چهارشنبه, ۰۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     13 صفر 1442

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 30 سپټمبر 2020 م

شمېره:      ۰۵/۱۴۴۱

ولاية بنغلادش
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
راتلونکی خلیفه به د متعصم په څېر، زموږ د لوڼو او خویندو عزت او عفت وساتي

الله سبحانه وتعالی په اسلام کې زموږ د لوڼو او خویندو حیثیت او مقام ډېر لوړ بللی دی. په داسې حال کې چې اوسمهال له بده مرغه د حسینې د ناوړه سیکولر رژیم تر چتر لاندې، د جنسي تيري ښکار ګرځېدلې دي. د بنګله دېش د محصلینو لیګ (BCL) د سیلهیت MC کالج په لیلیه کې، چې یو سیاسي سازمان دی، څو کسانو پر یوه مېرمن په داسې حال کې  ډله ییز جنسي تيري کړی، چې مېړه یې په رسۍ تړلی و، دا یوه زړه بوږنوونکې پېښه ده او دغه ظالم رژيم یې پټه ساتي. دغه جنایتکاران له ډېرو کلونو راهیسي د رژیم له لوري په امن کې ساتل کېږي، تر څو خلکو ته د وېرې ډک چاپېریال رامنځ ته کړي. کوم جرمونه چې دوی تر سره کوي، په پای کې د د رژيم د قضاییه قوې له لارې، له دې ځای څخه تېښته کوي. د بنګله دېش رژیم غله زموږ د زیانمنو مېرمنو له عزت او عفت څخه سرغړونه کوي، په داسې حال کې چې قضاییه قوه مجرمین پرېږدي. نو یوازې جنسي تېري کوونکي BCL نه شي کولای د دې جرمونو مسوول وګڼو، ځکه چې همدا جنایت کار رژيم له کلونو کلونو راهیسي د دوی باور پیاوړی کوي، تر څو جرمونه ترسره کړي. نو دا د حیرانتیا خبره نه ده چې کله یو رژیم  له مجرمینو او غلو څخه تشکیل شوی وي، د حق ویلو په تور د حزب التحریر مخلص فعالین د کلونو کلونو لپاره په زندانونو کې اچوي، خو مجرمین له ځنډ پرته ازادوي چې  بېرته خپلو ناوړه کارونو ته دوام ورکړي.

اې خلکو، هر څومره چې تاسو ناوړه سیکولر رژیم او خوښۍ یې وزغمئ، همداسې به زموږ ښځې په امن او خوندي چاپېریال کې تګ راتګ نه شي کولای. راځئ چې یوازې پر جنسي تېري کوونکو خپله انرژي ونه لګوو، ځکه چې اصلي ستونزه دا نه ده، بلکې دا د اوږد مهاله ستونزې یوه نښه ده، چې هغه سیکولر ډموکراټیک نظام دی، چې په مسلسله توګه د جنسي تېریو او مجرمینو تولید او ساتنه کوي. نو، له دې رژیم څخه د عدالت غوښتنه کول هېڅ ګټه نه لري، د دې پر ځای هڅه کوي تر څو موږ د جنسي تيري له کلتور سره عادت کړي، چې د همدې لیګ د جنسي تېري کوونکو کچه یې ورځ تر بلې لوړېږي.

اې خلکو، له دې ناورین څخه د وتلو اصلي لاره دا ده، چې په نظامي ځواک کې خپلو مخلصو ملګرو او د کورنۍ غړو ته دعوت ورکړئ، تر څو دا جنایت کار سیکولر رژیم له منځه یوسي، دوی باید ژر تر ژره حزب التحریر ته نصرت ورکړي، تر څو زموږ اصلي ډال ـ د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت تاسیس کړي، چې زموږ  د میندو او لوڼو عزت او عفت خوندي کړي. افسران دعوت کړئ، تر څو داسې کار وکړي لکه څنګه چې صالح خلیفه متعصم د یوې ځوانې یتیمې نجلۍ ژړا ته ځواب ورکړی و، چې د رومي سرتېرو له لوري یې سپکاوی شوی و، متعصم یو غښتلی نظامي ځواک ولېږلو او په مالتا کې یې د رومن یوه مهمه اډه فتح کړه چې یوازې د دې مسلمانې له عزت څخه دفاع وکړي. د تاریخ په اوږدو کې، خلافت تل زموږ د خویندو او لورګانو د عزت ساتلو ډال و. دا د دوی مسوولیت و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لاره تعقیب کړي، چې د بنو قینقا قبایلو پر وړاندې یې خپل وسله وال ځواک ولېږلو، هغه یې محاصره او بیا یې له خپلې خاورې څخه وشړل تر څو د یوې مسلمانې مېرمنې د عزت ساتنه وکړي. هغه ښځه چې د یوه یهودي له لوري یې سپکاوی شوی و، نو راځئ چې له مخلصو مسلمانو وسله والو څخه وغواړو، چې زموږ د لوڼو او خویندو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته رسولی شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«وَاللَّهِ لَيُتِمَّنَّ هَذَا الأَمْرَ حَتَّى يَسِيرَ الرَّاكِبُ مِنْ صَنْعَاءَ إِلَى حَضْرَمَوْتَ، لاَ يَخَافُ إِلاَّ اللَّهَ أَوِ الذِّئْبَ عَلَى غَنَمِهِ‏»(صحیح البخاري)

ژباړه: ... ولاچې الله سبحانه وتعالی به دغه دین (اسلام) بشپړوي او پای ته به یې رسوي؛ تر هغه ځایه پورې چې یو مسافر له صنعا څخه تر حضر الموت پورې ځي او د الله سبحانه و تعالی او د پسونو لپاره یې د لېوه له ډار پرته له بل هېڅ شي څخه وېره ونه لري.

د حزب التحریرـ ولایه بنګله دېش مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې