پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د افغانستان د سولې پروسه؛ د امریکا د ستراتيژیکو موخو او ټاکنو په ګرو کې!
بسم الله الرحمن الرحيم
د افغانستان د سولې پروسه؛ د امریکا د ستراتيژیکو موخو او ټاکنو په ګرو کې!

خبر:

په قطر کې د بین الافغاني خبرو اترو له درې اونۍ بن‌بست او د جنګ په جبهو کې له بې ساري تاوتریخوالي وروسته د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته رسېدلی او پر خپله ټویټرپاڼه یې لیکلي، چې سیمې ته ځي څو په دغه بهیر کې له ښکېلو اړخونو سره د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې خبرو اترو او د سولې له هوکړې وروسته د سیمه‌ييزې اړیکې، سوداګرۍ او پراختیا د زیاتوالي په اړه خبرې اترې وکړي. خلیلزاد زیاتوي چې افغانان او نړیواله ټولنه د دوحې د سولې خبرې اترې په دقت څاري او تمه کېږي چې دغه خبرې اترې د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره د لارې د یوې نقشې چمتو کولو او دایمي او هر اړخیز اوربند لامل شي.

تبصره:

په داسې حال کې چې امریکا له طالبانو سره د سولې له هوکړه‌لیک څخه د امریکا د متحده ایالاتو او نړۍ په عامه افکارو کې په پوره ډول ګټه اخلي؛ خو د بین الافغاني خبرو اترو برخلیک چې څه ډول غواړي هغسې له خنډونو سره مخ کوي، ترڅو له خپل استعماري سنت سره سم لومړی ستونزه رامنځته کړي او وروسته یې د خیر غوښتونکي منځګړي په توګه حل کوي، ترڅو له یوې خوا پر پروسه تسلط او له بلې خوا د ستونزو په حل کې امریکا ته د اړتیا احساس ژوندی وساتي.

په امریکا کې د سولې طرفدار رهبران وايي، هغه «تروریستي» ډله چې ۱۹ کاله یې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره جګړه او دښمني کوله، اوس یې پر ستراتيژيک دوست او هم‌پيمانه بدله شوې او په افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې خپله جګړه درولې ده. همدارنګه تضمین یې ورکړی چې هېڅ تروریستي ډله د افغانستان خاوره د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې نه شي کارولي. پورتني دواړه موارد د دې لامل شوي، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره لار هواره شوې او د افغانستان په جګړه کې د امریکا لګښتونه په بې‌ساري ډول راکم شوي او امریکايي ځواکونه هم خپلو کورونو ته د بېرته تګ په حال کې دي. نو د امریکا متحده ایالات د امریکا د تاریخ د خورا اوږدې جګړې د پای ته رسولو په حال کې دي.

په داسې حال کې چې امریکا په دې جګړه کې له نظامي اړخه روښانه ماتې خوړلې ده، غواړي د سولې د پروسې له لارې خپله ماتې پر بریا بدله کړي او داسې وښيي چې د افغانستان د جګړې رېښې د افغانانو په فطرت کې دي او امریکا د دوی خټه له جګړې څخه سولې غوښتنې ته نه شي بدلولی. د امریکا متحده ایالاتو یوه برخه موخې چې د افغانستان د لاسپوڅي دولت له لارې یې تعقیبولې، تر لاسه کړې او پاتې سیمه‌يیزې موخې به په افغانستان کې له راتلونکي نظام سره د سیاسي، اقتصادي، استخباراتي او ډيپلوماتیکو اړیکو له لارې تعقیب کړي.

خو تر درې اونیو زیات وخت تېرېږي چې په دوحه کې د بین الافغاني خبرو اترو د پرانیستې مراسم ترسره شوي دي. د دواړو پلاوو د تماس ډلو یو له بل سره تر لس ځله زیات لیدلي دي؛ خو تر اوسه دواړه اړخونه حتی د خبرو اترو د پر مخ وړلو د کړنلارې پر تدوین یوې محسوسې پایلې ته نه دي رسېدلي. په داسې حال کې چې د افغانستان دولت او طالبانو تر منځ د جنګ جبهې په ټول هېواد کې په بې ساري ډول ګرمې شوې دي.

امریکا د سولې د هغې پروسې له پر مخ وړلو څخه چې بیه یې یوازې د افغانانو وینه ده، له یوې خوا د افغانستان له مسلمانو او مجاهدو خلکو څخه د دې خاورې د اشغال پر وړاندې د تقریباً دوو لسیزو جهاد غچ اخلي او له بله اړخه غواړي وښيي چې سوله د افغانانو خپله کورنۍ موضوع ده؛ افغانان په خپله خټه او فطرت کې جنګیالي دي؛ له دې لارې قصد لري، د متحده ایالاتو او نړیوالو عامه افکارو ته ناسم تصویر وړاندې کړي. په داسې حال کې چې د خلیلزاد څرګندونې چې پورته یې یادونه وشوه او د مایک پمپیو څرګندونې چې د بین الافغاني خبرو اترو د پرانیستې په مراسمو کې یې وویل: له افغانستان سره د امریکا اړیکې او همکارۍ د راتلونکي سیاسي نظام په ډول پورې مشروطې دي، چې د افغانانو تر منځ د اوسنیو خبرو اترو له لارې منځ ته راځي. دا ډول څرګندونې د افغانستان د سولې په پروسه کې د امریکا د مستقیمې لاسوهنې ښودونکې دي. مګر د امریکا لاسوهنه په دې کچه کې محدوده نه ده، بلکې هغه بمبارۍ چې همدا اوس په جنګي جبهو کې د دولتي ځواکونو په نامه ادامه لري او تل د افغانستان ملکي وګړي پکې قرباني کېږي، د دوی له خوا تمویل او د هغوی په مستقیم دستور ترسره کېږي.

په داسې حال کې چې ټول پوهېږي چې د جګړې یو اساسي اړخ (د افغانستان دولت) خپله امریکا منځ ته راوړی، تمویل او رهبري یې کوي. ټول مدني او سیکولر حرکتونه یې هم د همدغه نظام تر چتر لاندې منسجم کړي دي، ترڅو په دې اسلامي خاوره کې په ځانګړې توګه د بین الافغاني خبرو اترو په بهیر کې د غربي ارزښتونو لپاره غږ اوچت کړي او د یوه لیبرال او کثرت‌پال نظام لپاره مبارزه کوي چې د ټولو لږکیو لکه همجنسپالو، مرتد شوو او د امریکا د ملاتړو کسانو حقونه پکې تضمین شوي وي، که څه هم په راتلونکي کې د هغه دولت تر نامه لاندې وي، چې د دولت په نامه او قوانينو کې يې اسلام د مختاړو او وورستاړو په توګه لیکل شوی هم وي.

نو په قضیه کې د ښکېلو ټولو مسلمانو اړخونو لپاره اړینه ده ترڅو د امریکا اصلي څېره سمه درک کړي او خبیث پلانونه یې د اسلام پر اساس د وحدت او یووالي په وسیله له ناکامۍ سره مخ کړي. د سولې خبرې اترې ژر تر ژره بندې کړي، یو د بل پر وړاندې د جګړې جبهې پرېږدي او د اشغالګرو پر وړاندې په یوه مرصوص صف کې جهاد پیل کړي. تر دومره کچې خپل جهاد او دفاع ته دوام ورکړي، ترڅو خبیثه امریکا د خپل تاریخ په خورا اوږده جګړه کې پر ګونډو شي او خپله ماتې په ښکاره ومني، ترڅو ونه شي کولی چې خپل کورني او نړیوال کړکېچونه هممهاله مدیریت کړي، تر هغې چې د مستکبرې امریکا د نړیوالې ماتې او کورنۍ تجزیې لامل شي او په دا ډول شرایطو کې به په یوه اسلامي خاوره کې د راشده خلافت دولت د ظهور زمینه هم ممکنه شي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ﴾ (الانفال: ۲۴)

ژباړه: اې مومنانو! د الله فرمان او د پیغمبر دستور ومنئ کله مو چې داسې څه ته دعوتوي چې تاسو ته (مادي، معنوي، دنیوي او اخروي) ژوند دربښي.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر – ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې