چهارشنبه, ۰۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په تاجکستان کې اسلامي ویښتیا!
بسم الله الرحمن الرحيم
په تاجکستان کې اسلامي ویښتیا!

خبر

د اګيسټ په ۱۲مه د تاجکستان جنوبي سیمې (فانج) اوسېدونکو، پر سیمه ییزو چارواکو له دې امله لاریون وکړ، چې د حجاب او ږيرې پر ضد راوپورته شوي وو. لاریون والو له سیمه ییزو چارواکو وغوښتل چې، پر ږېره لرونکو سړیو او حجاب لرونکو ښځو ژر تر ژره یرغل ودروي.

خلکو وویل: «څوک چې زموږ د مېرمنو لباس ته لاس اوږدوي او ږېرې مو په زور خريي، ملا يې ماتوو.»

د ځوانانو د سیاست ادارې رییس په فانج (د ګورنو بدخشان خود مختاره سیمه) کې  په یوه ويډیويي پیغام کې د یوې ځانګړې ډلې له جوړښت خبر ورکړ، چې ږېره لرونکي کسان پرې نږدي.

د فلم مسوول د خبرو په وینا: «د ږېرې اوږدول او  ډارونکي کول زموږ د ځوانانو لپاره ښه نه دي. زموږ  ځوانان ږېرې ته څه اړتیا لري؟ موږ یو ځل مخکې هم له ږېرورو ځورېدلي یو.»

تبصره

د تاجکستان په ښارونو، کلیو، عمومي ځایونو، سړکونو او د لېږد ـرا لېږد په عمومي ځایونو کې دغه ډول کړنې ترسره شوې دي. حجاب لرونکې ښځې او ږېره لرونکي ځوانان هلته نیول شوي او ټولې دولتي دستګاوې له یادو اسلامي صفاتو سره مبارزه کوي. له امنیتي چارواکو او د پولیسو له افسرانو نيولې تر پوهنې وزارت، د ښځو له کومېټې او د ځوانانو چارو تر کومېټې پورې داسې چلند کوي.

د امنیتي ځواکونو له روحي او جسمي فشار سره سره، خلکو د چارواکو پر ضد په ټول تاجکستان کې  لاریونونه  وکړل. په داسې حال کې  چې ډېر څه  شخصي و،  خو له دې سره  خلکو مخالفت وښود او په فانج سیمه کې دغه ډول کړنې ترسره شوې. خلک د خپل دین د دفاع  په موخه را پورته شول او د وېرې لاملونه يې با بېزه وګڼل.

دغه کړنه باید د تاجکستان ټولو بچیانو ته یو مثال وي چې له مېرمنو، خویندو، میندو او دين څخه يې ساتنه وکړه. د دولت د دین ستېزه کړنو او له اسلامي ارزښتونو د تاجکانو لیرې کولو پر وړاندې د خلکو درېدل دا ښيي، چې لا هم هلته اسلام ژوندی دی.  

په یاد ولرئ! د ۲۰۱۹م، په ژمي کې موږ ولیدل چې تاجکانو څرنګه د رحمانوف د رژیم پر وړاندې د ږېرې او حجاب د منع کولو په اړه درېځ څرګند کړ؛ وروسته يې ټولې نړۍ ته ویډیويي پیغامونه ولېږل او له هغوی څخه يې وغوښتل چې د رژيم د اسلام ضد سیاستونو پر وړاندې خپل لاریونونه جاري وساتي، هغه لاسپوڅی رژيم چې د خپلو بادارانو؛ غرب او روسیې په وسیله د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه جوړ شوی. داسې کسان له بېلا بېلو لارو وېروي او مخه یې نیسي؛ هغه کسان چې صادقانه له اسلام او د هغه له ارزښتونو څخه ننګه او دفاع کوي.

خو کله چې مسلمانان یوځای شي او  ټولیز عمل وکړي، جنایتکار رژیم پرېشانه کېږي او کوم ځواک نه ورته پاتې کېږي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءَهُ فَلَا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ﴾

[آل عمران: 175]

ژباړه: دا یوازې شیطان دی چې تاسو له خپلو ملګرو وېروي، که تاسو مومنان وئ له هغوی څخه مه وېرږئ له ما ووېرېږئ.

لیکوال: فردوس سليمزودا

ژباړن: الهام پردېس

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې