سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     24 شوال 1440

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 27 جون 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۵۳

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
شرم نه دی چې هېواد مو د اشغالګرو کفارو په لارښوونو اداره کړو؟

(ژباړه)

د سوډان لپاره د امریکا استازي، ډونالډ بوت د سه شنبې په ورځ د پوځي شورا له غړو سره په یوه کتنه کې له انتقالي پوځي شورا وغوښتل چې ټاکنې تر یو کال پورې وځنډول شي، څو په دغه هېواد کې له (ډیموکراټیک لېږد) څخه باوري شو. د شورا یوه غړي یاسر العطا وویل، چې موږ د امریکا استازي ته دا خبرداری وکړی چې په قضایه شورا باندې د ازادۍ او بدلون د ځواکونو کنټرول نه منو. نوموړي ټینګار وکړ چې د هېواد د واګي له مساویانه وېش سره کومه ستونزه نه لرو (اخبار الیوم، چهارشنبه، د ۲۰۱۹م کال د جون ۲۶مه). بل خوا د امریکا استازي سوډان ته خپل تش په نامه (نړیوالو مرستو) راتګ، ملکي حکومت ته د واک په لېږد پورې اړوند کړ.

دغه شومه لیدنه د حزب التحریر-ولایه سوډان دا خبرداری تاییدوي: پر اجینټانو، د هېواد پر چارو او خلکو باندې د امریکا کنټرول! اوسمهال موږ وینو چې پوځي شورا هم د ګوښه شوي البشیر په قدم روانه ده او له امریکا څخه لارښوونې اخلي. د البشیر له خوار او ذلیل پای څخه درس نه اخلي. البشیر امریکا ته مخلص او ژمن کس و، له همدې امله خلک ترې ناراضه شول او پر وړاندې یې پاڅون وکړ. حزب التحریر-ولایه سوډان د البشیر حکومت او ان د سوډان ټولو خلکو ته د امریکا د دامونو په اړه خبرداری ورکړی و. هغوی ته یې څرګنده کړې وه چې دا یو اشغالګر هېواد دی او پر راپرځول شوي غلام او ویجاړ هېواد زړه نه سوزوي؛ تر هغه چې داسې کسان پیدا کړي، چې د دوی هر امر ته لاس په نامه ولاړ وي او ګټې یې خوندي کړي.

د امریکا استازی زموږ د ګټو لپاره نه دی راغلی او نه زموږ د ستونزو د حل په لټه کې دی. که څوک یې نه مني، هغوی د جرم شریکان، ساده او فرېب خوړلي دي. امریکا یو اشغالګر هېواد دی چې یوازې د خپلو ګټو په اړه فکر کوي. شرم نه دی چې د ډونالډ بوت په شان کس وټاکو!؟ دغه کس د سوډان له وېشل کېدو وروسته د سهېلي سوډان ملاتړ وکړ. دی به موږ ته بله کومه بدبختي راوړي؟ ایا امریکا د هغو ملي خبرو اترو جوړوونکې نه ده، چې په سوډان کې یې د فېدرالي دولت پر ځای سېکولر دولت جوړ کړ؟ ایا دا همغه امریکا نه ده چې زموږ هېواد یې په خپلو لارښوونو کړکېچ او بدمرغیو ته ورټېل واهه؛ تر دې چې د یوه داسې هېواد اقتصاد یې ړنګ کړ، چې د نړۍ د خوراکي توکو ټوکرۍ بلل کېده؟ امریکا هېڅکله مسلمانانو ته نېکمرغي نه راولي، الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿مَّا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلاَ الْمُشْرِكِينَ أَن يُنَزَّلَ عَلَيْكُم مِّنْ خَيْرٍ مِّن رَّبِّكُمْ

[البقره: ۱۰۵]

ژباړه: کومو خلکو چې د حق له منلو انکار کړی، هغه که اهل کتاب وي یا مشرکان؛ هېڅکله نه خوښوي چې له تاسو سره مو رب ښېګڼه وکړي.

دوی غواړي چې له البشیر وروسته د بل اجېنټ ځایناستي په موندلو سره خپلې ګټې وساتي. کله یې چې رول ختم شي، هغه به هم بل خوا وغورځوي. له سوډان څخه د امریکا د اقتصادي تحریمونو له لرې کولو وروسته البشیر ډېر خوښ شو او ویې ویل: «موږ هیله لرو چې د امریکا د اقتصادي تحریمونو لرې کول به د ټرمپ د واکمنۍ په دوره کې د اړیکو د ودې لار پرانیزي». (السوډاني ورځپاڼه، دوشنبه، ۲۰۱۷م کال د جنوري ۲۲مه) اوس بشیر چېرته دی!؟

﴿فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِمْ يَقُولُونَ نَخْشَى أَن تُصِيبَنَا دَآئِرَةٌ

[المائده:۵۲]

ژباړه: هغه کسان چې په زړونو کې د نفاق ناروغي لري، دوی له یو بل سره په دوستۍ کې سیالي کوي او وایي: وېرېږو هسې نه له یوې پېښې سره مخ شو، بیا به هغه مهال ګټه ترې اخلو.

د نبوت پر منهج د اسلامي دولت (خلافت ) په تاسیس سره د رښتیني بدلون لپاره کار وکړئ، چې بې عدالتي او ټولې ستونزې حل کړي. دغه دولت بیا د ټولو ستونزو حل له الله سبحانه وتعالی څخه غواړي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً

[النساء: ۵۹]

ژباړه:... بیا که ستاسو تر منځ په کومه مسله کې شخړه شوه، نو هغه د الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم لوري ته وړاندې کړئ. که تاسو په رښتینې توګه پر الله سبحانه وتعالی او د خرت پر ورځ ایمان لری، نو همدا د کار لپاره یوه سمه تګلاره ده، چې پایله به یې هم غوره وي.

ابراهیم عثمان «ابو خلیل»

د حزب التحریر-ولایه سوډان رسمي ویاند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې