چهارشنبه, ۰۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     25 جمادی الثانی 1441

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 19 فبروری 2020 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۳۴

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
که خلافت وی، نو د کرونا ویروس په خاطر به یې له چین څخه د خپلو وګړو په را ایستلو کې ځنډ نه وی کړی

د سوډان انتقالي دولت د کرونا ویروس په خاطر د چین له ووهان ښار څخه د خپلو خلکو را ایستل ځنډوي. په داسې حال کې چې د یادو خلکو کورنیو له چین څخه د خپلو خپلوانو د راغوښتلو په موخه د ۲۰۲۰ م کال د فبروري په ۱۹ مه اعتراضیه لاریون وکړ. دوی په پلازمېنه خرطوم کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته راټول شوي وو. دا په سوډان کې درېیم اعتراضیه لاریون دی، چې په چېن کې د سوډانیانو د ژوند د خوندیتوب په موخه ترسره کیږي.

له چین څخه د سوډاني وګړو په رایستلو کې ځنډ د انتقالي دولت کمزوري په ډاګه کوي. دغه سوډانیان په چین کې له دردوونکي حالت سره مخ دي او حتا د ژوند لومړنیو اړتیاوو، یعنې غذا او اوبو ته لاسرسی نه لري. دوی څو ځلې د رسنیو له لارې غوښتنه کړې چې زر تر زره سوډان ته ولېږل شي، خو دولت په دې اړه تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی. د دولت دغه چوپتیا په حقیقت کې د دغو خلکو پر وړاندې له خیانت پرته بل څه نه دي، ځکه که دوی په وخت سره سوډان ته ونه لېږل شي، نو بیه به یوازې همدغه سوډاني خلک پرې کوي. په داسې حال کې چې د سوډان چارواکي هره ورځ منظم او د لوړې بیې سفرونه لري او د نړۍ شرق او غرب ته بې ځایه چکرونه وهي. نو ایا د دوی لپاره د یوې داسې الوتکې برابرول، چې له چین څخه پرې خپل خلک راوباسي ستونزمن دي!؟ د رسنیو د راپورونو له مخې په چین کې شاوخوا ۱۳۰ تنه سوډانیان اوسېږي، چې لا تر اوسه د کرونا په ناروغۍ نه دي اخته شوي او سوډان ته د دوی لېږدول زرګونو الوتکو ته اړتیا نه لري! په حقیقت کې کپیټلېزم هغه کرکجن طبقاتي سېستم دی، چې واکمنان او چارواکي پکې له عامه خلکو سره ډېر توپیر لري.

که خلافت موجود وی، نو خلیفه به هېڅکله له چین یا د نړۍ له بل هر هېواد څخه د خپلو وګړو په رایستلو کې ځنډ نه وی کړی، ځکه په اسلام کې د اسلامي دولت همدا دنده ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«... فَالْإِمَامُ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»

ژباړه: امام یو ډال دی او د خپل رعیت مسوولیت پر غاړه لري.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه دولت لومړنی خلیفه و. د هغه مبارک له وفات وروسته یې وارثانو (خلفاوو) دغه چاره عملي کړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلامي دولت لومړنی موسیس و، ده د جهالت په دوره کې د حق د قایمولو لپاره راپورته شو او د الله سبحانه وتعالی د احکامو د پلي کولو په موخه یې د مبارزې په هغه آس پښه واړوله چې لا زین شوی هم نه و. نړۍ ته یې د خپلې مبارزې چټکتیا، اهمیت او ټینګار ښکاره کړ. خپلو پیروانو ته یې د خپلو لارښونو له لارې ډاډ ورکړ او د دوی له زړونو څه یې جهالت او وېره وایستله.  د قحطۍ (خاورو کال) په وخت کې خلیفه عمر رضی الله عنه د خپل رعیت د لوږې پرمهال دوی ته په خپلو لاسونو غذا رسوله او خپلې معدې ته یې د لوږې پرمهال وویل: «تر هغه به د خوړو مزه ونه ګورې، ترڅو د مسلمانانو ماشومان نه وي ماړه شوي.» هو دا همغه اسلامي دولت و، چې نن ورځ مسلمانای ور څخه بې برخې شوي دي.

موږ حزب التحریر-ولایه سوډان دولت ته له چين څخه د خلکو په راستنولو کې د ځنډ په له امله خبرداری ورکوو. دوی باید زر تر زره د چین له ووهان ښار څخه زموږ بچیان راوباسي. موږ یو ځل بیا دا په ډاګه کوو چې د خلافت له ړنګېدلو وروسته هغه دولتونه د خپلو خلکو پروا نه ساتي، چې استعمار د ملت او هېواد پالنې د روحیې پر اساس جوړ کړل، بلکې یوازې له دوی څه مالیه راټولوي.

په حقیقت کې د نبوت په تګلاره رامنځته شوی راشده خلافت کولی شي، چې د خپل رعیت ټولې چارې سمبال کړي. د سوډان خلک باید د خلافت د رامنځته کولو ننګه وکړي او د دغې لارې داعیانو ته د دغه ستر بري په ترلاسه کولو کې نصرت ورکړي. خلافت د الله سبحانه وتعالی ژمنه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری دی، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي.

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُبُوَّةٍ»

ژباړه: له هغه وروسته به د نبوت په تګلاره خلافت تاسیس شي.

حزب التحریر-ولایه سوډان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې