سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 شعبان 1441

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 25 مارچ 2020 م

شمیره:      1441/11

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
په افغانستان کې د سياسي ناورين اصلي عامل امريکا ده؛ځکه يوازې هغه ورڅخه ګټه اخلي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پمپیو د سياسي اختلافاتو د حل په موخه افغانستان ته سفر وکړ، خو له اشرف غني او عبدالله عبدالله سره يې ليدنې پرته له کومې نتيجې پای ته ورسېدلې. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پر افغان رهبرانو له نيوکې سره، د يوې اعلاميې د صادرولو په ترڅ کې ويلي: «له هغه ځایه چې د (افغانستان) د حکومت د رهبرۍ ناکامي، د امريکا ملي ګټو ته مستقیم تهدید دی، د امريکا دولت به د افغانستان له دولت سره د خپلو مرستو پر لړۍ له سره کتنه وکړي او د نورو اقداماتو ترڅنګ، دا اعلانوو چې له خپلو مرستو څخه یو ميليارډ ډالر کموو او د ۲۰۲۱م کال لپاره د يو ميليارډ نورو کمونې ته هم چمتو یو».

امريکا همېشه په مستقيم او يا غير مستقيم ډول په يوه خاوره کې ستونزې او ناورين رامنځ ته کوي او وروسته د داسې نظامي، سياسي او اقتصادي اقداماتو له لارې چې د هغوی د ملي ګټو تضمين کوونکي وي، فشار راوړي او په ظاهري توګه د هغو د حل لپاره ګام پورته کوي. هغه کسان چې د افغانستان سياست له نږدې څاري، ښه پوهيږي چې رامنځ ته شوی ناورين له افغان دولت، طالبانو او افغان رهبرانو سره د امريکا له څومخيزو سياستونو څخه سرچينه اخلي، چې د پراخې تفرقې او اوسني سياسي ناورین لامل ګرځېدلي دي.

لکه څنګه چې په ټاکنيز ناورين کې د امريکا پخواني سفير جان بس به د ټاکنو پر کمیسيون فشار راوړه. دې ته ورته د افغانستان د سولې په اړه د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د افغان رهبرانو ترمنځ سياسي اختلافاتو ته لمن وهله. له ټولو څخه مهم دا چې د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې چې د اوسني ناورين اصلي راپاروونکې دي، د امريکا له خوا په شنه څراغ ورکولو سره اعلان شوې او د تحليف په مراسمو کې امريکايي ډيپلوماتانو په يوه اړخيزه توګه له يوه لوري سره ګډون وکړ.

د دغه وضعيت له مخې امريکا داسې ښيي چې د روان ناورين، اختلافاتو او ستونزو مسوولیت ټول د افغانانو پر غاړه دی او امريکا د يوه خير غوښتونکي منځګړي په توګه د دغه ناورين د حل په لټه کې ده. حال دا چې تجربې ثابته کړې چې د تېرو دوو لسيزو په اوږدو کې امريکا او لاسپوڅي يې همېشه د اوبو خړولو او ماهي نيولو د سياست د پلي کولو په هڅه کې وو؛ نه د سياسي ستونزو د واقعي حل په لټه کې. د امريکا د سياستونو په اړه دا متل بشپړ انځور وړاندې کوي چې امريکا هم کوزه جوړوونکې ده، هم کوزه پېرودونکې او هم کوزه پلورونکې.

حزب التحرير يو ځل بيا په ټولو قومي مشرانو، سياسي رهبرانو، طالبانو، پخوانيو مجاهدينو او بصيرت خاوندانو باندې غږ کوي چې ذلت له امريکا، ناټو او نورو کفري دولتونو سره په دوستۍ کې دی او عزت یوازې د اسلام په بشپړ تطبيق کې دی. د تېرو څلوېښتو کلونو له پېښو څخه باید اوس ټولو دا عبرت اخیستی وي چې ستر قدرتونه همېشه په افغانستان کې خپلې ګټې تعقیبوي، نو باید د هغوی د پیاده سرتېرو په څېر ونه کارول شو. هغه حللارې چې دوی يې وړاندې کوي ظاهري او موقتي وي او د افغانستان د ناورين له ريښه يي حل سره مرسته نه کوي. د دې پر ځای د الله سبحانه وتعالی پر رسۍ (اسلامي حللارو) باندې منګولې ولګوئ، ځکه هغه عروة الوثقی (پياوړې رسۍ) ده، چې سلامتي او سياسي ثبات رامنځ ته کوي.

﴿أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَیٰ تَقْوَیٰ مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَمْ مَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَیٰ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ

[توبه:109]

آیا هغه څوک چې د خپل (کار) بنسټ د الله سبحانه وتعالی د رضايت او تقوا پر بنسټ ږدي، غوره دی او که هغه څوک چې د خپل (کار) بنسټ د يوې سستې او لوېدونکې کندې پر څنډه باندې چې هغه د دوزخ اور ته ورغورځوي؟ الله تعالی ظالم قوم ته هدایت نه کوي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې