چهارشنبه, ۰۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     23 شوال 1442

میلادی نېټه :     جمعه, 04 جون 2021 م

شمېره:      ۰۳۷/ ۱۴۴۲

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د هند د ملي څېړنو اداره په داسې حال کې د خلافت په اړه پر بحث غور کوي چې میلیونونه مسلمانان پرې باور لري او دوی یې د یو جرم په توګه د سزا مستحق بولي!

د هند د ملي څېړنو ادارې (NIA) د ۲۰۲۱م کال د مې پر ۲۹مه، د هند پر ۳۱ کلن محمد اقبال تور لګولی چې «په فېسبوک کې د نه منلو وړ پیغامونه خپروي او په اسلامي هېوادونو کې د خلافت دولت په اړه بحث کوي»، هغه سیسټم چې حزب التحریر یې د تاسیس کېدو غوښتنه کوي. دې ادارې وویل: دا ډول تورونه د هند د جرمي قوانینو پر اساس لګول شوي او د دغه هېواد له نورو هغو قوانینو سره سمون لري چې د جرمونو لپاره ټاکل شوي دي.  (Economic Times)

لکه څنګه چې مخکې مو یادونه وکړه، د هند د ملي څېړنو ادارې چارواکي پر حزب التحریر او غړو  یې د «ترهګرو» په تور لګولو کې پاتې راغلي دي. په هر صورت، د دې پر ځای چې دوی له پخوا درس او عبرت واخلي، له خپلو تېروتنو څخه بېرته په شا شي او پر هغه څه انرژي مصرف کړي چې خلکو ته ګټه ورسوي، دوی اوس داسې تورونه لګوي چې یوازې یو ظالمانه بیان ورته ویلی شو. په داسې یو هېواد کې چې په نړۍ کې ځان د ډیموکراسۍ تر ټولو ډېر پلوی بولي او دې ایډیولوژۍ ته ژمن بولي، خو دلته بیا له «خلکو سره بحث کول او پر فسبوک لیکل» جرم بولي.

د مودي حکومت د خپلو نژاد پرستو پالیسیو د پلي کولو لپاره له امنیتي بنسټونو څخه کار اخیستل ډېر ګړندي کړې دي، ډېر په اسانۍ سره ویلی شو چې بنسټونه یې د قانون تر اغیز لاندې راغلي دي. دا د ابزارو قانون دی، د مازلو چکش، چې مازلو یې په اړه په څرګنده توګه وویل: «زه فکر کړم چې دا د اندېښنې وړ ده، یوازینی سامان چې تاسو لرئ، هغه چکش دی، د هر شي سره د یو مېخ په توګه چنلد وکړئ. «پر دې اساس، د مودي دولت او مقامات یې په داسې نژادپاله سیاستونو کې ډوب دي، هر مسلمان چې له خپل دین سره مینه لري او خپل ملت سره مینه لري، د چکش لپاره مېخ بلل کېږي. د دې پر ځای چې د خلکو له ګټو څخه دفاع وکړي او هغوی ته زیان ونه رسوي. د امنیتي خدماتو وضعیت لکه د خپلو ناروغیو په څېر دی، چې له بدن څخه د دفاع پر ځای، د ناروغ پر بند برید کوي!

په دغه ځای کې موږ باید پوښتنه وکړو: ایا د هند دولت ادعا نه کوي چې اساسي قانون یې د شپږو نورو ازادیو په منځ کې د بیان ازادۍ ژمن دی او ساتنه ترې کوي؟ نو ولي سیمه‌ییز پولیس هغه کس چې له خلکو سره خبرې کوي او پر فسبوک لیکل کوي، نیسي؟! ولې وروسته له هغه چې کمېسیون تر لاسه کړل چې موضوع د عقیدې له ښکاره کولو پرته بل څه نه وه، د هغه دوسیه له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې، یعنې د هند ملي څېړنو ادارې ته راجع کوي؟! دا کوم ډول عدالت دی؟! د نوي ډيلي دولت د غیر قانوني فعالیتونو په مخنیویو کې تر کومه ځایه وړاندې ځي؟! ایا هغه له هر دلیل خالي دی؟ ایا غواړئ چې د هند د بېلا بېلو ادیانو تر منځ  اوسنۍ سوله له منځه یوسئ؟!

ایا دا بس نه ده چې د مودي حکومت د هند د خلکو پر وحشي کړنو سترګې پټې کړې؟ ولې اوس غواړي د نړۍ لپاره له ملیاردونو مسلمانانو سره د ځان لپاره ډېرې ستونزې جوړې کړي؟ ایا په نوي ډیلي کې حکومت نه پوهیږي چې خلافت اوس د خلکو هغه نظر دی چې د نړۍ د هر مسلمان کور ته رسېدلی دی؟! ایا مودي هیره کړې چې پخپله ګاندي، کله چې هغه غوښتل په هند کې له مسلمانانو سره خواخوږي ولري، د خلافت بشپړتیا یې منلې وه؟ ایا اوسنی حکومت د ګاندي هغه چلند ته نه ګوري!؟

موږ په هند کې هوښیارو کسانو ته سپارښتنه کوو چې د مودي حکومت له ناورین رامنځ ته کوونکو سیاستونو څخه ځان بېل کړي. ایا تاسو نه دي لیدلي چې مودي څنګه د هغه ملګري د ټاکنیزو رایو د راجلبولو لپاره د دوی پر ځواک او لېوالتیا سترګې پټې کړې، تر څو خلک داسې فکر کولو ته اړ کړي چې د کرونا وبا د خطر له امله پر روغتیايي سپارښتونو سترګې پټې کړي؟! ایا مودي خلک د مرګ کندې ته ونه لېږل؟! د مودي او د هغه د ګوندي متعصبو پلویانو پر ویناوو سربېره چې په ټول هند کې خپرېږي، مذهبي خلک یې وهڅول چې د یو بل پر وړاندې ودرېږي، تر څو د ټاکنو رایې راجلب کړي. اوس په هند کې د خلکو بېلا بېلو ډلو تر منځ اړیکې ګډوډوي. دا په هند کې د مذهبي خلکو په ګټه دي چې له مسلمانانو سره ښې اړیکې وساتي، ځکه چې اسلامي امت د راشده خلافت د دویم تاسیس لپاره چمتووالی نیسي، چې د الله سبحانه و تعالی ژمنه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری دی. کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج راشده خلافت تاسیس شي، امت به ټولو ظلمونو او سر غړونو ته ځواب ووایې چې د دوی پر وړاندې ترسره شوې دي، پر هغو کسانو به پام وکړي چې امت ته ښه و او د مسلمانانو پر پخواني وضعیت خپه وو.

[أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَانُوا أَكْثَرَ مِنْهُمْ وَأَشَدَّ قُوَّةً وَآثَاراً فِي الأَرْضِ فَمَا أَغْنَى عَنْهُم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ]

ژباړه: «نو ایا دوی پر ځمکه نه دي ګرځېدلي، چې د خلکو عاقبت یې لیدلی وای، چې له دوی څخه پخوا تېر شوي دي؟ په شمېر کې ډېر وو، له دوی څخه ډېر پیاوړي وو او پر ځمکه یې ډېر روښانه اثار پرې اېښې دي. څه ګټه چې هغوی ته کړې وه، هغه یې د هېڅ درد دوا نه شول.» [غافر: ۸۲] 

پر همدې اساس، د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر یو ځل بیا تاییدوي چې حزب التحریر یو نړیوال سیاسي حزب دی چې په اسلامي هېوادونو کې د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره فکري او سیاسي مبارزه پر مخ وړي. د حزب التحریر له تاسیس راهیسې په کلکه باور لرو چې ژور او رښتیني افکار یوازې د ذهن له لارې مطالعه کېږي چې زړه پرې ‌ډاډه او په ژوند کې پلي کېږي. دا رښتینی چلند دی چې افکارو ته اجازه ورکوي، څو په فردي او ټولنیز چلند باندې اغېز وکړي.

په ورته وخت کې، موږ ډاډه یو چې اسلام او خلافت یوازنی نظام دی چې د هند د خلکو په ګډون د بشریت د ژغورلو وړتیا لري، له همدې امله هر څوک چې خپلو خلکو ته ژمن وي، باید د حزب التحریر وړاندیز ته غوږ کېږدي او زموږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند ته پام وکړي. موږ باید یادونه وکړو چې د هند نیمه وچه د عادل اسلام له لوري اداره کېدلای شي، چې د بې سارې سولې، امنیت او هوساینې شاهد وو. په حقیقت کې، ان شأالله هغه ورځ راتلونکې ده چې مسلمانان به په نړۍ کې یو ځل بیا حاکمیت تر لاسه کوي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الأُمُورِ]

ژباړه: «دا هغه کسان دي چې که موږ دوی ته په ځمکه کې قدرت ورکړو، نو لمونځ به قایم کړي، زکات به ورکړي، پر ښو چارو به امر وکړي او له منع شوو څخه به منع وکړي او د ټولو چارو پای د الله سبحانه و تعالی په واک کې دي.» [حج: ۴۱]

انجنیر صلاح الدین عضاضة

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې