جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
کریموف مړ شوی، مګر ظلمونه یې تراوسه ادامه لري!
بسم الله الرحمن الرحيم
کریموف مړ شوی، مګر ظلمونه یې تراوسه ادامه لري!

خبر 

د ۲۰۲۰ د اکتوبر په ۱۷مه ازبیک ټي وي د (حق نه پېژندوکو سرنوشت) تر سرلیک لاندې یو پروګرام خپور کړ، په خبر کې یې د حزب التحریر د شبابو په اړه خبرې کړې وې، چې ۱۸ کلونه کېږي هغوی په زندان کې شپې او ورځې تېروي او د ازادېدلو په تمه دي، دوی د اسلامي خلافت د بیا تاسیس لپاره د خپل غږ پورته کولو په جرم باندې نیول شوي دي. په پروګرام کې ادعا کېدله چې له دوی سره په فېسبوک کې د عبدالمومن په نوم یو کس اړیکه نیولې وه او له دوی څخه یې د حزب او د حزب د کار او فعالیتونو په اړه معلومات اخیستي وو. زما نوم ابو خلیل دی او پر ما تور پورې شوی چې ته دلته د حزب التحریر شبابو ته په دوامداره توګه مالي امکانات برابروې، دوی بیا حزب التحریر د یو ترورېست حزب په توګه مني ځکه د دوی مخکیني دولت دغه حزب افراطي بللی و.

تبصره

دغه پروګرام د ازبکستان د استخباراتو کار او د کریموف د وحشتناکو پالیسیو پایله ده، نوموړي د خپل حاکمیت په دوران کې په کلونو کلونو د حزب التحریر ډېر شباب په ډېره بې رحمۍ او غیر عادلانه ډول ووژل. اوسنی رژیم هم د دعوت د حاملینو او حزب التحریر د شبابو پر وړاندې د پخواني (کریموف) رژیم په قدمونو روان دی. دلته په ښکاره ډول لیدل کېږي، چې کله د حزب التحریر شباب د لسګونو کلونو زندان تېرولو څخه وروسته آزادېږي نو بیا هم دوی خپل عادي ژوند او کار پیلوي او د اسلامي امت په منځ کې د اسلامي ژوند بیا راژوندي کولو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. په دغه ډول به د ازبکستان او نړۍ مسلمانان خپل عزت بیا لاسته راوړي. مګر دولت بیا خپلو قهرجنو اعمالو او ترورېستي پالیسیو ته د دوی پر وړاندې دوام ورکوي. دوی بندي کوي، دوی ګواښي، دوی مجبوروي چې د حزب او اسلامي دعوت پر وړاندې بد او رد ووایي، په حزب او شبابو پسې تهمت ویلو ته یې اړ کوي او په دې یې متهم کوي چې تاسو دلته د حزب التحریر شبابو ته زیاتي روپۍ مصرف کړې دي چې دا ټول درواغ دي او حقیقت نه لري. ما هېچا ته هم پیسې نه نه دي لېږلي پرته له خپلې کورنۍ څخه چې هغه هم اوس د دغه وحشي رژیم تر ظلم لاندې ژوند کوي، دلته هم دوی زما کورته ورځي او زما پوښتنه کوي تر څو ما پیدا کړي او بندي مې کړي.

[مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُون] (القلم:۳۶)

ژباړه: په تاسو باندې څه کېږي، دا څنګه قضاوت دی؟

اې د ازبکستان حکومته!

دا ټول درواغ او جعلي تهمتونه چې تاسو یې د دعوت پر وړاندې وایئ او د حزب التحریر د شبابو  او د دعوت د حاملینو پروړاندې خڼدونه جوړوئ او دوی ځوروئ دا به د دعوت مخنیوی ونه شي کړای او تاسو به هېڅکله ونشئ کولای چې د ازبکستان د مسلمانانو له عقیدو څخه دغه دعوت حذف کړئ. د کریموف یعنې ستاسو د پخواني دولت مشرهم ډېرې هڅې وکړې، خو کومه مثبته پایله یې نه درلوده، ځکه دغه دعوت د الله سبحانه وتعالی او د هغه د قانون د حاکمیت لپاره روان دی او الله سبحانه وتعالی د دغه دعوت کوونکو او په دې اړه پلټونکو ساتونکی دی. د حزب التحریر حقانیت د ازبکستان خلکو ته ښکاره دی، ټول امت او نړۍ په دې پوهېږي چې دا یو سیاسي حزب دی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه د راشده خلافت بیا تاسیس غواړي. نو که تاسې هرڅومره وغواړئ چې د دوی مخنیوی وکړئ او شباب یې وځوروئ پر وړاندې یې پورپاګند ووایئ دوی به لا قوي شي دوی خپلو خلکو ته درواغ نه وایي او دوی به تل د اسلام بیرغ له ځان سره وړي او اسلام به په خپل ژوند کې عملي کوي. دغه رازهڅې به کوي تر څو د ظلم تخت ونړوي او له ازبکستان ان د نړۍ له شرق او غرب څخه دغه اوسني ترورېستي دولتونه پاک کړي. 

اې په ازبکستان کې زموږ خلکو!

تاسو د ښه، ښایسته او ارامه ژند هيلې مه لرئ، له الله سبحانه وتعالی څخه راضي شئ اوهغه به له تاسو څخه راضي شي. تاسو به ترڅو د دغو ظالمو چارواکو د ظلم او فاسد سرمایه دار سیستم پروړاندې پټه خوله وئ؟ الله سبحانه وتعالی مخلصو بندګانو ته د خلافت وعده ورکړې ده او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم هم په دغه لار کې زیار ایستونکو ته زېری ورکړی دی. نو اوس ستاسو وخت دی تر څو دالله سبحانه وتعالی د وعدې او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیري د ترلاسه کولو لپاره کار وکړئ او هغه له بل هر چانه په خپله وعده کې ښه وعده پرځای کوونکی دی. 

 [وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ]  (النور:۵۵)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی هغو خلکو ته چې اېمان یې راوړی او نېک کارونه ترسره کوي وعده ورکړې چې دوی ته به په ځمکه کې جانشین (خلیفه) ورکوي لکه څنګه یې له دوی څخه مخکې مومنانو ته ورکړی و.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: اسلام ابوخلیل

 

Last modified onیکشنبه, 01 نومبر 2020

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې