سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     24 محرم 1439

میلادی نېټه :     شنبه, 14 اکتوبر 2017 م

شمېره:      ۳۹/۰۴

ولاية الأردن
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
مخلص دعوتګر او ستر سیاسي مفکر یاسر غیث (ابو عمار) وفات شو!

(ژباړه)

﴿مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا﴾

[احزاب: ۲۳]

ژباړه: په مومنانو کې داسې کسان شته چې له اللهسره رښتیني دي او له هغه سره یې په کړې ژمنه وفا وکړه. ځینو خپل عهد پوره کړ (د شهادت جام يې نوش کړ) او ځینې سترګې په لاره دي او په خپله ژمنه او کړنلاره کې يې هېڅ بدلون رانه وست.

حزب التحریر- ولایه اردن اسلامي امت ته د دعوت د لومړیو د یوه مخلص، متقي او پاک نفسه دعوتګر، ستر شیخ او سیاسي مفکر "یاسر خلف غیث" (ابو عمار) د وفات خبر ورکوي.

ابو عمار د ۲۰۱۷م، د اکتوبر پر ۱۴مه چهارشنبه ماسپښين د ۷۱ کلونو په عمر د ژوندیو له کاروانه بېل او له الهي رحمت سره یو ځای شو. نوموړی یو دعوتګر و او خپل ټول عمر یې د الله سبحانه وتعالی په اطاعت، د اسلامي ژوند په راتګ او د نبوت پر منهج راشده خلافت په تاسیس کې تېر کړ. ابوعمار هغه څوک و، چې اسلام ته د خدمت او د دعوت په لاره کې ستړیا، شک او سستۍ اغېز نه ورباندې کاوه. همداراز ده پر الله سبحانه وتعالی اعتماد او دهغه سبحانه وتعالی د ژمنې په پوره کېدو او  نصرت يې باور درلود. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾

[نور: ۵۵]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی له هغه کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نیک عملونه کوي، وعده کړې چې هغوی به پر ځمکه خلیفه ګان ګرځوي، لکه څرنګه یې چې مخکیني ګرځولي وو. د هغوی لپاره به هغه دین پر محکمو بنسټونو ودروي چې الله سبحانه وتعالی ورته خوښ کړی دی او د وېرې (اوسنی) حالت به يې په امن بدل کړي. هغوی دې زما (الله) بنده ګي کوي او له ما سره دې کوم شی نه شریکوي. څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي، نو همدوی فاسقان دي.

دغه راز ده د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری هم ورکاوه، چې فرمايي:

«... ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: بیا به د نبوت پر منهج خلافت راشي.

ابوعمار د دعوت او د اسلامي ژوند د راتګ په لاره کې پوره درې کاله د اردن په ظالمانه زندانونو کې د چا له ملاقات پرته تېر کړل او د اردن د امنیتي کارکوونکو او د (الرصدالثوری!) د فلسطین د ازادي بښونکو امنیتي ځواکونو د مجرمینو له خوا یې مرګونې شکنجې او عذابونه وزغمل. دغو ټولو مصیبتونو دی په ټول توان، انرژۍ او د نفس په عزت د دعوت له حمل منع نه کړ.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې اسلامي امت او مرحوم ابوعمار په خپل رحمت کې شامل او له انبیاوو، صدیقینو، شهداوو او صالحینو سره يې په جنت الفردوس کې حشر کړي؛ رښتیا چې دا خورا غوره ملګري دي. همدارنګه له هغه سبحانه وتعالی څخه غواړو چې له هغو کسانو څخه چې ابوعمار ته یې شکنجې او عذابونه ورکړي او پر هغه یې ظلم کړی، سخت غچ واخلي. په پای کې د مرحوم اهل ته د جمیل صبر او غوره زغم غوښتنه کوو.

﴿إِنَّا للهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ﴾

د حزب التحریر-ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې