پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     23 صفر 1440

میلادی نېټه :     سه شنبه, 30 اکتوبر 2018 م

شمېره:      1440 / 05


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د خلکو غولول نور بس کړئ... ترهګري چا ته ګټه رسوي؟!

د دوشنبې ورځې بمي برید چې په پلازمېنه تونس کې یې امنیتي ګزمه په نښه کړه، د رسنیو یوه لويه ډله او هغه کسان چې له سیاست څخه بهر ژوند کوي، ددې پرځای چې پلټنو ته په تمه شي، ترڅو د چاودنو عاملین ومومي او معلوم کړي چې څوک یې تر شا دي، په دې بوخت شول، چې له دې پېښې څخه د اسلام پر وړاندې د وسیلې په توګه کار واخلي او دولت او اړوند ارګانونه یې د ټولو هغو څيزونو پر وړاندې وپارول چې په اسلام پورې یې تړاو درلود، لکه: مدرسې او کتاب(د قران زده کړې ځانکړي ښوونځي).

موږ حزب التحریر په ولایة تونس کې خپلو خلکو ته د دغو جنايي کړنو د لړۍ د پیل په اړه خبرداری ورکړی دی، چې دا ډول جنايي کړنې له کړکېچن سیاسي وضعیت سره سمې ترسره کېږي، ترڅو د واکمنو چارواکو د ناکامیو لپاره پرده شي او هم د ظالمو سیاسي او ګوندي مانورونو لپاره لاره هواره کړي. موږ یو ځلې بیا دا ډول له وېرې ډکې کړنې افشا کوو او په سیاست کې د دغو ډول کړنو له کار اخیستنې پرده پورته کوو، دوی غواړي داسې فضا را منځته کړي چې په هیواد کې امنیتي خلا را منځ ته شي، ترڅو خلک ترې اغېزمن شي، نه هغه دولت چې په فساد او غلامۍ کې ډوب دی.

پر همدې بنسټ موږ د ناکامه او بې کفایته سیاستوالو په اړه خبر داری ورکوو چې دوی نه شي کولی هیڅ داسې بدیل په ګوته کړي، ترڅو د خلکو ستونزو ته ځواب ووایي. هغوی د اسلام او خلکو پر وړاندې جګړې ته مخه کړې او له دې ډول جنایي کړنو څخه د وسیلې په توګه ګټه اخلي. موږ غواړو دا ورته روښانه کړو چې د حساب او کتاب ورځ نږدې ده ځکه د مسلمانانو وینه نه ضایع کېږي، هغه که په پوځ کې وي، که امنیتي ادارو او که بې ګناه ملکي وګړي وي ځکه:

«لَزَوَالُ الدُّنْيَا أَهْوَنُ عَلَى اللَّهِ مِنْ قَتْلِ رَجُلٍ مُسْلِمٍ»

(ترمذي)

د الله سبحانه تعالی پر وړاندې د ټولې نړۍ له منځه تلل، د یو مسلمان سړي تر وژلو اسانه دي.

د حزب التحریر-  ولایة تونس مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې