شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     11 محرم 1441

میلادی نېټه :     سه شنبه, 10 سپټمبر 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۳

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
مطبوعاتي ځواب

دروند ورور ډاکټر عبدالطیف محمد:

اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

ستاسو د مقالې په اړه تبصره: «اوس یې وخت نه دی، چې اسلامي تجربې پلي کړو»

(ژباړه)

د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر په ۱۰مه په الجریده ورځپاڼه کې تاسو د یوې مقالې له سرلیک لاندې لیکلي وو: «موږ له ورور ابراهیم عثمان سره موافق نه یو چې وایي: «سوډان چې څه ته اړتیا لري هغه یوازې وړ کسان نه، بلکې سیاسي مفکوره ده چې ستونزې هوارې کړي، له بحران سره معامله وکړي، انرژي وسپموي او د خلکو چارو ته پاملرنه وکړي.  خلکو ته ارام، خوشاله او سوکاله ژوند رامنځته کړي او دا یوازې د اسلامي نظام تر چتر لاندې شونې ده، چې ټول شرطونه یې د خلکو د چارو د سمون پر بنسټ ولاړ دي.»

موږ حزب التحریر وایو، چې نن ورځ مفکورې د نوې تجربې په لټه کې دي. ده ښایي د مدنیت په لوري بلنه او هغه شعارونه اورېدلي وي، چې د اسلامي تجربې د غندلو لپاره لاس په کار وو او په سوډان کې له ناکامۍ سره مخ شول. اوس یې وخت نه دی چې د کومې اسلامي تجربې لپاره غږ پورته کړو او دا بلې انتقالي دورې ته پرېږدئ.

لومړۍ، له تاسو ګران ورور څخه ډېره مننه کوم، په داسې حال کې چې د اسلام ضد رسنۍ د اسلام او د هغه د دولت په اړه خبرې جرم بولي او دا پلمه کوي چې د مخکيني رژیم دښمن دی او تاسو هم د خلافت او اسلام په اړه زموږ مفکورې را اخیستې. 

دویم، اوسنۍ تجربه (انتقالي دولت) نوې نه دي: دا د مخکني رژیم بل توليد دی او یوازې په څېره کې لږ توپیر لري. په داسې حال کې چې د نظام بنسټ د تېر په څېر دی. د بشر په لاس جوړ شوی پانګوال ډېموکراتیک نظام دی. هر څوک چې له اوسني وضعیت څخه د بل ډول پایلې تمه لري، هغوی سراب او هغې ورېځې ته په تمه دي، چې باران نه لري.

درېیم، مدنیت خپله سیکولریزم دی. مخکنی رژیم سیکولر و، خو له ږیرې سره. نوی سیکولرزیم لکه لمر روښانه او سوچه دی. که چېرې مدنیت، چې د خلکو د غولولو لپاره کارول کېږي او د نظامي ضد وي، بیا نو اوسنی رژیم له پخواني رژيم څخه ډېر نظامي غړي لري!!

څلورم: هر څوک پوهېږي چې پخواني رژیم یوه ورځ هم د اسلام پر بنسټ حکم نه دی کړی، اسلامي شعارونه یې کارول خو عمل یې د اسلام خلاف و. له همدې امله موږ ورته اسلامي تجربه نه وایو. څه شی چې له ناکامۍ سره مخ شوي، هغه اسلامي نظام نه دی. هغه کسان ناکام شوي، چې تش په نامه اسلامپال دي، د اسلام شعارونه یې پورته کړي وو او د سېکولریزم او مدنیت چیغې یې وهلې.

پایله: اسلامي نظام یو نظام دی، نه تجربې. تجربې تل په بشري نظامونو کې وي، ځکه هغوی له ناقص عقل څخه سرچینه اخلي، چې له چاپېریال څخه اغیزمن کېږي. نه پوهېږي چې سبا به څه کوي او چېرې به مري.

اسلامي نظام خلافت دی. ځانګړي احکام لري، چې په یوه واقعیت سره پلي کیږي. پر ټولو مسلمانانو یې راتګ واجب دی. موږ یوه ورځ هم اجازه نه لرو چې انتظار شو، نو درې کاله خو ډېر زیات وخت دی! الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالا مُبِيناً

[احزاب: ۳۶]

ژباړه: هېڅ مومن سړي او مومنې ښځې ته نه ښايي، کله چې الله سبحانه و تعالی او د هغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم په یو شي امر وکړي، خو دوی بیا هم په خپلو چارو کې خپل ځانونه د واک او اختیار څښتنان وبولي. څوک چې له الله سبحانه و تعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم څخه سرغړونه کوي، نو په رښتینې توګه دغه کس ګمراه دی.

رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً»

ژباړه: که چېرې څوک مړ شي او پر غاړه یې د بیعت کړۍ نه وي، د جاهلیت په مرګ مړی شوی.

ابراهیم عثمان (ابو خلیل)

د حزب التحریر-ولایه سوډان رسمي ویاند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې