پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     12 شعبان 1441

میلادی نېټه :     یکشنبه, 05 اپریل 2020 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۱۸

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
ښاغلي محمد یتیم ته

له الله سبحانه وتعالی ووېرېږه، ستا مقاله د اسلام له فرایضو څخه یو لوی فرض ته زیان رسوي

د اسلام په مبارکه تحفه سره پیل کوم، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.

د ۲۰۲۰ ز کال د مارچ په ۲۹ مه د «اسلامي دولت د مفکورې بحث... ایا اسلام له خپل ځان سره د دولت ځانګړې نمونه راوړې؟» تر عنوان لاندې ستا یوه مقاله چې د خلافت په اړه پکې بحث شوی و، په                                         Al-Jazeera.net کې خپره شوه. په دغه مقاله کې د تاریخ د هغه تر ټولو لوی دولت «خلافت» د بې ارزښته ښودلو هڅه شوې، چې اسلامي امت ته له خپل خوږ پیغمبر، د خلقت راز او زموږ ټولو لارښود، حضرت محمد صلی علیه وسلم څخه په میراث پاتې دی، هغه ځانګړی او بې مثاله دولت چې مشر ته یې د رسول الله صلی علیه وسلم ځای ناستی ویل کېده، هغه دولت چې مشر به یې د مومنانو رهبر یادېده، هغه دولت چې د تاسیس په موخه یې ډېر جلیل القدره صحابه وو قرباني ورکړه، ډېرو صحابه وو یې د ساتلو او یو موټی کولو په موخه خپله وینه ورکړه، ډېر صحابه یې د واک د پراخولو او پیاوړي کولو لپاره قرباني شول. هغه دولت چې شان او شوکت یې د تاریخ په اوږدو کې د شهیدانو په وینو ساتل شوی دی.

ښاغلی محمد یتیم! که تاسو په ریښتیا د اسلام سره خواخوږي درلوده، نو دا به ښه وه چې د خپل پیغمبر صلی علیه وسلم پر هغه قدم مو قدم اېښی وی چې هغه صلی الله علیه وسلم د دولت د تاسیس په موخه پورته کړی و. نه غواړم د هغه اسلامي امر په اړه تا «یو عالم» ته دلیل راوړم چې د عام امت په منځ کې یو پېژندل شوی مفهوم دی. یوازې غواړم هغې مشهورې پېښې ته اشاره وکړم چې د خلافت د له منځه تللو خطر او د هغو خلکو د ګناه سختوالی په ډاګه کوي چې د خلافت په له منځه وړلو کې لاس لري. دغه پېښه د عثمان رضی الله تعالی عنه سره د بیعت  په اړه ده.

حضرت عمر رضی الله تعالی عنه لوی صحابي او خلیفه و، خو په بازار کې هغې ښځې ته په خورا احترام سره درېږي چې له ده سره یې د هغه د حاکمیت (خلافت) په اړه محاسبه کوله. کله چې د ده مبارک د مړینې وخت را نږدې شو، نو ده د صحابه وو له منځه شپږ کسان د خلافت لپاره وټاکل، دا هغه کسان وو چې د جنت زیری پرې شوی و، تر څو دوی له خپل منځه یو کس د خلیفه پر حیث وټاکي. ده مبارک دغو کسانو ته د خلیفه د ټاکلو لپاره یوازې دری ورځې وخت وکړ او دوی ته یې امر ورکړ چې له دریو ورځو وروسته مخالفت کوونکی ووژني. هو! حضرت عمر له پیغمبرانو وروسته د تر ټولو غوره کسانو د وژلو امر کړی و، که دوی د خلیفه د ټاکلو پروسه خرابه کړې وی، څنګه عمر بن خطاب د داسې صحابه وو د وینې تویولو اجازه ورکولی شي، په چا باندې چې د جنت زېری شوی و او د هغه پر وړاندې نور صحابه غلي پاتې کېږي؟! په داسې حال  کې چې دغه صحابه  هغه وخت غلي نه وو پاتې شوي، کله چې دوی فکر کاوه چې شاید عمر د دوی په پرتله ډېر رخت رانیولی وي. هو دوی ځکه غلي پاتې شول چې دوی د خلافت عظمت او اهمیت درک کړی و او که اړتیا وی، نو دوی دې وینې تویولو ته هم حاضر وو. نو جناب محمد یتیم! تصور وکړئ، که تاسو د عمر ابن خطاب په وخت کې وی او هغه ستاسو دغه مقاله لوستې وی، نو زه نه پوهېږم چې له تا سره به یې څه کړي وی!؟

تر دې وړاندې په امت کې هېڅ داسې نسل نه دی راغلی چې اسلام ته د پاملرنې ادعا ولري او بیا وروسته د اسلامي دولت د جوړښت د تحریفولو غوښتنه وکړي او هغه د کفري دولت سره مساوي وبولي. هو هېچا دا کار نه دی کړی، خو هغو کسانو چې د خلافت د له منځه تللو په وخت کې یې ژوند کاوه. دوی د خپلو دښمنانو د لاسته راوړنو او د هغوی د استعماري کلتور لخوا ښکار شوي وو، وروسته یې د خپلو ظالمو او اجیرو حاکمرانانو سره جوړجاړی وکړ او د دوی شریکان شول، بیا دوی هڅه وکړه چې خپل ځان پر دې دلیل په حق ثابت کړي چې نور به اسلامي امت ته دوکه نه ورکوي.

خلافت په ۱۹۲۴ز کال کې په داسې حال کې سقوط وکړ، چې نظامي ماتې په ډېره حیرانتیا سره د غرب د لاسته راوړنو «پرمختګ» سره یو ځای شوې وه. تر هغه وخته د دې ستونزې درملنه ونه شوه ترڅو چې الله سبحانه وتعالی هغه کسان چې د فرهنګ او تمدن ترمنځ یې توپیر کولی شي، په امت کې راپیدا کړل. په دې ډول دوی وتوانېدل چې د الطیف او الخبیر الله سبحانه وتعالی په مرسته د اسلام د بیا راژوندي کولو لپاره یوه پاکه او روښانه لاره پیدا کړي. نن ورځ یوځلې بیا خلافت د امت به منځ کې یو عام فکر ګرځېدلی او د هغو خلکو انتظار باسي چې دغه فکر د خلافت پر تاسیسولو سره بریا ته رسوي.

له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږه او له هغو خبرو لاس واخله چې د مومن زړه ته تسکین (ارامښت) نه شي ورکولی. د دولت سیکولري سیستم ته وده ورکول پرېږده؛ ځکه الله سبحانه وتعالی د دغه نظام حاکمانو ته د خپلو سرتېرو له منځه داسې یو عسکر «ویروس» استولی چې له مایکروسکوپ پرته یې سترګې د لیدلو وړتیا نه لري. دغو حاکمانو خپل توازن له لاسه ورکړی او نږدې ده چې سقوط وکړي. ستا شمالي ګاونډیان «اروپایان» وحشت پر سر اخیستي، یو له بله تښتي، زړونه یې له ناهیلیو ډک شوي، د دوی د یووالي ترمنځ درز د پراخېدو په حال کې دی، دوی د خپلې اتحادیې د بیرغونو په ښکته کولو پیل کړی او یو بل یې پر خیانت تورن کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى

ژباړه: ته دوی سره غونډ ګڼې، خو د دوی زړونه یو له بله بېزاره شوي دي.

[حشر:۱۴]

ښاغلي محمد یتیم! موږ تاته لارښوونه کوو چې له دغه کار څخه لاس واخله، د سیکولارېزم څادر له خپل سر څخه لرې کړه، لویدیځ او نظام ته یې شا کړه، د امت تر څنګ ودرېږه او د نبوت پر تګلاره د دویم راشده خلافت (ریښتیني خلافت) په رامنځته کولو کې له امت سره مرسته وکړه!

الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ

ژباړه: په حقیقت کې هغه چا چې ایمان راوړی او نېک عملونه یې ترسره کړي، الله سبحانه وتعالی به یې جنت ته داخل کړي.

[حج:۲۳]

انجنیر صلاح الدین عضاضه

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې