جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     15 صفر 1441

میلادی نېټه :     جمعه, 25 اکتوبر 2019 م

شمېره:     

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
سیکولرېزم ورټئ او خلافت تاسیس کړئ چې اسلام پلی کړي!

هغه څه چې په ټونس او مصر کې د انقلابونو له پیل وروسته سیکولرانو په خپل سره رامنځته کړل، اوس سوډان هم له همغه ډول سیکولارېزم سره مخ شوی، چې د اسلامي عقیدې خلاف ولاړ دي او له اسلامي نظامونو او قوانینو څخه انکار کوي. دغه سیکولران د مارانو په څېر ګرځي او خپل وژونکي زهر د پيچکارۍ په څېر په خلکو کې شیندي. دوی خپل نجاست له ویجاړوونکو مفکورو سره یو ځای د تپل شوي قانون په زور خپروي، چې د بې عدالتۍ او ظاهري سیکولرېزم پر ضد انقلاب یې د اسلام او اسلامي مفکورو ضد انقلاب بدل کړی دی.

په سوډان کې په ښکاره ډول د سیکولرېزم او د هغه د ويجاړوونکو مفکورو د خپرېدو لپاره کار کېږي. په دغه هېواد کې مسلمانان د هغو کسانو پر ضد راووتل، چې د اسلام په نوم یې سوداګري کوله. دوی له هغو چارواکو څخه د ځانونو خلاصول غوښتل، چې له اسلام سره دښمني لري او د الله سبحانه وتعالی له اوامرو څخه سرغړونه کوي. د دوی پلانونه افشا شول، چې موخه یې د کورنۍ د ملا تیر (د مسلمانې میندې پاک لمني) ساتل و. که چېرې د دوی کارونو، شعارونو او د اصطلاحاتو خپرېدو ته اجازه ورکړل شوې وی، هر څه یې چې غوښتل هغه ټول یې له منځه وړلی شوی. 

سیکولرېزم یو بشري نظام دی، چې له نیمګړتیاوو، ناشونتیا، ناسم درک او ناسمې تشرېح سربېره یې پلویانو په زور تپلی دی. سیکولرېزم له ژوند څخه د دین د بېلوالي پر اساس د لويدیځ یرغلګر کافر جوړ کړی دی، چې په کږه لاره روان دی او په ډېرې سپين سترګۍ سره د پاچاهانو د پاچاه (الله سبحانه وتعالی) پر وړاندې درېږي. له مسلمانانو څخه غواړي چې د دوی لار وڅاري، نو ایا مسلمانان په خپلو خاورو کې چوپ پاتې کېدای شي، چې د دوی منحط نظام دې پکې پلی شي؟! ایا دوی په هغه ډول د الله سبحانه وتعالی د بندګۍ غږ پوته کولی شي، څنګه یې چې هغه سبحانه وتعالی ترې غواړي؟ ایا دوی په رښتینې توګه د الله سبحانه وتعالی پر وحدانیت ایمان لري او له هغو کسانو سره په یوه کتار کې کار کوي چې د الله سبحانه وتعالی قانون پلي کول غواړي؟

اې مسلمانانو!

د نبوت پر اساس دویم راشده خلافت چې ډېر ژر به د الله سبحانه وتعالی په امر تاسیس شي؛ په اسلامي دولت کې د حاکمیت، سیاست، اقتصاد، تعلیم او داسې نورو چارو پلي کېدو ته پوره او چمتووالی لري. ستاسو وروڼو په حزب التحریر کې د خلافت دولت تر چتر لاندې د اسلامي ژوند بشپړ مفهوم رامنځته کړی او د دغه دولت اساسي قانون ۱۹۱ مادې لري، چې اصلي سرچینې یې الهي کتاب، د پيغبمر صلی الله علیه و سلم سنت او د اصحابو اجماع او قیاس دي. د امت بچیان په دغې لاره کې هڅه کوي، چې د نبوت پر تګلاره یو ځل بیا راشده خلافت تاسیس کړي.

هغه څه چې په ټول امت په ځانګړي ډول زموږ هېواد کې تېرېږي، له همدې امله د حزب التحریر-ولایه سوډان مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې یو کمپاین پلان کړی چې سرلیک یې دا دی: «سیکولرېزم ورټئ، خلافت تاسیس کړئ چې اسلام پلی کړي!» دغه کمپاین د ۱۴۴۱هـ.ق کال د صفر په ۲۴مه پيلږي، چې د ۲۰۱۹م کال د اکټوبر له ۲۳مې سره سمه ده. په دغه کمپاین کې بېلا بېل پروګرامونه شامل دي، همغه وخت به اعلان شي، ان شاالله. موږ له الله سبحانه و تعالی څخه په دغه لاره کې توفیق او هدایت غواړو.

په حزب التحریر-ولایه سوډان کې د ښځو د څانګې رسمي ویانده

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې