شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     12 جمادی الاول 1441

میلادی نېټه :     سه شنبه, 07 جنوری 2020 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۹


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د قسطنطنیې د فتحې د کلیزې په اړه

«د قسطنطنیې فتحه؛ هغه زیری چې پر حقیقت بدل شو... نورو زېریو ته هم باید عملي جامه ور واغوستل شي!» تر سرليک لاندې کمپاین پیل شو

(ژباړه)

قسطنطنیه، هغه ښار چې مشهور دېوالونه یې د مسلمانانو په ذهنونو کې ځای لري.

د دېوالونو فتحه کول یو ستر هدف او ډالۍ بلل کېدله او یوازې هغه څوک ورته رسېدلی شي، چې د پیغمبرانو د ستاینې مستحق وي.

د ۸۵۷ هـ.ق کال د جمادي الاول په ۲۰مه د سهار رڼا پر پلازمینه خوره وه او په همدې سره د اسلامي امت په تاریخ کې یوه زرینه پاڼه پرانیستل شوه. دا پاڼه په یوه خاطره بدله شوه او امت چې هر وخت له ستونزو سره مخ کېږي، نو باید دغه خاطره په یاد راوړي.  

ولې باید داسې نه وي؟ دا د امت د تاریخ هغه پاڼه ده، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ستاینه کړې او هغه یې د یو لړ مهمو پړاوونو او درسونو لپاره موږ، زموږ تاریخ او راتلونکي ته غوره کړې ده. ایا په سختو او حساسو حالاتو کې نه شو ورګرځېدلی؟ هغه صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لَتُفْتَحَنَّ الْقُسْطَنْطِينِيَّةُ فَلَنِعْمَ الْأَمِيرُ أَمِيرُهَا وَلَنِعْمَ الْجَيْشُ ذَلِكَ الْجَيْشُ»

ژباړه: قسطنطنیه به هرو مرو فتحه شي، هغه څومره غوره امیر دی او څومره غوره لښکر یې دی!

د همدې لپاره پر دغو سختو حالاتو کې چې اسلامي امت ورسره مخ دی، د قسطنطنیې د فتحې د کلیزې په اړه مو یو کمپاین پيل کړی، چې د اسلامي امت اساسي اړتیا (پوځ او شرایط) له همدغې سپېڅلې پېښې څخه درک کړو.

د پوځ په اړه؛ د هغه وخت د پوځ او خلکو لومړنۍ اندېښنه دا وه، چې د روم ښار د نیولو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری پوره کړي. امیر محمد الفاتح، پلار یې سلطان مراد الثاني، د هغه دوو ښوونکو فقیه احمد بن اسماعیل سعید الکوراني او شیخ شمس الدین او د هغه وخت پوځ او امت دا درک کړې وه، چې د دوی تر ټولو اساسي دنده د قسطنطنیې فتحه ده. دا ورته یوه اړینه مسله وه او په اړه یې اندېښنه درلوده، ځکه پوهېدل چې نورې پېښې له دغې فتحې څخه وروسته راځي. د دوی د پوهاوي اصلي سرچینه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث و، چې فرمایي:

«لَتُفْتَحَنَّ الْقُسْطَنْطِينِيَّةُ....»

ژباړه: قسطنطنیه به هرو مرو فتحه شي....

دا د دوی لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم او د هغو ټولو مسلو مور شوه، چې دوی به د هغو لپاره قرباني کېږي.

۲۱ کلن محمد الفاتح به هڅه کوله، چې د جنګیالیو او متخصصینو پر لښکر سربېره له هغو وسایلو څخه هم ګټه پورته کړي، چې الله سبحانه وتعالی روا بللي دي. دوی حتا تر هغه وخته وسیلې او لارې چارې لټولې، چې الله سبحانه وتعالی دوی ته تر ټولو غوره لار وښوده. الله سبحانه وتعالی ورته بېلابېلې لارې پرانېستې؛ دوی د خپل وخت تر ټولو لوی توپونه جوړ کړل، له غرونو اخوا یې سمندري کښتۍ ولېږلې او د دښمن په خاوره کې یې کلاګانې جوړې کړې، چې دښمن یې په دې سره هک حیران کړ.  

د حالاتو په اړه؛ سلطان محمد الفاتح یو اسلامي دولت درلود، چې د امت ځواک او وړتیاوې یې د هغه پر اساس تنظیم کړې وې، نو هغه خپلې موخې ته د رسېدو لپاره دا وړتیا درلوده، چې غوره انرژي، تجربې او وړتیاوې راوباسي او په دغه لاره کې یې قرباني کړي.

دغه دولت له هغو عناصرو څخه کار واخسیت، چې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د خوښې وړ وو. حاکمیت یې د شرعي قانون لپاره و، د الله سبحانه وتعالی قانون د امت په ټولو چارو کې لومړنۍ او وروستۍ خبره وه. هغه مهال نه یوازې د ختځ روم دولت، بلکې هر کفري دولت په اسلامي قانون او د مسلمانانو په چارو کې مداخله نه شوی کولی.

سلطان له هر ډول بهرني نفوذ څخه خپلواک و او دا د هغه نظامي او امنیتي ځواک ښکارندویي کوي، چې ځمکه یې ساتله، له اسلامي امت سره یې ځانګړې خواخوږي درلوده او هېڅ بهرني هېواد د اسلامي ځواکونو په لیکو کې نفوذ نشو کولی. سیاسي چاپېریال یې واحد و او یوازې د اسلام پیروي یې کوله. دوی یوازې اسلام او مسلمانانو ته ژمن وو او له اسلام پرته یې بل هېڅ تمدن په پام کې نه و نیولی. دوی به له بهرنیو هېوادونو څخه د وسلو د ټکنالوژۍ په څېر یوازې هغه وسایل اخیستل، چې اسلام روا بللي وو. اقتصاد یې د اسلامي اصولو پر اساس ولاړ و؛ اسعار یې سره او سپین زر وو او اقتصاد یې په هېڅ بهرني هېواد پورې نه و تړلی.

په اوس مهال کې د امت لومړنۍ دنده

نن ورځ اسلامي امت هر څه لري؛ هڅه، اراده، تجربه، انرژي، وړتیا، سرچینې او قرباني ورکول، خو اساسي ستونزه دا ده چې دا ټول وېشل شوي دي. د هغه وخت برعکس ډېری یې استثمار شوي او د مسلمانانو د ګټو پر ځای د نورو د ګټو لپاره کارول کېږي. د دغه حالت اصلي علت د اسلامي دولت نشتوالی دی، چې د اسلام پر اساس حکومت وکړي او د اسلامي امت ګټې وساتي. نو په اوسمهال کې د اسلامي امت لومړنۍ دنده د نبوت په تګلاره د اسلامي دولت (راشده خلافت) تاسیسول دي.

موږ له همدې امله د الله سبحانه وتعالی په نوم او برکتونو سره نړیوال مطبوعاتي کمپاین پیلوو: «د قسطنطنیې فتحه؛ هغه زیری چې پر حقیقت بدل شو... نورو زېریو ته هم باید عملي جامه ور واغوستل شي!»

اسلامي امت د دغې غوره کلیزې د یاد نمانځلو ترڅنګ باید د دویم راشده خلافت په تاسیس سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک رسالت بشپړ کړي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ

[الانفال: ۲۴]

ژباړه: اې مومنانو! د الله سبحانه وتعالی او د هغه د پيغمبر صلی الله علیه وسلم دعوت ومنئ، کله چې تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکوي چې تاسو ته ژوند بښونکي وي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې