پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     19 صفر 1439

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 08 نومبر 2017 م

شمیره:      ح.ت.افغ ۰۱/۱۴۳۹

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان مخلص خلک او متنفذین باید د امریکا د جنایتونو پر وړاندې چوپ پاتې نشي

د عقرب په ۱۳مه د کندوز په چاردرې ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په برید کې تر دېرشو ډېر کسان، چې ماشومان، ښځې او سپين‌ږیري هم پکې شامل وو، مړه او ټپيان شول؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکا هوايي ځواکونو د عقرب په ۱۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو اعلان وکړ، چې په کندوز کې د دغو ځواکونو څېړنې ښيي، چې د هغوی په برید کې هېڅ غیرنظامي ټپي او وژل شوی نه دی. بلکې ټينګار یې وکړ، چې په دغو عملیاتو کې یو شمېر یاغیان وژل شوي دي. د دې پېښې په اړه د افغانستان خاینو چارواکو هېڅ غبرګون ونه ښود؛ خو د امریکا په تکزاس ایالت کې يې پر یوې کلیسا پر برید له هغوی سره ژوره خواخوږي او غم‌شریکي څرګنده کړه. 

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر دا ډول بریدونه او د چارواکو دریځ په خورا سختو الفاظو غندي. دا پېښه یو ځل بیا د جان کېري دولت د چارواکو ذلت په ډاګه کوي؛ ځکه دوی د خپل حکومت په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې له خپل بادار سره له شرمه ډک امنیتي تړون لاسلیک کړ. دوی دومره پرديپال شوي، چې په غرب کې د هرې غټې او وړې پېښې په اړه غبرګون او همدردي څرګندوي؛ خو د افغانستان د بې‌ګناه مسلمانانو پر تلفاتو يې خوله پټه ده. د دې تر څنګ دولت د بهرنیو ځواکونو د جنایتونو د پټولو په موخه څو-څو ځله د هغوی د بمباریو مسئولیت د افغان پوځ پر غاړه وراچولی دی.

موږ یو ځل بیا د افغانستان پر مخلصو خلکو او متنفذینو باندې له اخلاص نه ډک غږ کوو، چې راشئ د دا ډول پېښو پر وړاندې نور چُپ پاتې نشو او هغه کورني اختلافونه، چې بهرنیو دولتونو او سفارتونو يې زموږ په ولس کې راپيدا کړي، پرېږدو او د چین او روسیې غېږي ته له پنا وړلو پرته، د امریکا، ناټو او له دوی سره د ستراتيژیکو او امنیتي تړونونو پر وړاندې راپاڅو. ځکه د یوه اشغالګر دفع د بل استعمارګر په مرسته او همداراز د لویې جرګې د جوړولو له لارې «د شته ناوړه سیاسي او امنیتي حالت پای ته رسول» اصلاً ناممکن دي؛ بلکې له دې او دې ته ورته نورو بالفعل محاربو کفارو سره دوستي شرعاً حرامه ده. نو خپله فکري او سیاسي کرښه مو له دولت، شرقي او غربي قدرتونو بېله کړئ او د الله سبحانه وتعالی پر رسۍ باندې د منګولو لګولو له لارې خپلې وړتياوې او سرچینې سره یو کړئ؛ تر څو یو بل ته لاس ورکړو او شته ناوړه حالت ته د پای ټکی کېږدو.

د حزب التحرير-ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې