پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     29 شوال 1442

میلادی نېټه :     دوشنبه, 10 می 2021 م

شمېره:      ۰۳۸/ ۱۴۴۲

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په پاکستان کې د نويد بټ د اجباري ورکېدو د پای ته رسېدو په پار غږ

نهه کاله وړاندې د پاکستان استخباراتو (ISI) د حزب التحریرـ ولایه پاکستان رسمي مطبوعاتي دفتر ویاند نوید بټ، د ۲۰۱۲م، د مې په ۱۱مه، برمته کړ.

د دې پېښې په اړه، حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر دوې مطبوعاتي اعلامیې خپرې کړې دي:

لومړۍ مطبوعاتي اعلامیه د ۲۰۲۱م، د جنوري په ۳مه خپره شوه: «د نويد بټ په اړه د ۲۰۱۸م، د جنوري په ۴مه د قانون یو حکم صادر شوی و، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۲م، د مې له ۱۱مې او له اجباري ورکېدو راهیسې نه ليدل شوی او نه یې هم غږ اورېدل شوی دی.» 

دویمه مطبوعاتي اعلامیه د ۲۰۲۱م، د مې په ۲مه، خپره شوه: «د روژې سپېڅلې میاشتې په جریان کې، د خلافت د رښتیني مدافع نويد بټ د خوشي کېدو لپاره غږ پورته کړئ، چې د ۲۰۱۲م، د مې پر ۱۱مه برمته شو

نوید یو صادق او وفاداره مسلمان و، په لاهور کې اوسېده، د خپلې کورنۍ یوازینی سړی و. دی د برېښنا انجنیر و، په ستراتیژيک او سیاسي فکر سمبال د حزب التحریرـ ولایه پاکستان ویاند و. دا د نوید د ښېګڼو لیست دی، چې د پاکستان استخباراتي ادارو ته یې ارزښت نه درلود، ځکه نوید د خپلو ماشومانو په مخ کې، چې له ښوونځي څخه راستنېدل د څو کسانو له لوري، چې رسمي یونیفورم یې اغوستی و، «د امینت په موټر» کې واچول شو.

نوید د مسلمانانو د سیاسي مفکرانو له ځانګړي نسل سره تړاو درلود، چې د ځانګړي استعداد څښتن و او په سیاسي فضا کې يې د فریب کاریو د پوښښ د افشا کولو غوره وړتیا درلوده. له همدې امله نوید وکولای شول «د لارې نقشه» تصور کړي چې پاکستان له دې لارې کولای شي د هغه عظمت وپېژني. داسې یو ليدلوری چې په هغه کې پاکستان کولای شي د خپلې جغرافیاوي، جمیعتي، طبیعي او فني شتمنیو څخه په ګټه اخیستلو سره د جنوبي اسیا په مرکزي قدرت بدل شي. هغه لید لوری چې پاکستان کولی شي له دې لارې په اسیا کې یو لوی قدرت تر لاسه کړي، د اسلام  ملت ته دویم ځل ژوند وروبښي او خپل ۱۴۰۰ کاله مخکې میراث بېرته راوګرځوي.

له نوید سره شوی ظلم د حکومت او وسله والو ځواکونو په جګړو کې د لوړ پوړ سیاسیونو او چارواکو پر پرېکړو او کړنو د هغه د نیوکو له امله دی. هغه پرېکړې او کړنې چې له یوې خوا یې د پاکستان ظرفیتونه سیستماتیک کړي او له بلې خوا د مسلمانانو ټولنو تر منځ یې د پېړیو پېړیو تر منځ ګډوډوي جوړه کړې ده، چې د اسیا په دې برخه کې یې له اوږدې مودې راهیسې وده کړې ده.

د نوید یوه نیوکه پر هر اړخیزه جګړه وه، چې پرویز مشرف تل د پاکستان د لويدیځو قبایلي سیمو د خلکو پر وړاندې تر سره کوله. دا هغه جګړه وه چې په هغه کې د پاکستان پوځ اړ و چې د سیمې د قبایلو له خپلو وروڼو او خویندو سره وجنګېږي او هغه ووژني. دا ټول د پولې هاخوا افغانستان کې د امریکا د پوځي برید د فشار راټيټول و. ۱۷کاله جګړې دوام وکړ، چې په ترڅ کې یې ښارونه، مدرسې او کورونه ويجاړ شول. لسګونه زره مسلمانانو په شهادت ورسېدل، سلګونه زره نور بې کوره شول او د پاکستان په داخل کې یې د مسلمانانو په ټولنو کې لوی درځ پیدا کړ، چې تر اوسه نه دی ګنډل شوی.

نوید پر فاسدو جنرالانو او چارواکو کلکه نیوکه کوله، چې د پوځي او دولتي بنسټونو تر ټولو حساس عصبي مرکزونو کې د امریکا خطرناک نفوذ ته لاره هواروي. د FBI او CIA ټول چارواکي د دې فاسدو جنرالانو او سیاستوالو په مرسته د کنټرول او څارنې د ساتلو لپاره په عمومي مرکزي دفتر (GHQ)، د پوځي عملیاتو ریاست او د پاکستان د وسله وال ځواک د داخلي استخباراتو ریاست (ISI) کې دي. د اټومي او دودیزو وسلو په اړه امریکا په پاکستان کې د جګړې او سولې د پریکړو په اړه پروسه تر واک لاندې نیولې ده.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِن تُطِيعُواْ الَّذِينَ كَفَرُواْ يَرُدُّوكُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ فَتَنقَلِبُواْ خَاسِرِينَ [عمران: ۱۴۹]

ژباړه: اې مومنانو! که تاسو د هغو خلکو په خوښه لاړ شئ چې هغوی کفر غوره کړی دی، نو هغوی به تاسو بېرته په شا واړوي او تاسو به ناکام شئ.

د نوید له برمته کېدو راهیسې په پاکستان کې ټولو حکومتونو پرله پسې په بې شرمۍ د هغه د ځای له څرګندولو څخه ډډه کړې ده. دوی ان د هغه له کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره د هغه د خپلوانو رنځونه کم نه کړل. نیږدې له یوې لسیزې راهیسې، دوی ټول د هغه د کورنۍ، په اسلامي امت کې د هغه وروڼه او هرڅوک چې د هغه له کړاو سره خواخوږي لري اواز پورته کوي. برعکس، استخباراتي خدماتو د هغه کورنۍ ته ویلي چې که نوید خپلې سیاسي هڅې پرېنږدي، نو هغه به شهید او د هغه جسد به په غیر ارادي ډول وغورځول شي.

نن موږ د هغه د برمته کېدو د لسم کال شاهدان یو. موږ په مسلسله توګه د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کوو او په هر مسلمان، ځوان یا بوډا، نیږدې یا ليرې، غږ کوو چې په دې مبارزه کې برخه واخلي. په حقیقت کې، د نوید اختطاف د صادقانو او خاینانو تر منځ د ټکر څرګندونه کوي.

د پاکستان په وسله والو ځواکونو کې د ټولو لیکو وفادارو او سرښندونکو افسرانو ته؛

له شعارونو سره سپيڅلي آیتونه ولولئ، چې ستاسو اوږې ښکلې کوي. د خپلې اردو اصلي د جنګ نظریه په یاد ولرئ. په قبایلي سیمو فاټا، جمو او کشمیر کې ستاسو پر وروڼو او خویندو خیانت ته وګورئ. په میانمار، کشمیر، د اقصی جومات او د غزې په تړانګه کې  د مظلومانو په حالت سترګې پټوئ.

موږ له تاسو څخه پوښتنه کوو چې... کله د پاکستان وسله وال ځواکونه د عمل پرځای د الفاظو پوځ شو!؟ کله د اسلام ساتونکي یوازې د پیښو نندارچيان شول!؟ د هغو وسلو کارول چې تاسو یې کاروئ، څه شی دي، که د مخنیوی او انتقام لپاره نه وي!؟ ولې د پاکستاني وسله والو مسلمانو لښکرې د امریکا د غولونې پرځای په نړۍ کې خپل ځواک نه ښیې!؟

ورور نوید یو له هغو ځوانانو څخه دی، چې اسلامي احکامو او ښو اخلاقو ته د خپلې ژمنتیا له امله پیژندل کیږي، یو صادق مفکر او یو مشهور سیاستوال ... هغه د سړک یوه صادقه نقشه وړاندې کړه چې په پایله کې یې پاکستان او د ټولې اسلامي نړۍ هېوادونو ته یې ښېګڼه رسېده، چې ستاسو د فاسدو عناصرو له خوا برمته شو. له الله سبحانه وتعالی پرته هېڅ ځواک نشته ... له همدې امله، موږ له تاسو هر یوه مخلصو خلکو څخه غوښتنه کوو، چې د ورور نوید د ژر تر ژره خوشې کېدو لپاره، پر اړوندو چارواکو فشار راوړئ، چې هغه بیرته خپلې کورنۍ ته راستون کړي، څو په حزب التحریر کې له خپلو پاتې وروڼو سره یو ځل بیا د حقیقت ویلو لپاره خپل غږ پورته کړي.

د پاکستان د دیپلوماتیکو مامورینو محترمو غړو ته؛

تاسو په نړۍ کې د پاکستان د خلکو عکس، شهرت، تاریخ او حیثیت استازیتوب کوئ. د نوید اجباري ورکېدل ستاسو په هېواد کې عدالت ته زیان رسوي. موږ تاسو ته بلنه درکوو، چې د دې شرم مخه ونیسئ چې حکومت په خپله راوړی دی.

هر مسلمان ته چې د ملت د ویاړلو ورځو لپاره هیلهمن دی، چې یو ځل بیا به روښانه شي؛

هر ژورنالیست ته چې  د ظلم او بې عدالتۍ څرګندولو مسوولیت یې پر غاړه اخیستی دی؛

موږ تاسو ټول رابولو:

راځئ چې په دې کمپاین کې برخه واخلو، ترڅو د پاکستان پر حکومت او د اردو پر جنرالانو فشار راوړو، چې نوید بټ خوشې او له خپلې کورنۍ سره یې یو ځای کړي.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

 ﴿وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾[انفال: ۷۲]

ژباړه: ...هو که هغوی د دین په اړه ستاسو څخه مرسته وغواړي، نو د هغوی مرسته کول پر تاسو فرض دي... .

#FreeNaveedButt

انجنیر صلاح الدین عضاضه

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې