Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     16 ذولقعده 1441

میلادی نېټه :     سه شنبه, 07 جولای 2020 م

شمیره:      1441/16

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
اسلامي احکامو او ارزښتونو ته سپکاوی ادامه لري؛ آیا څوک شته چې دفاع ترې وکړي؟

د افغانستان د ستراتیژيکو مطالعو انستیتیوت د «زده‌کړه او سیاست: د افغانستان د پوهنې په نصاب کې د دیني راډیکالېزم رېښه‌موندنه» په نامه یوه څېړنه خپره کړې، چې په ښکاره یې پکې پر اسلامي ارزښتونو، عقایدو او احکامو بریدونه کړي او ټينګار پکې شوی چې د اسلامي مسایلو تدریس د راډيکالېزم او افراطیت لامل کېږي.

دغه بنسټ یوازې د څېړنې پر خپرولو بسنه نه ده کړې، بلکې په ډېره بې‌شرمۍ حللاره ورکوي څو د افغانستان د پوهنې کتابونه له اسلامي مسایلو پاک کړل شي. په داسې حال کې چې دا ډول څېړنې او نظرونه خپله تاوتریخوالي ته لار هواروي؛ دا هغه موخه ده چې غربي ډونران او تمویلوونکي یې په لټه کې دي. دغه انستیتیوت د دې لپاره چې د خلکو له نیوکو ځان خلاص کړای شي، د دا ډول څېړنو او لیکنو ټول مسوولیت د لیکوال او څېړونکي پر اوږو وراچوي. په داسې حال کې چې دغه انستیتیوت په خپلو پرلپسې څېړنو او نظرپوښتنو کې تل پر اسلام ایډيولوژيکه او یو اړخیزه حمله کړې ده او اسلامي ارزښتونه یې له «راډيکالېزم»، «بنسټپالنې» او «تندلارۍ» سره مترادف تعریف کړي دي.

که څه هم د تېرو شلو کلونو په بهیر کې د افغانستان د پوهنې درسي نصاب څو ځله بیاکتل شوی او یوه ستره برخه اسلامي ارزښتونه ترې حذف کړل شوي او د ډيموکراسۍ پر مفاهېمو بدل شوي دي. مګر له اسلام سره د سیکولرانو دښمني دومره ژوره ده، چې حتی د پوهنې په نصاب کې یې د اسلام فردي مسایل هم ونه زغمل، په «راډيکالېزم» پورې یې وتړل او له درسي نصابه د ټول اسلام د حذف غوښتنه کوي. په دې څېړنه کې الله سبحانه و تعالی، د اسلام پيغمبر صلی الله علیه وسلم، اسلامي عقایدو، د اسلام له نظره د ژوند موخې، جهاد، مجاهد، زکات او نورو اسلامي ارزښتونو او عقایدو ته سپکاوی شوی دی. دلته د دغه سپکاوي‌لیک یوې کوچینۍ برخې ته اشاره کوو:

  • په څېړنه کې په ډېره بې‌باکۍ نیوکه شوې چې ولې د -پښتو او دري- ژبو او ادبیاتو ټول کتابونه په حمد او نعت یعنې د الله سبحانه او تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ثنا او ستاینه پيلېږي. (ص۳۸)

  • د څېړنې په یوه برخه کې په ډېره بې‌شرمۍ ویل شوي دي چې باید د ښوونځي زده‌کوونکو ته ونه ویل شي چې "سم او د انتخاب وړ دین یوازې اسلام دی"؛ دا مسله د دیني «راډیکالېزم» لامل کېدای شي. (ص۶۶)

  • په څېړنه کې په ډېره زړورتیا ویل شوي چې د نورو پر بتانو او خدایانو باید حمله ونه شي. همدارنګه بیان شوې، د افغانستان د پوهنې په کتابونو کې چې څنګه الله سبحانه وتعالی ذکر شوی، دا د نورو خدایانو د حذف لامل کېږي، یوازې د مسلمانانو خدای پاتې کېږي او دا په زده‌کوونکو کې د دیني «راډيکالېزم» لامل کېږي. (ص۵۷-۵۸)

  • په څېړنه کې په ډېره بې‌باکۍ راغلي چې په درسي نصاب کې د مسلمانانو د لومړۍ قبلې بیت المقدس انځور راوړل د دیني «راډيکالېزم» لامل کېږي. (ص۷۹-۸۱)

  • په څېړنه کې پر دې موضوع ډېر فضولانه انتقاد شوی چې ولي په درسي کتابونو کې راغلي چې د زکات یوه مستحقه ډله مجاهدین دي. (ص۴۴-۴۵) حال دا چې  دغه موضوع قطعي حکم او د قرآن‌کریم صریح آيت دی، چې مجاهدین له هغو اتو ډلو څخه یوه ده، چې زکات باید ورکړل شي.

  • په څېړنه کې په ډېرې بې ادبۍ د مجاهد دا ډول تصویر وړاندې شوی دی: «مجاهد پر خپل قطعي نظر له خپل ځانه پرته د هر انسان د له منځه وړلو لپاره راولاړېږي» (ص۴۴-۴۵) په داسې حال کې چې دغه ټکی خورا ستر اسلامي ارزښت، د اسلام تاریخ او د افغانستان هغه ستره برخو خلکو ته سپکاوی دی، چې د شوروي او امریکا پر وړاندې جهاد کې یې ونډه درلوده.

  • په څېړنه کې ډېر چټيات ویل شوي، چې د دغه متن «د ژوند لومړۍ موخه د یوه الله عبادت دی» تدریس او دا چې د نېکمرغۍ لاره یوازې مستقیمه لاره [صراط مستقیم] ده، د زده‌کوونکو د قطعي لیدلوري او راډيکالېزم لامل کېږي. (ص۵۳-۵۴)

په واقعیت کې په ډيموکراتیک نظم او د سیکولرانو په حاکمیت کې هر څوک او هر بنسټ جرات پيدا کوي څو د بیان ازادۍ او څېړنې په نامه اسلامي ارزښتونه او عقاید تر پوښتنې لاندې راولي. په مقابل کې یې هېڅ ارګان او بنسټ نشته چې د دا ډول بې‌حیایۍ، سپکاوي او حملو مخه ونیسي او پر وړاندې یې ودرېږي. په داسې حال کې چې که څو کاله مخکې دا ډول سپکاوی‌لیک خپور شوی وای، له سختو غبرګونو سره مخ کېده؛ خو نن د اسلام د حاکمیت په نشتوالي کې مقدساتو ته سپکاوی کېږي او فضا یې داسې جوړه کړې چې که څوک یې پر وړاندې غږ اوچت کړي، په بېلابېلو نومونو او ټاپو ځپل، ترور او خفه کېږي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.