سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     26 رمضان 1440

میلادی نېټه :     شنبه, 01 جون 2019 م

شمیره:      ح.ت.افغ ۱۱/۱۴۳۹

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
ډيموکراسۍ مسلمانې ښځې د فاسدو سياستوالو د عیاشۍ او مستۍ وسيلې ګرځولې دي

د جمهوري رياست د ارګ له لوري د فساد او فحشا د سيستماتيک ترویج او د پارلمان او وزارتونو د څوکيو په بدل کې له ښځو د جنسي غوښتنې په اړه وروستيو افشا کونو د خلکو ترمنځ سخت تشويشونه راپورته کړي دي. دا کومه نوې پېښه نه ده، بلکې څه موده مخکې د افغان امنيتي ځواکونو له کونډو څخه د ناوړه جنسي استفادې او د ښځو د فوټبال د ټيم پر غړو باندې د جنسي تيري مسئلې هم په پراخ ډول فضا شوې وې.

سره له دې چې د افغانستان د مسلمان ولس په تاريخ کې دا ډول بې عزتۍ اصلاً ساری نه لري، خو په دې اړه دغو افشا کونو وښوده چې خلک د خپلو خويندو د پاک لمنۍ او نواميسو په وړاندې دومره بې احساسه او بې توپيره شوي چې دغه ټکان ورکوونکی او دردوونکی خبر يوازې د څو رسنيو د خبرونو سرټکي او د سیاسي رهبرانو په سطح د یوې او دوو غندنو او د ارګ له خوا د څو سنبوليکو حرکتونو پرته د خلکو ترمنځ نور هېڅ عکس العمل را ونه پاراوه. فرضاً که دا ډول پېښه لس یا شل کاله مخکې پېښه شوې او رسنيزه شوې وای، د خلکو عکس العمل به له نن څخه بشپړ متفاوت او جدي و. دغه پېښه د دې څرګندونه کوي چې د دا ډول مسايلو په اړه د خلکو حساسيت خورا کم شوی او ۱۸ کلن استعمار او د ډيموکراسۍ تطبیق د افغانستان د غيرتمن ولس اخلاقي او ذهني وضعيت څومره بدل کړی دی.

د خلکو ټوله هڅه يوازې په دې متمرکزه ده، چې څنګه کولای شي يوازې د خپلې کورنۍ د غړو امنيت خوندي کړي، ترڅو هغوی د دا ډول فتنو له شر څخه وساتي. په داسې حال کې چې د فحشا دغه طوفان دومره خطرناک دی، چې د هغه پر وړاندې فردي مبارزه ناممکنه ده؛ مګر دا چې د ډيموکراسۍ نظام او د هغه د ارزښتونو جرړې د ډله ييزې مبارزې په ترڅ کې له بېخه را وايستل شي. ځکه ډيموکراسي ښځه د سياستوالو د عياشۍ او مستۍ وسيله، د پانګوالو او لويو تجارتي کمپنيو جنسي وينځه ګڼي او د دغه ليدلوري پر وړاندې مبارزه ستر فکري او سياسي ځواک او بديل نظام –اسلامي خلافت- ته اړتيا لري.

بنسټيزه ستونزه دا ده چې په دا ډول پېښو کې د عامه افکارو پام تر ډېره خلکو او بنسټونو ته ور اړول کيږي او هېڅوک په دا ډول پېښو کې د ډيموکراسۍ مفکورې او ارزښتونه تر پوښتنې لاندې نه راولي؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې اخلاقي فساد تر اوبو لاندې د يخ د هغه ستر غره په څېر دی چې يوازې ډېره لږ برخه يې له اوبو بهر معلومېږي. که د افغانستان مسلمان ولس د ډيموکراسۍ خطر جدي و نه ګڼي او پر وړاندې يې مبارزه ونه کړي، ژر ده چې ډيموکراسي به کورنی نظم داسې بدل کړي چې فساد او فحشا به تر دې کچې عادي شي چې پلرونه او ميندې به په هغو نندارچيانو بدل کړي چې د خپلو اولادونو بې حيايي به ګوري، خو پر وړاندې به يې هېڅ هم نشي کولی.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې