینۍ حللاره دا ده چې د ملي دولتونو استبدادي پولې لرې او بېرته خلافت تاسیس کړو

خبر:

له لسو اونیو راهیسي له روهینګیايي کډوالو ډکې څو لرګینې کښتۍ، هلته چې د بنګال خلیج او اندامن سیند سره یو ځای کېږي، سرګردانه ګرځي. دغه کډوال نه په مالیزیا کې ومنل شول او نه په بنګله دېش کې. دا اونۍ دغه کښتۍ د هغو حقوقي ډلو له نظره هم ورکې شوې چې د سټلایټ له لارې یې څارلې. لږ تر لږه درې کښتۍ وې او په هره یوه کې یې سلګونه روهینګیايي مسلمانان د انسانانو د قاچاقبرو د مهربانۍ په هیله، چې دوی به خوندي ځای ته رسوي، سپاره وو. (New York Times, May 1, 2020)

تبصره:

که څه هم له ډېرو نیوکو او فشارونو وروسته د حسینې دولت ځینو دغو کډوالو ته د سرپنا ورکول پیل کړل، خو اصلي پوښتنې لا بې ځوابه پاتې دي؛ دغو کډوالو ته د سرپنا ورکولو لپاره د فشارونو راوړل د دوی ستونزې پای ته رسوي؟ ایا دا کار زموږ د امت د دې بېچاره برخې پر وړاندې زموږ مسوولیت خلاصوي؟ ښکاره ده چې د بنګله دېش په هغو ناانساني کمپونو کې اوسېدل د دوی لپاره له دوو مصیبتونو څخه د یوه انتخاب دی. دا به د دوی په حق کې لوی ظلم وي چې ستونزې یې د تل لپاره حل نه کړو. پیغمبر صلي الله علیه وسلم فرمایي:

«ﺍﻟْﻤُﺴْﻠِﻢُ ﺃَﺧُﻮ ﺍﻟْﻤُﺴْﻠِﻢِ ﻟَﺎ ﻳَﻈْﻠِﻤُﻪُ ﻭَﻟَﺎ ﻳُﺴْﻠِﻤُﻪُ »

ژباړه: «مسلمانان سره وروڼه دي، دوی نه یو پر بل ظلم کوي او نه یو بل یوازې پرېږدي».

(بخاري)

نو، د دوی د خوندي ساتلو یوازینۍ لار دا ده چې د غرب له خوا د تپل شوو مصنوعي ملي دولتونو له پولو او ظالمو حکامو ځان خلاص کړو. دا حکام د دې لپاره دي چې موږ په دغو استبدادي پولو کې پاشلي وساتي او د «واحد امت» احساس راکې مړ کړي. له دغو حکامو څخه زموږ وروڼو ته د عزت تمه نه کېږي. طبعي خبره ده چې په دغه حالت کې دوی ته د داخلي منابعو پر وړاندې د بهرنیو ګواښونو په سترګه کتل کېږي او په هغو نا انساني کمپونونو کې د ژوو پشان چلند ورسره کېږي. نو راځئ چې د غربي کافرانو او زموږ پر سر د هغوی د غلامو حکامو ټولې هغه نشنلسټي مفکورې رد کړو چې وېشلي او پاشلي یې یو.

راځئ چې د نبوت پر منهج خلافت بیا تاسیسولو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړو، خلافت به ټول مسلمانان د واحد امت په توګه بیا سره راټول کړي، ټول کمزوري او مظلومان به خوندي وساتي او ټول امت ته به یې خپل هېر شوی شان او شوکت بیا ورکړي. راشده خلافت –د امت ډال- به نه یوازې دا چې د روهینګیا مسلمانانو ته په بنګلدېش یا بله هره سیمه کې چې دوی غواړي، هوسا ژوند تامین کړي؛ بلکې د الله سبحانه و تعالی په خوښه به د میانمار د بودایي رژیم په ګونډو کولو سره دوی ته میانمار هم په واک کې ورکړي.

« ﻭَﺇِﻧَّﻤَﺎ ﺍﻟْﺈِﻣَﺎﻡُ ﺟُﻨَّﺔٌ ﻳُﻘَﺎﺗَﻞُ ﻣِﻦْ ﻭَﺭَﺍﺋِﻪِ ﻭَﻳُﺘَّﻘَﻰ ﺑِﻪِ »

ژباړه: «بې له شکه چې امام (خلیفه) ډال دی، د هغه تر شا جنګېږئ او هغه مو ساتنه کوي.»

(مسلم)

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عماد الامین

په بنګله دېش کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر غړی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې