پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     21 جمادی الثانی 1439

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 09 مارچ 2016 م

شمېره:      ۰۰۳/۲۰۱۸

ولاية تركيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د اسلامي احکامو بیا کتنه یوازې د وحي پر بنسټ، د اجتهاد له لارې کېږي

(ژباړه)

د ترکیې ولسمشر اردوغان د ښځو په نړیواله ورځ، چې د کورنيو چارو وزارت او ټولنیزو خپرونو له خوا نماځل کېدله، داسې وویل: «څرنګه چې وینئ، په دې وروستیو کې یو شمېر کسانو په بېلابېلو بیانیو سره د ښځو په اړه داسې اجتهاد کړی چې زموږ په دین کې هېڅ بنسټ نه لري او پر هغوی نه پوهېږې، یا په دې زمانه کې ژوند نه کوي او یا دا چې په کومه بله زمانه او بله نړۍ کې ژوند کوي، ځکه هغوی نشي کولی اسلامي نړۍ عصري کړي. تاسو نه شئ کولی د هغو قوانینو پر بنسټ اوس ژوند وکړئ چې ۱۴ یا ۱۵ پیړۍ مخکې پلي کېدل او داسې نه شې کېدلی. د همدې لپاره د اسلام تطبیق د وخت او ځای په تغییر سره تغییر کوي او د اسلامي احکامو د بیا کتنې امکان هم شته.» (سرچینه: Agencies)

له دې ناوړه بیانیې وروسته، څینو حلقو هڅه وکړه ترڅو یاده بیانیه داسې تعبیر کړي چې نوموړي د اجتهاد په اړه خبرې کولې او د اسلام د دین احکام د وخت او ځای په تغییر سره تغییر کوي. په دغه ځای کې باید یادونه وکړم چې د اسلام د دین احکام تر قیامته د اعتبار وړ دي، په داسې حال کې چې بشري قوانین، لکه څنګه چې په بیانیه کې یاد شول د سېکولرېزم پر پایو ولاړ دي او په هېڅ وجه اجتهاد نه دی. اردوغان د الله سبحانه و تعالی د دین پر وړاندې تخطي وکړه او دغه کار یې د منلو وړ نه دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿ومَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلاَ مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِم﴾

[احزاب: 36]

ژباړه: هېڅ یو مومن او مومنه دا حق نه لري چې د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د پرېکړې خلاف کومه پرېکړه په خپل زړه وکړي.

یوازې د الله سبحانه وتعالی احکام دي چې په دې تغییر مننوکې نړۍ کې تغییر نه کوي. دا ناممکنه ده چې احکامو ته تغییر ورکړو، په داسې حال کې چې هغه الله سبحانه وتعالی له زمان او مکان څخه لوړ دی او د انسان فطرت هم چې هغه تعالی پیدا کړی دی د زمان او مکان په تغییر سره تغییر نه کوي، الله سبحانه وتعالی عالم دی او د انسان له فطرت څخه باخبره دی. د همدې لپاره، په دې باور لرو چې د اسلامي نظام د هر وخت او ځای لپاره یوازینۍ مناسب نظام دی. موږ باید هېر نه کړو چې د هر څه تجدید او اشتقاق د هغه اصل نه ښيي.

نو د دین بیا کتنه د هغه له سرچینې یعنې وحی پرته نه شي کېدلی، له دې پرته به د درباري علماوو یو تحریف شوی عجیب او غریب تفسیر وي. په اسلام کې باید هر نوی نظر او قضاوت د قران، سنتو، اصحابو د کړو وړو او شرعي قیاس پر بنسټ وي. که په پورتنۍ بیانیه کې موخه «اجتهاد» وي، دغه اجتهاد باید د شرعي ادله و پر بنسټ وي او کار یې د شرعي احکامو د تفسیر مجتهدین نویو واقعیتونو ته په کتو سره د جزییاتو له مدارکو څخه یې پایله (مناط الحکم) وي.

اسلام د یو نړیوال نظام په توګه په هر وخت او هر ځای کې د انسان ټولې ستونزې حل کولی شي. د دې لپاره چې د انسان حاجات او غریزې ۱۴پیړۍ پخوا هم وې او اوس هم په هماغه څېر دي، انسان تغییر نه دی کړی او هېڅ کله به هم تغییر ونه کړي؛ شرعي احکام به هم چې د انسان له اعمالو سره تړلي لري، تغییر ونه کړي.

د الله سبحانه وتعالی احکام به د قیامت تر ورځې د اعتبار وړ وي، لکه «زنا» د هغه کس لپاره چې فکر کوي روا به شي، نه روا کېږي، «سود» به هم د (اقتصادي اړتیا) په غلطې پلمې سره روا نه شي. حلال به تر قیامته حلال او حرام به تر قیامته به حرام وي. مسلمانان باید فعال وي او عکس العملي نه وي، د دې لپاره چې اسلام داسې نظام دی چې د فاسدو او منحطو ټولنو د رهبرۍ لپاره رالېږل شوی دی، نه دا چې د ټولنو په تغییر سره تغییر وکړي. مسلمانان باید په خپلو دنیوي ګټو کې د الله سبحانه وتعالی رضا وغواړي، نه د پانګوالۍ نظام رضا.

﴿فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ﴾

[نساء: 65]

ژباړه: نه، اې محمده صلی الله علیه وسلم ! ستا په رب قسم چې دوی هېڅکله مومنان کېدلی نه شي، ترڅو چې په خپلمنځي معاملو کې تا فیصله کوونکی ونه مني.

د حزب التحریر ولایه ترکیې مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې