سه شنبه, ۱۴ شعبان ۱۴۴۱هـ| ۲۰۲۰/۰۴/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د پور په اخستلو کې بېړه کول او د پور یوه برخه کمول

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

خالد ابو الوليد ته

پوښتنه:

السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته!

خدای تعالی دې وساته، زموږ شېخ صاحب!

زما پوښتنه دا ده، چې زه اوس په يوه شخصي اداره کې کار کوم او دوی زما له اجورې څخه د بيمې او تقاعد په نامه يوه اندازه پيسې ګرځوي. غواړم له دغو پيسو څخه یو برخه ترلاسه کړم، چې زما له تنخوا څخه کمې شوې دي، خو ياده اداره مې اړباسي چې له دغو پيسو یعنې خپل حق څخه مې یوازې یوه فیصدي واخلم. ايا دا په شريعت کې جواز لري؟

الله سبحانه تعالی دې پر تاسو ورحمېږي او اوږد ژوند دې په نصیب شه!

ځواب:

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

زه ستا له پوښتنې داسې پوه شوم، چې ته غواړې د خپل تقاعد یوه برخه په قرارداد کې له ټاکل شوې مودې وړاندې تر لاسه کړې.

زه وینم چې دا موضوع د پور په اخستلو کې د بېړې له مسلې سره ورته والی لري؛ يعنې که يو څوک د يو بل چا پوروړی وي او د پور ادا کولو نېټه بیا دوه کاله وروسته ټاکل شوې وي. د بېلګې په ډول، که چېرې د پور ورکړه د دوو کلونو په ترڅ کې د قسط په ډول وي او يا پور ټوله ورکړه د دوو کلونو تر بشپړېدو وروسته وي؛ نو په دې موده کې پور ورکوونکی پور اخيستوونکي ته ووايي: زما پور اوس راته راکړه، زه به تاته د پور يوه معلومه اندازه کمه کړم. دا ستا له حالت سره ورته والی لري؛ ستا يوه اندازه پيسې له هغه ادارې سره دي چې ته د هغې لپاره کار کوې او ياده اداره به يې هغه وخت درکړي چې ته ۶۰ کلن شې. د بېلګې په ډول ته اوس ۴۰ کلن يې او  شل کاله مخکې د خپلو پيسو یوه برخه غواړې.

د پور په اخستلو کې د بېړې او يوه اندازه پور کمولو د موضوع په اړه اختلاف شته دی. د بېلګې په ډول پور ورکوونکی د دې پر ځای چې يو کال وروسته خپل (۱۰۰۰) روپۍ پور ترلاسه کړي اوس (۹۰۰) روپۍ ترلاسه کوي. په دې تړاو موږ د ۱۴۳۴ هـ ق د صفرې مياشتې پر ۱۴مه چې د ۲۰۱۲م کال د ډيسمبر له ۲۷مي سره سمون خوري، يوه پوښتنه ځواب کړې وه، خو زه په هغې موضوع پورې اړوند ځینې مسايل يو ځل بيا دلته تکراروم:

«ستا د پوښتنې په تړاو، فقهاوو ياده موضوع په "ضعْ وتعجَّل" (پور کم کړه او د هغه په بيرته ورکولو کې بيړه وکړه) په څپرکي کې راوستې ده. يعنې د ځنډول شوي پور يوه برخه د ټول پور یا یوې برخې د ژر بيرته اداینې په بدل کې کمېږي (د هغه تړون تر نېټې مخکې چې پور بايد تسليم شي)، د دې موضوع په تړاو د نظرونو اختلاف شته:

- ځينې علما دغه ډول کار ته جواز نه ورکوي او لاندې نصوص د ثبوت په ډول راوړي:

۱. البيهقي په خپل السنن الکبری کې له المقداد ابن الاسود  څخه روايت کوي چې وايي: ما د پور په بڼه سل ديناره يو سړي ته ورکړل او زه وروسته له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د دعوت د یو هیئت په تشکیل کې یو ځای شوم. ما پور اخیستونکي ته وويل: ۹۰ ديناره تر ټاکلي نېټې مخکې راکړه او زه به پاتې لس ديناره درپرېږدم. ده وويل: سمه ده. هغه سړي ياده موضوع له رسول الله صلی علیه وسلم سره شريکه کړه، هغه صلی الله عليه وسلم وويل:

«أَكَلْتَ رِباً يَا مِقْدَادُ، وَأَطْعَمْتَهُ»

ژباړه: اې مقداده! تا هم خپله او هم پر نورو سود وخوړ.

(يادونه: امام ابن القيم په خپل إغاثة اللهفان کې وايي: د البيهقي د دغه حديث سند کمزوری دی)

۲. دوی وایي د جاهليت په دور کې دا هم ربا وه، چې د ځنډېدلي پور اندازه په مشروط ډول زیاتېدله او د مودې د زیاتېدو پر ځای به د پور کچه لوړېدله. الله سبحانه وتعالی دغه کار حرام او ناروا وګرځاوه او ويې فرمايل:  

﴿وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ﴾

[البقرة: ۲۷۹]

ژباړه: او كه چېرې تاسو توبه وباسئ، نو ستاسو رأس المال (اصل مال) ستاسو لپاره دى.

دوی زياتوي چې د پور د يوې برخې کمول پرته له دې هم حرام دي، چې پور له وخت څخه مخکې بيرته ورکړل شي، ځکه چې د مودې د مخکې کولو له امله زياتوالی یا کموالی پکې راغلی دی.

د حنيفي، مالکي، شافعي او حنبلي جمهور علماو وايې، چې "ضعْ وتعجَّل" (پور کم کړه او د هغه په ورکړې کې بيړه وکړه) دغه کار حرام دی؛ خو زيد ابن ثابت، ابن عمر او يو شمېر تابعينو ياد کار مکروه ګڼلی دی.

- ځينې علما دغه ډول کار ته جواز ورکوي او لاندې نصوص د ثبوت په ډول راوړي:

۱. ابن عباس رضی الله عنه وایي: کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د بنو نضير د تبعید امر وکړ دوی وويل: اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم! تا زموږ د شړلو امر وکړ او زموږ پر خلکو پورونه پاتې دي چې نه يې دي ادا کړي، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمايل: "ضَعُوا وَتَعَجَّلُوا" (پور کم کړئ او د هغه په ورکړه کې بيړه وکړئ). دغه حديث الحکم د خپل مستدرک په دوو صحيحينو کې روايت کړی او دی وايې دا حديث د سند له مخې صحيح دی، خو خپله یې نه دی اخراج کړی.

يادونه: الذهبي په خپل تخلیص کې وايې چې «الزنجي» ضعیف دی او عبدالعزيز د باور وړ نه دی. ابن القيم د اهل ذمه د اصولو په تړاو وايي: د هغه حديث سند حسن دی، يوازې په دې چې یو مسلمان بن خالد الزنجي یې په راویانو کې شته دی او د ده حديث د حسن تر کچې کښته نه دي.

۲. د عبدالله ابن عباس رضی الله عنه وینا ده: «ځنډول زما لپاره سود خوري، زه به یې تاته وخت در زیات کړم او زما لپاره په پور را کولو کې بيړه مه کوه، خو زه ستا پور راکموم.»

د امام احمد د روایت له مخې ابن عباس، النخعي، الحسن او ابن سيرين د ياد کار جواز ورکړی دی. شېخ الاسلام ابن تيميه او د ده شاګرد ابن القيم د شوافیعو نظر غوره بللی دی. له حنيفي فقهاوو څخه ابن عابدين په «الدر المختار» کې په خپله حاشيه کې د دې کار جواز ورکړی دی.

موږ نه غواړو چې په ياده موضوع کې کوم نظر تبني کړو، نو پوښتونکی بايد د فقهاوو له نظریاتو څخه ځان ډاډه کړي...» پای.

لکه څنکه چې تاسې وینئ موږ نه غواړو په ياده موضوع کې تبني وکړو، نو تاسې کولی شئ چې د بشپړ ډاډ لپاره د هغه مجتهد نظر ومنئ چې ته یې د نظر د صحت په اړه ډاډه یې. پورته دوه نظرونه واضح دي. لومړی نظر دا دی چې په بيړه د پور ترلاسه کولو په پلمه د پور د يوې برخې کمول حرام دي، ځکه په سود کې راځي. دویم نظر دا دی چې په بيړه د خپل پور ترلاسه کول او د هغه د يوې برخې کمول روا دي. لکه څنګه چې مو مخکې يادونه وکړه موږ له يادو دوو نظرونو څخه يو هم نه تبني کوو.

په پايله کې زه له الله سبحانه وتعالی څخه ستا لپاره د مرستې غوښتنه کوم، ترڅو هغه څه وټاکئ چې غوره دي.

ستاسې ورور

عطا ابن خليل ابو الرشته

 

 

د مطلب ادامه...

د راجح (قوي نظر) او مرجوح (ضعیف نظر)تر منځ شرعي قواعد

  • خپور شوی په فقهي

محمد ابراهیم ته:

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

زموږ محترم ورور او قدرمن عالم صاحب، هیله ده چې لاندې پوښتنې ته ځواب راکړئ:

د څلورو جمهورو مذاهبو علماوو ته د دې قول نسبت کول، چې په معاملاتو کې اصل روا والی او اباحت دی، دقت او تحقیق ته اړتیا لري...

دغه اصل د متاخرینو (وروستیو علماوو) له لورې ډېر را نقل شوی دی، خو متقدمینو ته په نسبت شوو کتابونو کې موږ دغه اصل نه شو موندلای. ابن نجیم الحنفي چې د حنفي فقهې یو بنسټګر دی (ویل کېږي چې دغه قاعده د دوی له لورې خپره شوې ده) یوازې دوې قاعدې ذکر کړې دي:

اصل په اشیاوو کې اباحت دی، تر هغه چې د حرمت په اړه یې دلیل نه وي راغلی.

 په جنسي اړیکو کې اصل حرمت دی.

پوښتنه داسې ده: کله چې شارع د جنسي اړیکو د خونديتابه په موخه د دې اړیکي اصلي حکم حرمت ګرځوي تر څو د نسل ساتنه پرې وشي!!  نو ایا دغه ساتنه په مالونو او مالي معمالاتو کې ښه د تطبیق وړ نه ده او یا لږ تر لږه داسې وویل شي چې د مالونو او معاملاتو په اړه اصل اباحت نه دی...

 نو له همدې کبله اړینه ده چې د معاملاتو مسایل ښه وڅېړل شي تر څو حکم پرې وشي. ځکه لکه څرنګه چې شارع د نسل ساتنې ته توجه کړې همدغه شان يې د مالونو ساتنې ته هم پاملرنه کړې ده.

ښایي زه تېر وتلی یم، ځکه ما د دې موضوع په اړه د علماوو او اصولینو ټول اقوال نه دي مطالعه کړي...

 په دې کې خطر دا دی چې موږ دې اصل ته په کتو چې وایي: «په معاملاتو کې اصل روا والی دی» هر ډول معاصرو معاملاتو ته اجازه ورکوو، پرته له دې چې د واقعیت په اړه یې مطالعه وکړو او د موضوع په اړه راغلی دلیل وګورو.

نو د دې قاعدې صحت څنګه دی؟ او ایا فقهاوو په دې اړه څه ویلي دي؟

را لېږونکی: ابو زكريا، له لبنان څخه

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

وروره، مجتهدینو ځینې قواعد تبني کړي چې زموږ په نزد هغه مرجوح (ضعیفه) دي، چې یوه یې همدغه قاعده ده چې تا یاده کړې: «په معاملاتو کې اصل روا والی دی»  هغه څه چې موږ د قوي دلیل پر اساس تبني کړي هغه دا دي چې «اصل په اشیاوو کې اباحت دی، تر هغو چې د حرمت په اړه یې دلیل نه وي راغلی» او بله قاعده دا ده چې «د اعمالو په اړه اصل د شرعي حکم په واسطه مقید شوی دی». موږ د نورو قواعدو په اړه خبره کړې او ضعف مو یې روښانه کړی چې تفصیل یې دا دی:

لومړی: د اسلامي شخصیې دریم ټوک د «لاحکم قبل ورود الشرع» په څپرکې کې راغلي:

[دا باید ونه ویل شي چې په شیانو او کړنو کې اصل حرمت (تحریم) دی، په دې دلیل چې دا د الله سبحانه تعالی په ملک کې د الله سبحانه تعالی له اجازې پرته تصرف دی، نو ځکه حرام دی او قیاس یې هم پر مخلوقاتو کېږي؛ ځکه په دې اړه صریح ایت شته چې الله سبحانه وتعالی تر هغو عذاب نه نازلوي تر څو چې یو رسول يې نه وي رالېږلی، تر هغو یو څوک نه را نیسي تر څو چې حکم یې نه وي بیان کړی چې دا حلال دی که حرام. له دې څخه ها خوا مخلوقات ضرر ویني، خو د الله سبحانه تعالی شان ده ته د ضرر او ګټې رسېدلو څخه لوړ دی یعني نه څوک ګټه ور رسولای شي او نه ضرر.

همدا رنګه دا هم باید ونه ویل چې اصل په افعالو او شیانو کې اباحت دی، ځکه اباحت داسې ګټه اخیستنه ده چې له هر ډول مفسدو او مضرو علایمو څخه خالي ده، ځکه خو مباح ده. نو باید داسې ونه ویل شي، ځکه د ایت کریمه مفهوم دا دی چې انسان په هر هغه څه مکلف دی چې رسول د الله له لوري راوړي وي او دی له دې څخه په سرغړونه سزا ویني، له همدې امله اصل د رسول پیروي (اتباع) او د هغه د رسالت د احکامو عملي کول دي؛ اصل اباحت او عدم مکلفیت نه دی. او بل دا چې په عمومي ډول ایتونه پر دې دلالت کوي چې شریعت ته باید رجوع وشي، الله سبحانه وتعالی فرمايي:

وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِنْ شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ

ژباړه: په کوم څه کې چې تاسو اختلاف ولرئ، نو د هغه په اړه د حکم صلاحيت له الله سره دی.

(الشوری:۱۰)

 همدا ډول الله سبحانه وتعالی فرمايي:

فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ

ژباړه: که ستاسو تر منځ په کومه چاره کې شخړه پېښه شي، نو هغه  الله او رسول  ته وړاندې کړئ.

(النسا:۵۹)

 په بل ځای کې فرمايي:

وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَاناً لِّكُلِّ شَيْءٍ

ژباړه: موږ دغه کتاب پر تا نازل کړی دی، چې په ډاګه د هر شي څرګندوونکی دی.

(النمل:۸۹)

همدارنګه د دارقطني د یوه روایت له مخې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «كُلُّ أَمْرٍ لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا فَهُوَ رَدٌّ» ژباړه: «پر کوم شي چې موږ امر نه وي کړی هغه رد دی». دا پر دې دلالت کوي چې اصل د شریعت اتباع ده او په شریعت سره د یوې کړنې مقید کېدل دي. کومه ګټه چې له فساد او مالک ته له ضرر څخه خالي وي، د دې ګټې د اباحت دلیل نه شي جوړېدای.

همدا رنګه داسې قول هم سهي نه دی چې وویل شي: د شیانو اصل توقف او د حکم ځنډول دي.  توقف دا مانا لري چې یو کار وځنډېديږي او یا یو حکم وځنډېديږي چې دا کار هم روا نه دی، ځکه کله چې کوم شی په قران او حدیث کې ثابت وي د نه پوهېدو په صورت کې یې باید پوښتنه وشي، نه دا چې حکم وځنډول شي.  الله سبحانه وتعالی فرمايي:

فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ

ژباړه:که چېرې تاسې نه پوهېږئ، د پوهې له خاوندانو څخه پوښتنه وکړئ.

(الانبیا:۷)

رسول الله صلی الله علیه وسلم د تیمم په حدیث کې چې ابو داود له جابر رضی الله عنه څخه روایت کړی دی فرمايي:

أَلاَ سَأَلُوا إِذْ لَمْ يَعْلَمُوا فَإِنَّمَا شِفَاءُ الْعِيِّ السُّؤَال  

ژباړه: «خبردار، څوک چې نه پوهېږي، پوښتنه دي وکړي، ځکه د ناپوهي درمل پوښتنه ده». دا هم په دې دلالت کوي چې توقف او د حکم ځنډول اصل نه دی.

له همدې امله، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت وروسته حکم په شرع پورې اړه پیدا کړه او د شریعت له راتګ څخه وړاندې کوم حکم نشته، نو حکم د شرعې په راتګ پوړې اړه لري. ځکه چې د یوې موضوع په اړه شرعي دلیل شته دی. ځکه خو له دلیل پرته هیڅ حکم نه شي کېدای، داسې لکه د شرعې له راتګ وروسته هیڅ حکم نه شي ورکول کېدای.  اصل دا شو چې د حکم په اړه به په شریعت کې پلټنه کېږي. داسې چې د شرعي حکم لپاره به په شریعت کې شرعي دلیل لټول کېږي...

 ځکه خو پر دې شرعي قاعدې تاکید کېږي: «الأصل في أفعال الإنسان التقيد بحكم الله»  ژباړه: «اصل د انسان په افعالو کې د الله سبحانه تعالی په حکم پورې مقید کېدل دي.» نو یوه مسلمان ته دا نه ده روا چې د الله سبحانه تعالی د حکم له پېژندنې پرته کوم کار وکړي. رواوالی (اباحت) له شرعي احکامو څخه یو حکم دی او خامخا باید له شریعت څخه یو دلیل ولري.

دا و د افعالو په اړه. د شیانو په اړه چې له افعالو سره اړیکه لري «اصل په شیانو کې اباحت دی تر څو چې د تحریم یا حراموالي په اړه یې دلیل نه وي موجود.» ځکه نو اصل په شي کې اباحت دی؛ تر هغو نه شي تحرېمدای چې د حرمت په اړه یې شرعي دلیل نه وي راغلی. دا ځکه چې شرعي نصوصو ټول مباح شیان واضح کړي دي. دا نصوص عام دي او ټول شیان په ځان کې را نغاړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي الْأَرْضِ

ژباړه: ایا ته نه وینې چې الله سبحانه تعالی ټول هغه څه ستاسې لپاره تابع کړي دي، چې په ځمکه کي دي

(الحج:۶۵)

د تسخیر معنی دا ده چې هر څه چې په ځمکه کې شتون لري مباح دي. همدارنګه الله سبحانه تعالی فرمايي:

يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُواْ مِمَّا فِي الأَرْضِ حَلاَلاً طَيِّباً

ژباړه: «اې خلکو! په ځمکه کښې چې کوم حلال او پاک شیان دي هغه وخورئ.»

(البقرة:۱۶۸)

او په بل ځای کې فرمايي:

يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا

ژباړه: اې د ادم اولاده! هر مسجد (عبادت) ته وړاندې کېدو په وخت کې ځان ښکلی کړئ، وخورئ او وڅښئ...

بل ځای فرمایي:

هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ

ژباړه: هغه ذات چې ستاسو لپاره یې ځمکه پسته، هواره او تابع کړې ده، د هغې پر سینه باندې ګرځئ او د خدای روزي خورئ.

(الملک:۱۵)

نو دغه ټول ایتونه، شیان په عموم کې روا ګڼي، د دوی عموميت د ټولو شیانو روا والي په ډاګه کوي. له همدې امله که یو شی حرام شوی وي باید په اړه یې یو نص وي چې له عمومي شیانو څخه یې ځانګړي کړي او وښیي چې دا شی له نورو ټولو هغو شیانو څخه جلا دی چې روا بلل شوي دي. له دې ځایه معلومېږي چې په شیانو کې اصل اباحت دی. له همدې امله کله چې شیان حرام ګرځي موږ یې په اړه نص موندلای شو. د دې شیانو په اړه ځانګړي نصوص راغلي وي چې د شیانو په اړه یې د عمومي نصوصو څخه ځانګړي کوي لکه  الله سبحانه تعالی چې فرمايي:

حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالْدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ

ژباړه: پر تاسې حرام کړای شوي دي: مرداره وینه او د خوګ غوښه

(المایده:۳)

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: حُرِّمَتِ الْخَمْرَةُ لِعَيْنِهَا

 ژباړه: د شرابو نفس یا ذات حرام دی.

دا حدیث په المبسوط کې له ابن عباس څخه په روایت راغلی دی. دا چې نص یې حرام ګڼي نو دا له عمومي نصوصو څخه یو استثنا ده او له دغه اصل څخه چې اباحت دی ځانګړی دی...]

له دې څخه دا معلومېږي، هغه قواعد چې تا اشاره ورته کړې (د معاملاتو په اړه اصل روا والی دی) او یا دې ته ورته هغه قواعد چې ذکر شول زموږ له نظره کمزوري (مرجوح) قواعد دي. او حق نظر هغه دی چې د افعالو او اشیاوو په اړه موږ ذکر کړ لکه: «اصل په افعالو کې د شریعت په حکم پورې التزام دی» او بل دا چې «اصل په اشیاوو کې اباحت دی، تر څو چې د حرمت په اړه یې واضح نص نه وي راغلی».

زه هیله لرم چې همدا ځواب به کفایت وکړي او الله سحانه تعالی تر ټولو عالم او حکيم ذات دی.

ستاسې ورور،

عطاءبن خلیل ابوالرشته.

ژباړن: سلطان ولید

د مطلب ادامه...

حزب التحریرـ ولایه سوډان د خلافت د راپرځېدو د ۹۹یم تلین په اړه د حزب التحریر د امیر، نامتو عالم، عطاء بن خلیل ابو رشته د وینا کاپيانې پر خلکو وېشي

  • خپور شوی په سوډان

د ۱۴۴۱ هـ.ق کال د رجب په ۲۸مه، چې د ۲۰۲۰ز کال، د مارچ له ۲۳مې سره سمون خوري، حزب التحریرـ ولایه سوډان د حزب التحریر د امیر، نامتو عالم، عطاء بن خلیل ابو رشته د وینا کاپيانې پر خلکو ووېشلې. حزب د سوډان په پلازمېنه، ښارونو او بېلابېلو سیمو کې په پراخه کچه ووېشلې، امت ته یې د هغه زړه بوږنوونکې پېښې یادونه وکړه چې ۹۹ کلونه وړاندې په همدې نېټه پېښه شوه، دقیق د ۱۳۴۲ هـ.ق کال د رجب په ۲۸مه.

د حزب امیر ټول اسلامي امت، په ځانګړي ډول د حزب التحریر غړو او پر خپله نړیواله وېب پاڼه کې یې مېلمنو ته په وینا کې د امت یادونه وکړه چې د دې عصر جنایتکار مصطفی کمال اتاترک خلافت ړنګ کړ، نو په همدې سره  هغه حکم چې د الله سبحانه وتعالی له لوري نازل شوی و، پټ شو. په ښکاره توګه دا عمل کفر ګڼل کېږي او له مرتکبینو سره یې باید په توره جګړه وشي او له امت څخه پوره قرباني غواړي، مګر امت د دغه جنایتکار پر وړاندې خپل مسوولیت ترسره نه کړ! نو له همدې امله د امت تاریخ توره تیاره شو، هغه امت چې د خلافت د درلودو پر مهال یې د حقیقت او عدالت لپاره وېره درلوده، نن له پنځوسو ټوټو څخه پر ډېرو ټوټو وېشل شوی دی چې هغه کسان پرې مسلط دي چې په زړه کې رحم نه لري او خپلو چارو ته یې هېڅ پام نه دی، رووېبيډيټ چې د کفارو پیروي کوي او د ښکېلاکګرو تابع دی اوس په دې وخت کې حکومت کوي.

نو امیر حفظه الله، څرګنده کړه چې خلافت د امت حیاتي مسئله او دا یو لوی مکلفیت دی چې د فرضیت لپاره یې قاطع شواهد وړاندې کوي، چې څنګه اصحابو کرامو رضی الله تعالی عنهم اتفاق درلود چې د مسلمانانو لپاره جواز نه لري تر څو له دریو ورځو او شپو څخه پرته له خلافت څخه ژوند وکړي، خو بیا هم له موږ څخه دری واړه تېر شوي دي، و لا حوله و لا قوة الا باالله. په هر صورت، امیر حفظه الله  خلکو ته یادونه وکړه چې موږ د الله سبحانه وتعالی له رحمت څخه نه ناهیلي کېږو ځکه چې هغه سبحانه وتعالی فرمایي:

(إِنَّهُ لاَ يَيْأَسُ مِن رَّوْحِ اللّهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ)

ژباړه: «د الله سبحانه وتعالی له رحمت څخه مه ناهیلي کېږئ، د هغه له رحمت څخه کافران ناهیلي کېږي.»

[یوسف:۸۷]

او الله سبحانه وتعالی پر ځمکه د مومنانو د بریا ژمنه کړې، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ظالم حکومت وروسته د نبوت د منهج پر بنسټ د خلافت د راګرځېدو زیری ورکړی دی. د هغه په وینا کې، امیر د الله سبحانه وتعالی شکر ادا کړ چې امت ته یې د عزت لپاره د حزب التحریر تاسیس ورپه برخه کړ، چې خپل ژوند یې د نبوت د منهج پر بنسټ د دویم راشده خلافت د تاسیس او اسلامي ژوند ته د راګرځېدو لپاره جدي او مخلصانه کار ته وقف کړ.

د حزب نامتو عالم، شیخ عطاء بن خلیل ابو الرشته د خپلو خبرو په پای کې وویل، چې د خلافت تاسیس یوازې د حزب التحریر نه، بلکې د هر مسلمان مکلفیت دی. له مسلمانانو او د مسلمانو پوځونو څخه یې د نصرت او ملاتړ غوښتنه وکړه چې د انصارو ژوند ته راوګرځي، دوی چې کله له دین سره مرسته وکړه، نو الله سبحانه وتعالی هغه له مهاجرینو سره برابر وګڼل، له هغوی څخه یې ستاینه وکړه او په خپل کتاب کې له دوی څخه راضې و.

او د خپلو خبرو په پای کې امیر حفظه الله وویل، د هغه چا لپاره چې له خلافت وړاندې د هغه نصرت او ملاتړ کوي اجر یې له هغه چا څخه ډېر دی چې وروسته له خلافت څخه یې نصرت او ملاتړ کوي.

(لَا يَسْتَوِي مِنْكُمْ مَنْ أَنْفَقَ مِنْ قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ أُولَئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِنَ الَّذِينَ أَنْفَقُوا مِنْ بَعْدُ وَقَاتَلُوا وَكُلّاً وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ)

ژباړه: «ستاسو څخه چې کوم کسان له فتحې (بري) څخه وروسته مالي لګښت او جهاد وکړي، هغوی هېڅکله له هغو خلکو سره نه شي برابرېدای چې له فتحې (بري) څخه یې مخکې مالي لګښت او جهاد کړی؛ د هغو درجه په وروسته وخت کې له مالي لګښت کوونکو او جهاد کوونکو څخه ډېره ستره ده، که څه هم الله سبحانه و تعالی له دې دواړه سره غوره ژمنه کړې ده. څه چې تاسو ترسره کوی، الله سبحانه و تعالی پرې خبر دی.» [حدید: ۱۰]

او موږ الله سبحانه وتعالی ته د دعا لاسونه لپه کوو، چې دغه ۹۹یمه کلیزه د سترې بریا پيلامه وګرځوي او له ۱۰۰مې کلیزې وړاندې یو ځل بیا په نړۍ کې د خلافت وړانګې خورې کړي.

(وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ)

ژباړه: «او په دغه ورځ (د روم په برلاسه کېدو) به مسلمانان خوشالي وکړي* د الله سبحانه و تعالی په ورکړل شوې بریا باندې. الله سبحانه و تعالی د هر هغه چا مرسته کوي چې خوښه یې شي او هغه برلاسی او پوره رحم لرونکی دی.» [روم: ۴ـ۵]

ابراهیم عثمان (ابوخلیل)

د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي ویاند

 

 

د مطلب ادامه...

په نړۍ کې پانګوال نظام او د هغه چټلۍ!

  • خپور شوی په سیاسي

(لومړۍ برخه)

(ژباړه)

 د غرب فرهنګ اوسمهال پر نړۍ خور شوی دی. کله چې په ۱۸مه میلادي پېړۍ په اروپا کې دغه فرهنګ را پورته شو، نو اسلامي فرهنګ یې له قدرت څخه ګوښه کړ. دغه راز کله چې غرب په پوځي جګړه کې خلافت مات کړ، نو په اسلامي خاورو کې د اسلامي فرهنګ ځای هم دغه فرهنګ ونیوه. د هغه مهال ځواکمنو هېوادونو فرانسې او برېتانیا له هماغه وخته د اسلام د له منځه وړلو او د مسلمانانو له ژوند څخه د اسلام د لرې کولو پلان درلود، چې وروسته یې د اسلام د واکمنېدو د مخنیوي هڅه هم وکړه.  

دغه مسوولیت اوسمهال د امریکا پر غاړه دی. مارکسیستي مفکوره او د هغې نړیوالې طرحې (د استعمار برابري، نړیواله سوله او د کارګرې طبقې یووالی) هغه څه و، چې د غرب د فرهنګ پر وړاندې لومړني خنډونه ګڼل کېدل؛ په ځانګړې توګه کله چې د شوري اتحاد په چوکاټ کې د روسیې په رهبرۍ سره راټول شول. مارکسیستي مفکوره ونه توانېده چې پر یوه ځانګړي فرهنګ تمرکز وکړي او د خلکو کارونه د هغوی د دیني باورونو پر بنسټ ترسره کړي. خو دولتي مسایل یې د سوسیالیستي مفکورې پر بنسټ حلول. کله چې په ۹۰یمه لسیزه کې سوسیالېزم ګډوډ شو او شوري اتحاد له منځه لاړ، نو د غرب د فرهنګ پر وړاندې بل هېڅ خند پاتې نه شو. له دې وروسته د غرب فرهنګ او نړیوالو طرحو لکه؛ ډیموکراسي، لېبرالېزم او پر نړۍ د تسلط لپاره د دوی ازادیو ته میدان ورخوشې شو. اوسمهال له اسلامي فرهنګ پرته بل هېڅ داسې فرهنګ نشته چې غربي فرهنګ ته ګواښ پېښ کړي. خو اسلامي فرهنګ هم د مسلمانانو په ذهنونو کې د یوې پروژې په حیث دی، چې د ټیکاو لپاره یې ډېر ګوندونه او ټولنې کار کوي. ایا پر نړۍ غربي فرهنګ له دې کبله بریالی شوی چې سم دی؟ که دا یوه لنډ مهاله بریا ده یا په ټکنالوژۍ او اختراعاتو کې د غرب پرمختګ د دې لامل ګرځېدلي دي؟ په دغې مقاله کې د همدغو پوښتونو د ځوابولو هڅه کوو؟

پانګوالي هغه اقتصادي نظام دی چې د ژوند، کایناتو او انسان له ټولیزې مفکورې څخه منشاء اخلي. د دې لپاره چې د پانګوالۍ پر نظام پوه شو او په اړه یې حکم وکړلی شو، نو باید هغه مفکوره مطالعه کړو چې پانګوالي سرچینه ترې اخلي. هغه مفکوره چې پانګوالي‌ ترې سرچینه اخلي سیکولرېزم یعنې د دین او دونیا بېلتون دی. دغه مفکوره له غرب په ځانګړې توګه اروپا څخه راپورته شوې ده. د دغې مفکورې د فساد او اساسي نقص په اړه به دومره ووایو چې دکایناتو، ژوند، انسان په اړه او هم له وړاندې او وروسته سره د دوی د اړیکې په برخه کې د عقل پایله سمه نه ده. که څه هم دغه محسوس واقعیتونه او له وړاندې او وروسته سره یې اړیکه په احکامو کې بیان شوې ده. خو هغه احکام چې د انسان، کایناتو او ژوند په مبدأ پورې اړه لري، د هغه ژوند د کړنو پایله ده چې غربیانو په منځنیو پېړیو کې کاوه. دا هر څه د هغه وخت د کلیسا او علومو ترمنځ په جګړو کې په ښه ډول ښکاري، چې یوه لوري کسانو یې ځانونه د الله سبحانه وتعالی استازي بلل او د بل لوري مفکرو خلکو بیا ځانونه د مادي چارو مسوول ګڼل. عقل د دغه لانجو په حل کې په یوازې ځان حکم نه کاوه، نو کلیسا (چې ځان یې د خلکو استازی ګاڼه) د وینې تویونې، وېرې او غوسې لامل شوه. وروسته ډېره غوسه د دې لامل شوه، چې علما او متفکرین انقلاب وکړي او بالاخره قضیه یې په منځلاریتوب سره حل کړه. دا ځکه چې یوه لوري هم د مقابل اړخ د پوره له منځه وړلو توان نه درلود. 

منځلاریتوب یعنې د دین او دونیا په بېلوالي اعتراف کول.‌ دا د دغې مقولې د رامنځته کېدو لامل شوه: «هغه څه چې د قیصر دي قیصر ته او هغه څه چې د الله دي الله ته دې ورکړل شي.» یعنې پر دوو متضادو شیانو اعتراف کول، چې د یو ځای کېدو امکان یې هم نشته دی. د دوی په اند علم د دین او عقل د اېمان مخالف و. ځکه علم په غیبیاتو پورې تړل کېده، د درک امکان یې نه و او دویم په حواسو او محسوسو واقعیتونو پورې تړل کېده. په دې ‌‌ډول یې هر یوه ته خپل خپل ځای ورکړ. دوی به ویل، چې دین د انسان او خالق تر منځ اړیکه ده او ځای یې هم کلیسا دی. علم ټولې اړیکې ترتیبوي او له ټول پراخوالي سره سره  یې ځای ژوند دی. د دوی په هغو متضادو باورونو لکه؛ علم، دین، عقل او اېمان کې لانجې رامنځته شوې. نو دا یو خوب دی چې انسان دې د سیکولرېزم عقیدې (د دین او دونیا بېلوالی) ته تسلیم شي. ځکه دا عقیده د عقل پر بنسټ نه، بلکې پر منځلاریتوب ولاړه ده. په دغې عقیده کې دین ته د تسلیمېدو ځای هم شته، یعنې د خالق او محشر د ورځې په اړه ضمني اعتراف کول دي. دغه راز مادي ژوند ـچې د عقل محصول دی ـ هم په کې شاملیږي. موږ دې پایلې ته رسیږو چې دغه عقیده باید رد شي، ځکه چې پیل یې له خپل پای څخه انکار کوي.  

عقل هغه وسیله ده چې د پېښو  په اړه یوازې قضاوت کوي او انسان له نورو ادرسنو څخه بېلوي. کله چې څوک د دغو ادرسونو په اړه فکر وکړي، چې کاینات، انسان او ژوند هم پکې شامل دي، نو پر دې به پوه شي چې دا شیان پر خپل ځان متکي نه دي. ځکه دا شیان محدود، ناقص او کمزوري دي. دوی واجب الوجود خالق ته اړتیا لري، په هغه یې تکیه کړې او د هغه د نظام او لارې پیرو دي. الله سبحانه وتعالی د خپلو موجوداتو په اړه بې شمېره عقلي او نقلي دلیلونه راوړي، چې له خالق سره د کایناتو، ژوندو او انسان اړیکه ټینګوي.

نو له دې کبله پوهیږو، چې عقل اېمان ته د رسېدو وسیله ده. د دین اساس د انسان کایناتو او ژوند په اړه فکر کول دي. له دې څخه ښکاري چې دین له عقل سره په ټکر کې نه دی. که چېرې موږ د نصرانیت پر عقیده ـچې عقل یې د عقیدې له ثابتولو څخه عاجز دی او دینداري یې د الله سبحانه وتعالی له طرفه په زړه کې د اېمان وراچول ګڼل کېږي-تطبیق کړو نو پر دې پوهیږو چې دین د دوی لپاره داسې یو څه دی چې احساسېږي، خو عقلي نه دی. د اسلام په اړه بیا دغه باور سم نه دی، چې عقل اېمان ته د رسېدو وسیله وبولي او د عقیدې د سموالي او ناسموالي حاکمیت ورکړي.

اسلامي عقیده په لاندې څو اساسي ارکانو ولاړه ده: اېمان پر الله سبحانه وتعالی او دا چې قران کریم د الله سبحانه وتعالی له لوري رالېږل شوی دی. پر دې اېمان چې محمد صلی الله علیه وسلم وروستی رسول او د الله سبحانه وتعالی له لوري دی. دا د اسلامي عقیدې اساسي ارکان دي او هغه عقل چې له نفسي غوښتنو خالي وي پر دې ښه پوهیږي چې دا سم دي او له واقعیت سره سمون لري. په داسې حال کې مو دې ته پام کېږي، چې پانګوالي د یوې بې ثباته عقیدې پر بنسټ رامنځته شوې او دا سمه نه ده چې انسان یې دې د ژوند د فکري قاعدې په توګه غوره کړي. نو نیمګړتیا یې په اصل کې ده، کله چې یو شی د باطل پر بنسټ ولاړ وي، هغه پخپله هم باطل دي. له دې اړخه د ژوند په برخه کې د دوی نظامونه باطل دي او بشر ته نیکمرغي نشي راوړلی.

که جزیاتو ته ورشو، نو د پانګوالۍ نه مسوولیت په څرګندو ټکو کې ښيي، ځکه دا نظام له عقل سره په ټکر کې دی او عقل ته قناعت نه شي ورکولی. دا نظام زړونو ته خپګان راوړي او ژوند بې خونده کوي.

پانګوالۍ انسان او د هغه فطرت چې غریزې او حاجات دي له منځه وړي، ځکه انسان یې پر دې سربېره د الله سبحانه وتعالی له بنده ګۍاېستلی، چې پر شتون یې اعتراف هم کوي. دوی د الله سبحانه وتعالی له لوري د تدبیر له اړیکې ـچې د انسان ژوند یې ترتیب کړی ـ انکار کوي. الله د خالق په حیث پېژني، خو د امر کوونکي په حیث یې نه پېژني. دغه راز وایي، الله زموږ د کړنو په اړه حکم نه کوي. د پانګوالۍ په باور الله سبحانه وتعالی یوازې خالق دی، داسې خالق نه چې دستور ورکړي. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي:

﴿الا له الخلق  الامر

ژباړه: پر دې پوه شئ چې پیداکول او فرمان ورکول د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دي.

 پانګوالي انسان خالق ته اړ بولي، خو له بده مرغه چې د اړینتوب له دغه حالت څخه انکار کوي. په داسې حال کې چې تدبیر ته اړتیا د دوی د فطرت غوښتنه ده، لکه څنګه چې انسان خپل ذات ته اړتیا لري، ترڅو باور پرې وکړي او په خپله ګټه ځان پوه کړي. خو پانګوالۍ انسان په داسې یو شخص بدل کړی، چې د ژوند هر څه یې د دونیا خوند ګرځېدلی دی او د دوی د فکر کولو محور یوازې ځانغوښتنه ده. په هره کچه چې د دوی ځانغوښتنه زیاته شي، په همغه اندازه یې فطرت او غرایز تر پوښتنې لاندې راځي. که غرایز اشباع نه شي، انسان د بدمرغۍ کندې ته لوېږي.

داسې غریزې هم شته چې انسان یې د اشباع کولو لپاره خپل ځان قربانوي او د خپلې اېډیولوژۍ د مبدا د بریالي کولو په خاطر ځان بې ارزښته ښیي او دا د تدین د غریزې خاصیت دی. کله چې یو څوک د خپل اولاد لپاره له خپل مال او ځان څخه تیریږي، دا بیا د جنسیت د غریزې ځانګړنه ده. نو که چېرې انسان خپل ځان مرکز وګرځوي او د هر څه محور یې وبولي، نو بدمرغه کېږي. په سمه مبدا کې اصل دا دی، چې انسان ته نیکمرغي ور په برخه کړي. دا ډول حالت له فردي اړخه دی، د نړیوال لیدلوري له مخې په پانګوالۍ کې د هېوادونو تر منځ په اړیکو کې یوازې ګټه حاکمه ده. ځواکمن کسان پر کمزورو بر لاسي وي، په ورته وخت کې کمزوري کسان په ټولنه کې هېڅ ځای نه لري. هېڅوک د کمزورو د ستونزو په اړه فکر نه کوي، هغوی د بشریت دلاس الې دي، له دې حالته یې مرګ ښه دی او دا د انسان په اړه یوازې د پانګوال نظام فکر دی. ښکېلاک د پانګوالۍ پرمختللی پړاو دی، ځکه چې قوي دولتونه د کمزورو دولتونو په ځورولو کې سیالي کوي، استثماروي یې او وینې یې څښي. نو په دغه حالت کې د ښکېلاکګرو تر منځ جنجالونه پیلېږي او پایله یې ویجاړوونکې جګړې وي. که دوه پېړۍ مخکې نړیوالې جګړې مطالعه کړو، نو پوهېږو چې یوازنی لامل یې په مادي ګټه او استثمار پسې منډې وهل و.

د پانګوالۍ تر ټولو لوی نظام د هغې اقتصادي نظام دی، چې موخه یې په ټولنه کې د اخلاقي ارزښتونو په پام کې نه نیولو سره د پانګې زیاتول دي. په ورته وخت کې پانګه د پیسو د دستګاه په وسیله ویشي. دا کار د پانګوالۍ د ځایونو په داخل او بېرون کې د ډېرو ویجاړیو لامل شوی دی. د مالکیت ازادۍ او اقتصادي پرمختګ په نامه لوی لوی شرکتونه او بانکونه جوړ شوي، چې د خلکو پانګه لوټوي او په پایله کې پانګوال پر غریبو خلکو برلاسي کیږي او لوی طبقاتي توپیر رامنځته کوي. په پانګواله ټولنه کې ۱-۲ سلنه خلک پر ۹۸سلنه خلکو حکومت کوي او ۲سلنه خلک پر ۹۸سلنه خلکو پانګه ویشي. د دغه نظام په بهرني سیاست کې له ښکېلاک، جګړې او د کمزورو خلکو له وینې زبېښلو پرته بل څه نشته. له دغو جنایتونو پرته تباه کوونکې ناروغۍ هم پکې دود شوي؛ لکه: ایډز چې له اخلاقي ارزښتونو پرته د مادي ګټې لپاره د خلکو د اړیکو په پایله کې رامنځته شوې ده. په غرب کې میلیونونه خلک په ایډز اخته شوي او دې کچې ته رسېدلي چې د غرب په پرمختللو ښارونو لکه نیویارک او نورو کې جرمونه د ثانیو پر اساس شمېرل کېږي.

د پانګوالۍ نظام چې کله رامنځته شوی ستونزې او کړکېچونه یې پیل شوي دي مثلاً؛ په ۱۹مه پېړۍ کې د همدې نظام له رامنځته کېدو سره سم په امریکا کې د کارګرو د مزد او کاري ساعتونو کړکېچ، چې ډېر دوام یې وکړ او بالاخره منځنۍ حللاره یې ورته پیداکړه. وروسته د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو (۱۹۲۹م) کې لوی اقتصادي کړکېچ رامنځته شو. همدارنګه پر ښارونو د حاکمیت لپاره لویې لویې جګړې او کړکېچونه پیل شول، چې په لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه کې یې له امله ۲۰ میلیونه انسانان له منځه ولاړل. دغه راز لسګونه میلونه خلک ټپیان او معلول شول؛ تر څنګ یې ویجاړۍ، وینه تویونه، وېره او رواني ناروغۍ هم ملګرې وې. وروسته د لویو دولتونو تر منځ جنجالونو دوام پیداکړ، وسله والې سیالۍ پیل شوې او د دغو کړکېچونو د مخنیوي لپاره یې میلیونونه ډالر ولګول. په دې پړاو کې پوځي ښکېلاک د لویو اقتصادي شرکتونو د خدمت لپاره ډېر هېوادونه ونیول. وروسته د ۲۱م پېړۍ په لومړیو کې د مالکیت ګروۍ په نامه اوسنی کړکېچ رامنځته شو، چې روانې ستونزې یې نورې هم ډېرې کړې. دغه کړکېچ د اقتصادي زیانونو لامل شو، چې په ۲۰۰۸م کال کې له ۱۴ترېلیونو ډالرو ډېر ښودل شوی دی او دا کچه په ۲۰۱۱م کال کې ۶۰ترېلیونو ته رسېدلې ده. سربېره پر دې د لویو موسیسو اقتصاد ګډوډ دی، د بې کارۍ کچه لوړه ده، ورځنۍ تنخوا کمه شوې، د غریبانو او هغو کسانو شمېر ډېری شوی چې د لوږې له امله د مرګ له خطر سره مخ دي. دغه کړکېچ لاهم دوام لري، یوې او بلې خواته د خپرېدو په حال کې دی او غربي رهبران یې د کنټرولولو توان نه لري.

یوازنۍ هغه لار چې غربي دولتونه او د هغوی په سر کې امریکا یې د خپلو اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره کاروي: «موخه، وسیله توجیه کوي.» امریکا د ملګروملتونو په وسیله خپلو موخو ته ځان رسوي او خپل چټل سیاست پلی کوي. ښکاره بېلګې یې په منځني ختیځ یعنې سوریه، عراق، یمن او افغانستان کې د امریکا سیاست دی. دغه سیاست خلک له لویو لویو ستونزو سره مخ کړي دي.

پانګوالۍ په اقتصادي برخه کې هم خلک له لویې بلا سره مخ کړي دي. د COMPASSIOK INTERNATIONAL سازمان د مالوماتو پر بنسټ د نړۍ د نیمو خلکو ورځنی عاید ۲،۵ ډالره دی. او د CREDIT SUISSE  45 سازمان د راپور پر بنسټ ۶۰٪ شتمني د ۰،۷٪ خلکو په لاس کې ده. دا کمه شمېره خلک د ټولې شتمنۍ ۱۱۶ترېلیونه ډالر په واک کې لري. په یوه بل راپور کې د نړۍ د تر ټولو شتمن کس ـ د امازون شرکت اجرایه مشر «جیف بیزوس» په اړه ویل شوي، چې یوازې په یوه ورځ کې د هغه په حساب کې ۱۲میلیارده ډالر ډېرېږي. دغه پیسې په یوه ساعت کې ۵۰۰ میلیونه او په یوه ثانیه کې ۸ میلیونه او ۳۳۳ زره ډالرو ته رسېږي. په «بورس نیویورک» کې ۳،۶٪ د امازون برخه زیاته شوې ده. همدارنګه د «بلومبرغ» وېپاڼې د راپور پر بنسټ، یوه برخه یې ۱۲،۱۶۱۴ ډالره وه. د «فوربس» وېپاڼه وایي چې په دوو ورځو کې د بیزوس ګټه ۹میلیاردو ته رسېدلې او دا هغه مهال ورسېده چې د امازون ۱۶سلنه برخه یې جوړوله. دغه راز هغه وویل، بیزوس غواړي چې د هندي الکترونیکي سوداګریز شرکت FLIPKART د پلورلو لپاره خبرې پیل کړي. د دغه شرکت خاوندانو ته یې ۱۱میلیارده او ۶۰۰میلیونو ډالرو وړاندیز کړی او د دغه کال د څلورمۍ برخې یوه سلنه یې د ایتوپیا د روغتیا وزارت له بودیجې سره سم ده.

په ورته وخت کې میلیونونه خلک په فقر کې ژوند کوي، له سختو ناروغیو سره مخ دي او حتی له لوږې مري. د ملګرو ملتونو سازمان د مالوماتو پر بنسټ په ۲۰۱۶م کال کې ۱۵۵میلیونه ماشومان له لویېدو پاتې شول او په ۲۰۱۵م کال کې ۵،۹ میلیونه ماشومان له زیږېدو وروسته په درېمه او څلورمه ورځ مړه شول. له دې ټولو پېښو سره سره د نړي نیږدې نیمه برخه خلک یعنې له ۳میلیاردو د زیاتو انسانانو ورځني عاید ۲،۵ډالره دي. دغه راز له ۱،۳میلیارده زیات خلک له ۱،۲۵ په کمو ډالرو ژوند کوي. او سمهال په نړۍ کې یو میلیارد ماشومان په فقر کې ژوند کوي. د یونیسف د راپور پر بنسټ هره ورځ ۲۲زره ماشومان د فقر له امله مري.

په نړۍ کې ۸۰۵ میلیونه انسانان د خوراک لپاره کافي خواړه او ۷۵۰ میلیونه نور د څښاک لپاره پاکې اوبه نه لري. په ۲۰۱۱م کال کې ۱۶۵میلیونه ماشومان د سخت فقر له کبله له لویېدو څخه پاتې شول. دغه راز هر کال ۲میلیونه ماشومان د پوښتورګو د ناروغۍ او پېچش له کبله مړه کېږي او دا هغه فقیر ماشومان دي چې د خپلې درملنې امکانات نه لري. د نړۍ څلورمه برخه ۱،۶میلیارده انسانان د برېښنا له نعمت څخه محروم دي.

د «اکسفام» د راپور پر بنسټ له فقر سره د مبارزې لپاره ۶۰ تریلیونه ډالرو ته اړتیا ده، چې د ۱۰۰میلیارده شتمنۍ له څلورمۍ برخې څخه هم کم کېږي. سربېره پر دې د بې‌کارۍ کچه هم لوړه ده. د کار نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ په ۲۰۱۷م کال کې د بې کاره خلکو شمېر ۱۹۲،۷میلیونه و. له شک پرته چې دا هغه ترخه حقیقتونه دي، چې د پانګوالۍ د چټل نظام د پلي کېدو له امله رامنځته شوي دي.

په حقیقت کې د پانګوالۍ نظام، غربي دولتونه او په سر کې یې امریکا فاسد دي او زموږ دغه ادعا د هغه ځای خلک هم تاییدوي. امریکایي مستند جوړوونکی «مایکل مور» وایي: د پانګوالۍ نظام یو فاسد نظام دی، د ترمیم قابلیت نه لري او باید له منځه لاړ شي.

پانګوالي یو کفري نظام دی او د امریکا جنایتونه هم بیخي له شمېر وتلي دي. هغه ځایونه چې امریکا د خپلو چټلو سیاستونو قرباني کړل: هېروشیما، ناګازاکي، منځنی ختیځ، عراق، افغانستان، سوریه، لیبیا، سومالیه او داسې نور. د امریکا د جنایتونو لېست اوږد دی، تل هغوی پر خلکو ظلم کوي او له ماشومان سره یې یو ځای وژني. «د ټولنې مسوول ډاکټران» د سازمان (داسې یو سازمان دی، چې د هسته یي جګړو د مخنیوي په اړه مبارزه کوي) پر بنسټ په عراق، افغانستان، یمن او پاکستان کې د امریکا د لومړنۍ ۱۲کلنې جګړې پر مهال ۱،۲ میلیونه انسانان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د استازي «ستیفان یوجاریک» د راپور پر بنسټ یوازې په ۲۰۱۶م کال کې ۸ زره ماشومان وژل شوي، له شک پرته دا یوازې هغه رسمي معلومات او شمېرې دي چې خپرې شوي، په حقیقت کې د وژل شوو شمېر له دې څخه هم زیات دی.

په وروستیو کلونو کې د نړیوال کېدو مسله راپورته شوه، چې په ټوله نړۍ کې قوي خلک پر کمزورو برلاسي کوي او دغه امر ته حتا یو ډول قانوني اجازه ورکړل شوې ده. د تجارت نړیوال سازمان په ګډون نړیوالو هوکړه لیکونو هم هغه تایید کړي دي. همدارنګه هڅه کوي چې د وسلې په زور یې ملاتړ وکړي، تر څو هېڅوک یې د له منځه وړلو توان ونه لري او سرغړونه ترې ونه کړي.

پوښتنه دا ده چې دا مبدأ تر دې مهاله څه ډول په قدرت کې پاتې شوې؟ یا په بل عبارت هغه څه و چې له دغې مبدأ سره یې مرسته کړې ده؟ هغه کومې وسیلې دي چې د پانګوالۍ دوام ته یې لار هواره کړې ده؟ دوام لري ...

لیکوال: محمد زیلعي (یمن)

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...

د نوي کولو او بیا جوړونې په نامه، د اسلام د تحریف لپاره د «ازهر» نړیوال کنفرانس!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د شیخ دوکتور احمدالطبیب ازهر  هغه دریځ ته ډېر نه تم کیږو، چې پکې یې د قاهرې پوهنتون رییس دوکتور خشت ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ. د نوموړي دغه دریځ چې د  امت د ډېرو هغو بچیانو خوښ شو چې تل د داسې ریښتینو خلکو پر دریځونو ویاړي. له ډېر وخت راهیسې دا ډول دریځونه ورک شوي دي. په ځانګړې توګه کله چې پر دغه موسسه (ازهر) حکومت خپل تسلط زیات کړ او دین یې له دوی او ژوند څخه لرې کړ. د ازهر شیخ د هغو کسانو پر ضد چې د بیا جوړونې او د دین نوي کولو شعارونه ورکوي او همدارنګه له ټرورېزم سره د مبارزې په اړه خپل ځواب وړاندې کړ. خو د کنفرانس – چې د دغه پیاوړي ځواب شاهد و - د پای اعلامیې د شیخ ټولې خبرې په اوبو لاهو کړې او ټولو لرې او نیږدې کسانو ته یې دا روښانه کړه چې د ازهر شیخ هم «خشت» ته ورته یو شخص دی. همدارنګه د هغه څه تر شا ولاړ دی چې اسلامي مفاهیم تحریفوي او د کافر غرب له معیارونو سره یې سموي.

د نوي کولو او بیا جوړونې مفهوم چې خشت مطرح کړ، دا دی: «د پلار پخوانی کور مې پرېږدم او ځانته یې په نوي کور بدلوم.» په حقیقت کې د دې خبرو مفهوم د شیخ وروستۍ خبرې ثابتې کړې. هغه موږ ته داسې یو نوی دین وړاندې کوي، چې کاملاً د غرب له مفاهیمو سره یو شان او هېڅ ډول محتوا پکې نشته. دغه راز پخوانی اسلام ـ چې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی ـ پرېږدي. هغه اسلام چې د کنفرانس وروستۍ خبرې یې وړاندې کوي، نه جهاد پکې شته، نه خلافت، نه د حکومت کولو نظام، نه شریعت او نه هم د دولت او امت یووالی. دغه ټول موارد به په لاندې کرښو کې په یو څه تفصیل تشریح کړو:

ازهر شریف د ۱۴۴۱هـ . ق کال د جمادی الثاني له ۲- ۳مې نېټې چې د ۲۰۲۰م د جنوري له ۲۷-۲۸مې سره سمون خوري د ازهر د کنفرانسونو په مرکز، نصر ښار کې، د «اسلامي فکر ته بیا کتنه» تر عنوان لاندې یو کنفرانس جوړ کړ. دا او پخواني کنفرانسونه له یوبل سره هېڅ توپیر نه لري. موخه یې د دیني خبرو اتر په اړه د سیسي د امر پلي کول دي چې واک ته د ده تر رسېدو او له خیال ترهګرۍ سره د جګړې له اعلان وروسته پیل شوي او خلک پرې بوخت ساتلي. سیسي ځان له اسلام او اسلامي احکامو سره د جګړې له لارې غرب ته تسلیم کړی دی. د ازهر په شان په نورو پورې تړلې موسسې چې ټول امرونه او دستورونه له نظام څخه اخلي، د خپل ملاتړ کوونکو له امر څخه سرغړونه نه شي کولی او نه هم د هغوی پر وړاندې ازاد فکر کولی شي. په حقیقت کې، د نظام دغه غوښتنه د امت د دښمنانو د ګټو لپاره شوې ده او تر شاه یې ناوړه موخې شته؛ خو تر ټولو لویه ستونزه او مصیبت دا دی چې په دغه کنفرانسونو کې د الله سبحانه وتعالی له دین سره لوبې کیږي، د الله تعالی کلام تحریفوي او له اسلام څخه یې محتوا باسي. دوی په دې باور دي، چې د الله تعالی له هغه دین پرته چې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی، بل دین هم شته او باید پیروي یې وکړو. دغه راز وایي هغه څه چې د نبووت، صحابه وو، تابعینو او تبع تابعینو د وخت لپاره وو د اوسمهال لپاره مناسب نه دي؛ دوی څومره بد حکم کوي!!!

له بل اړخه په اسلامي فکر کې د بیاجوړونې او نوي کولو مفهوم؛ اسلامي اوصولو ته د بیا ورګرځېدلو او د هغه څه په وسیله د انسان په ژوند کې د بیا راژوندي کولو  په مانا دی چې له منځه تللي وي. دغه راز د ټولو کږو او منحرف شوو شیانو د سمولو په مانا دی او همدارنګه له نویو پېښو سره مقابله او مبارزې ته وایي. د بیا جوړونې د عملیې په اړه د اسلام لیدلوری، د هغو تمدني نښو بیا جوړونه ده، چې پخوا رامنځته شوې وې او د هغوی پر وړاندې هېڅ ډول متجاوزانه او ترې د تېښتې اقدام نه و شوی. خو هغه څه چې د کنفرانس د وروستیو په اعلامیه کې وویل شول، له اسلامي مفهوم څخه لرې بیا جوړونه او نوي کول وو. موخه په غربي مفهوم نوي کولو او بیا جوړونه وه، دوی داسې شی رامنځته کول غواړي چې له اصل څخه یې لرې وي، انقلاب ته نوی مفهوم ورکوي او په دې ادعا چې د نوي کولو او احیا لپاره ثابت معیارونه نشته، د امت له تېر وخت څخه انکار کوي.

له شک پرته چې د دوی لپاره د حاکمیت مفهوم بې شمېره تعریفونه لري؛ په ځانګړي دول هغه چې دوی وغوښتل پر اسلامي ډلو د تور لګولو او د هغوی د تندلارو بللو له لارې له خپلې اصلي محتوا څخه تش کړي؛ دا کار یې یوازې د دې لپاره کاوه چې دغه ډلې حاکمیت یوازې د الله تعالی بولي، یعنې دغه ډلې وایي چې یوازې الله تعالی د قانون جوړونې او تشریح کولو حق لري. په دې معنا چې د دولت اساسي قانون او نورو قوانین باید له قرانکریم او نبوي احادیثو څخه رایستل شوي وي او دغه کار باید هغه علما تر سره کړي، چې د اجتهاد شرایط یې پوره کړي وي. د کنفرانس د وروستۍ اعلامیې موخه دا وه چې خلک وغولوي؛ په ځانګړې توګه کله یې چې وویل، د حاکمیت معنا ( خلکو ته د حکم د نسبت نه ورکول) ده؛ ګواکي اسلامي دولت یو الهي دولت دی او پریښتې حکومت پکې کوي! خو اسلامي دولت یو بشري دولت دی او په راس کې یې بشر وي؛ دا حاکمان او د راس کسان باید په هغه څه حکم وکړي چې الله تعالی رالېږلي دي؛ نو هغه احکام چې الله تعالی رالېږلي او د هغه چا تر منځ چې پر دغو احکامو حکم کوي توپیر شته. موږ د ازهر له شیخ څخه پوښتنه کوو:

سره له دې چې په خپلو خبرو کې دې پر دې اعتراف وکړ، چې د شرعي قواعدو پر بنسټ شرعي حکم د الله تعالی له حاکمیت سره په ټکر کې نه، بلکې یوه برخه یې ده؛ نو د دغه نظام کوم ځای د هغه په شان دی، چې ته یې اصلي پایه او ملاتړی یې؟ د شرعي قواعدو پر بنسټ حکم چېرته دی؟ او په اصلي معنا د الله سبحانه وتعالی حاکمیت چېرته دی؟ خو دا خبرې دې؛ (خلافت د حکومتولۍ یو ډول نظالم دی، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه پرې راضي شول، د دوی له وخت سره مناسب و او پر واسطه یې د دین او دنیا کارونه سم شول. همدارنګه ودې ویل چې په دې اړه په نصوصو او سنتو کې داسې حکم نشته چې جبري شي، بلکې په شریعت کې د حکومتولۍ هر ډول معاصر نظام چې عدل، برابري، ازادي، له هېواد څخه دفاع او د ټولو ښاریانو حقونه پکې خوندي وي، منو یې. همدارنګه ودې ویل د دولتونو دغه بڼې چې د دین له کوم ثابت اصل سره په ټکر کې نه وي، نو د عقایدو  او ملیتونو له اختلاف سره سره یې منو) د الله سبحانه وتعالی په دین کې له خلکو سره تر ټولو لوی فریب دی.  

زه دلته هغه نصوص نه راوړم، چې ستا خبرې ردوي، ځکه له شک پرته چې ته په هغو پوهېږې او ترې خبر یې. خو د ازهر هغه موقف چې په ریښتیا د علم او علماوو څراغ و، درته بیانوم. د ازهر لویو علماوو په ۱۹۲۵م کال کې د خلافت د سقوت په اړه یوه غونډه جوړه کړې وه. هغوی په دغه غونډه کې د خلافت دقیقه معنا واضح کړه او پرېکړه یې وکړه، چې خلافت باید وژغورل شي. دغه راز په دې اړه د څېړنې لپاره یې نړیوال کنفرانس جوړ شوی و، دغه کار د ازهر د شیخ، خضر حسین په وخت کې شوی و او دا ستا ښه په یاد دي. هغه خلافت چې هغه وخت یې د ازهر علماوو په اړه خبرې کولې داسې یو خلافت و، چې وجود یې فرض او د مسلمانانو د یووالي د رمز په توګه پېژندل کېده. د دې لپاره چې دا منصب فعال وي، نو خلیفه باید دینې او مدني نظامونه سره یوځای کړي. هغوی خلافت دا ډول تعریف کړ: د امت مصالحو او په امورو کې یې تدبیر ته په کتو، د دین پلي کولو او د ټولو خلکو ریاست ته خلافت ویل کیږي. امام، نائب صاحب شریعت در تطبیق دین و تنفیذ احکام آن و تدبیر امور دنیوی مردم بر اساس مقتضی و دیدگاه شریعت می‌باشد.) این‌است خلافت و این‌است آن‌چه که علمای سابق ازهر بیان نموده بودند. باید از شیخ ازهر بپرسیم که آیا نظام‌های سیکولاری پی‌درپی در سرزمین‌های اسلامی، امنیت و آرامش را برای مسلمانان به بار آورده‌اند؟ و آیا از خون و آبروی آن‌ها حفاظت نموده‌اند؟ و یا این‌که در ریختن خون آن‌ها رقابت نموده و بر بالای اجساد آن‌ها کرسی قدرت را قرار داده و بالای آن تکیه زده‌اند تا انواع ذلت و بدبختی را به آن‌ها بچشانند و آن‌ها و ثروت‌های‌شان را به دشمن فرومایه‌ای‌که مدت‌ها می‌شود در انتظار این روزها بود تسلیم نمایند، دشمنی‌که بر علیه آن‌ها جنگ صلیبی را به راه انداخت و تا زمانی‌که به خلافت آن‌ها پایان نداد، سرزمین‌های آن‌ها را اشغال ننمود، وحدت آن‌ها را توسط تفرقه‌ای به نام دولت‌ها از بین نبرد، پایان این جنگ را اعلان نکرد و هرگز آرام ننشسته و دست روی دست نگذاشت، هیچ آبرویی را حفظ نکرد و هیچ سرزمینی را آرام نگذاشت. امام، د شریعت پر بنسټ د خلکو د دنیوي امورو ترتیبونکی او د شریعت تطبیق کوونکی او همدارنګه د احکامو تنفیذوونکی دی. خلافت دا ډول دی او دا هغه څه دي چې د ازهر پخوانیو علماوو ویلي دي. له شیخ ازهر څخه باید وپوښتو، چې ایا په اسلامي هېوادونو کې پر له پسې سیکولریستي نظامونو خلکو ته امنیت او ارامتیا رامنځته کړې ده؟ ایا د هغوی وینه او عزت یې ساتلي دي؟ که یې د هغوی په وینه توینه کې سیالي کړې او که د هغوی د جسدونو پر سر یې د قدرت چوکۍ ایښي، تر څو هغوی په بېلا بېلو بڼو وځوروي. دغه راز دوی او شتمنۍ یې هغه دښمن ته وسپاري چې له ډېره وخته دغې ورځې ته په تمه و. هغه دښمن چې د امت پر وړاندې یې صلیبي جګړې رامنځته کړې، تر څو یې چې د امت خاورې نه وې نیولې او یووالی یې د دولتونو په وسیله له منځه یونوړ، د دغو جګړو پای یې اعلان نه کړ. دغه راز هېڅکله ارام کېنناستل، هېڅ هېڅ ډول ابرو یې ونه ساتله او هېڅ خاوره یې ارامه پرېنښوده.

خو دغه خبرې مو: (په اسلام کې جهاد له قتال سره مترادف نه دی او هغه قتال چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه وو تر سره کړ، د جهاد له ډولونو یو ډول و. دغه راز قتال یوازې د مسلمانانو پر وړاندې د متجاوزینو د تجاوز په مقابل کې تر سره کیږي.) په حقیقت کې دا هغه څه دي چې غرب یې له تا څخه غواړي او دا چې دې مفکورې ته مو په تعلیمي برنامو کې ځای ورکړئ او که وکولی شي له قرانکریم څخه به مو د جهاد د ایتونو لرې کولو ته هم اړ کړي او په تاسو کې شک هم نشته چې دا کار به ونه کړئ. ځکه زموږ په خاورو کې تاسو ته ورته مزدوران او د غرب له فرهنګ څخه اغېزمنو دا کارونه کړي دي. غرب د خپل نظام او ګټو پر وړاندې د جهاد د مفکورې خطر ویني. ځکه خو هڅه کوي، چې د مسلمانانو له ماغزو څخه دغه مفکوره وباسي؛ سره له دې چې دوی تل د مسلمانانو پر ضد جنګیږي او هغوی په خپلو خاورو کې مهاجر کوي. دغه راز هېڅکله یې دا نه دي ویلي، چې جنګ زموږ په دین کې له وطن څخه د دفاع په خاطر دی، خو تاسو دا ادعا کوئ.

موږ دلته داسې یوې مناقشې ته نه ننوځو چې دا درواغ رد کړو چې ګواکي جهاد یوازې له وطن څخه د دفاع په خاطر روا شوی. ځکه دا نظریه له اسلام سره د بېګانه وو د نظریې یوځای کېدل دي او د امت د متقدمینو علماوو له ډلې یوه هم اعتراف نه دی پرې کړی. دا چټلې نظریې د اسلامي خاورې د هېوادونو پر وړاندې د غرب د دوو وروستیو پېړیو د فکري او فرهنګي جګړې له کبله رامنځته شوې دي. موږ ښاغلي شیخ ته وایو: که په اسلام کې د قتلونو لامل تجاوز وي، لکه ته چې وایې، نو ولې له هغو کسانو چې واک پرې لرې، نه غواړې چې پر فلسطین د یهودو له برید او د مسجد الاقصی د پاکولو لپاره جهاد اعلان کړي!؟ ته هغوی غیر متجاوز او حقدار بولې یا یې د ګاونډیتوب په خاطر خپل دوستان ګڼې او یا هم هغه څه چې پر فلسطینیانو تیریږي په مصر پورې اړه نه لري!؟ ایا پر عراق او شام د امریکا بریدونه او دښمني د ځواب وړ نه دي!؟ او که تاسو هغه ماشومان، ښځې او سپین ږیري نه وینئ چې د امریکا او ملګرو لخوا یې وژل کېږي!؟

له شک پرته، جهاد لکه څنګه چې معتبرو فقهاوو تعریف کړی، عبارت دی له: د جګړې لپاره هڅه او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې په مستقیمه توګه مبارزه. یا هم په خپل مال د لښکر د ځواک زیاتول، مشوره ورکول او داسې نورې اړتیاوې یې  پوره کول. نو د کلمة الله د ساتنې لپار جګړه کول، جهاد دی او حکم یې په پیلولو کې فرض کفایي او د برید پر مهال فرض عین دی. د جهاد په پیل کې د هغه د فرض کفایي مانا دا ده، چې لومړی موږ له دښمن سره جګړه پیل کړو؛ که څه هم دښمن جګړه نه وي پیل کړې. همدارنګه که چېرې په یوه وخت کې هېڅوک جګړه پیل نه کړي، نو هېڅ مسلمان به یې په ترک سره نه ګنهکاریږي.

دغه راز د جهاد دلایل عام او مطلق دي، چې دفاعي جګړه او د دښمن له خوا د جکړې پیل، محدوده جګړه، نا محدوده جګړه او داسې نورې ټولې رانغاړي. دا دلایل له دښمن سره د هر ډول جګړې او قتال ټول ډولونه عمومي او مطلق رانغاړي. دا دلایل دفاعي جګړې ته ځانګړي کول او یا یې ورته مقید کول، چې جګړه باید دفاعي وي، نه هجومي او داسې چې ټول ګډون پکې وکړي، نص ته اړتیا لري، چې هغه ورته ځانګړي او یا یې ورته مقید کړي. خو تاسو د کنفرانس په ورستۍ اعلامیه کې له نص پرته ورته ځانکړي کړل. په قرانکریم او سنتو کې هېڅ داسې نص نه دی راغلی، چې هغه ځانګړی او یا مقید کړي. دغه دلایل یې په خپل عمومیت کې پاتې کیږي، چې له دښمن سره هر ډول جګړه پکې شاملیږي.

نن ورځ اسلامي امت دولت نه لري، چې د اسلامي دولت تر ولکې لاندې خاوره کې اسلام پلی کړي او د دعوت او جهاد له لارې یې هغو سیمو ته ولېږدوي چې د اسلامي دولت تر حاکمیت لاندې نه دي. کله یې چې په ۱۹۲۴م کال کې خلافت له منځه یوړل شو، نو ښکېلاکګرو کفارو یې پر ځای کوچني او کمزوري دولتونه ځای پر ځای کړل. جهاد ودرېد او مسلمانان له دې لارې د اسلامي دعوت په لېږد ونه توانېدل. ان له اسلامي خاورو څخه د اشغالګرو د شړلو او له امت څخه د دفاع لپاره هم جهاد نه و. همدارنګه اوسنیو حاکمو دولتونه هم لاس ترې واخیست، ځکه چې دغو دولتونو ته امریکا امر کړی، چې د دوی امر به مني او سر به ورته ټیټوي. ښکاره بېلګه یې د هند له خوا کشمیر نیول دي، ایا پاکستان یې د ازادولو لپاره د جهاد اعلان کړی!؟

دغه راز امریکا عراق ونیو، ایا د دغو کمزورو دولتونو له ډلې کوم یوه یې د ازادولو لپاره جهاد اعلان کړ!؟ فلسطین تر اوسه د یهودو له خوا اشغال دی او د مسلمانانو حکامو یهودو ته په غنیمت کې ورکړی، تر څو یې په غرب کې بادار ترې راضي شي. د فلسطین قضیه یې یو څو کسانو او ډلو ته پرېښې ده او دغه ډلې په هېڅ صورت د دښمن د اېستلو او د هغوی پر وړاندې د درېدلو توان نه لري؛ ځکه امکانات یې کم دي او توانایي یې محدوده ده. همداراز دغه سست دولتونه پر دغو ډلو خپل تسلط ساتي او په وسلو ورکولو سره له خپل کار څخه سترګې پټوي. نو اوسمهال بریدګر او دفاعي دواړه ډوله جهاد نشته او عملاً د خلافت دولت ته اړتیا ده، څو یې په واقعي بڼه رامنځته کړي. د دې دولت د رامنخټه کېدو لپاره، د رسول الله صلی الله علیه وسلم منهج (لارې) او هر اړخیزو هڅو ته اړتیا ده. لکه څنګه یې چې تاسیس په فکري او سیاسي مبارزې او طلب النصره باندې ثابت شوی دی.

اسلام د غرب له ټولو غلامانو او هغو شیطانانو څخه پیاوړی دی چې په څنګ کې یې ولاړ دي؛ د دوی دسیسې به هېڅکله د اسلام عظمت ټیټ نه کړي، سره له دې چې له ډېر وخت راهیسې دغه غلامان پر مسلمه امت واکمن دي؛ داسې کسان هم شته چې د امت د تعلیمي برنامو د تحریف لپاره یې شپې سبا کړي او د امت د ګمراه کولو او هویت له منځه وړلو لپاره هڅې کوي. دغه راز میلیونونه ډالر یې ولګول، تر څو د الله سبحانه وتعالی د دین د حاکمیت او پراخېدو مخه ونیسي. خو دا هیلې یې لاهم په زړنو کې پاتې دي. د الله تعالی په توکل به په نیږدې راتلونکې کې ماتې وخوري. کله چې امت د خپلو چارو په لاس کې اخیستلو ته تیار شي او اسلام ته یې خپل ځای ورکړي -یعنې پلی یې کړي -او دې کار ته اراده وکړي، نو هغه وخت به د هغوی او هغو کسانو چې ملاتړ یې کوي، فرېبونه او دسیسې له خاورو سره خاورې شي.

‏﴿وَٱلَّذِينَ يَمكُرُونَ ٱلسَّيِّ‍َٔاتِ لَهُم عَذَابٞ شَدِيدٞ وَمَكرُ أُوْلَٰٓئِكَ هُوَ يَبُورُ﴾

[فاطر: ۱۰]

ژباړه: «هغه کسان چې ناوړه دسیسې جوړوي، سخت عذاب به وویني او دسیسې یې پخپله له منځه تلونکې دي.»

له شک پرته چې راتلونکی به د دې لوی دین وي او دا دین به په یوازې ځان د هغو مظلومانو ډال وګرځي، چې د پانګوالۍ حریص نظام پرې مسلط دی. دوی دغه مظلومان د خپل نظام ډال ګرځولي، هغه نظام چې انسانان لکه غنم دل کوي. خو که د الله سبحانه و تعالی خوښه وه دغه ورځې به ډېر کم دوام وکړي او ډېر ژر به د نبووت پر منهج د راشده خلافت لمر سر راپورته کړي، تر څو هغه دونیا چې ظلم او تیارو لاندې کړې، بېرته د عدالت په وسیله روښانه کړي. له شک پرته چې دا ورځ ډېره رانیږدې شوې ده.

لیکوال:  حامد عبدالعزیز

د حزب التریر ـ ولایه مصر د مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...

نړیوال انلاین کنفرانس؛ «بیجېنګ + ۲۵: ایا د جنډر مساواتو نقاب لوېدلی؟» د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې لخوا نیول کېږي Featured

د ۲۰۲۰ ز کال د اپرېل پر څلورمه د حزب التحریر په مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه په پام کې لري چې د «بیجېنګ + ۲۵: ایا د جنډر مساواتو نقاب لوېدلی؟» تر عنوان لاندې یو نړیوال انلاین کنفرانس ترسره کړي. په دغه کنفرانس کې به د فلسطین، ترکیې، اندونیزیا، تونس، اسټرالیا، لبنان او د انګلستان څخه د حزب التحریر  ښځینه غړي خبرې وکړي او په انګلیسي، ترکي، عربي او اندونیزیایي ژبو به نړیوالو لیدونکو ته خپرې شي. دغه کنفرانس د هغه دری اونیز نړیوال کمپاین پایله ده چې د پراخه نړیوال ملاتړ څخه برخمن و.

۲۰۲۰ز کال، د بیجېنګ د اعلامیې او د عمل دريځ  ۲۵مه کلیزه ده، چې د یو هر اړخیز سند په توګه د ملګرو ملتونو لخوا  د ښځو په اړه په څلورم نړیوال کنفرانس کې چې د ۱۹۹۵ز کال د سپټمبر په میاشت کې  د چین په بیجېنګ ښار کې ترسره شوی و، رامنځته شوه. دغه طرحه په نړیواله کچه د ښځو او نجونو د ځواکمنتیا لپاره د یوې غوره لارې په توګه وستایل شوه. د دې طرحې موخه دا وه چې په نړیواله کچه د «جنډر د مساوات» له لارې د ژوند په ټولو اړخونو کې د ښځو په حقونو او د دوی په ژوند کې ښه والی راولي. دغه طرحه د اسلامي نړۍ د اکثریت هېوادونو په شمول د ۱۸۹ هېوادونو لخوا تصویب شوه او ژمنه یې وکړه چې دغه طرحه به په خپلو هېوادونو کې پلې کوي. د تېرو څو لسیزو را پدېخوا د دې طرحې له لارې د «جنډر مساوات) مفهوم او په نړیواله کچه په دغه برخه کې د ډېرو نورو تفاهم لیکونو شتون په ټولو هېوادونو کې پراخه وده کړې او نه یوازې دا چې د ښځو په تړاو د ډېرو ملي پالیسیو او قوانینو اساس جوړ شوی، بلکې تر ډېره حده د اسلام د ټولینزو  او د کورني ژوند پورې تړلو احکامو د له منځه تللو سبب شوی دی. په نړیواله کچه د جنډر د مساوات له لارې د ښځو د پیاوړتیا او پرمختګ موخې د بیجېنګ له دې طرحې او اقدام ۲۵ کاله وروسته هم نه  مسلمانو ښځو او نه هم د نورې نړۍ ښځو ترلاسه کړې دي. حقیقت دا دی چې په ډېرو هېوادونو کې ښځې د تاوتریخوالي، بېوزلۍ، ناامنۍ، استثمار، جنسي قاچاق او ظلم سره مخ دي، د دې ترڅنګ زده کړو او روغتیایي اسانتیاوو ته نه لاسرسی د دوی لپاره یوه بله لویه ننګونه ده.

د جنډر د مساوي کولو هڅې ښځې د نورو فشارونو او کړاوونو سره مخ کوي، دوی اړ باسي چې کار وکړي او خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړي. سربېره پردې د جنډر مساوات د ښځې او مېړه ترمنځ د ستونزو د راپورته کېدلو سبب کېږي؛ ځکه جنډر د مور په حیث د مېرمنې مسوولیت له پامه غورځوي او ښځې د خپلو ماشومانو د حقونو په اړه بې پروا کوي.

دغه مهم کنفرانس به د جنډر مساواتو له لارې د ښځو د حقونو، هوساینې او د ملتونو د پرمختګ دروغجنې ادعاوې او حقیقتونه روښانه کړي. دغه کنفرانس به نه یوازې دا چې د ښځو د ژوند په ښه والي کې د جنډر مساواتو او پالیسیو د ناکامۍ دلایل څرګند کړي، بلکې د دې ترڅنګ به د ښځو د ستونزو اصلي ایډیالوژیک علتونه په ډاګه کړي. په دغه کنفرانس کې به په پراخه کچه د جنډر مساواتو او فیمینېزم موخې ته اشاره وشي او د مسلمانانو په خاوره کې د اسلامي ټولنیز او د کورنۍ د قوانینو د اصلاح او لغوه کولو په موخه به د بیجېنګ د اعلامیې او د ښځو د حقوقو په نامه د نورو نړیوالو تړونونو موخې او اجنډاوې افشا شي. د دې ترڅنګ به په سیمه کې د سېکولر دولتونو له هغو کړنو پرده پورته شي چې د دې طرحې د بشپړولو په ملاتړ ترسره کېږي او د ښځو، کورنۍ او ټولنې اړیکې زیانمنوي. په دغه کنفرانس کې به د دې اعلامیې په زیانونو او په ستراتېژیکو موخو لکه، زده کړه او د ښځو روزنه، ښځې او اقتصاد، ښځې او په وسله واله جګړه کې نیمګړتیاوې او ماتې روښانه کړي. ترټولو مهمه دا چې دغه کنفرانس به  په دغه اړه د اسلام او د نبوت د منهج پر بنسټ رامنځته شوی د هغې سیاسي سیستم «خلافت» د مفصلو اصولو یوه ځانګړې هر اړخیزه طرحه وړاندې کړي. دا طرحه په ټولنه کې د ښځو د رول او دریځ د لوړولو مفصل اصول، قوانین او ځانګړي هر اړخیز سیستمونه لري. دغه طرحه د ښځو حقوق خوندي کوي، له زیان څخه یې ژغوري او د دوی د ژوند د معیارونو لکه، په لوړ کیفیت سره زده کړې، روغتیایي پاملرنې او اسانتیاوو ته لاسرسی او په دولت کې د ریښتني پرمختګ د تر لاسه کولو تضمین کړي.

دغه کنفرانس به د ۲۰۲۰ ز کال د مارچ په څلورمه مه د  شنبې په ورځ د مدینې په وخت د سهار په ۱۱ بجو او د انګلستان په وخت سهار ۹ بجې پیل شي.

د کمپاین صفحه: http://www.hizb-ut-tahrir.info/en/index.php/hizbuttahrir/19097.html     

د فېسبوک صفحه:  www.facebook.com/WomenandShariah2

د کنفرانس د خپرېدلو لېنک:  https://youtu.be/2AU5-7j_ufI

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو د څانګې رییسه

 

 

د مطلب ادامه...

د مصیبت په وخت کې باید پر الله سبحانه وتعالی تکیه وکړو، د هغه رحمت وغواړو او الله سبحانه وتعالی ته تسلیم شو

(ژباړه)

بنګلدېش هم د کرونا ویروس له خپرېدلو خوندي نه دي، څو کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي او د خلکو ورځنی ژوند یې له ستونزو او اندېښنو څخه ډک کړی دی. روغتیایي کارپوهان او باخبره ښاریان د دولت پر بې پروایۍ سخت په غوصه دي، ځکه دوی ویني چې دولت د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره هیڅ اړین ګامونه نه دي پورته کړي. کله چې دغه ویروس د ۲۰۱۹ م کال د دسمبر په میاشت د لومړي ځل لپاره د چین په ووهان ښار کې و پېژندل شو نو دولت له دوه میاشتو ډېر وخت درلود چې د ویروس د خپرېدلو د مخنیوي لپاره تدابیر ونیسي، خو دغه فاسد دولت ددې برعکس د مجیب د کلیزې پر لمانځلو بوخت وو. دا په داسې حال کې ده چې خلک د کرونا له ساري (چټکې خپرېدونکې) ناروغۍ سره مخ دي.کم روغتیایي امکانات، د روغتیایي کارکوونکو د محافظوي وسایلو کمښت، د ازمایښتي کېټونو نه شتون، او د تماس نیولو او راپور ورکولو د غیر اغېزمن میکانېزم د شتون سره سره دولت اوس هم خپل ځان په سیاسي لوبو کې بوخت ساتلی. دولت ددې په خاطر چې خپله ماته د خلکو له سترګو څخه پټه وساتي نو پر دغه ویروس د اخته شوو او وژل شوو کسانو د تعداد د پټ ساتلو په موخه له زور څخه کار اخلي. د ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د دولت کمزورۍ او بې پروایۍ ته پرکتلو سره حزب التحریر-ولایه بنګلدېش خپل خلک لاندې مخلصانه لارښوونو او مشورو ته متوجې کوي.

اول: دا ډول ستونزمن حالات باید موږ له ډېرې وېرې او وحشت سره مخ نه کړي، بلکې باید اېمان ولرو چې د دغې ناروغۍ خپرېدل د الله سبحانه وتعالی له لوري دي، دا پر موږ باندې د الله سبحانه وتعالی یو امتحان دی چې پر وړاندې یې باید صبر غوره کړو. الله سبحانه وتعالی ته رجوع وکړو، لکه څنګه چې رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

﴿عَجَبًا لِأَمْرِ الْمُؤْمِنِ إِنَّ أَمْرَهُ كُلَّهُ خَيْرٌ، وَلَيْسَ ذَاكَ لِأَحَدٍ إِلَّا لِلْمُؤْمِنِ، إِنْ أَصَابَتْهُ سَرَّاءُ شَكَرَ فَكَانَ خَيْرًا لَهُ، وَإِنْ أَصَابَتْهُ ضَرَّاءُ صَبَرَ فَكَانَ خَيْرًا لَهُ

ژباړه: د مومن چاره څومره عجیبه ده، ټولې چارې یې ورته خیر دي او دا د بل چا لپاره نه دي؛ مګر د مومن لپاره، که هغه ته نعمت ورسېږي شکر ادا کوي او دغه شکر د هغه لپاره خیر دي او که مصیبت ورته ورسېږي، نو صبر کوي او دا صبر هم ورته خیر دی.

(مسلم)

د دغې ویروس خپرېدل د غرب په ګډون د نړۍ ټولو انسانانو ته دا وریادوي چې موږ د دومره اقتصادي، روغتیایي، او تکنالوژیکي پرمختګ سره سره د الله سبحانه وتعالی پروړاندې څومره کمزوري یو، ځکه خو باید د الله سبحانه وتعالی لوري ته نیژدې شو او د خپلو ناوړه اعمالو په خاطر له هغه بخښنه وغواړو او ځانونه د هغې قضا ته تسلیم کړو.

دویم: موږ باید د کفارو او مشرکینو په څېر ونه اوسو او له احتکاره ځان وساتو تر څو د لومړنیو غذایي توکو له کمښت سره مخ نه شو. یوازې د خپل ځان په غم کې باید ونه اوسو، بلکې نورو خلکو ته باید لاس ورکړو او د دوی پر وړاندې خپل مسولیت ادا کړو. دا باید هېر نه کړو چې موږ مسلمانان یو، لکه څرنګه چې الله سبحانه وتعالی موږ د بشریت له منځه بهترین امت بللي یو:

﴿وَ كَذَٰلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا﴾

[بقره: ١٤٣]

ژباړه:  او په همدې ډول موږ یو امت وسط (غوره امت) ګرځولي یاست چې تاسو پر خلکو شاهدان او رسول الله صلی علیه وسلم پر تاسو شاهد اوسي. [بقره:۱۴۳]

 دریم: موږ باید پر الله سبحانه وتعالی باور وکړو او صبر ولرو؛ نه دا چې د وېرې او وحشت لار غوره کړو. موږ باید دا هېر نه کړو چې اځل، مرګ او رزق د الله سبحانه وتعالی له لوري دي، لکه چې فرمایي:

﴿وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تَمُوتَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ كِتَابًا مُّؤَجَّلًا﴾

[آل‌عمران: ١٤٥]

ژباړه: هېڅ ساکښ د الله سبحانه وتعالی د حکم څخه پرته مړ کېدای نه شي او د مرګ نېټه لیکل شوې ده. [عمران:۱۴۵]

﴿وَمَا مِن دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ﴾

[هود: ١١]

ژباړه: په ځمکه کې هېڅ داسې خوځنده ساکښ نه شته، چې د هغه روزي د الله سبحانه وتعالی پر غاړه نه وي او د هغه په اړه ونه پوهېږي چې هغه چېرې اوسېږي او چېرې لېږدول کېږي هرڅه په یو معلوم دفتر «لوح محفوظ» کې ثبت شوي دي. [هود: ۶]

 همدارنګه الله سبحانه‌وتعالی فرمایي:

﴿قُل لَّن يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَانَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ﴾

ژباړه: دوی ته ووایه چې موږ ته هېڅکله څه ضرر یا ښېګڼه نه رسېږي. مګر هغه چې الله سبحانه وتعالی راته لیکلي دي، همغه الله سبحانه وتعالی زموږ مولا دی او مومنان باید په همغه توکل وکړي. [توبه:۵۱]

﴿إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ﴾

ژباړه: بېشکه ، الله سبحانه وتعالی پخپله روزي ورکوونکی دی، د ډېر قوت خاوند او زورور دی. [ذریات:۵۸]

 څلورم: د راپورونو له مخې د بنګلدېش په ځینو سیمو کې کرونا خپره شوې ده، موږ باید د دغو سیمو څخه د لېدلو په وخت کې پوره احتیاط وکړو او که په یوه سیمه کې د ویروس خپرېدل پیل شي نو د یو شرعي مکلفیت پر توګه باید هغو سیمو ته لاړ نه شو، لکه څنګه چې په بخاري کې راغلي دي.

رسول الله صلی علیه وسلم فرمایي:

«الطَّاعُونُ رِجْزٌ أُرْسِلَ عَلَى طَائِفَةٍ مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَوْ عَلَى مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ فَإِذَا سَمِعْتُمْ بِهِ بِأَرْضٍ فَلَا تَدْخُلُوا عَلَيْهِ وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَخْرُجُوا فِرَارًا مِنْهُ»

ژباړه: طاعون هغه رنځ یا عذاب دی چې پر بني اسرایلو او  له تاسو مخکې کسانو باندې نازېلېده، نو که خبر شوئ چې په کومه سیمه کې طاعون لګېدلی هغې ته مه داخېلېږئ او که چېرته ستاسو په سیمه کې ولګېد نو له هغه ځایه مه تښتئ.

او الله سبحانه وتعالی همدارنګه فرمایلي دي:

﴿ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ﴾

ژباړه: په وچه او لمده کې د خلکو د لاسونو په عملونو سره فساد ښکاره شوی دی، نو الله سبحانه وتعالی پر دوی باندې د هغو عملونو د سزا خوند څکي چې دوی ترسره کړي دي، ښایي چې دوی الله سبحانه وتعالی ته رجوع وکړي.

[روم:۴۱]

له هغې ورځې وروسته چې موږ خپل سپر «خلافت» له لاسه ورکړ نو د جابرو بشري نظامونو تر ظلم لاندې راغلي یو او د الله سبحانه وتعالی رحمت مو له لاسه ورکړی. د دغو بشري نظامونو تر چتر لاندې نه یوازې داچې د سختو شکنجو سره مخ یو بلکې ددې ترڅنګ د دردونکو مصیبتونو لړۍ یو پر بل پسې زموږ شا نیولې ده. په همدې خاطر باید موږ د نبوت پر منهج د اسلامي خلافت د تاسیس په موخه خپلې ټولې هڅې ترسره کړو ترڅو په ځمکه کې پر امت باندې د درحمت نیالګي وکرو. رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

«السُّلْطَانُ ظِلُّ اللَّهِ فِي الْأَرْضِ»

ژباړه: پاچا (خلیفه ) په ځمکه کې د الله سبحانه وتعالی د رحمت سیوری دی.

(الدار قطنی)

د خلافت په دولت کې به روغتیا ته د پاملرنې د پالیسۍ پر اساس د ټولو لابراتورونو، علمي او تحقیقاتي ازمایښتونو دروازه د ګټې په موخه نه بلکې د امت د روغتیایي ستونزو د حل په موخه د ټولو ښاریانو پر مخ پرانیستې وي. هو همدا د دولت مکلفیت دی چې د خلکو، عامه اړتیاوو او په ځانګړي ډول د روغتیایي چارو تنظیم ترسره کړي. «د ټولنې ټول وګړي حق لري چې په ژوند کې د ټولو روغتیایي چارو د تنظیم په موخه علمي لابراتوارونه رامنځته کړي او همدارنګه دا د دولت دنده هم ده چې ورته لابراتوارونه جوړ کړي.» [د حزب التحریر د دولت (خلافت) اساسي قانون یوه برخه]

 په خصوصي سکتور کې د کرونا ویوس د ازمایښتي کېټونو د توانایۍ ابتکار او په ارزانه بیه د ضد عفوني موادو تولید... او داسې نور دا په ګوته کوي چې د بنګلدېش خلک د ډېر لوړ استعداد او وړتیا درلودونکي دي او یوازې د نبوت پر منهج خلافت کولی شي چې له دغو تجروبو څخه په صحیح ډول ګټه واخلي او ټول بشریت ته د یو هر اړخیز روغتیایي سېستم د شتون څخه د الله سبحانه وتعالی د رحمت په توګه ډاډ ورکړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَىٰ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ وَلَٰكِن كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ﴾

ژباړه: که د سیمو خلکو اېمان راوړی وی او  د پرهېز کارۍ لاره یې غوړه کړې وی، نو موږ به پر هغوی د اسمان او ځمکې د برکتونو دروازې پرانیستې وی. خو هغوی د درواغو نسبت وکړ ، ځکه موږ هغوی د هغې ناوړه ګټې په حساب کې ونیول چې دوی راغونډوله.

[اعراف:۹۶]

د حزب‌التحریر– ولایه بنگلادیش مطبوعاتی فتر 

 

د مطلب ادامه...

کرونا د غربي سیاستوالو له څېرو پرده پورته کړه!

  • خپور شوی په سیاسي

 کویډ ۱۹ ناروغي، چې د کرونا وېروس د خپرېدو په ترڅ کې د انسان بدن ته دننه کېږي، د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۰ م کال د جنوري پر ۴مه د چین ووهان ښار په نښه کړ. دغه وېروس په چټکۍ د نړۍ په ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شو او تر نیم میلیون ډېر کسان پرې اخته شول.

د یاد وېروس د لېږد سرعت او د مړینې کچې د نړۍ ټول ملتونه لړزولي دي. تر دې چې ځینو دولتونو خپلې پولې وتړلې، ښارونه یې قرنطین کړل، هوایي او ځمکني سفرونه یې بند کړل. لنډه دا چې میلیاردونه انسانان په کورونو کې بندیان شول. دغه ویروس د پانګوالۍ نظام ته ستر ټکان ورکړ. له دې سره سره چې دا ویروس به اوسني نظام ته کومې ګواښوونکې پایلې ولري، د خکلو پر وړاندې یې د پانګوالو له څېرو په ښه توګه پرده پورته کړه. هغه دولتونه چې اوس د کورونا په اور کې سوځي، وړاندې یې هڅه وکړه چې خپل خلک ترې بې خبره وساتي، څو د هغوی تولیدي کمپنۍ او سوداګریز بازارونه بند نه شي؛ خو ورځ تر بلې کرونا وېروس خلک له لویې غمیزې سره مخ کړل. په داسې بڼه چې هره ورځ د سلګونو انسانانو ژوند اخلي. راپورونه څرګندوي چې د چین چارواکي د ۲۰۱۹ م کال د ډېسمبر له میاشتې وړاندې د دې وژونکې ناروغۍ پر واقعیت ښه خبر و، خو د چین او نړۍ خلک یې پر دغه واقعیت نه خبرول. د ۲۰۱۹ م کال تر وروستیو او پر دغه وېروس د ډېر شمېر  کسانو تر اخته کېدو وروسته د یادې ناروغۍ پر شتون اعتراف وکړ. هغه وخت د «شانګ وي وانګ» په نوم یو چیني ـ امریکایي خبریال وویل، چینایي چارواکو په ووهان کې د سمندري خوراکي توکو بازار د جنوري تر میاشتې رخصت کړ.

کله چې رسنیو پر دغه وېروس د اخته کسانو شمېر پیدا کړ، دولت د دې ناروغۍ پر شتون اعتراف کولو ته اړ شو، خو هغه وخت خبره تر خبرې تېره وه. د دغه ویروس په اړه څېړنې ښيي چې د ماشومانو او ځوانانو په پرتله د ډېر عمر کسانو ته زیات ګواښ پېښولی شي. نو پر همدغه اساس که غربي هېوادونو ته په سطحي نظر هم وګورو، دې پایلې ته رسېږو، چې هلته ډېری رهبران، سیاستوال، پوهان او پانګوال د ډېر عمر دي، عمرونه یې تر ۶۰ کلنۍ اوړي. د دغه وېروس پر وړاندې د مبارزې چیغې او شورماشور ځکه نړۍ په سر اخیستې، چې تر ډېره همدغه عمر خوړلي کسان د کرونا وېروس له ګواښ سره مخ دي. که د نړۍ حالت همداسې روان وي، انشاء الله چې ډېر ژر به ټوله نړۍ، په نړیواله کچه د پانګوالۍ نظام د نسکورېدو شاهده وي. په هغه صورت کې به د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ژمنې سره سم اسلامي نظام د بدیل په توګه ځای پر ځای شي.  

پر دې اساس له کرونا وېروس سره د غرب مبارزه او مخنیوی د پانګوالي نظام ساتل دي، نه انسانان. څنګه چې د «پایننشیل ټایمز» د راپور پر اساس، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ۲۰۲۰ م کال د مارچ پر ۲۷مه د امریکا د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د ۲.۲ تریلیونه ډالرو په ارزښت د مرستو لایحه لاسلیک کړه. د کرونا وېروس خپرېدو له امله د سترو شرکتونو او نړیوالې سوداګرۍ په ټپه درېدل د پانګوالي نظام سیسټم سخت اغېزمن کړی دی. همدا سرچینه راپور ورکوي، چې د امریکا ډېری ښارونه اوسمهال قرنطین دي او تېره اونۍ درې میلیونه امریکایانو شکایتونه کړي وو، چې هغوی د رخصتیو په وخت کې خپل معاشونه او امتیازات نه دي اخیستي. تر دې چې د تکزاس ایالت والي دڼ پټریک له فاکس نیوز خبري چینل سره په خبرو کې وویل: «د دې پر ځای چې کویډ ۱۹ د امریکا اقتصاد نسکور کړي، غوره دا ده چې ډېر عمره خلک نور مړه شي.»

په غرب کې دا ډول څرګندونې د لویې غمیزې نندارې ته اېښودل دي، چې اصلاً د سیاستوالو، پانګوالو او د اوسني نظام رهبرانو ته د انسانانو ژوند هېڅ ارزښت نه لري. ځکه هغوی ته د پانګوالي نظام د موټر تر ګرځېدو،د لویو کمپنیو تر ودې او د عوایدو له ډېرېدو پرته بل څه ارزښت نه لري. خپلو موخو او پلانونو ته د رسېدو لپاره له عامو خلکو د سیاسي ابزارو په توګه ګټه اخلي. دا په داسې حال کې ده چې اسلام د پانګوالۍ نظام سرچپه په داسې بیړنیو حالاتو کې له انسانانو سره بشپړ بېل چلند کوي. اسلام په هېڅ ډول هغه ګواښ چې انسانانو ته متوجې وي، نه یوازې دا چې هغه نه پټوي، بلکې د داسې ناروغۍ او ګواښ پر وړاندې د انسانانو ساتنه کوي؛ ځکه اسلام له انسانانو سره انساني تعامل کوي. که اسلامي دولت وای، دغه وېروس وړاندې تر دې چې په ټوله نړۍ کې خپور شي، هغه یې هملته خنثا کاوه او دغه امر یې هغې سیمې ته په نه سفر او د هغې سیمې په پرېښودو سره تنظیماوه. څنګه چې د اسلامي دولت لومړیتوب د مسلمانانو د وینې ساتنه او د بشر د ژوند ژغورل دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(وَ مَنٌ أَحٌیَاهَا فَکَأنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِیعًا)
«سوره المائده: آیه ۳۲»
ژباړه: څوک چې یو انسان له مرګه وژغوري، داسې مانا لري لکه ټول خلک یې چې ژغورلي وي.

په وروستیو کې دا ویلی شو، چې کرونا وېروس به په خپل راتګ د بې بصیرته انسانانو سترګې پرانیستې وي او د پانګوالي نظام اصلي بڼه یې ښه پېژندلې وي. ځکه دغه بشري نظام په سختو حالاتو کې هم د خپلو ګټو او اقتصادي ودې په هڅه کې دی. د غربي پانګوالو ناوړه څېرې په دغه حساس وخت کې په داسې حال کې خلکو ته ښکاره شوې، چې هغوی تر هر څه وړاندې د خپل اقتصادي سیسټم د ساتلو په تړاو فکر کوي. اسلام بیا داسې نظام دی چې په دونیا او اخرت کې د انسان د خیر او نېکمرغۍ په اړه فکر کوي.

لیکوال: مسلم «بغلاني»

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

 

د مطلب ادامه...

الازهر د مسلمانانو لپاره کومه باوري مرجع نه ده، ځکه دوی د مصر فرعوني نظام ته د وفادارۍ له لارې د الله سبحانه وتعالی د احکامو پر نه پلي کېدو باندې غلي دی

  • خپور شوی په پاکستان

الازهر په پاکستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د پاکستان د جمهور ریس ډاکتر عارف علوي په غوښتنه د جمعې د لمانځه د ځنډولو فتوا خپره کړه. جمهوریس د ۲۰۲۰م کال د مارچ په ۲۵ مه د ټویټ له لارې وویل: «زه د الازهر له لوی شیخ او عالي شورا څخه مننه کوم چې زما شخصي غوښتنې ته یې ځواب راکړ او موږ ته یې د کرونا ویروس د شتون تر وخته په مسجدونو کې د فرض جماعت او د جمعې د لمانځه په اړه لارښوونه وکړه.»

الازهر په خپره شوې فتوا کې د جمعې د لمانځه لغوه کول واجبي بللي او د هغې دلیل یې د مسجد څخه د هغه کس ممانعت بللی چې له خولې څخه یې د پیازو او هوږې بوی ځي. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿مَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ مَنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَنْ يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُولَئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَنْ يَدْخُلُوهَا إِلَّا خَائِفِينَ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ

ژباړه: او له هغه چا څخه به غټ ظالم څوک وي چې د الله سبحانه وتعالی په عبادت ځایونو «مسجدونو» کې د الله سبحانه وتعالی د نوم اخیستنې منع کوي او د هغه د ورانولو په هڅه کې وي؟ دغه خلک ددې وړ نه دي چې په دې عبادت ځایونو «مسجدونو» کې قدم کېږدي او که ور هم شي نو سخته وېره به ورسره وي. ددوی لپاره په دنیا کې رسوایي او په اخرت کې لوی عذاب دی.

[بقره:۱۱۴]

اوس پر کوم نظر باور وشي!؟ د الازهر پر نظر چې مسجد ته د تګ پر ممانعت باندې یې یو دروغجن دلیل «د مونځ کوونکي د خولې بد بوی» بللی او یا هم د الله سبحانه وتعالی پورتنی ایات چې د لمر په شان روښانه دی!؟ ایا الازهر  او هغه څوک چې د دغه فتوا د ترلاسه کولو په هڅهکې دي فکر کړي چې امت له علماوو بیخي محروم دی؟ په داسې حال کې چې یوازېخپله پاکستان کې زیات شمېر علما موجود دي. ایا دا جواز لري چې له یوې داسې ادارې فتوا واخیستل شي چې د وخت د فرعون «السیسي» په چوپړ کې ده!؟ موږ به څنګه له یوې داسې ادارې څخه د دین په اړه د امن او ځیرکتیا تمه ولرو څوک چې له هغه واکمنانو څخه ملاتړ کوي چې دین ته ضرر رسوي. هغه اداره چې د الله سبحانه وتعالی د هغه احکامو پر نه پلي کېدلو باندې غلې ده چې الله سبحانه وتعالی د الکینانه (مصر) په هېوادکې نازل کړي دي، هغه اداره چې تل یې د الله سبحانه وتعالی د کتاب «قران» او د رسول الله صلی علیه وسلم د سنتو خلاف فتواګانې خپرې کړې دي. د مثال پر ډول هغه فتوا چې د ښکېلاکګر یهودي دولت سره یې د کېمپ ډېوېد د تړون اجازه ورکړه، هغه فتوا چې د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې یې د یهودیانو د حق پر رسمیت پېژندلو اجازه ورکړه، هغه فتوا چې د سود «ربا» اجازه په کې ورکړل شوې، هغه فتوا چې اوسني حاکم غیر اسلامي نظامونو ته په کې مشروعیت ورکړل شو ....او داسې نورې!؟ نو پر داسې یوه فتوا څنګه باور وشي چې د قیاس په اساس رامنځته شوې وي په داسې حال کې چې په عبادت کې قیاس ته هېڅ اجازه نه ده ورکړل شوې!؟ ایا الازهر او د پاکستان ولسمشر فکر کړي چې دغه فتوا به د پاکستان خلک او علما په پټو سترګو ومني!؟ په حقیقت کې دا د ریښتینو علماو پر ذهن او فکر د ملنډو وهل دي.

اې د پاکستان مسلمانانو! د پاکستان ریس جمهور غواړي چې د مسجدونو پر تړلو سره د خلکو روغتیا ته د پاملرنې په اړه د دولت بې پروایي او ناکامي پټه کړي. دولت د کرونا ویروس تر راتګ وړاندې خلکو ته د روغتیایي سهولتونو په برابرولو کې پاتې راغلی وو. رژیم په عادي حالاتو کې هم د خلکو د درملنې وړتیا نه لري او دا ډول ستونزمن حالات خو د دوی لپاره بلکل استثنا دي! ګرزبندیز او د مسجدونو تړل په دې موخه ترسره کېږي ترڅو خلک د رژیم د ماتې او اداري فساد له بله اړخه بې خبره وساتل شي.که چېرې رژیم د الله سبحانه وتعالی په کتاب کې هغو احکامو ته اهمیت ورکولی چې د مسجدونو د تړلو د ممانعت په اړه راغلي دی نو دوی به د دغې موضوع په اړه ژور فکر کړی وی. که په حقیقت کې دوی له الله سبحانه وتعالی څخه وېرېدلی نو داسې ګامونه به یې پورته کړي وو چې پر ناروغۍ باندې د لمونځ کوونکو د اخته کېدلو مخه پرې نیول شوې وی. لکه د اوږدو صفونو او د هغې تر شا صفونو ترمنځ د فاصلې مراعاتول، د معیاري ماکسونو وېشل، د جمعې د خطبې لنډول او د لنډ وخت لپاره سپین ږیري او ناروغان له مسجد څخه لرې ساتل... او داسې نور.

مسجدونه د الله سبحانه وتعالی کور دی او څوک چې شفا او علاج غواړي نو له الله سبحانه وتعالی څخه یې د وغواړي ځکه هغه یوازینی شفا ورکونکی دی. د ناروغۍ او مصیبت په وخت کې تر ټولو ښه لاره د الله سبحانه وتعالی کور «مسجد» ته رجوع کول دي. هلته موږ الله سبحانه وتعالی ته دعا کوو ترڅو مو له درد او مصیبت څخه وژغوري. د مسجدونو تړل که د یوې ورځې لپاره هم وي هغه ګناه ده چې له نورو ګناهونو سره مو یو ځای کېږي ځکه په مسجدونو کې موږ تر هر بل وخت الله سبحانه وتعالی ته ډېر نیږدې کېږو او هغه ته توبه کوو.

 هو هغه څه چې تر دې هم موږ ډېر الله سبحانه وتعالی ته نېژدې کوي د نبوت پر منهج باندې د خلافت د تاسیس په موخه کار کول دي، ترڅو د الله سبحانه وتعالی له لوري نازل شوي احکام پلي شی، په دې ډول به الله سبحانه وتعالی له موږ څخه راضي شي او موږ به د ټولو دردونو او مصیبتونو څخه په امن شو. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دی:

﴿ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

ژباړه: په وچه او لمده کې د خلکو د لاسونو پر عملونو سره فساد ښکاره شوی دی، نو الله سبحانه وتعالی پر دوی باندې د هغو عملونو د سزا خوند څکي چې دوی ترسره کړې دي، ښایې چې دوی الله سبحانه وتعالی ته رجوع وکړي.

[روم:۴۱]

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

 

د مطلب ادامه...

د کرونا (COVID-19) ویروس خپرېدل واکمنانو ته دا په ډاګه کوي چې د مرستې او هدایت لپاره الله سبحانه وتعالی ته رجوع وکړي

  • خپور شوی په پاکستان

کرونا ویروس په پاکستان کې ځکه په چټکۍ سره خپرېږي چې په دغه ویروس اخته کسان پرته له دې چې  پوه شي د کرونا ناروغي لري له نورو کسانو سره په تماس کې کېږي، علت دادی چې د دغه ویروس اصلي نښې ډېر وروسته د انسان په وجود کې را څرګندېږي. که څه هم پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو زیات شمېر به په خپلو کورونو کې بېرته روغ شي او دوی به یوازې یوه ډېره ساده ناروغي تېره کړي، خو ډېره لږه برخه ناروغان چې له وړاندې د سږي ناروغي لري دې ته اړتیا لري چې په روغتون کې تر هر اړخېزې طبي درملنې لاندې ونیول شي.

ددغې ساري ناروغۍ د خپرېدو وېرې ته باید پاملرنه وشي تر څو د وېرې د سټرس او روحي فشار د ډېروالي او د غیر ضروري طبي خدماتو د کارونې مخنیوي وشي ځکه دا ډول کړنې د ناروغیو پر وړاندې د انسان د معافیت سیستم کمزوری کوي. دا د مسلمان حاکم مسولیت دی چې دولتي چارواکو، رسنیو او عالمانو ته دنده ورکړي چې په ټولنه کې د غوره اسلامي مفاهیمو د بیانولو له لارې په خلکو کې د حوادثو پر وړاندې زغم او صبر را ژوندی کړي. مسلمانان باید د خپل تسکین لپاره له الله سبحانه وتعالی څخه دعا او مغفرت غوښتلو ته راوبلل شي، صدقه ورکړي او په یاد ولري چې د هرې ستونزې او زیان په خاطر به په اخرت کې اجر ترلاسه کوي. رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَا يُصِيبُ الْمُسْلِمَ مِنْ نَصَبٍ وَلاَ وَصَبٍ وَلاَ هَمٍّ وَلاَ حُزْنٍ وَلاَ أَذًى وَلاَ غَمٍّ حَتَّى الشَّوْكَةِ يُشَاكُهَا، إِلاَّ كَفَّرَ اللَّهُ بِهَا مِنْ خَطَايَاهُ»

ژباړه: هره ستونزه، ناروغي، اندېښنه، خفګان، درد، او غم چې مسلمان ورسره مخ کېږي حتی هغه که د اغزي درد هم وي الله سبحانه وتعالی به یې په مقابل کې ځیني ګناهونه ورته وبخښې.

(بخاري)

مسلمانان باید په یاد ولري چې د مرګ اصلي سبب د ژوند پای (اځل) دی چې د الله سبحانه وتعالی له خوا ټاکل شوی دی. انفلونزا، حصبه، ملاریا او کورونا یوازې هغه شرایط او احوال دي چې مړینه په کې پېښېږي.

د ناروغۍ د خپرېدو په اړه د رژیم بې پروایي تل د زیانمنېدلو سبب شوې ده. دوی له اېران څخه راغلي په ناروغۍ اخته او روغ کسان په ټول پاکستان کې په خپلو کورونو کې ازاد پرې ایښي دي چې همدا د ناروغۍ د چټک خپرېدلو سبب شوی دی. دوی هېڅ زده کړه نه کوي، دوی حتی له ناروغو کسانو څخه نورو ته د ناروغۍ د لېږد په موخه پوره هڅه نه کوي. پر مسلمان حاکم باندې دا لازمي ده چې د لویو احتمالي ناورینونو پر وړاندې احتیاطي تدابیر ونیسي. رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

«لَا ضَرَرَ وَلَا ضِرَارَ»

ژباړه: د ضرر د رسولو یا ضرر د راستنولو سبب مه جوړېږئ.

(ابن ماجه)

او رسول الله صلی علیه وسلام فرمایي:

«لاَ تُورِدُوا المُمْرِضَ عَلَى المُصِحِّ»

ژباړه: د احتیاط په موخه له ناروغ کس سره روغ کسان مه پرېږدئ.

(بخاري)

اسلام امر کړی چې ناروغ کس باید له روغو کسانو څخه بېل شي او هغو کسانو ته باید جدي پاملرنه وشي چې د ناروغیو پر وړاندې یې معافیتي سیستم کمزوری وي؛ لکه هغه ډېر عمر لرونکي کسان چې له وړاندې د سږو ناروغي لري، د دوی  سالمې تغذیې او تمرین ته باید تر هر وخت زیات پاملرنه وشي.

د دا ډول جدي ناروغانو د درملنې په اړه د اوسني استعمار د روغتیایې سیستم بې پروایې اوس ټولو ته په ډاګه شوې ده. د دغه استعماري سیستم د بودیجې د لویې برخې لګښت د خلکو د روغتیا او د نورو چارو په تنظیم کې  نه، بلکې د سود پر اساس پورونو کې کېږي. استعماري نظام دا باوري کړې ده چې پاکستان به کله هم په خپل صنعت کې په ځانګړي ډول د ژوند ژغورنې طبي تجهیزاتو؛ لکه د سږو د ناروغانو لپاره د اکسیجن رسونکو ماشینونو په جوړولو کې د پام وړ پرمختګ ترلاسه نه کړي.

اې د پاکستان مسلمانانو! رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

«فَالإِمَامُ رَاعٍ، وَهْوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»

ژباړه: امام د خپل رعیت ساتونکي دی او د هغوی پر وړاندې مسول دی.

(بخاري)

د نبوت پر منهج خلافت له تاسیس پرته موږ د هغو یتیمانو په څېر یو چې له سرپرست پرته په ډېر ناوړه وضعیت کې وي. دا زموږ مکلفیت دی چې له دغې ستونزې د خلاصون، د ناروغانو د روغتیا او د مسلمانانو د هغه ډال (خلافت) د بیا تاسیس کولو لپاره دعا وکړو چې موږ ۹۹ کاله وړاندې د رجب په ۲۸ مه له لاسه ورکړی وو. دا زموږ ټولو مکلفیت دی چې د هغه دولت د تاسیس لپاره کار وکړو چې الله سبحانه وتعالی یې راته امر کړی دی، هغه وخت به خوندي وو، روغتیایي اسانتیاوې به برابرېږي او د الله سبحانه و تعالی او رسول الله صلي الله علیه وسلم اطاعت به مو بشپړ کړی وي.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې