سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 رمضان 1438

میلادی نېټه :     شنبه, 27 می 2017 م

شمېره:      : ۱۴۳۸ هـ/۰۴۵

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د روژې مبارکې میاشتې د لیدو د پایلې او «الواقیه» ټلوېزیوني شبکې د پرانیستو اعلان

(ژباړه)

اعوذ بالله من الشیطان الرجیم!

﴿شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ﴾

(البقره: ۱۸۵)

ژباړه: رمضان هغه میاشت ده، چې قرانکریم پکې نازل شوی چې د انسانانو لپاره هدایت او د حق او باطل بېلوونکی دی. چا چې میاشت ولېده، نو روژه دې ونیسي او څوک چې ناروغ او یا په سفر  کې وي، نو هغه روژې دې په نورو ورځو کې پوره کړي. الله سبحانه وتعالی ستاسو لپاره اساني غواړي، نه سختي. خوړل شوې روژې ونیسئ او د الله سبحانه وتعالی ستاینه او لویي د دې لپاره چې هدایت يې درته کړئ، بیان کړئ، تر څو شکر ایستونکي شئ.

الحمدُ للهِ والصلاةُ والسلامُ على رسولِ اللهِ وعلى آلهِ وصحبِهِ ومَن والاه، ومَن تبعَهُ فترسَّمَ خُطاه؛ فجعلَ العقيدةَ الإسلاميةَ أساساً لفكرتِهِ، والأحكامَ الشرعيّةَ مِقياساً لأعمالِهِ ومَصدراً لأحكامِهِ أمّا بعد:

بخاري په خپل صحیح کې له محمد بن زیاد نه روایت کوي، چې ویې فرمایل: له ابوهریره رضی الله تعالی عنه نه مې واورېدل، چې ویل یې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«صوموا لِرُؤيتِهِ وأَفْطِرُوا لرؤيتِهِ فإنْ غُـبِّيَ عليكم فأَكْمِلُوا عِدَّةَ شعبانَ ثلاثين»

د رمضان میاشتې په لیدو روژه ونیسئ او د شوال په لیدو افطار وکړئ. که میاشت تته شوه او ومو نشوی لیدلی، بیا د شعبان درې ورځې پوره کړئ.

د دې موضوع په اړه جلیل القدره عالم او د حزب التحریر امیر عطاء بن خلیل ابو الرشته لاندې ټکي بیان کړي:

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن والاه، وبعد...

اې مسلمانانو! اې د دعوت لېږدوونکو! اې لیدونکو او اورېدونکو! هر څوک چې ژوندی زړه ولري یا د زړه په حضور غوږ ونیسي.

اسلام علیکم السلام و رحمت الله و برکاته!

ګرانو وروڼو! تاسو ته په دې مبارکه شپه د دوو سترو کارو زېری درکوم:  

لومړی د روژې مبارکې میاشتې را رسېدل: د شرعي میاشتې په لیدو چې په ځینو اسلامې خاورو کې ثابته شوې، د ۲۰۱۷م د مې په ۲۷ مه د شنبې په شپه روژه داخله او د شنبې ورځ د روژې مبارکې میاشتې لومړی نیټه ده.

بخاري په خپل صحیح کې له محمد بن زیاد نه روایت کوي، چې ویې فرمایل: له ابوهریره رضی الله تعالی عنه نه مې واورېدل، چې ویل یې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«صوموا لِرُؤيتِهِ وأَفْطِرُوا لرؤيتِهِ فإنْ غُـبِّيَ عليكم فأَكْمِلُوا عِدَّةَ شعبانَ ثلاثين»

ژباړه: د رمضان میاشتې په لیدو روژه ونیسئ او د شوال په لیدو افطار وکړئ. که میاشت تته شوه او ومو نشوی لیدلی، بیا د شعبان درې ورځې پوره کړئ.

الله سبحانه وتعالی دا میاشت داسې ځانګړې کړې ده، چې بدله يې بې حسابه ده؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه متفق علیه قدسې حدیث کې فرمایي:

«كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ إِلَّا الصَّوْمَ، فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ»

ژباړه: د بني آدم هر نېک کار بدله لري، له روژې پرته، چې هغه زما لپاره ده او زه یې بدله ورکوم.

د روژې مبارکه میاشت، د اسلامي امت په تاریخ کې داسې یوه میاشت ده، چې ټول یې د صحنو لیدونکي یاست او هغه میاشت ده چې قرانکریم پکې نازل شوی.

﴿شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ﴾

( البقره: ۱۸۵)

ژباړه: روژه هغه میاشت ده، چې قرانکریم پکې نازل شوی، چې د انسانانو لپاره هدایت او د حق او باطل بېلوونکی دی.

په دغه میاشت کې مسلمانان په خیرات او حسناتو کې یو له بل سره سیالي کوي؛ چې بدله او نېکي یې دوه برابره شي، په اخلاص روژه نیسي او له الله متعال نه د مغفرت غوښتنه کوي. په صحیح بخاري کې راغلي دي، چې ابو هریره له رسول اللله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي، چې ویې فرمایل:

«مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ، وَمَنْ قَامَ لَيْلَةَ القَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ»

ژباړه: هر څوک چې رمضان میاشت د ایمان له مخې او د اجر او ثواب د لاسته راوړلو لپاره روژه ونیسي او هر چا چې په لیلة القدر کې د ایمان له مخې او د اجر او ثواب د لاسته راوړلو لپاره مخکې والی وکړ، تېر ګناهونه یې بښل کېږي.

په تېرو روژو کې مسلمانانو خلافت او خلیفه درلود، چې په هغه سره خوندي وو. سیمې یې امن وې او اسلام د یوه نړیوال رسالت په توګه د دعوت او جهاد پر مټ ټولو خلکو ته لېږدول کېده. د مسلمانانو خلیفه هغه څوک و، چې د الله سبحانه وتعالی شریعت یې پلي کاوه او د الله په لاره کې یې جهاد پر مخ وړه. د خلافت ځواکونو ځانونه وچو، بې اوبو او وښو سیمو ته رسول او سپرو یې د کلمة الله د لوړولو او د نړۍ ټولو څنډو ته اسلام د عدل د خپرولو لپاره د سمندر د څپو او سېلاب په ځېر حرکت کاوه.

د مسلمانانو پوځ سمندرونو ته داسې خطاب کاوه:«که پوه شو چې د سمندر او اوبو هغه غاړې ته به ځمکه وي، یقیناً چې د اسلام بیرغ به هلته پورته کړو او ورپسې به ورېځو ته ورغږ کړو: څنکه چې غواړئ، هغسې باران ووروئ؛ ځکه دا فتحه شوي بحرونه به د اسلامي خاورې یوه برخه وي.»

مسلمانانو له خپلو خلفاوو سره، چې قوي او با ارادې انسانان وو، په نیکۍ چلند کاوه. د تېري او سرغړونې په صورت کې به یې هغوی محاسبه کول. خلیفه او رعیت دواړه د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې مسئول دي.

امت، دولت او ټولنه د اسلام د حرکت او اسلام د دوی د حرکت لامل و. روژې ته به یې په خوښۍ او خوشالۍ ښه راغلاست وایه او د خدای پامانۍ پر مهال به یې پر بېلتون غمجن وو. دغه راز بیا راتلو ته به یې، چې خیر له ځان سره لري، تلوسه وه. یقیناً مسلمانان په هغې سره په دنیا او اخرت کې کامیابېدل او دا یوه لویه کامیابي ده.  

له الله سبحانه وتعالی نه غواړو چې دا میاشت د ټولو مسلمانانو لپاره د خیر او برکت سبب وګرځوي او راتلونکې روژې ته په راشده خلافت هرکلی ووایو؛ ځکه د خلافت په موجودیت کې خلیفه د میاشتې لیدلو د نتیجې د اعلان مسوليت پر غاړه لري او دی يې اعلانوي. ورسته له هغې دا میاشت د جهاد او نصر میاشت ګرځوي، هغه میاشت چې د بنده ګانو لپاره برکت او رحمت له ځان سره راوړي. هغه وخت به روژه به د خلافت تر سیوري لاندې روښنایي راوړي  او دا میاشت به د عبادت او جهاد پر میاشتې بدلوي، چې په هغه کې به دوه تکبیره ویل کېږي: یو د روژه لرونکو د افطار لپاره د مؤذن تکبیر، بل د مجاهد تکبیر، چې دالله سبحانه وتعالی نصرت ورسره وي. یقیناً چې دا کار د الله متعال په مرسته نږدې دی.

﴿إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا ﴾

(طلاق: ۳)

ژباړه: الله تعالی خپل کار سرته رسوي او هغه د هر څّه لپاره یوه انداره ټاکلې ده.

دویم امر؛ د«الواقیه» تلویزیوني شبکې پرانیستل: په دې مبارکه شپه تاسو ته د «الواقیه» تلویزیوني شبکې د پرانستلو مبارکي وایم، چې د حزب د مطبوعاتو په برخه کې ستاسو نه ستړې کېدونکو هڅو مېوه ورکړه. یوه ځلېدونکې او مبارکه مېوه پخه شوې، چې سترګې پرې خوشالېږي او زړونه به په هغه شفا پیدا کړي؛ داسې پاکه مېوه، چې په وسیله يې د دروغجنو څېرو پستوالی، ښویېدنه، فریب او چل لیدلی شئ. په هغه به حق بریالی معرفي کېږي او باطل به له منځه وړل کېږي. هغه مېوه چې سترګې په هغه شاهدي ورکوي او بصیرتونه پرې روښانه کېږي؛ هغه مېوه چې خیر به خپل اهل او هغه چا ته رسوي، چې ویښ زړه لري او یا د زړه په حضور غوږ نیسي. هغه مېوه چې نوم یې «الواقیه» دی او خورا غوره نوم دی، چې ورته غوره شوی چې لاره پرې روښانېږي او د حق لور ته لارښونه کوي.

﴿قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾
(یوسف: ۱۰۸)

ژباړه: دوی ته ووایه دا زما لاره ده. زه او پیروان مې په پوره بصیرت، خلک د الله تعالی لور ته دعوتوو. الله سبحانه وتعالی  پاک دی او زه له مشرکانو څخه نه یم.

په پای کې دا تلویزیوني شبکه د الله تعالی په نامه پرانیزو، چې رادیو او اونیزه به هم د هغه یوه برخه وي او د طیبې کلمې سره به یو ځای لیدل، اورېدل او لوستل کېږي، چې په هغه سره سترګې روښانه او زړونه ژوندي کېږي. ان شاء الله په وسیله به يې خیر د نړۍ ټولو برخو ته خپرېږي او لمن به یې د اسمان تر څنډو ورسېږي.

﴿أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ﴾

( ابراهیم ـ ۲۴)

ژباړه: وګوره چې الله تعالی د ښې خبرې لپاره څنګه مثال وړاندې کوي: ښه خبره داسې ده لکه هغه ښه ونه، چې رېښې یې په ځمکه کې ښخې وي او څانګې یې تر اسمانه رسېدلې وي.

والسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

ستاسو ورور عطا بن خلیل ابورشته

د حزب التحریر امیر

***

د ډېرې خوشالۍ ځای دي، چې د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس او د دعوت ټولو لېږدوونکو، د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو مبارکي د حزب التحریر امیر؛ جلیل القدر عالم عطا بن خلیل ابورشته او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته ویلې ده. د الله سبحانه و تعالی له درباره هیله لرم، چې دا میاشت د مغفرت او خیرات میاشت وګرځوي؛ هیله من یم چې موږ لیلة القدر ته ورسوي او له اجره مو يې بې برخې نه کړي.

 اې د ځمکو او آسمانونو پروردګاره! تر هر څه مخکې مو د راشده خلافت تر مشرۍ لاندې د مسلمانانو له خلیفه سره په بیعت مشرف کړې. اللهمّ آمينَ آمينَ آمين!

والسلام علیکم و رحمت الله و برکاته

ډاکټر عثمان بخاش

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې