شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 ربیع الثانی 1440

میلادی نېټه :     شنبه, 08 ډسمبر 2018 م

شمېره:      H.T.L ۱۴۴۰/ ۰۶

ولاية لبنان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
دولتي چارواکي د شکمنو سازمانونو ملاتړ کوي، ترڅو د اسلام پر وړاندې خپلې تورې له تېکیو راوباسي

(ژباړه)

«د ښځو د حقونو بنسټ» کفري سازمان چې په حقیقت کې د لبنان په حکومت کې يې دولتي چارواکي او سیکولر فعالان ملاتړ کوي، له یوه وخته بل ته په خپلو کړنو او شعارونو عام خلک راټولوي، چې د دې چارې حقیقت د وګړو په شخصی وضیعت پورې اړوندو شرعي احکامو یرغل دی، تر څو عامه افکار د اسلام د پاتې احکامو لغوه کولو ته چمتو کړي. دغه سازمان په لوی لاس په عامه افکارو کې داسې شکونه پیدا کوي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پدیدې تر شا اصلي عامل اسلامي قوانین دي او له غربي قوانینو غواړي، چې د ښځې او سړي تر منځ مساوات او برابري رامنځته کړي.

دغه سازمان هېره کړې ده، چې اسلام یوازینی دین دی، چې ښځو ته یې کرامت ورکړی او هغوی ته یې ځانګړی مقام په نظر کې نیولی دی؛ په داسې حال کې چې د غرب قوانینو د دوی مقام ډېر را ټيټ کړی او دغه کار د دې لامل شوی، چې دوی د سړیو د شهوت قرباني شي یا د سوداګریزو اعلانونو په موخه وکارول شي او ورځ په ورځ د موډ او فیشن په دودېدو یې جامې لنډېږي، لغړېږي، رټل کېږي او په پای کې یې له توانه ډېر دروند بار پر اوږو وراېښودل کېږي. غربي هېوادنو په ځانګړي ډول انګلیس او ډنمارک د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د احصایوي شمېرنې په فهرست کې لومړی ځای لري او همدارنګه د طلاق، تېري او د کورنۍ ګډوډۍ شمېرې په دغو هېوادونو کې لوړې کچې ته رسېدلي دي.

د هغه دولتي چارواکو، چې د دغو سازمانونو تر شا پټ فعالیت کوي، اندېښنه دا ده، چې په لبنان کې د اسلامي شخصي وضعیت قوانین بدل کړي او پر ځای یې د غرب د فردي حقونو قوانین پلي کړي، په داسې حال کې چې د لبنان په ګډون په زیاترو اسلامي هېودونو کې په شخصي حالت پورې له اړوند قوانینو پرته اسلامي احکام نه پلي کېږي ....  په یوه وخت کې چې مسلمانان د اسلامي خاورو د وحدت، د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت د تاسیس او ټولو اسلامي احکامو د پلي کېدو هیله لري او دوی ته دا مسئله مفهوم شوې، چې د الله سبحانه وتعالی له قانون پرته هېڅ مادي او فکري پرمختګ به اسانه نه شي، دغه ټولنې د حکومت او دولتي چارواکو په اجازه لیک له پراخو تبلیغاتو سره را ټولېږي او نارې وهي چې پر شرعي احکامو باید غور وشي او یا له عملې صحنې نه وایستل شي. پر همدغه اساس موږ هغو کسانو ته، چې له دغه تذکره عبرت اخلي، یادونه کوو:

ـ د اسلام نظام د ښځې او سړي په ګډون د ټولو انسانانو د حال او احوال مناسب دی، ځکه دا نظام د انسانانو، کایناتو او ژوند د خالق له لوري نازل شوی دی.

﴿أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ﴾ [ملک: ۱۴]

ژباړه: هغه څوک چې خلک پیدا کوي، د زړونو په حال یې نه پوهېږي؟ په داسې حال کې چې هغه په پټو رازونو پوه او باخبره دی.

ـ  په اسلامي ښارونو کې د کورنیو نظم د غربي ټولنو په پرتله، پر اسلامي قوانینو باندې د منګولو لګولو په خاطر دی، چې د ښځې کرامت، شخصیت او مقام يې په خپل اصلي ځای کې ساتلی، چې ښځه مور، خور، مېرمن او لور کیدلی شي؛ ځکه د ژوند په هر پړاو کې اسلام ښځې ته په ځانګړي مقام قایل شوی دی.

ـ د خلکو غولول او هغه ادعا، چې وایي د ښځې پر وړاندې تاوتریخوالی د شرعي احکامو له امله دی، نور د خلکو له نظره پټ نه دی او دا د اسلام پر وړاندې د جګړې تبلیغاتي فریب او د غربي هېوادونو د قوانینو د پلي کولو ناکامه هڅه ده، لکه څنګه چې په تونس کې هم ورته هڅه ناکامه شوه.

ـ پر موږ لازمه ده چې پر اسلامي واجباتو د حملو مخه ونیسو او ټول هغه کسان، چې د الله سبحانه وتعالی پر قوانینو برید کوي، مجازات کړو او پر وړاندې یې سخت واوسو؛ ځکه دوی خلک ګمراهۍ ته رابولي او انسان د الله سبحانه وتعالی له عبادته د بنده عبادت ته هڅوي.

ـ پر همدغه اساس موږ هغه چارواکو ته، چې داسې خبیثانه ادعاوو ته غوږ نیسي، غوښتنې یې ترسره او د هغوی ملاتړ کوي، اخطار ورکوو. د اسلامي شرعیت له پلي کولو پرته، هېڅ شی موږ ته غوره نهضت نه شي راکولی او که داسې نه وي، زموږ نفسونه به بې ارزښته شي.

نو ځکه موږ له سخت تذکر سره اشاره کوو، چې د هر هغه چا پر ضد یو چې د ښځې کړوي او یا یې پر وړاندې جرمومه او نور ناوړه کارونه روا بولي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لَا يُكْرِمُهَا إِلَّا كَرِيمٌ...»

ژباړه: یوازې با شخصیه نجیب سړی به ښځې ته کرامت ور وبښي او بد نیتی سړی به د دوی بې عزتي کوي.

دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«رِفْقاً بِالْقَوَارِيرِ»

ژباړه: له ښيښه یي لوښو (ښځو) سره نرم اوسئ!

شیخ دوکتور محمد ابراهیم

د حزب التحریرـ ولایه لبنان د مطبوعاتي دفتر ریيس

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې