شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     9 ذولقعده 1440

میلادی نېټه :     جمعه, 12 جولای 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۱۱

لبنان ولایه
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د سیډون د تش په نامه نړیوال فېسټیوال په اړه عامه رایه

(ژباړه)

د سیډون ښاروالي به د دغې میاشتې په ۱۴ مه ورځ د سیډون بحر ماڼۍ ته مخامخ او د ښاروالۍ سیمې ته څېرمه د نڅا او سندرو فېسټیوال پیل کړي. یاد فېسټیوال له ۲۰۱۶م کال راهیسې پېژنو او لیدلی مو دی، خو د سیډون ښار د ښاروالۍ چارواکي او ځینې سیاستوال لا تر اوسه په همدې مسیر روان دي، څو د ښار د تمدن څېره بدله کړي. هغه څېره چې جوماتونو په دغه ښار کې د اسلامي میراث په توګه غني کړې ده.  په حقیقت کې دا په ډاګه کېږي چې د دغه ښار اوسېدونکي له خپلو سابقونو څخه، چې د ښار په ګوټ ګوټ کې خښ شوي، ځانونه نه بېلوي. بل خوا بیا چاوراکي په دغه ښار کې کنسرتونو ته بشپړه ازادي ورکړې، د روژې په میاشت کې یې څلورلارې د نڅا او سندرو په سیمو بدلې کړي وې او ادعا یې کوله چې دا په روژه کې د ښار څېره ده.

دا ټول د اقتصاد او تورېزم په پلمه کېږي. ایا هغوی نه پوهېږي چې الهي رزق په ګناه او مقدساتو ته په سپکاوي کې نه لټول کېږي؟ دغو کړنو ښار ته له بې نظمۍ او ترافیکي ستونزو پرته بل څه نه دي ورکړي... په داسې حال کې چې ګټورو پروژو ته پام نه کوي، څو اقتصاد پرمختګ وکړي او د ښار بازارونو ته ښکلا وروبښي!

هغوی باید ځینو اقتصادي ګټورو پروژو ته پام وکړي، چې د جنوب د خلکو ژوند او سیمه پرمختګ وکړي، څو د سېډون بازارونو ته یې اړتیا کمه شي. هغوی باید د سېډون او جنوبي سیمې پر هغو ماشومانو رحم وکړي، چې له ښار څخه د تېرېدو پر مهال له ترافیکي ستونزو سره مخ دي. په داسې حال کې چې د دغه فېسټوال او داسې نورو پروژو خاوندان په دې اند دي چې همدغه بې نظمۍ ګټورې دي؟!

هغوی موږ په ځینو زیرو غولوي! او د ښار اوسېدونکي هم همدارنګه په هغو کړنو غولوي چې کوم درد نه دوا کوي او نه هم څوک له لوږې خلاصوي.که داسې وي نو دا بې ګټې فېسټیوالونه بیا د چا لپاره جوړېږي، چې د ښار کلتور او ښایست ته زیان اړوي؟!

اې د سیډون ښار مسلمانانو په ځانګړې توګه علماوو او شیخانو!

څرنګه چې الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿وَٱتَّقُوا فِتنَة لَّا تُصِیبَنَّ ٱلَّذِینَ ظَلَمُوا مِنكُم خَآصَّة وَٱعلَمُوا أَنَّ ٱللَّهَ شَدِیدُ ٱلعِقَابِ

[الانفال:۲۵]

ژباړه: اوتاسو له هغې فتنې څخه ځان وساتئ چې اغېز یې یوازې تر ځانګړو ظالمانو پورې نه محدودېږي او پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی له شک پرته ډېر سخت عذاب ورکوونکی دی.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه حدیث کې چې ترمذي روایت کړی، داسې فرمایي:

«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَتَأْمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلَتَنْهَوُنَّ عَنْ الْمُنْكَرِ أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللَّهُ أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَابًا مِنْهُ ثُمَّ تَدْعُونَهُ فَلَا يُسْتَجَابُ لَكُمْ»

ژباړه: قسم مې دې په هغه ذات وي چې ژوند مې یې په لاس کې دی! یا به امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوئ او یا به د الله سبحانه وتعالی له داسې عذاب سره مخ کېږئ، چې هېڅ دعا به مو د هغه په اړه ونه منل شي.

موږ حزب التحریر-ولایه لبنان له دغو بې شرمه کړنو څخه الله سبحانه و تعالی ته پناه وړو او دغه شیطانت د جوماتونو، علماوو او شهیدانو د ښار (سېډون) لپاره غندو، چې په حقیقت کې دا یو لوی لعنت دی. نو له موږ سره مو خپل غږ یوځای پورته کړئ، دغه کړنې وغندئ او د هغو کسانو پر وړاندې ودرېږئ چې دا دنده پر مخ بیایي. په دې سره به مو هم خپل رب راضي کړئ او هم به هغو ګټورو اقتصادي کړنو ته مخه کړئ، چې تاسو او ستاسو نږدې کسانو ته ګټه رسوي. الله سبحانه وتعالی به ډېر ژر د خپل دین او قانون پر بنسټ یو منظم اقتصاد رامنځته کړي، ځکه چې دا د الله سبحانه وتعالی لپاره دومره سخته موضوع نه ده.

 ﴿وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَىٰ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ وَلَٰكِن كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ

[الاعراف:۹۶]

ژباړه: او كه چېرې د كلیو اوسېدونكو ایمان راوړى وى او پرهېزګاري یې غوره کړې وى، نو موږ به خامخا د اسمان او ځمکې لخوا پر دوی د برکتونو دروازې پرانیستې وی؛ خو دوی د دروغو نسبت وکړ، نو موږ هم دوی د خپلو کړو عملو له امله ونیول.

د حزب التحریر-ولایه لبنان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې