سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     11 محرم 1442

میلادی نېټه :     سه شنبه, 01 سپټمبر 2020 م

شمیره:      1442/1

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د ماکیاولي مریدان د فساد رېښې نه شي ایستلی

د افغانستان حکومت د وزیرانو، معینانو، والیانو او مشاورینو په ګډون ځينې لوړپوړي دولتي چارواکي څارنوالۍ ته معرفي کړي دی. همدارنګه ځينې پخواني دولتي چارواکي یې هم نیولي، چې پر بېلابېلو جرمونو محکوم شوي دي.

موږ د دغو اقداماتو د اصلي ماهیت په اړه دوه ټکي د پام وړ ګڼو:

لومړی: په پانګوالي نظام کې د اعمالو او سیاستونو معیار ګټه دی. دغه معیار هم په وګړو او هم په دولتونو او هغو چارواکو کې لیدل کېږي، چې د دغو نظامونو په راس کې دي. په دغه ډول نظامونو کې ولسمشر، هغه ته نږدې کړۍ او د حکومت بنسټ ځان د ماکیاولي مریدان ګڼي او ماکیاولي په جمهوري نظام کې د سیاست پلار دی. هغه د خپل سیاسي لید لپاره د یوه حاکم مثال راوړي چې د خپلو جنرالانو په وسیله ځينې کسان وژني او له صحنې یې لرې کوي؛ خو کله چې خلک نیوکه ورباندې کوي، حاکم خپل جنرالان په دار ځړوي. د ماکیاولي له نظره دغه حاکم غوره سیاستوال و؛ ځکه چې له یوې خوا یې له خپلو جنرالانو څخه ګټه واخیسته او له بلې خوا یې د هغوی په وژلو ځان ته برائت ورکړ او خلکو ته یې ځان یوه منلې او د فساد ضد څېره وښوده.

د افغانستان چارواکي د خپلې سیاسي بقا او ګټو د ټينګښت لپاره همدا ډول سیاست کوي. له یوې خوا فساد ته لار هواروي او خپل فاسد دوستان پر لوړو دولتي څوکیو ګوماري او له بلې خوا څه مهال وروسته همدا کسان پر فساد تورنوي، ترڅو دوی د فساد ضد څېرو په توګه راښکاره شي. د دوی دا زده دي چې څنګه د خپل فساد د پوښښ لپاره پوپولیستي او عوام غولوونکي سیاستونه وکاروي او د ټولنې فضا چټله کړي.

دویم: د اسلامي خاورو چارواکي له هغې ډلې د افغانستان چارواکي تل ځانونه د هغو کسانو پوروړي ګڼي چې پر څوکۍ یې کېنولي دي. په واقعیت کې دوی هغه لاسپوڅي دي، چې د امریکا او ناټو د رضایت لپاره هر کار کوي. ټاکل شوې چې د افغانستان حکومت د ۲۰۲۰ کال په پای کې په جینوا کنفرانس کې خپلو بادارانو ته کاري راپور وړاندې کړي. د همدې لپاره د فساد ضد فعالیتونه کوي، ترڅو په هغه کنفرانس کې څه ناڅه لاسته راوړنه ولري او د خپلو غربي اربابانو رضایت تر لاسه کړي.

د افغانستان مسلمان خلک باید ونه غولېږي او باید وپوهېږي چې فساد په دا ډول نمایشي حرکتونو له منځه نه ځي. فساد د جمهوریت او ډيموکراسۍ دویم نوم دی او د دغه نظام اصلي جوهر فساد جوړوي. اسلام باید د خلافت دولت په وسیله په انقلابي او هر اړخیز ډول پلی شي، ترڅو دغه نظامونه، څېرې او معیارونه له منځه ولاړ شي او د اسلام سلامتي د پانګوالۍ د فساد ځایناستې شي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې