سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
دحزب التحریر امیر

د فقهې د اصولو عالم شیخ عطا بن خلیل ابورشته؛ د حزب التحریر امیر

(ژباړه)

 

د حزب التحریر د مظالمو دیوان رییس د ۱۴۲۴هـ.ق کال د صفر المظفر په ۱۱مه چې د ۲۰۰۳م کال د اپرېل له ۱۳مې سره سمون لري، اعلان وکړ، چې انجینر او د فقهې اصولو عالم «عطا بن خلیل ابورشته»-ابو یاسین- د حزب امیر وټاکل. شیخ عطا چې دعوت ته زیاته پاملرنه کوي، حزب په خورا غوره توګه اداره او په دعوت کې د حزب د ځوانانو له وړتیاوو او انرژۍ په احسنه طریقه ګټه اخلي. نوموړی ډېر هیله‌من دی، چې الله سبحانه وتعالی د نصرت او بريا پر لور مرسته او لارښوونه ورته وکړي.   

د حزب د امیر لنډ ژوندلیک:

عطاء بن خلیل بن احمد بن عبد القادر الخطیب ابو الرشته په (۱۳۶۲هـ.ق/ ۱۹۴۳م) کال کې د فلسطین په الخلیل ښار کې په یوه وړوکي کلي (رعنا) کې په یوه دینداره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه لا په ماشومتوب کې په ۱۹۴۸م کې د انګلیس په مرسته او د عربو د مشرانو په خیانت د یهودو دولت په وسیله د فلسطین اشغال تجربه کړ. وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای الخلیل ښار ته نږدې د کډوالو کمپ ته ولاړ.

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په دغه کمپ کې وکړې او د «المترک الاردني» په نامه لومړنۍ شهادتنامه يې په ۱۹۶۰م کې په الخلیل ښار کې د حسین بن علي له عالي لېسې څخه تر لاسه کړه. وروسته يې په ۱۹۶۱م کې د «التوجیهي المصري» په نامه دویمه او وروستۍ شهادتنامه په قدس شریف ښار کې له ابراهیمي مکتب څخه واخیسته. بیا په (۱۹۶۱- ۱۹۶۲م) کال کې د مصر قاهرې پوهنتون په انجینرۍ پوهنځي کې شامل شو او په ۱۹۶۶م کې يې په ساختماني (سېول) انجینرۍ کې د لېسانس دیپلوم تر لاسه کړ. د پوهنتون تر فراغت وروسته څو کاله په ځينې عربي هېوادونو کې د انجینر په حیث په کار بوخت و. ابورشته د ښاري انجینرۍ په برخه کې د «الوسیط فی حساب الکمیات و مراقبة المباني و الطرق» (د اندازو د محاسبې، د سړکونو او ودانیو د ساتنې وسیط) په نامه کتاب هم تالیف کړی.

نوموړی د شلمې پېړۍ په نیمايي کې د منځنیو زده کړو په جریان کې له حزب التحریر سره یو ځای شو. هغه د اعلای کلمة الله لپاره د ظالمانو په زندانونو کې زیاتې شکنجې او فشارونه وزغمل او د حزب په ټولو اداري او تنظیمي برخو کې يې فعالیت وکړ؛ تر دې چې الله سبحانه وتعالی د ۱۴۲۴هـ.ق د صفر المظفر په ۱۱مه، چې د ۲۰۰۳م کال د اپریل له ۱۳مې سره سمون لري، د حزب امارت د ده په اوږو ورکېښود. دی تل د دغه دروند بار په وړلو کې له الله متعال څخه مرسته غواړي.

عطا بن خلیل ابورشته په اسلامي علومو کې لاندې کتابونه تالیف کړي دي:

  1. د (التیسیر فی أصول التفسیر) په نامه د بقره سورت تفسیر
  2. د فقهې په اصولو کې څېړنې (تیسیر الوصول إلی الأصول)
  3. ځینې رسالې
  4. اقتصادي بحرانونه، واقعیت او حل لارې يې د اسلام له نظره
  5. په جزیره او خلیج کې نوې صلیبي جګړه
  6. د صنعتي کېدو سیاست او د صنعتي دولت جوړول

حزب د نوموړي په امارت کې تر اوسه لاندې کتابونه خپاره کړي دي:

الف. د اسلامي نفسیې په جوړښت کې اړینې چارې  

ب. د مسلمانانو د اشغال شوو خاورو سیاسي قضیې

ج. د «سیاسي مفاهېم» کتاب اصلاح او پراختیا

د. په خلافت دولت کې د سیستماتیکو زده کړو اساسات

هـ. په حکم او اداره کې د خلافت دولت دستگاوې  

هغه د پام وړ فعالیتونه چې د شیخ عطا د امارت موده کې شوي، هغه دا دي چې د ۱۴۲۸هـ.ق د رجب پر ۲۸مه چې د ۲۰۰۵م د سپټمبر له دویمې سره برابره ده، د خلافت د دردناک سقوط د کلیزې په اړه یې چې له هغې ورځې ۸۴ کاله وړاندې پېښه شوې وه؛ د نړۍ پر مسلمانانو يې غږ وکړ. حزب دا چیغه هغه ورځ د جمعې له لمانځه وروسته د نړۍ د مسلمانانو په ډلو کې پورته کړه، داسې چیغه چې په شرق کې د ارام سمندر په څنډو کې له اندونیزیا شروع په غرب کې د اقیانوس کبیر تر سواحلو ورسېده. دې چیغې عجیب اغېز درلود. پر دې سربېره حزب د حق نارې د پورته کولو لپاره نور ټولیز فعالیتونه هم تر سره کړل، چې کنفرانسونه، مظاهرې، سمینارونه او نور پکې شامل وو.

د حزب اوسني امیر د امارت کلونه له خیر او برکته ډک دي، له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې دا برکت نور هم زیات او پراخ کړي. همدارنګه د الهي نصرت نښې د هغه تعالی په غوښتنه پر حزب د اوسني امیر په مشرتابه د ځلېدو په حال کې دي او خورا هیله‌من یو چې دا مهال همغه وخت وي، چې الله متعال پکې د نصرت اجازه کړې.

د حزب د جلیل القدر امیر ځينې مهم صفتونه زهد، تقوا، پر شرعي احکامو پابندي او جدیت، فقاهت او د ده پوهه ده. نوموړي مخکې د حزب د رهبرۍ په مختلفو برخو کې مسؤولیت درلود، په ځانګړې توګه رسمي ویاند، معتمد (د ولایت مسؤول) او د مخکیني امیر د دفتر غړی و. په یادو برخو کې کار د حزب امیر ته زیاته وړتیا ورکړې، تر څو حزب د هرې برخې د کاري جزیاتو په بشپړ درک، فعالیتونو او د چارو په سم تعقیب رهبري کړي. له همدې امله د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د حزب ځوانان د خپلو فعالیتونو په جریان کې تصور کوي، چې امیر  خپله په ټولو ځایونو کې له دوی سره شته او حتی د خپلو کاري جزیاتو په جریان کې ورسره دی. همدا ځانګړنه ده چې ده ته یې فرصت ورکړی، تر څو د دعوت په لاره کې د حزب د ځوانانو له وړتیاوو په خورا غوره بڼه ګټه واخلي.

شیخ عطا تل له الله سبحانه وتعالی مرسته غواړي، تر څو هغه امانت چې د ده پر اوږو اېښودل شوی، لکه څنګه یې چې الله او رسول الله خوښوي، هغسې ولېږدوی او په دغه کار کې ټينګ پاتې شي. همدارنګه هیله‌من دی، چې الله سبحانه وتعالی د ثاني راشده خلافت د بنسټ لومړۍ ډبره د ده په لاسونو کېږدي. بېشکه هغه سبحانه وتعالی اورېدونکی او قبلوونکی دی.

Last modified onسه شنبه, 26 سپټمبر 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې