جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
چين اويغور مسلمانان مجبوروي ترڅو د اسلام پر ځای چينايي فرهنګ ومني
بسم الله الرحمن الرحيم
چين اويغور مسلمانان مجبوروي ترڅو د اسلام پر ځای چينايي فرهنګ ومني

چین دولت په ختیځه اسلامي خاوره سینکیانګ کې د مسلمانانو يرغمل نیولو ته ادامه ورکوي. په دې وروستیو کې د بي بي سي د سپوږمکیو څېړنو موندلې وه چې د چين په ختیځ کې لسګونه اډې جوړې شوې، چې چین یې د زده‌ کړو او ښوونو مرکزونه بولي؛ خو زندانونو ته ورته داسې ځایونه دي، چې په اړه یې څوک معلومات نه لري. د چین دولت یو میلیون اویغور مسلمانان له هر راز تورنېدو او محاکمې پرته دغو مرکزونو ته وړي او د اسلام پر ځای يې تر چينايي فکري، فرهنګي او کمونېستي زده کړو لاندې نيولي دي.

چين تر دې وروستيو د دغو مسلمانانو له نیولو انکار کاوه او رسنیو ته به يې د هغو پخو عمر لرونکو کسانو ټولګي ورښودل چې ظاهراً به يې په خپله خوښه په دغو مرکزونو کې د ګډون ادعا کوله. خو تازه یې د یوه نوي قانون په تصویب دا اډې قانوني اعلان کړې او د اسلامي افراطیت په پلمه یې د اویغور مسلمانانو پر ځپلو تاکید وکړ. په داسې حال کې چې د چین دولت ياد اویغور مسلمانان د زده کړو په پلمه مجبوروي، ترڅو د تل لپاره له اسلام او اسلامي عقایدو تېر شي. علناً شراب او د خوګ غوښې وخوري. علما او ملا امامان يې د چين د فرهنګ له مخې ګډا او ډانسونه ترسره کړي. هغوی ته د دې خبرداری ورکول کېده؛ که دا کار ونه کړي نو په دغو اډو کې به زنداني کيږي.

د ختيځ ترکستان له مسلمانانو څخه د جوړو شوو «عقیدتي بیا ښوونې» مرکزونو شمېر په چټکۍ مخ پر زیاتېدو دی. د چين حکومت اسلامي عقايد، اسلامي احکام لکه لمونځ کول، روژه نېول او حجاب مراعتول او همداراز ږېره درلودل افراطي عقايد، کړنې او جامې بولي. پر دې سربېره په دغه مسلمان مېشته سيمه کې ټول جوماتونه په دقیق ډول څارل کېږي، ترڅو مسلمانان په زور اړ کړي چې د چین د کمونېست ګوند شعارونه ورکړي او د دوی په اند د سختدریځۍ ضد قوانین ومني.

د دغو زندانو په مخ کې هره ورځ سلګونه کسان انتظار باسي، ترڅو د خپلو کورنیو له نیول شوو غړو سره وګوري. خو د چین حکومت ژورنالېستانو ته له دغو کسانو سره د خبرو، مرکزونو ته د ورتګ او عکاسۍ اجازه نه ورکوي. تېر کال هم داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې چین هغو کسانو ته چې ږيره لرونکي هلکان یا باحجابه ښځې پولیسو ته معرفي کړي، ۲۰۰۰ یوان چې ۲۷۵ یورو کېږي، مالي اجوره ورکوي؛ ترڅو د مسلمانانو د عباداتو، ږيرو، حجاب او نورو معاملاتو په اړه حکومت ته خبر ورکړي.

د اویغور مسلمانانو پر وړاندې د چین دولت د ظلمونو لړۍ تر هغه پخوانۍ ده، چې دغه سيمه د خلافت دولت له واکمنۍ څخه ووتله. تېر کال هم چیني چارواکو په سینکیانگ سیمه کې د قرآن کریم او جاینمازونو او ټولو هغو څيزونو چې په دیني چارو پورې تړاو لري د ټولولو امر ورکړی و او مخالفین يې د مخالفت په صورت کې پر سختو سزاګانو ګواښلي وو.

له مسلمانانو سره د چين دولت له دا ډول معاملې سره-سره زموږ په هېواد کې هغه چارواکي چې پخوا يې د شوروي اتحاد ګوډاګيتوب کړی و او يو شمېر نور چې اوس د امريکا او ناټو ګوډاګيتوب کوي، له دې حيا نه لري چې په راتلونکي کې د چين اخلاصمن لاسپوڅي شي او هر وخت له چين څخه د سولې، د معدنونو په استخراج، د امنيتي ځواکونو په تربيه او تمويل او فرهنګي راکړې ورکړې باندې ټينګار کوي. په داسې حال کې چې چينايي دولت له اسلامي امت سره بالفعل خونړۍ جګړه روانه کړې ده او زموږ د عقيدې وروڼه يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

خالد ايثار

Last modified onسه شنبه, 30 اکتوبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې