شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ګرانو دوستانو زموږ نوې برنامې (له حدیث شریف سره) ته ښه راغلاست!
بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانو دوستانو زموږ نوې برنامې (له حدیث شریف سره) ته ښه راغلاست!

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

اې د آدم زویه! ځان دې عبادت ته وزګار کړه چې له خلکو دې بې نیازه کړم!

له ابو هریره رضی الله تعالی عنه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل، چې الله سبحانه و تعالی فرمایلي دي:

«يَا ابْنَ آدَمَ تَفَرَّغْ لِعِبَادَتِى أَمْلأْ صَدْرَكَ غِنًى وَأَسُدَّ فَقْرَكَ، وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ مَلأْتُ صَدْرَكَ شُغْلاً وَلَمْ أَسُدَّ فَقْرَكَ»

(رواه الترمذی و ابن ماجه)

ژباړه: اې د آدم زویه! ځان دې زما عبادت ته وزګار کړه، چې زړه دې له شتمنۍ در ډک کړم او د بې وزلۍ لار درته وتړم، که د داسې ونه کړل؛ نو زړه دې له مشغولیتونو ډکوم او بې وزلي دې نه لرې کوم.

د ترمذي په شرحه (تحفة الاحوذي) که د دې حدیث په اړه داسې راغلي:

اې د ادم زویه! ځان دې تر ټولو مهمو کارونو هم زما عبادت ته فارغ کړه، چې زړه دې له غنا ډک کړم او د خلکو له اړتیاوو دې خلاص کړم او که دا کار دې ونه کړ، نو بې وزلي به دې زیاته کړم.

 

ښاغلو لوستونکو!

د حیرانتیا خبره ده چې خلک د الله سبحانه و تعالی عبادت ته وخت نه ورکوي او خپل ټول ژوند یې دنیا ته وقف کړی دی. د عبادت معنا یوازې د اسلام پنځه ارکان نه دي، ځکه الله سبحانه و تعالی وايي:

{قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ } [الأنعام : 162]

ژباړه: ووایه چې لمونځ، قرباني، ژوند او مرګ مې د عالمیانو د رب لپاره دی.

ایا نه پوهېږو چې شتمني او بې وزلي د الله سبحانه و تعالی لخوا تقدیر شوې او ټاکل شوې ده! که پوهېږو؛ نو ولې مو خپل ټول وخت هغه څه ته ورکړی دی چې تضمین یې الله سبحانه و تعالی کړی دی؟ په داسې حال کې چې الله موږ ته امر کړی دی چې د هغه عبادت وکړو، چې په سر کې یې د الله د دین قایمول (د خلافت تاسیس) دي.

و السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې