شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
پخپل کور کې له ماتې سره مخ ډیموکراسي
بسم الله الرحمن الرحيم
پخپل کور کې له ماتې سره مخ ډیموکراسي

هغه څه چې نن په نړۍ کې روان دي، په اساسي ډول د رهبرۍ له منځه تلل او د اوسني سیسټم ناکامي ده. په دغه سیسټم کې د دې پرځای چې د خلکو چارو سمون ته پاملرنه وشي، سیاسي لاسته راوړنو ته ډېر پام کېږي.

دغه پېښې په ټولو برخو کې د امریکایي سیستم بنسټیزه ناکامۍ په ډاګه کوي، لکه په لاندې برخو کې:

په هېواد کې د نژاد پالنې بنسټي کول

له پردیو څخه د وېرې بنسټي کول

په هېواد او نړۍ کې د نابرابرۍ بنسټي کول

د شرکتي ګټو بنسټي کېدل

روغتیایي سپارښتونو ته د نه لاسرسي بنسټي کېدل

موږ باید درک کړو چې ټرمپ یو امریکایي دی او دا د هغه خپله تېروتنه نه ده، بلکې ټرمپ په پانګوالي نظام کې ژوند کړی او د ډیموکراټیک، سېکولر او پانګوالي فاسد نظام د روزنې ناوړه پایله ده. هغه غواړي چې له عدالته انکار وکړي او د خلکو چارو ته په رسېدو کې خیانت وکړي.   

هلته د لسیزو بې پروایۍ د دې لامل شوې چې په ټولنه کې د باور سیسټم له منځه ولاړ شي. امریکا اوسمهال په سیاسي، اقتصادي، نژادي او فرهنګي برخو کې یو پاشل شوی هېواد دی.

امریکایي ډیموکراسي د خلکو له دیده زیانمنه، متزلزله او منځوي شوې ده او دغه حالت له ورایه لیدل کېږي. څنګه چې اوس دوی هم وایي: «چرګوړي د استراحت لپاره خپل کور ته راځي.»

اوس هغه وخت رارسېدلی چې نړۍ د اوسني سیسټم یو بدیل سیسټم ته غېږ پرانیزي او اسلام دغه سیستم نړۍ ته وړاندې کوي. اسلامي تمدن د اسلامي دولت (خلافت) په وسیله عملي کېږي، چې په دې برخه کې یې له پخوا څخه هم ښه تجربه درلوده او د بېلابېلو نژادونو او قومونو د خلکو په یووالي، له فقر څخه د خلکو په ساتلو، خلکو ته د ښه مقام په برابرولو، روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو، سولې، امنیت او داسې نورو عدالتونو په تامین کې په نړۍ کې ساری نه لري.

 اوس په نړۍ کې میلیونه خلک داسې یو سیسټم ته اړتیا لري چې الهي قوانین ورباندې عملي کړي او د دوی چارو ته پاملرنه وکړي.

الله سبحانه وتعالی د الفتح په سورت کې فرمایي:

[هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيداً]

ژباړه: « الله سبحانه وتعالی دی چې خپل پیغمبر (رسول الله صلی الله علیه وسلم) یې له ریښتیني لارښود یعنې اسلام سره خلکو ته راولېږه، څو د اسلام مبارک دین پر نورو دینونو باندې بریالی او برلاسی کړي. همدغه پوره او کافي ده چې الله سبحانه وتعالی په دغه کار او خبره باندې شاهد واوسي.» [الفتح سورت: ۲۸]

حزب التحریر امریکا

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې