پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     16 ربیع الاول 1442

میلادی نېټه :     دوشنبه, 02 نومبر 2020 م

شمېره:      ۲۷/ ۱۴۴۲

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د سوډان واکمنان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د سپکاوي کوونکو د غندلو پر ځای، د مسلمانانو غبرګون غندي!

د سوډان د بهرنیو چارو وزارت، د فرانسې په نیس ښار کې هغه پېښه په کلکو ټکو غندي چې دری کسان پکې وژل شوي وو. د دوی له کورنیو سره خواخوږی څرګندوي او وایي: «د ترهګریزو بریدونو او په ټولو هېوادونو کې د ترهګرۍ پر وړاندې، د نړۍ یووالي ته اړتیا ده. دغه راز له ترهګرۍ سره په مبارزه، په ټولنه کې د سولې راوستلو او پر ازادۍ باندې ټینګار شوی دی.» سرچینه:(سوډان ټریبیون)

دا د بې عدالتۍ پالیسي ده چې موږ یې له واکمنانو سره عادي کړي یو، موږ د ظلمونو پر مهال د دوی له کمزورو دریځونو پرته بل هېڅ شی نه دي لیدلي. استعماري کفار د خپل امت د سر په بیه خوشاله کوي. د دوی په منځ کې لومړی باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې سپکاوی او خندا کول، همدا راز په فرانسه کې د نژاد پرستۍ له مخې د مسلمانانو وژنه او د هغوی سپکاوی جنایت بلل شوی وای. د فرانسوي واکمنانو له لوري د مسلمانانو پر وړاندې محدودیتونه، جبري یووالی د پالیسیو منلو لپاره دی، تر څو دوی اړ کړي چې خپل ارزښتونه پرېږدي او  سیکولریزم ته غېږ پرانېزي. دوی باید مخکې له دې چې د مسلمانانو عکس العمل وغندي باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې سپکاوی یې غندلی وای.

پېښو ثابته کړه چې په نړۍ کې مسلمان واکمنان له امت سره ورته والی نه لري، چې د خپل دین او رسول الله صلی الله علیه وسلم د سپکاوي پر وړاندې یې پاڅون وکړ. هغه واکمنان چې د اسلام دښمنانو ته منافقت کوي. دوی یې غولوي او خپل بادار ته سپکاوی کوي، خپل پلانونه پرې پلي کوي او د مسلمانانو د عزت او حرمت له غصب کوونکو سره اړیکې عادي کوي، چې همدا کار یې له اسلامي امت سره مخالفت دی، د امت او د کفارو د مزدورانو تر منځ همدا توپیر، الله سبحانه وتعالی ته د نږدېوالي ثبوت دی. الله سبحانه وتعالی فرمايي چې د هغه سبحانه وتعالی نصرت تر هغه پورې نه راځې، تر څو یې چې صفونه په لاندې دوو برخو ونه وېشل شي؛ د کافرانو، جنایتکارو او بد اخلاقو ډله. برعکس د مخلصو مومنانو ډله چې د اسلام پر اساس د بدلون لپاره کار کوي. الله سبحانه وتعالی د خلکو بریا په خپل دین کې ګڼي او بریا یې هغوی ته رحمت ګرځوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿مَّا كَانَ اللَّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى مَآ أَنتُمْ عَلَيْهِ حَتَّىَ يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ﴾ [عمران: ۱۷۹]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی به مومنان په دې حالت کې هېڅکله پرېنږدي، چې تاسو اوس پکې یاست؛ هغه به سپېڅلي خلک له ناپاکو خلکو بېل کړي.

موږ حزب التحریرـ ولایه سوډان له امت څخه غواړو، چې له موږ سره یو ځای کار وکړئ، تر څو د دښمنانو له لوري رامنځ ته شوي رژیمونه بدل کړو؛ د اسلام او مسلمانانو د دولت د تاسیس لپاره ـ چې د رسول الله صلی الله عیله وسلم په منهج  راشده خلافت دی ـ کار وکړئ،  ځکه چې همدا عظمت ته د رسېدلو یوازینۍ لاره ده. دا د الله سبحانه وتعالی ژمنه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری دی.

ابراهیم عثمان (ابو خلیل)

د حزب التحریرـ ولایه سوډان مطبوعاتی دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې