یکشنبه, ۱۲ جمادی الثانی ۱۴۴۰هـ| ۲۰۱۹/۰۲/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سولې په خبرو اترو کې ګډون؛ د اسلام دښمنانو ته تسلیمېدل
بسم الله الرحمن الرحيم
د سولې په خبرو اترو کې ګډون؛ د اسلام دښمنانو ته تسلیمېدل

د "تروریزم" پر وړاندې د مبارزې تر نامه لاندې د افغانستان د مسلمانو او مجاهدو خلکو پر وړاندې د امریکا خونړۍ جګړه له ۱۸ کلونو وروسته له جدي خنډ سره مخ شوې ده. نو امریکا ته ناشونې ده چې د افغانستان جنګي جبهه ناڅاپه پرېږدي او له صحنې څخه شاتګ وکړي؛ ځکه چې امریکا به هم د شوروي اتحاد پر ناوړه برخلیک اخته شي.

نو پر دغه اساس امریکا له افغانستان سره له نیمې پېړۍ سياسي اړیکو او د افغانستان د اشغال لپاره له سیاسي، اقتصادي، استخباراتي مبارزې او په تېرو ۱۸ کلونو کې د ټریلیونونو ډالرو له لګښت او د زرګونو سرتېرو له قربانۍ وروسته د سختې ماتې پر برخلیک د اخته کېدو له وېرې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته غاړه اېښې، ترڅو په ښکاره د افغانستان جګړه داسې ختمه کړي چې په دې خاوره کې خپل استعماري نفوذ خوندي وساتي او د افغانستان له ستراتژیک موقعیت، کاني زېرمو او نشه‌يي توکو څخه اعظمي ګټه واخلي.

د امریکايي سولې په پروسه کې د افغان ډلو او سیاستوالو ګډون او همغږي، د اشغالګرو دښمنانو پر وړاندې له تدریجي تنازل، د طالبانو د لا زیاتې تجزیې او د افغانستان د مسلمانو او مجاهدو خلکو له غولولو پرته بله پایله نه لري. نو یوې وسله‌والې اسلامي ډلې ته د ویاړ ځای دی چې د نړۍ لومړۍ درجه زبرځواک یې اړ کړی، ترڅو له یوې داسې ډلې سره د خبرو اترو مېز ته کېني، چې د هغه هېواد د بهرني سیاست په لیدلوري کې «تروریست» نومول شوې وه او تر همدغه غولوونکي نامه لاندې ورسره په جنګ بوخته وه.

له افغانستانه د ټولو اشغالګرو ځواکونو وتل، د حاکم ډیموکراتیک نظام له منځه وړل او د شریعت هر اړخیز تطبیق؛ له شک پرته د اسلام او مسلمانانو یوازینۍ مشروع موخه ده. دا موخې یوازې د افغانستان مسلمانان نه تعقیبوي، بلکې ټول اسلامي امت غواړي چې لاسپوڅي حاکم نظامونه را نسکور کړي، اشغال شوې خاورې آزادې کړي، د استعماګرانو د هر ډول حضور جرړې له خپلو خاورو وباسي او د خلافت دولت تر سیوري لاندې اسلامي شریعت په هر اړخیز ډول پلی کړي. په اشغالي سیمو کې وسله‌وال جهاد او د عربي پسرلي انقلابونه چې تر اوسه هم دوام لري، د آزادۍ په دغه مسیر کې د امت د ارادې غوره بېلګې وې او دي؛ خو پوښتنه دلته ده چې آیا دغه اسلامي موخې له صلیبي، کافر او اشغالګر دښمن سره د خبرو اترو او مصالحې له لارې تر لاسه کېږي که نه!؟

هېڅکله نه! که د تر لاسه کېدو وړ وای، د تاجکستان اسلامي نهضت د دغه هېواد له مستبد او مزدور نظام سره د مصالحې له لارې تر لاسه کولې. د سوریې انقلابیان به د روسیې، ایران او ترکیې له اشغالګرو ځواکونو سره د خبرو اترو له لارې خپلو موخو ته رسېدلي وو. د چیچین مسلمانانو او حتی په افغانستان کې د حکمتیار اسلامي حزب به دغه موخې تر لاسه کړې وې. ټول په کفري او ډیموکراټيکو پروسو کې ذوب شول او مختلفو استعماري پروګرامونو هغوی له خپلو موخو سره یو ځای تر ستوني تېر کړل، چې اسلامي امت ته یې له نهیلۍ او د کفري نظامونو له لا زیاتې واکمنۍ پرته بله لاسته راوړنه نه درلوده. نو آیا د طالبانو تحريک هم غواړي چې د يادو ډلو یوه برخه شي!؟

پر دې سربېره امریکا د بشریت په تاریخ کې د عهد او تړون ماتولو خورا ناوړه مخینه لري. دا تړون ماتونه یوازې له وسله‌والو ډلو او سیاسي ګوندونو سره نه ده، بلکې له دولتونو سره یې تړونونه په دوامداره توګه مات کړي دي. که زموږ دا ادعا نه منئ، ولاړ شي د شمالي اتحاد له رهبرانو او د حکمتیار له اسلامي حزب څخه وپوښتئ! لاړ شئ د ایران او شمالي کوریا له رهبرانو پوښتنه وکړئ! حتی له اروپايي اتحایې څخه د وتلو په موضوع کې له انګلستانه وپوښتئ! د امریکا پراګماتیک سیاست نه دایمي دوست لري او نه دایمي دښمن. تل یې استعماري موخو هر ډول ناوړه او چټل وسایل او اسالیب توجیه کړي دي. نو د افغانستان د اشغال لپاره یې لومړی تاسو تروریستان معرفي کړئ او ستاسو حکومت یې سقوط کړ، له څو کاله جنګ او وحشت وروسته د خپل بهرني سیاست له غوښتنې سره سم يې تاسو د امریکا د تروریستانو له تور لېست څخه وایستئ او اوس یې د خپل استعماري حضور د ادامې او خوندیتوب په پلمه د داخلي مخالفو وسله‌والو په نامه له تاسو سره د خبرو اترو دروازه پرانیستې ده.

که څه هم له ۲۰۱۴م وړاندې د افغانستان د جګړې واقعیت بل ډول و او مستقیماً د افغانستان مجاهد خلک د اشغالګرو ځواکونو او د دوی د هم‌سنګرو ملاتړو پر وړاندې ولاړ وو؛ خو د شرموونکي امنیتي تړون له لاسلیک وروسته جنګ د افغانانو تر منځ تمرکز موندلی، اشغالګرانو خپل ځانونه په اډو کې خوندي کړي او د جګړې له مهمو قوماندانانو سره د مشاورینو په توګه او د افغان ځواکونو د ښوونې او روزنې، تمویل او تجهیز په وسیله خپل خبیثانه رول په بشپړ خوندیتوب سره تر سره کوي او په دې برخه کې مختلفې نظامي ډلې جوړې شوې، چې د جګړې په ډګر کې عجیب او غریب کارونه کوي. کله جګړه د مطلقې فتنې په توګه د مسلمانانو تر منځ د قومي او ژبنیو احساساتو پر اساس زور نیسي او کله هم له یوه ځایه بل ځای ته د نشه‌يي توکو د انتقال لپاره او کله هم په افغانستان او سیمه کې د ښکېلو هېوادونو په نیابت د جګړې اور تازه کېږي. د جګړې اصلي زیان د افغانستان خلک ګالي، چې په دغه صورت کې د مخلصینو مبارزې هم تر پوښتنې لاندې راولي. خو اشغالګران له رامنځته شوي وضعیت څخه استعماري ګټه پورته کوي.

نو په افغانستان کې اې مخلصو مبارزینو!

اشغالګرو کفارو ته لږ څنګ ورکول هم د یوې زاويې د پیل ټکي ته ورته دي، چې د اوږدېدو په اندازه یې ضلعي یو له بله لرې کېږي. که تاسو له اشغالګرانو سره د خبرو اترو باب پرانیستی پرېږدئ او دې مسیر ته دوام ورکړئ، انحراف مو تدریجي زیاتېږي، بالاخره په امریکايي پروسه کې ذوب کېږئ. په داسې حال کې چې خپل انحراف ته متوجه نه یاست او حتی له منلو به یې هم جداً ډډه کوئ. په پایله کې؛ که حتی اشغالګر کفار ظاهراً خپل مستقیم اشغال ختم هم کړي، خو خپل استعماري حضور ته د نړیوالو بنسټونو، سفارتونو، ديپلوماتانو، جاسوسانو، ملکي موسسو او نورو له لارې ادامه ورکوي. په دغه صورت کې هغه الهي اخطار چې اصحاب کهف ته ورکړل شوی و، زموږ او ستاسو د حال مصداق هم ګرځي:

﴿إِنَّهُمْ إِن يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ يَرْجُمُوكُمْ أَوْ يُعِيدُوكُمْ فِي مِلَّتِهِمْ وَلَن تُفْلِحُوا إِذًا أَبَدًا﴾ [کهف: ٢٠]

ژباړه: له شک پرته که هغوی پر تاسو برلاسي شي، سنګساروي (مجازات) کوي مو او یا مو خپل دین (ډيموکراسي) ته اړوی او (په هغه صورت کې په دنیا او آخرت کې) هېڅکله نه بریالي کېږئ.

قطعاً که په افغانستان کې د اشغالګرانو پر وړاندې مستقیم او وسله‌وال جهاد ختم شي، صلیبي کفار به موږ او تاسو تر دې لا ډېر ذلیل کړي او د خپل ناوړه دین (ډيموکراسي) منلو ته به مو اړ کړي، چې په هغه صورت کې به موږ او تاسو د استعمار له بحرانونو او مصيبتونو څخه په دنیا کې هم زیانمن شو او د اشغالګرو کفارو پر وړاندې د جهاد له نه کولو او د استعمارګرو کفارو پر وړاندې د فکري او سیاسي مبارزې او د خلافت دولت له لارې د اسلام د نه تطبیق له امله به په آخرت کې هم ستره خساره ووینو. پوه شئ، هغه قوم چې جهاد یې پرېښی، ذلیل شوی دی. لکه څنګه مو چې په تېرو ۱۸ کلونو کې د دغه ذلت ځينې شواهد لکه: تفرقه، فتنه، فقر، فحشا، درانه مالیات، اداري فساد ، مقدساتو ته سپکاوی، د خپلو خلکو بې پروا وژنې او وینې تویونې تجربه کړې.

اې د افغانستان مجاهدو او آزادو مسلمانانو!

د دښمن د سولې پروسه هېڅکله تاسو هغه امنیت او سوکالۍ ته نه رسوي چې تمه ترې لرئ، بلکې د دې لامل کېږي چې په افغانستان کې د سیاست او جګړې صحنه لا پېچلې کړي او استعمار په نوي نامه او شعار د خپل نظامي، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي حضور رېښې لا پياوړې کړي او د اشغالګرانو پر وړاندې د مقاومت له ختمېدو وروسته به د افغانستان مسلمانان نور حتی د خپلې ښځې، اولاد او کورنۍ د روزلو توان ونه لري او هر ډول ذلت به د دې خاورې د هر وګړي لمن ونیسي. حتی د ځينو اسلامي خاورو په څېر به نور د نکاح پر اساس د کورنۍ تشکیل، د اولاد اسلامي روزنه، لمونځ، په مساجدو کې سیاسي خطبه ویل او په ټولنه کې به د اسلامي سیاسي فعالیت چانس نه وي.  

اې مسلمانانو او مخلصینو!

امریکا له یوې خوا غواړي چې د دې پروسې په وسیله د خپل تاریخ خورا اوږده جګړه ختمه اعلان کړي او په امریکا کې حاکم ګوند په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د خپلې بریا لپاره ترې ګټه واخلي. له بله اړخه د سیمې هېوادونه وغولوي چې موږ نور د افغانستان جګړې ته د پای ټکی ږدو، ترڅو په پایله کې د امپراتوریو په دې مقبره کې د خپلې ښکاره او شرموونکې ماتې مخه ونیسي. خو په دې چټله او غولوونکې پروسه کې داعش او ۲۰ نورې "تروریستي" ډلې، چې امریکايي سیاستوال او نظامیان او د کابل لاسپوڅی دولت یې تل یادوی، اصلاً د سولې د اجنډا او پروسې برخه نه دي. نو افغانستان بیا هم په سیمه کې د امریکا د جنګي پروژې په توګه کارول کېږي او د دې غولوونکې پروسې له سر ته رسېدو وروسته یوازې او حداقل د جګړې په اوسنۍ جغرافیا کې د بدلون وړاندوینه کېدای شي او بس؛ خو امریکا به بيا هم د افغانستان له طبیعي زېرمو، نشه‌يي توکو او ستراتيژيک موقعیت څخه د وسيلې په توګه کار اخيستو ته ادامه ورکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې پروسه کې د پاکستان، سعودي، اماراتو او قطر همکاري په دې معنی نه ده چې دا دولتونه د طالبانو له مبارزو سره اخلاص او همدردي لري؛ بلکې هغوی ټول پر دې ډله د امریکا د نفوذ خبیث وسایل دي. همدارنګه له ښکېلو اړخونو سره؛ هغه که طالبان دي او که په کابل کې امریکايي دولت د چین، روسیې، هند او ایران همکاري قضیه تر دې هم پېچلې کوي او په افغانستان کې د جګړې پر سیمه‌ييزو او نیابتي اړخونو دلالت کوي او امریکا غواړي چې د جګړې دروند بار د سیمې د هېوادونو پر اوږو وربار کړي. لکه څنګه چې په ۲۰۰۱م کې پاکستان د افغانستان له اشغال او د طالبانو د تحریک په ماتې معامله وکړه، اوس یو ځل بیا داسې معاملې ته لار هواروي. نو ځکه امریکا اوس د نفوذ او فشار له ټولو وسایلو ګټه اخلي، ترڅو طالبان د امریکايي سولې پروسې ته تسلیم کړي.

نو په طالبانو او نورو اسلامي ډلو کې د امت اې مخلصو عناصرو!

د انګلیس پر وړاندې ستاسو د نېکونو د جهاد او سرښندنو هدف، د شوروي اتحاد پر وړاندې ستاسو د جهاد او قربانیو موخه او د امریکا او ناټو پر وړاندې ستاسو د جهاد او قربانۍ هدف د استعمار ټینګښت او د ډیموکراسي نظام او بشري قوانینو تطبیق نه و؛ بلکې د اسلامي دولت تاسیس او د شریعت تطبیق و. نو راشئ، په یوه غږ د سولې د پروسې په ګډون د کفارو او د دوی د مزدورانو هر ډول پروګرامونه په فکر او عمل کې رد کړئ او خپل نظامي ځواک او وسله‌وال فعالیت د حزب التحریر په هر اړخیز او سیاسي فکر سمبال کړئ، ترڅو مو قدم په قدم د دښمن له مکره خبر کړي او د دې خاورې د غیرتمنو خلکو پرله پسې سرښندنې په سیمه کې له خپلو وروڼو سره یو ځای د راشده خلافت دولت په تاسیس سره ګټورې کړئ. هغه مهال کولی شو د اسلامي دولت په فضا کې نه یوازې په افغانستان، بلکې په ټولو اسلامي خاورو کې د امریکايي سولې پر ځای د ایماني امنیت، سوکالۍ او ډاډ فضا رامنځته کړو او عزیز اسلام د بهرني سیاست یعنې دعوت او جهاد له لارې لندن، پاریس، مسکو، پیکن او واشنګټن ته ورسوو. هغه مهال به د عمل ابتکار د اسلامي امت په لاس کې وي او بشریت به د پانګوالۍ له تیارو څخه د اسلام نور ته رهنمايي کړي. نو:

﴿لِمِثْلِ هَذَا فَلْيَعْمَلِ الْعَامِلُونَ [الصافات: ٦١]

د دې بریا لپاره باید عمل کوونکي عمل وکړي.

﴿وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ﴾ [ابراهيم: ٢٠]

او دا کار الله متعال ته سخت نه دی.

حزب التحریر -ولایه افغانستان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې