چهارشنبه, ۰۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له اسلام پرته  په نړۍ کې د کوچنیانو غږ څوک اوري؟
بسم الله الرحمن الرحيم
له اسلام پرته په نړۍ کې د کوچنیانو غږ څوک اوري؟

خبر

  د کوچنیانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق «یونیسف»ـ چې په نیویارک کې دی ـ تمه درلوده چې د کرنا وباء له کبله اقتصادي او ټولنیز بحران به، د نړۍ ۷میلیونه ماشومان له خوار ځواکۍ سره مخ کړي.

یاد سازمان په خپله نننۍ بیانیه کې وویل: «په ۲۰۱۹ م کې د هغو کوچنیانو چې له خوار ځواکۍ او د وزن له کمښت څخه ځورېدل ۴۷ میلیونه وو، خو د کرونا وباء په خپرېدو سره په تدریجي ډول ۵۴ میلیونو ته ورسېد. دغه بیانیه په میاشت کې د ۱۰زور کوچنیانو د مړينې ښکارندويي کوي، په ځانګړې توګه  د افریقا لویې وچې په جنوبي هېوادونو کې.» ( منبې: الدستور الاردینه)
تبصره

د پانګوال نظام له شر او مصیبتونو هېڅوک په امن کې نه دي، نښې یې د ځمکې پر مخ په هر څه کې ښکاري ان ونې او ډبرې هم ترې په امن کې نه دي. ایا دا زموږ لپاره د حیرانتیا خبره نه ده، چې په ۲۰۲۰م کې ۵۴میلیونه کوچنیان له خوارځواکۍ ځوریږي!؟  

د پانګوالۍ نظام اقتصادي ستونزه په منابعو او تولیداتو کې بولي او ټوله پاملرنه يې د منابعو او تولیداتو زیاتوالي ته کړې، دغه راز د وېش پر مساله یې هېڅ تمرکز نه دی کړی. د وېش مساله یې د پیسو دستګاه ته پریښې ده. نو په داسې حال کې هر هغه څوک چې پیسې لري، د وسایلو مالک دی او څوک یې چې نه لري ترې محروم دی. څوک چې د پیسو د لاسته راوړلو توان لري، هر هغه څه چې وغواړي تر لاسه کولی یې شي او څوک یې چې نه لري ترې محرومېږي. په همدې دلیل ډېره پانګه د کمو کسانو په لاس کې ده او ډېر نور خلک له لوږې ځوریږي. دغه راز ډېری خلک په زیاته هڅه د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.  

نو یوازې اسلام هغه دین دی، چې د خپل رعیت اړتیاوې پوره کوي او همدارنګه دولت په اسلام کې د هغو کسانو رهبري کوي، چې سرپرست او د کار توان نه لري. نو په دې سره د اسلامي خاورې په هېوادونو کې هېڅوک وږي نه پاتې کېږي.

«أَيُّمَا أَهْلِ عَرْصَةٍ أَصْبَحَ فِيهِمُ امْرُؤٌ جَائِعًا، فَقَدْ بَرِئَتْ مِنْهُمْ ذِمَّةُ اللَّهِ تَبَارَكَ وَتَعَالَى»

(رواح احمد:  ۴۷۴۲)

ژباړه: کله چې د یوې سیمې خلک په داسې حال کې شپه سبا کړي، چې په منځ کې يې وږی وي، نو د الله سبحانه وتعالی تضمین له هغوی څخه لرې دی.

مسلمانان او حکام یې په خپل اوږده تاریخ کې په همدې ډول پر مخ تللي دي. په اسلام کې لومړنی کس حاکم دی، چې وږی کېږي به او وروستی کس دی چې مړېږي به، تر څو پوه شي چې الله سبحانه وتعالی له هغه څخه د خپل رعیت په اړه پوښتنه کوي. عمر ابن خطاب د اذزبایجان د والي ډالۍ رد کړه، په داسې حال کې چې خوندوره ډوډۍ وه، کله چې د والي استازی هغه ته راغی او ډالۍ يې ورکړه، له هغه يې وپوښتل: ایا ټولو مسلمانانو داسې ډوډۍ خوړلې؟ استازي وویل: نه؛ ځکه دا خواړه د ځانګړو کسانو لپاره دي. د عمر لایق نه و، ډالۍ يې رد کړه او والي ته يې پیغام ولېږه چې پکې ویلي یې وو: «که هغه، هغه څه ونه خورې چې رعیت يې خوري، نو څه ډول به د رعیت له حاله خبر شي؟» دغه راز عمر خپلې خېټې ته ويل: ( که ارامه وې یا نه، تر څو چې د مسلمانانو د کوچنیانو خېټه نه وي مړه شوې، هېڅکله به غوښه و نه څکې)

ای مسلمانانو! نړۍ  ته وګورئ چې څرنګه ستاسو اېډیولوژۍ او د نبوت پر تګلاره ثاني خلافت ته اړتیا لري؛ نه یوازې دا چې اسلام پلی کړئ او ټولو ته یې ورسوئ، بلکې  هڅه وکړئ چې عدالت او ارامښت په نړۍ کې حاکم شي او ‎د شریعت د احکامو پر بنسټ د پانګې وېش را وګرځوئ.

 نو ای مسلمانانو، تاسو د خلافت د تاسیس لپاره رابلوم!

لیکوال: خلیفه محمد ــ ولایه اردن

ژباړن: الهام پردېس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې