پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 جمادی الاول 1439

میلادی نېټه :     جمعه, 09 مارچ 2018 م

شمېره:      ۰۱۱/۱۴۳۹AH


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا

[جمعه :٥]

ژباړه: هغه کسان چې پر تورات مکلف شول او حق یې ادا نه کړ، د هغه خره په څېر دي چې کتابونه پرې بار وي، خو نه پرې پوهېږي او ګټه نه شي ترې اخیستلی.

(ژباړه)

په اسانۍ سره دغه پوښتنه مطرح کېږي چې دغه اردو، ملېشې او سازمانونه د څه لپاره په سوریه، یمن، لیبیا، مصر او عراق کې جګړې کوي؟ څوک او څوک سره وژني؟ څرګنده ده چې امریکایي ځواکونه، ملګري یې او روسیه د مسلمانانو د وژلو هېڅ پروا نه کوي او د ویجاړیو او ورانیو په رامنځته کېدو او پراخه کېدو کې له بشردوستانه تفکر او اخلاقو په پام کې نیولو پرته په هر ځای بریدونه کوي؛ خو هغه څه چې پټ، بې نظمه او د درک نه وړ تر سترګو کېږي، هغه وژنې دي چې مسلمان ځواکونه یې د خپلو لاسپوڅو او مزدورو مشرانو په امر او هغوی یې د خپلو غربي بادارانو په لار ښوونه په یمن، عراق، سوریه، مصر او ترکیه کې مرتکب کېږي.

کرد شبه نظامیان په سوریه او عراق کې د یوې خپلواکې کردي سیمې د رامنځته کېدو لپاره جګړه کوي. دغه شبه نظامیان په دې هڅه کې دي چې د سیمې په نقشه کې یو خپلواک ملي دولت رامنځته شي؛ چې د ښکېلاکګر انګلیس له لوري د اسلامي خلافت تر ړنګېدو وروسته رسم شوی و. د دې لپاره چې له لوی شیطان یعنې انګلیس او امریکا او یاهم یهودو سره یوځای شوي، کومه ستونزه نشته، په داسې حال کې چې پلارونو او نیکونو یې صلبیانو ته په ماتې ورکولو سره خپلې اتلولۍ  په تاریخ کې په زرینو کرښو پرې یښې دي.

له بل لوري، اردغان ادعا کوي چې د ترکیې د ملي امنیت ساتنې لپاره، ترک ځواکونه باید په سوریه، عراق او کرد مېشتې سیمه کې د مسلمانانو له وینو تویولو ډډه وکړي؛ په داسې حال چې د دغو لویو ځواکونو نیکونو د جهاد بیرغ د کلمه الله د اعلان په موخه په ډېرو سیمو کې تر هغه چې «وینا» یې د دویم ځل لپاره کلابنده کړه،

په همدې حال کې، د یمن شبه نظامیان واک ته د رسېدو لپاره له  یو بل سره جګړه کوي او د یو بل د وینو تویولو هېڅ پروا نه کوي.  د عربي ټولنې او د ایران فاسد حکام په دغه خاوره کې د دغو شبه نظامیانو ملاتړ کوي؛ چې د ال سعود په واسطه رهبري کېږي. هر یو بل ته د جګړې په اور کې تېل اچوي او د جنایت کوونکو جګړییزو وسایلو ملاتړ کوي؛ چې یمن یې په وینو رنګ کړی دی. هغه خاوره چې خلک یې په خوښۍ ژوند تېروي او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه فرمایلي دي: «د یمن خلک عاقل او د غوره ایمان څښتن دي».

له بل لوري، د مصر د دمنش حکام، نه یوازې دا چې په لسګونه زره مسلمانان یې بندیان کړي او ناوړه ګټه تر اخلي؛ بلکې د دغې خارې پر اردو فشار راوړي چې د «عین جالوت» په جګړه کې د خپلو پخوانیو کسانو غچ واخلي. دغه ګمراه حکام، په سینا کې وژنو او ویجاړیو ته ورته عملونو تر سره کېدو، د یهودو د امنیت ساتلو، د نجسو یهودو له شر څخه د اسراء او معراج د خاورې ازادولو او له صلیبي ځواکونو څخه د اسلامي خاورو پاکولو پر ځای د واشنګټن د امر پلي کېدو لپاره د مصر پر اردو فشار راوړي. سوریه، ایران او متحدان یې له ملېشو ملاتړ کوي او د روسیې له ښکېلاکګرو ځواکونو سره یوځای په دروغجنو شعارونو د مسلمانانو د وینو په تویولو کې سیالي کوي؛ چې حتی امام حسین رضی الله تعالی عنه ترې ناخوښ و.

اې مسلمانانو!

الله سبحانه وتعالی تاسو یووالي ته رابولي او له اختلاف پیداکېدو څخه مو منع کوي:

﴿وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ﴾

[انفال :٤٦]

ژباړه: او د الله سبحانه وتعالی او پیغمبر صلی الله علیه وسلم د فرمان اطاعت وکړئ او شخړې مه کوئ، تر څو کمزوري نه شئ او قدرت او واک مو له منځه ولاړ نه شي.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی له حق پرته تاسو د یو بل د وینو له تویولو څخه منع کړي یاست، لکه څنګه چې په صحیح حدیث کې راغلي دي:

«لا تَرْجِعُوا بَعْدي كُفَّارًا يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقابَ بَعْض»

ژباړه: له ما وروسته کفر مه منئ او یو بل مه وژنئ.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی د کافرانو له ملاتړ  او له همدې لارې بریا تر لاسه کولو څخه منع کړې ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو صحیح حدیث کې فرمایي:

«وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، لَحُرْمَةُ الْمُؤْمِنِ أَعْظَمُ عِنْدَ اللهِ حُرْمَةً مِنْكِ»

ژباړه: پر هغه چا قسم چې د محمد روح ورسره دی، د یو مومن درناوی د الله سبحانه وتعالی په نزد تر ستاسو ډېر دی.

نو ستاسو رول څه دی؟ ولې د هغو خاینو حکامو پر وړاندې چپ پاتې یاست چې د اسلامي امت په حق کې خیانت روا بولي، له ښکېلاکګرو کفارو سره په دوستۍ یې خپلو کې سیالۍ پیل کړې، د مسلمانانو د وینو په تویولو او د اسلامي خاورو په ویجاړولو کې له یو بل مخکې کېږي او الهي قانون یې لېرې کړی او کفر د قوانیو په لټه کې دي؟ په داسې حال کې چې اسلامي شریعت له تاسو څخه د دغو جنایتونو د له منځه وړلو غوښتنه کوي.

په اصل کې، دغه د واک د څښتنو دنده او له اسلام او مسلمانانو څخه د مسلمانو ځواکونو ملاتړ دی چې حکام له هر ډول تېروتنې راګرځولی شي او پر علماوو او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر واریثنو هم واجبه چې د دغو دیکتاتورانو پر وړاندې  ودرېږي او حق بیان کړي؛ چې له هېڅ ډول ظلم او جنایته لاس نه اخلي او هغوی ته په معروف سره امر وکړي او له منکر څخه یې منع کړي.

الله سبحانه وتعالی موږ ته د هغه څه په اړه ګواښ کوي چې بني اسراییل یې مرتکب شوي دي: لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا﴾

[جمعه: ٥]

هغوی چې پر تورات مکلف شول او حق یې ادا نه کړ، د هغه خر په څېر دي چې کتابونه پرې بار وي، خو نه پرې پوهېږي او ګټه نه شي ترې اخیستلی.

کله چې د بني اسراییلو بچیانو د حق پیغام له رسولو څخه ډډه وکړه او د دې پر ځای چې تورات ومني او د هدایت او په هر ځای کې یې د لارښوونې څراغ روښانه کړي، په رسولو کې یې بېغوري وکړه او د تورات حق یې ادا نه کړ؛ نو الله سبحانه وتعالی هغوی له هغه خره سره ورته کړل چې کتابونه پرې بار وي؛ خو نه پرې پوهېږي او نه هم ګټه ترې اخیستلی شي. خر هېڅ وخت دا نه درک کوي چې کتاب څه شی دی او منځپانګه یې څه ده؟ له همدې امله خر نه هدایت کېږي. الله سبحانه وتعالی موږ ته د هغو کسانو بېلګي راوړي چې په تېر وخت کې تېر شوي، تر څو یې موږ درک کړو او څه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي، پر هغه منګولې ولګوو، په رسولو کې یې کوښښ وکړو او نړیوالو ته یې ورسوو. هغه وخت به موږ بریالي وو او له دې پرته به مو د الله سبحانه وتعالی له ایته سرغړونه او غفلت کړی وي. پر همدغه بنسټ، الله سبحانه وتعالی په دغه ایت کې داسې فرمایلي دي:

﴿بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ ۚ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ﴾

[جمعه: ٥]

ژباړه: هغو کسانو چې د الله سبحانه وتعالی له ایاتونو څخه سرغړونه وکړه، ډېرې ناوړه پایلې لري او الله سبحانه وتعالی ظالم قوم ته هدایت نه کوي.

کله چې الله سبحانه وتعالی تاسو ته کوم امر کوي، پر ځای یې کړئ او نافرماني مه کوئ او په ورته وخت کې د هغو مشرانو او حاکمانو له دایرې څخه لېرې شئ چې له کافرانو او د الله سبحانه وتعالی له دښمنانو سره په تعامل کې وي او له هغو کسانو سره یوځای شئ چې د نبوت پر تګلاره د اسلامي خلافت بیا راتګ لپاره کار کوي او د مېړانې مټې یې رابډوهلې دي. د دې تر څنګ خپل شرعي مسولیت سرته ورسوئ.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾

[انفال: ٢٤]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، د الله سبحانه وتعالی او پيغمبر دعوت پر ځای کړئ، کله چې تاسو ته د هغه څه بلنه درکوي چې ژوند بښونکی دی او پر دې پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د نوموړي د زړه تر منځ ځای نیسي او د قیامت په ورځ ټول د هغه لور ته راټولېږئ.

داکتر عثمان بخاش

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس

ژباړه: بهیر ویاړ

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې