سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     20 ذولقعده 1438

میلادی نېټه :     شنبه, 12 آګست 2017 م

شمېره:      TR–BA–2017–MB–TR–013

ولاية تركيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
ادلیب د حلب، موصل او رقه په څېر د خپل خیانت قرباني مه کوئ!

 (ژباړه)

تېره اونۍ د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي مایکل ریټني وویل: «امریکا ته ستونزمنه شوې چې په ادلیب کې نړیوالو لوبغاړو ته قناعت ورکړي، تر څو لازمې نظامي مداخلې ته مخه نه کړی.» له هغه وروسته لومړی وزیر یلدرم وویل: «که امریکا پر ادلیب برید وکړي، موږ به خپلې پولې د احتیاط لپاره بندې کړو.» ولسمشر اردغان دا څرګندونې وکړې: «موږ له ایران او روسیې سره د ادلیب په اړه خبرې اترې کوو او ښې پر مخ روانې دي، موږ به د ادلیب مسله له روسیې سره یو ځای حل کړو.» دا هم څرګنده شوه، چې ترکي ځواکونه په دې ورځو کې پولې ته په زیاته کچه نظامي تدرکات لیږدوي. دا ټولې څرګندونې موږ ته په ډاګه کوي چې ادلیب به ژر د یو خونړي برید شاهد وي.

غربي ملتونه چې د ظلم منبع ده او  د ظالمو رژیمونو ملاتړ کوي؛ د سوریې د پاڅون له پیله یې د هغه پر وړاندې له کینې ډک دریځ څرګند کړی. دوی د دغه اسلامي پاڅون د پای ته رسولو لپاره یو په بل پسې پلانونه او دامونه جوړ کړي. دوی د دسیسه یي نظرونو په رامنځته کولو د خلکو نظر کنټرولوي. د اسد د ظالم رژیم ملاتړ يې وکړ او ژوند یې ور اوږد کړ. ایران، په لبنان کې یې حزب او د ایتلاف غړو هېوادونو _چې روسیه او امریکا یې مشري کوي_ سوریه وسوځوله، ویجاړه یې کړه او زیاتې ټولوژنې یې پکې وکړې. اما پر دغو ټولو هڅو سربېره دوی ونه توانیدل، چې مخلصو مسلمانانو ته ماتې ورکړي. نو پر دغه اساس دوی په خپلو چټلو پیسو داسې خلک واخیستل، چې هېڅ سیاسي لیدلوری نه لري، په دې طریقه داسې لارې جوړوي او اوس د دوی د شیطاني پلانونو هدف ادلېب دی.

اې رهبرانو! د امریکا په امر، کله یې چې په فرات ډال عملیاتو کې ټول حلب ونیو،  امریکا او بشار اسد ته پر حیاتي رګونو تبدیل شوئ.  تاسو په موصل کې د عملیاتو د یوځای والي لپاره هر څه وکړل، چې زرګونه مسلمانان مو ووژل او دا لرغونی ښار مو ویجاړ کړ. مګر تاسو له دې امله ورسره یوځای نه شوي، ځکه چې ستاسو بادار (امریکا) نه غوښتل! تاسو په شخصي توګه د بدماشانو رهبر (حشد شعبي عبادي) ته مبارکي ورکړه، هغه شخص چې په موصل کې یې د هر خوځېدونکي څيز د وژلو امر ورکړی و، هغه کس چې په موصل کې یې دجله او فرات په هدیرو بل کړل. تاسو د امریکا په مشرۍ له شیطاني ایتلاف سره لاس یو کړی.

تاسو  خپلې هوايي او ځمکنۍ اډې د اشغالګرو پر مخ پرانیستې او ځینې وخت مو خپل جنګیالي هم له دغو ظالمانو سره یو ځای کړي او د بې ګناه مسلمانانو په وژلو کې ورسره ملګري کړې. تاسو په داسې یوه سیالۍ کې ګډون وکړ، چې غوښتل مو د (PKK) یا (PYD) یو عسکر شئ، تر څو خپل هغه باداران خوشحاله وساتئ، چې په رقه کې ټولوژنې کوي. مګر بیا هم تاسو د هغه کسانو په جمله کې رانه غلئ، چې ټاکل شوي وو! او ایا تاسو اوس په هغه ټولوژنه کې برخه اخلئ، چې یوازې له دې امله ترسره کیږي چې یونیم میلیون خلکو دیموکراسۍ ته سر نه دی ټيټ کړی او تروریستان ورته ویل کیږي. ایا تاسو به د قربانیانو پر مخ خپلې پولې وتړئ!؟

ایا تاسو نه دي ویلي که په حلب کې بریالي شئ، موصل به هم وګټئ؟ ایا تاسو نه دي ویلي چې د قربانیانو امېد به وئ او د ظالمانو په مخ کې به ودرېږئ؟ ایا تاسو ونه ویل چې کومې لوبې چې زموږ په هېوادونو کې روانې دي، له یوې منبع څخه دي او د دې تر شاه ځواکونو پر وړاندې به په استقامت سره ودریږو؟ ایا تاسو نه دي ویلي چې په سوریه او عراق کې به روانې دسیسې له منځه یوسئ!؟ ایا تاسو له روسیې، ایران او امریکا سره په همکارۍ له قربانیانو سره مرسته کوئ!؟ تبا شئ! هغه دنده چې تاسو ته د استعمارګرانو له لوری درکول کیږي، له بشر دوستانه مرستې پرته بل کوم  څه نه دي!

اې د قدرت خلکو! په سلګونو زره مسلمانان یې ووژل او تاسو تر اوسه غواړئ له دغو کفارو سره، چې دا وحشت یې کړی، ملګري شئ؟ ایا تاسو له قربانیانو سره د ظالمانو په اجازه مرسته کوئ؟ والله! ستاسو خیانت ستاسو له ناتوانۍ او سکوت څخه زیات دی. والله! ستاسو دوه مخی سیاست د امریکا تر ولکې لاندې دی. څه چې تاسو وکړل، په تاریخ کې به د تورو داغونو په شان پاتې شي. مسلمانان به ستاسو کړنې هېڅکله هېرې نه کړي! په یقین سره چې الله عزوجل به د خیانت او له مسلمانانو سره د مرستې نه کولو له امله د قیامت په ورځ له تاسو څخه پوښتنه وکړي؛ د هغه محاکمه سخته او سزا یې شدیده ده.

د حزب التحریر ـ ولایه ترکیې مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې