Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     16 محرم 1440

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 26 سپټمبر 2018 م

شمیره:      ګڼه: ح.ت.افغ ۰۱/۱۴۴۰

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
افغان امنیتي ځواکونه؛ پر اوراسيا د امریکا د ولکې د ټينګښت لپاره د سون توکي

په افغانستان کې ناوړه امنیتي وضعيت او د نظامي او ملکي وګړو  د تلفاتو زیاتوالی سنا مجلس ته د امنیتي سکتور د وزیرانو د استجواب لامل شو. په دې ناسته کې د افغانستان د دفاع وزیر په ښکاره تایید کړه چې په تېره یوه میاشت کې د پوځ تر ۵۰۰ زیات سرتېري وژل شوي او تر ۷۰۰ زیات ټپيان شوي دي. د کورنیو چارو وزیر هم د افغانستان د سنا په ناسته کې وویل چې هره ورځ د پوځ او پولیسو ۳۰ تنه سرتيري وژل کېږي.

په روان کال کې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېرې دومره ټکان ورکوونکې او بې‌ساري دي چې د افغانستان دولت یې د پټولو امر ورکړی او له ډېر وخت وروسته دا لومړی ځل دی چې رسمي سرچينې د تلفاتو شمېرې بیانوي. که څه هم د قربانیانو د کورنیو نقل قولونه، د جګړې شدت او عملي واقعیتونه دا په ډاګه کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو کره شمېرې تر پورتنیو هغو څو برابره زیاتې دي.

خو څه چې د بحث وړ دي، هغه دا چې د افغان سرتېرو وینه په کومه لار کې تویېږي؟ د اسلام په لار کې که په اوراسیا کې د امریکا د سیمه‌ييزو ګټو د خوندي کولو لپاره؟

کره واقعیت دا دی چې د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته امریکايي ځواکونه د جګړې له لومړۍ کرښې څخه خورا خوندي اډو ته ستانه شوي، تر څو په کمو مالي او ځاني تلفاتو د افغانستان جګړه رهبري کړي. جنګي مسئولیتونه یې افغان امنیتي ځواکونو ته ورسپارلي او هغه وسله چې تر اوسه د اشغالګرو ځواکونو پر وړاندې کارول کېده، له دې وروسته د مسلمانو ورڼو په مقابل کې وکارول شوه. بېشکه په داسې حالت کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات زیاتېږي او دا ځواکونه د سون د توکو په څېر د یوه مصرفي ځواک په توګه په اورسیا کې د امریکا د سیمه‌ييزو موخو او ولکې د ټيڼګښت لپاره کارول کېږي. امریکا او د افغانستان دولت د تلفاتو د کمولو لپاره هېڅ کوم میکانېزم نه لري او یوازې د سرتېرو د مړو په شمېرلو بوخت دي.

نو لازمه ده چې د افغانستان مسلمان خلک د خاینو چارواکو او د دوی د بادارانو خیانت او د دې چټلې جګړې واقعیت درک کړي او پرېنږدي چې د خپلو اولادونو د وینې په بیه یې په افغانستان کې د امریکا جګړه‌ييز ماشین په حرکت راشي؛ بلکې هڅه دې وکړي چې د افغانستان د مسلمانو ځوانانو انرژي او ځواک د اسلامي دولت، د اسلام د حاکمیت او د استعمار د جرړو په ایستلو کې مصرف شي، نه د اشغالګرې امریکا د حاکمیت په لاره کې، چې هره ورځ یې لاسونه د افغانستان د مسلمانانو په وینو سره دي او ماشومان یتیموي، ښځې کونډې کوي، کورنۍ بې سرپرسته کوي او د ویر پر ټغر یې کېنوي. 

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.