شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     20 ربیع الاول 1439

میلادی نېټه :     شنبه, 09 ډسمبر 2017 م

شمېره:      ۰۱۹MB-TR--۲۰۱۷

ولاية تركيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
بیت المقدس د یهودي دولت پلازمېنه نه؛ بلکې د دوی مقبره ده!

د چهار شنبې ماښام، د کافرې ښکېلاکګرې امریکا ولسمشر ټرمپ په یوه بیانیه کې وویل: « قدس د یهودي دولت پلازمېنه ده». د ټرمپ له دغو پروپاګندو څرکندونو او بیانیې وروسته حزب التحریر ولایه ترکیې یوه مطبوعاتي اعلامیه په دغه عنوان چمتو کړه: « قدس د یهودي دولت پلازمېنه نه؛ بلکې د هغوی مقبره ده.» د دغې مطبوعاتي اعلامیې په بدرګه کې له ۱۵ ښارونو او شپږو بېلا بېلو مرکزونو څخه په زرګونو خلکو برخه اخستې وه.

د پنجشنبې ماښام دغه اعلامیه په استانبول کې د امریکا دکونسلګرۍ مخ ته، د برصیې ښار په مرکز او د غه راز د جمعې په ورځ په انقره، ادنه، دیار باکیر یرګاني، بیتلیس تاتوان، وان، میرسین، حتایا، کونیا، کارامانماراس او سان لیورفا کې ولوستل شوه. 

د جمعې په ماښام یالووا او ایدین ښارونو ته هم مطبوعاتي اعلامیه ولېږل شوه. د نړۍ د شاوخوا مسلمانانو روان حالت ته په کتو سره د ترکیې مسلمانانو د امت د ملاتړ لپاره په ډاګه کړه، چې دوی د بیت المقدس او الاقصی مسجد څښتنان دي. د امریکا د متکبر ولسمشر د بیانيې: « اوس هغه وخت دی، چې بیت المقدس په رسمي توګه د اسراييلو د پلازمېنې په توګه وپېژندل شي» په غبرګون کې د ترکیې خلکو وویل: « اوس هغه وخت دی چې راشده خلافت رامنځته شي». مطبوعاتي اعلامیې د مسلمانانو له لوري د خلافت په شعارونو او د تکبیرونو په اوازونو بدرګه کېدلې. مطبوعاتي اعلامیو په دغو ټکو ټینګار کاوو: « اې مسلمانانو! تاسو پوهیږئ چې قدس د اسرا او معراج خاوره ده او د مسلمانانو لمړنۍ قبله ده. دا د الله د پېغمبر له لوري موږ ته را پاتې امانت دی. نو ځکه بیت المقدس به هیڅکله هم د یهودي دولت پلازمېنه نه شي او موږ بیا ځلې په دې ټینګار کوو، چې بیت المقدس د یهودانو پلازمېنه نه؛ بلکې د دوی مقبره ده ». 

د امریکا دغې بې شرمې بیانیې ته په کتو سره، زموږ مطبوعاتي اعلاميې د اسلامي خاورو حکامو ته، چې د امریکا پرېکړه یې له وېرې او بې وسې سره سره وغندله، خطاب کوي: اې مسلمانانو! ایا دغه حکام چې په وینا یي جنایتکار یهودي دولت د اسراء او معراج خاوره اشغال کړې ایا په منځني ختیځ کې د دغه دولت شتون حتمي دی؟ ایا هغه حکام چې غواړې له دغه غاصب دولت سره ټينګې اړیکي رامنځته کړي وبه کولی شي بیت المقدس بیا وګټي؟!  په دغو تشو غندنو سره تر کوم بریده کولی شي د اسلام او مسلمانانو دښمنان، ټرمپ او یهودي دولت ووېروي او مخه یې ونیسي؟ ایا د دوی کړنې له نیوکې او غندنې پرته بل ځای نیسي؟! د اسلامي همکاریو سازمان د غرمې د ډوډی له ناستې پرته څه کولی شي؟ نه کوم اغېز او نه هم کوم صلاحیت لري. ایا دوی د ټرمپ او یهودي دولت په غبرګون کې څه لري؟ ایا دوی هغه څوک دي چې د اسراء او معراج خاورې دفاع به وکړي؟ ایا دوی به هغه څوک وي، چې د الاقصی مسجد آزاد کړي؟

اې مسلمانانو! حل لاره دا ده: د بیت المقدس او الاقصی مسجد آزادي یوازې د هغو رهبرانو په لاس شوني ده، چې د صلاح الدین په څېر وي، هغه ویل: څرنګه به موسکی شم چې الاقصی محاصره وي؟ او د ریښتني خلیفه په لاس لکه سیدنا عمر (رضی الله عنه)، چې بیت المقدس یې آزاد کړ. عمر (رضی الله عنه) چې کله پر اوښ سپور دغه ښار ته د ننوتلو په حال کې و، یو کس ورته وویل: « دا هغه هیواد دی، چې پر اوښ سپرېدل په کې خلک بد ګڼي. څه به وشي که  ته په اس سپور دننه شې». ده رد کړه او ویې ویل: « الله موږ ته په اسلام سره عزت راکړ، که موږ د الله له لارې پرته په بل څه کې عزت ولټوو، نو الله به مو سپک او بې عزته کړي ». د روڼ اندو خلکو له ډلې څخه یو ځیرک رهبر سلطان عبدالحمید و، چې  یهودانو ترې د پیسو په بدل کې د فلسطین خاورې د یوې ټوټه ځمکې غوښتنه وکړه؛ خو ده یې په غبرګون کې وویل: « زه د دغو ځمکو یو اینچ هم نه شم پلورلی ». دا یې وښوده، چې دا د هغه ملکیت نه؛ بلکې دا په ټول مسلمان امت پورې تړلی ملکیت دی. هو مسلمانانو: د بیت المقدس آزادي به یوازې په تشو الفاظو تر لاسه نه شي بلکې د عمل له لارې...

مطبوعاتي اعلامیه په لاندې اختتامیه دعا باندې پای ته ورسېده: اې زموږ ربه! موږ ته ریښتنی خلافت راکړه او موږ ته داسې خلیفه را نصیب کړې، چې له الله څخه ووېریږي نه له کفارو څخه. حکام پکې له تشو الفاظو پرته په عملي توګه پوځونه ولېږدوي. مشران پکې خپل ځانونه تر هغې ګرم وبولې، چې بیت المقدس نه وي ازاد شوی. داسې یو پوځ  غواړو، چې خپلو استوګڼ ځایونو ته تر هغې راستانه نه شي، ترڅو یې له یهودي دولت څخه قدس نه وي ازاد کړی. د حسن النباشي په څېر سرتېري غواړو، چې د ۵۵ کلنو لپاره یې له بیت المقدس څخه ساتنه وکړه. اې الله! د مسلمانانو صفونه واحد کړې، د دوی لفظونه، کړنې او زړونه یو کړې. پر نبوي طریقه د ریښتني خلافت د تاسیس لپاره مو موخې یو کړې.

د حزب التحریر ولایه ـ ترکیې مطبوعاتي دفتر

ژباړن: جمیل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې