جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
مرکزي دفتر: کمپاین "د قسطنطنیې فتحه، هغه زېری چې پر حقیقت بدل شو...  ورپسې نور زېري!"
بسم الله الرحمن الرحيم
مرکزي دفتر: کمپاین "د قسطنطنیې فتحه، هغه زېری چې پر حقیقت بدل شو... ورپسې نور زېري!"

"د قسطنطنیې فتحه، هغه زېری چې پر حقیقت بدل شو...  ورپسې نور زېري!

د خلافت بېرته راتګ- له یهودو سره جګړه د روم فتحه

د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر پراخ کمپاین پيلوي:

"د قسطنطنیې فتحه، هغه زېری چې پر حقیقت بدل شو...  ورپسې نور زېري!"

د حزب التحریر د امیر ستر عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته حفظه الله په لارښوونه او رهبرۍ د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د قسطنطنیې (هرقل ښار) د فتحې د کلیزې په مناسبت کمپاین پيل کړی، چې محاصره یې د ربیع الاول په ۲۶مه پيل او د ۸۵۷هـ.ق د جمادي الاول په ۲۰مه، چې د ۱۴۵۴م کال (د اپریل ۵مې – د مې ۲۹مې) سره سمون لري فتحه شوه؛ چې په دغه فتحه د رسول الله علیه وسلم زېری پوره شو:

«لَتُفْتَحَنَّ الْقُسْطَنْطِينِيَّةُ فَلَنِعْمَ الْأَمِيرُ أَمِيرُهَا وَلَنِعْمَ الْجَيْشُ ذَلِكَ الْجَيْشُ»

ژباړه: قسطنطنیه به هرو مرو فتحه شي، هغه څومره غوره امیر دی او څومره غوره لښکر یې دی!

لومړی: د تذکر په موخه، ترڅو هر د بصیرت خاوند وویني چې کله اسلام عملي شي، مسلمانان او خپله اسلام به څومره عظمت ولري او هغه مهال به کفار او کفر د مقاومت هېڅ وړتیا ونه لري، بلکې حق به سرلوړی شي او د (الله اکبر) نارې غوندې به انګازې وکړي، لکه څنګه چې فارس او بېزانس سر ورته ټيټ کړ او ژر به د الله متعال په امر روم چې د بېزانس بله برخه ده، هم ورته په ګونډو شي، ترڅو په دغه ترتیب د روم د فتحې په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېري دویمه برخه هم عملي مصداق پيدا کړي.

دویم: د دې لپاره چې ستاسو زړونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د درې ګونو زېریو د پوره کېدو په اړه ډاډ پيدا کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د قسطنطنیې د فتحې، د روم د فتحې، د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس او له یهودو سره د جنګېدو او د هغوی د سختې ماتې زېري ورکړي دي او پوهېږو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل نفس له هوا څخه خبرې نه کوي او څه چې وايي وحیې ده، چې ورباندې نازلېده. د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېري تر اوسه نه دي عملي شوي او د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه به قطعاً عملي شي؛ خو باید باید له یاده ونه باسو چې دغه زېري به موږ ته له اسمانه د ملایکو په وسیله او د یوې ډالۍ په توګه عملي نه شي، بلکې تل الهي سنت دا دی چې موږ الله سبحانه وتعالی ته نصرت ورکړو، ترڅو هغه موږ ته نصرت راکړي او په دې توګه د هغه تعالی شریعت عملي کړو او د ستر دولت بنسټ یې لوړ کېږدو، څه مو چې په توان کې دي چمتو کړو او بیا د هغه تعالی په لاره کې جهاد پيل کړو؛ هغه مهال به ځمکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په درې ګونو زېریو چې تر اوسه نه دي عملي شوي، روښانه شي او ځمکه به یو ځل بیا د خلافت د نور شاهده وي.

درېیم: وروسته له دې چې کافر غرب د عربو او ترک خاینانو په مرسته په ۱۳۴۲هـ/ ۱۹۲۴م کال کې د خلافت په سقوط بریالی شو او دغه سقوط یې د قسطنطنیې له فتحې سره موازي وګاڼه او په دې توګه یې خپل له لاسه وتلی قدرت بېرته راوګرځاوه. له هغه مهال وروسته د غرب ټوله هڅه وهاند دا شو چې په ټول توان د خلافت د بیا تاسیس خنډ شي، ترڅو هغه توان او قدرت چې بیا یې لاس ته راوړی، یو ځل بیا له لاسه ورنه کړي، په ځانګړې توګه د اسلامي خاورو له استعمار وروسته یې تل د مسلمانانو په خاورو کې د جریانونو فعالیت ته پاملرنه کوله. خو کله چې په ۱۳۷۲هـ/ ۱۹۵۳م کال کې حزب التحریر تاسیس شو او د غرب پام شو چې د دغه حزب د فعالیتونو د ملا تیر او برخلیک ټاکونکې قضیه د خلافت بیا تاسیس دی او ویې مونده چې حزب التحریر په خپله دغه موخه کې بشپړ جدي دی او ملا یې تړلې ده؛ خپلو مزدورو چارواکو ته یې امر وکړ، چې د حزب د فعالیتونو مخه ونیسي او وګړي یې په مختلفو سیمو کې تعقیب، بندي او شکنجه کړي او حتی په شهادت یې ورسوي او په ځينو سیمو کې یې په اوږدمهاله او ابدي زنداني کېدو محکوم کړي. وروسته یې نور اسالیب لکه دروغ، فرېب او په بشپړه بې شرمۍ د حقایقو بدلون وراضافه کړل. د دې لپاره چې د دوی په خپل ګومان دا افتراوې او بهتانونه اغېز ولري، هغه کسان چې پر ځان یې نوم مسلمان اېښی و او د اسلام جامه یې اغوستې وه، په دې برخه یې رامخکې کړل او وروسته ځينې کسان چې حزب یې پرېښی و یا حزب مجازات کړي وو، په دغو افتراوو کې ورسره یو ځای شول. په دې توګه دغو مختلفو اړخونو یو ځای په دغو افتراوو، فریب او د حقایقو په بدلولو کې ګډون وکړ او هر یوه خپل رول درلود: کفار، منافقان او ډارن او وروسته کم شمېر کسان چې حزب یې پرېښی و یا حزب مجازات کړي وو او هغو کسانو چې په زړونو کې یې ناروغي درلوده، ټولو د حزب پر وړاندې په دغه دسیسه او افترا کې ګډون وکړ او خپل دغه فعالیت ته یې په هر پړاو کې په زهرجنو لارو چارو او ماهرانه دروغو دوام ورکړ. کله چې په یوه فرېب کې ناکامېدل، بدل فرېب یې کارواه؛ خو دا یې هېروله چې د حزب ځوانان داسې پاک فکر، سرعت البدیهه او ژور درایت او ذکاوت لري، چې خبیث او طیب (نېک او بد) په اسانۍ توپيروي او نه پرېږدي چې هېڅ دروغ ورپورې وتړل شي. پر دې سربېره چې خپلو دروغو ته یې د زینت ورکولو لپاره وسایل درلودل، دغه راز د حقایقو د بدلون د ښکلي ښودو لپاره یې ډېر زیار وایسته او ځانونه یې ستړي کړل؛ خو بیا هم دغو دروغو او فرېب د حزب په ځوانانو کې هېڅ اورېدونکي غوږونه ونه موندل او نه یې هېڅ کوم بادرایته مسلمان پيدا کړ، بلکې د قرآن کریم په تعبیر سراب ته ورته دي:

﴿كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاءً حَتَّىٰ إِذَا جَاءَهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا

[النور: ۳۹]

ژباړه: د کافرانو اعمال سراب ته ورته دي، چې په بې اوبو او بې واښو دښته کې تږی د اوبو ګومان پرې وکړي، چې ورپسې ورشي، اصلاً هېڅ شی په لاس ورنه شي.

هر مکر یې چې وکړ، هر خباثت یې چې په کار واچاوه او هر بد یې چې د حزب او د هغه د رهبرۍ پر وړاندې ترسره کړ، په دغه ګومان چې پر حزب به اغېز وکړي، ګومان یې له خاورو سره خاورې شو او د الله تعالی په غوښتنه به خوار او نهیلي خپل لومړي حالت ته وروګرځي، له خپلو دروغو، دسیسو او مکرونو څخه به هېڅ ګټه تر لاسه نه کړي او که هر څومره زیات هم وي ﴿وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ یعنې دغه ناوړه مکرونه یوازې د هغو د خاوندانو لمن نیسي. دوی به د خپلو دغو اعمالو عاقبت له الله سبحانه و تعالی سره پيدا کړي، که هر څومره یې دغه افتراوې او مکرونه زیات هم وي ﴿وَقَدْ مَكَرُوا مَكْرَهُمْ وَعِنْدَ اللَّهِ مَكْرُهُمْ وَإِنْ كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ﴾ یعنې دوی خپل وروستی مکر او فرېب وکاراوه، خو الله یې له ټولو مکرونو خبر دی، که څه هم مکر یې دومره وي چې غرونه له خپله ځایه وخوځوي.

موږ د الله سبحانه وتعالی دربار ته دعا او زارۍ کوم، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېریو د عملي کېدو بهیر پيل شي او زېري یو په بل پسې د عمل جامه واغوندي او په دې توګه د دغه امت د خلافت د بیا راتګ شاهد وو. وروسته د دغه امت قدس ازاد کړو، ورپسې روم فتحه کړو، لکه څنګه مو چې مخکې بېزانس هم ازاد کړ او په دې توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث مصداق پيدا کړي. همدارنګه له الله متعال څخه غواړم چې له موږ سره مرسته وکړي چې خپل کار په احسان او نېکۍ ترسره کړو، څو د عزیز او رحیم الله سبحانه وتعالی د نصرت اهلیت لاسه ته راوړو:

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ* بِنَصْرِ اللَّهِ ۚ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾.

Last modified onیکشنبه, 05 جنوری 2020

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې