چهارشنبه, ۰۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     11 ذولقعده 1441

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 02 جولای 2020 م

شمېره:      ۱۵/۱۴۴۱

ولاية تركيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په کوم دریځ کې چې تاسو له خلکو څخه د اخلاقي انحراف پر وړاندې د درېدو غوښتنه لرئ، حال دا چې خپله مو رامنځته کړی؛ دا له اخلاصه ليرې ښکاري!

ولسمشر اردوغان تېره دوشنبه د جون په ۲۹مه د همجنسپالو په اړه په یوه وینا کې وویل: «دوی زموږ پر دیني او اخلاقي ارزښتونو په کلکه بريدونه کوي، چې موخه یې د ځوانانو د مغزونو زهري کول دي او هغه څوک چې د دوی ملاتړ کوي، زموږ په نظر د همدغه انحراف ملګري دي. زه له خپلو خلکو څخه غواړم چې د داسې انحرافاتو پر وړاندې ودرېږي، چې الله سبحانه وتعالی موږ ترې منع کړي یو.»

دې وینا ته په پام سره، داسې برېښي چې د جمهوري ریاست ولسمشر خپل اجرایوي دریځ هېر کړی دی او خپل مسوولیت یې خلکو ته سپارلی دی! پر دې سربېره د حاکم دولت وروستی معاصر سیاسي تاریخ د دې شاهد دی چې ټولو نارواوو، فساد او انحرافاتو ته یې اجازه ورکړې ده، چې ټولو فاسدو افکارو ته یې لاره هواره کړې ده او د ټولنیزو ارزښتونو د پټېدلو لامل شوی دی، اړیکې یې کمزورې کړې او یووالي ته یې زیان رسولی دی! همدا ولسمشر اردوغان و چې خلکو ته یې ویل «د یوې رایې مانا یوه رایه ده» او په همدغه منطق سره یې د ټاکنو په دروازو کې غربې هېوادونه ملاتړ ته وهڅول او ویې ویل «د همجنسپالو د حقونو او شخصي ازادیو په چوکاټ کې باید د دوی لپاره تضمین وي.» هر کال پر جنسي انحراف ککړ خلک لارو او کوڅو ته راوځي او د خپلو حقوقو غوښتنه کوي، چې د عدالت او پراختیا ګوند (AKP) د واکمنۍ پر مهال د استانبول کنوانسیون چې د ټولو جنسي انحرافاتو دفاع کوي، په ۲۰۱۱م کال کې لاسلیک شو! که اړینه وای چې د همجنسپالو او د هغوی د سازمانونو پر وړاندې دریځ ونیول شي، بیا نو لازمه ده چې واکمن ګوند او اردوغان دا کار وکړي، ځکه چې دا د اجرایه قوې په چوکاټ کې تر سره کېږي، چې له مخې یې قانون پلی کېږي.

اې واکمنانو!

تاسو څنګه تمه کوئ چې خلک باید د دغو انحرافاتو پر وړاندې ودرېږي، په داسې حال کې چې تاسو د دوی قانوني ملاتړ کوئ؟ دا څه حماقت دی، دا څنګه مخالفت دی؟ دولت قانون پلی کولای شي، تر څو خپل خلک د بدو اعمالو او ناوړه کارونو څخه وساتي، هغه چا ته سزا ورکړي چې له قانون څخه سرغړونه کوي، ټولنیز نظم تضمینوي، کوم شی چې ټولنې ته زیان رسوي هغه ته د پای ټکی ږدي، خپل خلک له هر ډول کړو وړو او افکارو څخه ژغوري. نو له همدې امله، له ناوړه کړو وړو څخه د خلکو ساتنه د دولت لومړیتوب بلل کېږي، نو دا خلکو ته څنګه ویلی شئ چې «مهرباني وکړئ ځانونه له ناوړه کارونو څخه وساتئ» پرته له دې چې دولت کوم کار وکړي!؟ که دولت د خلکو ساتنه ونه کړي، نو خلک به څنګه له ناوړه کړو وړو څخه ځانونه وساتلی شي؟

د جمهوري ریاست ولسمشره! ستا لپاره: که په دې باور یاست چې همجنسپالنه، جرم او فحشا ده او د ټولنې له ارزښتونو سره سمون نه لري، نو هغه څوک چې باید د دې پر وړاندې لومړی دریځ غوره کړي هغه دولت دی. نو مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي، تاسو باید اقدام وکړئ چې د همجنسپالنې ټولنې بندې کړئ او د دوی فعالیتونو ته د پای ټکی کېږدئ. تاسو باید د دولت مشر په توګه د همجنسپالنې ستاینې، ملاتړ، بښنې او د هغې د مشروعیت لپاره د زنګ وهلو مخنیوی وکړئ، هغه څوک چې دا کار تر سره کوي سخت یې مجازات کړئ. تاسو باید ټول هغه قوانین لغوه کړئ چې د همجنسپالنې د ساتنې تضمین کوي، لومړی یې د استانبول کنوانیسون دی چې باید تجزیه یې کړئ، بیا یوازې تاسو ویلای شئ: «موږ هغه څه تر سره کړي دي، چې موږ یې کولای شو او اوس ستاسو وار دی!» په هر صورت، وړاندې له دې چې دریځ غوره کړئ، له خلکو څخه غوښتنه کول په خپله منافقت دی او دا د ایماندارۍ او صداقت نشتوالی دی!

په پای کې موږ تاسو ته وایو چې اې مسلمانانو! د ناوړه اعمالو او ناوړه کارونو اصل دا کافر، سیکولر، ډموکراټيک نظام دی او دا منکر به تر هغه پورې دوام مومي او په ټولنه کې به د ساري ناورغیو په څېر خپرېږي، تر څو چې دغه نظام موجود وي!

د حزب التحریرـ ولایه ترکیې مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې